ایا پاکستان به د تاوتریخوالي د اور لمبې مړې کړای شي؟

د فېبرورۍ په اتلسمه نېټه پاکستاني جنرالان د دغه هېواد پارلمان ته ولاړل او د پاکستان په دوو ایالتونو بلوچستان او پښتونخوا کې یې د مخ پر زیاتېدونکو جګړو په اړه د پارلماني ګوندونو مشرتابه ته راپور وړاندې کړ.