د طالبانو له‌خوا د زده‌کړو بندیز؛ یوې افغانې نجلۍ د تخنیکي مهارتونو زده‌کړې ته مخه کړې ده

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې په ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار بندیزونه ولګول، چې له کبله یې ګڼې ښځې او نجونې اغېزمنې شوې. ۲۲ کلنه زهرا علي هم یو له هغو نجونو ده، چې زده‌کړې یې نیمايي کې پاتې شوې او اوس یې د تخنیکي مهارتونو زده‌کړې ته مخه کړې.