• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند د نامتو سینمایي لوبغاړي سوشانت راجپوت د مړینې قضیه له ۴ کلونو وروسته وتړل شوه

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۴۶ GMT+۰

د هندي سینما (بالیووډ) د وتلي فلمي ستوري سوشانت سینګ راجپوت له مړینې نږدې څلور نیم کاله وروسته د هند د جرمونو د څېړنو مرکزي ادارې (سي بي ای) د نوموړي قضیه وتړله او د فلمي لوبغاړې ریا چکرابورتي په دغه قضیه کې ښکېلتیا یې ناسمه اعلان کړه.

سي بي ای د سوشانت سینګ راجپوت د مړینې په اړه خپلې پلټنې بشپړې کړې او د قضیې د تړلو لپاره یې محکمې ته راپور وړاندې کړ.

د دغه قضیې راتلونکې اورېدنه به د اپرېل په ۸مه د ممبي په باندرا مجسټریټ محکمه کې ترسره شي او که چېرې محکمه راپور ومني نو د سوشانت سینګ راجپوت قضیه به په رسمي توګه وتړل شي.

د سرچینو په وینا، دهند د جرمونو د څېړنو مرکزي ادارې څېړنو هېڅ داسې شواهد نه دي موندلي، چې دا ثابت کړي چا دې سوشانت سینګ راجپوت ځان وژنې ته اړ کړی وي.

د څېړنو دغې ادارې په خپل راپور کې ویلي، چې د هېچا خلاف جرم ثابت نه شو او ټول نومول شوي کسان یې بې ګناه اعلان کړل.

د سوشانت سینګ راجپوت مړینه

د یادولو وړ ده، چې د ۳۴ کلن سوشانت سینګ راجپوت جسد د ۲۰۲۰ کال د جون په ۱۴ مه د ممبي په باندرا سیمه کې په خپل اپارتمان کې ځړول شوی وموندل شو، چې د نوموړي ناڅاپه مړینې د هندوستانیانو د ویر لامل شو.

سوشانت سینګ د هندي سینما په ځوانو فلمي لوبغاړو کې خورا ژر وپېژندل شو او ډېر زیات مینه وال یې پیدا کړل.

دغه فلمي لوبغاړي هندي سینما ته کامیاب فلمونه چې نوموړي پکې مرکزي رولونه لوبولي وو ډالۍ او همدا ډول یې د دویم ممثل کرکټرونه هم عالي وو، چې د پي کې سرفراز رول یې ډېر مینه وال درلودل.

ډېر لیدل شوي

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي
۱

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۲

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته

۳

په افغانستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي

۴

ترکیې د ملکیت او پانګونې له لارې ۶۱۳۴ کسانو ته د تابعیت ورکولو پرېکړې لغوه کړې

۵

هېلن مکنټي: د افغان ښځو د حقونو په اړه د خبرو وخت تېر شوی اوس عملي اقدام پکار دی