• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له سریلانکا او ایرلنډ سره د درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره د افغان ابدالیان لوبډلې نوملړ اعلان شو

۴ وری ۱۴۰۴ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۰۱ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې له ایرلنډ او سریلانکا الف لوبډلو سره د درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره د دروېش رسولي په لوبډلمشرۍ د افغان ابدالیان لوبډلې نوملړ اعلان کړ. په دغه لوبلړۍ کې ۷ یو ورځنۍ او دوه څلور ورځنۍ سیالۍ کېږي.

د کرېکټ بورډ د دوشنبې ورځې د اعلامیې له مخې، دغه سیالۍ د راتلونکې اپرېل په ۷مه د افغانستان په کوربتوب د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې پیلېږي او د مۍ میاشتې تر دویمې دوام کوي.

دغه لوبلړۍ د افغان ابدالیان او ایرلنډ الف لوبډلو په څلورورځنۍ لوبه پیلېږي د اپرېل له ۷مې تر ۱۰مې دوام کوي.

د دې لوبې پای ته رسېدو پسې د اپرېل په ۱۳مه د یو ورځنیو سیالیو درې اړخیزه لوبلړۍ پیلېږي چې په لومړۍ لوبه کې به یې سریلانکا الف لوبډله د ایرلنډ الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

په دغه درې اړخیزه لوبلړۍ کې به هره لوبډله د بلې پر وړاندې دوه لوبې وکړي او د لومړي پړاو دوه مخکښې لوبډلې به د اپرېل په ۲۵مه پایلوبه کې سره ولوبېږي.

تر درې اړخیزې لوبلړۍ وروسته به افغان لوبډله د اپرېل په ۲۹مه د سریلانکا الف لوبډلې سره خپله دویمه څلور ورځنۍ لوبه پیل کړي چې د مۍ میاشتې تر دویمې نېټې به دوام وکړي.

د دروېش رسولي پهلوبډلمشرۍ څلور ورځنیو سیالیو کې عبدالمالک مرستیال لوبډلمشر، اکرام علي خېل او افسر ځاځی ویکټ ساتونکي، ریاض حسن، عمران میر، بهیر شاه محبوب، اعجاز احمد مهري، شمس الرحمن، عصمت عالم، ضیاءالرحمن اکبر، عرب ګل مومند، ضیاءالرحمن شریفي، ابراهیم عبدالرحیمزی، بشیر احمد او فرید احمد ملک شامل دي.

د درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره هم صدیق الله اتل مرستیال لوبډلمشر، اکرام علي خېل او محمد اسحاق ویکټ ساتونکي، عبدالمالک، زبید اکبري، اعجاز احمد مهري، بلال احمد ترین، شرف الدین اشرف، فرمان الله ساپی، قیس احمد، ضیاءالرحمن اکبر، نوید ځدراڼ، خلیل احمد، عبدالرحمن او بلال سمیع غوره شوي دي.

د دې سیالیو لپاره محمد سلیم ساپی، یما عرب، فریدون داودزی او خلیل ګربز د ټولو سیالیو لپاره احتیاطي لوبغاړو کې شامل دي.

ډېر لیدل شوي

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ
۱

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۲
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۳
ځانګړی راپور

په پاکستان کې افغان ښځینه زده کړیالانې: حکومت راته له رسنیو سره د خبرو نه کولو ویلي

۴

پر نړۍوال بازار د ایران او امریکا د کړکېچ اغېز؛ په افغانستان کې د تېلو بیې لوړې شوې

۵

د روسیې په مشرۍ پوځي تمرین؛ له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د وسله‌والو د احتمالي نفوذ مخنیوی