د ملګرو ملتونو چارواکې: د افغان نجونو پر زدهکړو بندیز به د دوی نسلونه اغېزمن کړي

د ملګرو ملتونو د ښځو اجراییه مشره سیما باهوس د افغان نجونو د زدهکړو بندیز د دوام په اړه وایي، چې په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو له حقونو د طالبانو سرغړونه به د دوی راتلوونکي نسلونه اغېزمن کړي. طالبانو سږکال هم د نجونو له ګډون پرته تعلیمي کال پیل کړ.




