سرچینې: امریکا د جورج ګلزمن د خلاصون لپاره پر «پوځي انتخاب» هم غور کړی و
یوې امریکايي ډيپلوماتیکې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې امریکا د جورج ګلزمن د خوشې کولو لپاره د امریکا د ځانګړو ځواکونو «دلتا فورس» د عملیاتو په اړه هم غور کړی و.
یادې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي، وویل چې د امریکا د عدلیې وزارت تر تعقیب لاندې کسانو له نوملړه د حقاني شبکې د ځینو غړو نومونه لرې کول د ګلېزمن د خلاصون توافق یوه برخه وه.
سرچینې زیاته کړه چې د یرغمل کسانو په چارو کې د ډونالډ ټرمپ استازي ادم بولر د نظامي ځواک د کارولو وړاندیز کړی و، خو د ټرمپ د نږدې کسانو سخت مخالفت دا طرح رد کړه او پر ځای یې له طالبانو سره د مذاکراتو او امتیاز ورکولو لاره غوره کړه.
په تېرو دریو کلونو کې څو امریکايي وګړي د طالبانو یا له دې ډلې سره تړلو شبکو له خوا برمته شوي دي. د هغوی خلاصون ډېری د واشنګټن له خوا د مهمو امتیازونو په بدل کې تر سره شوی.
د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی افسر مارک فریکس، چې شاوخوا دوه کاله په افغانستان کې برمته و، په ۲۰۲۲ کال کې د بندیانو د تبادلې د معاملې په ترڅ کې خوشی شو.
په دې معامله کې امریکا د طالبانو یو لوړپوړی غړی او د ملا عمر نږدې متحد او د نشهيي توکو په قاچاق تورن بشیر نورزی خوشی کړ.
وروسته طالبانو د یوې هوکړې له لارې رایان کوربت (مرستندوی) او ویلیام مککنټي (امریکایي وګړی) خوشي کړل.
طالبانو هغه مهال ادعا وکړه چې امریکا په بدل کې خان محمد خوشی کړی. خان محمد د کلیفورنیا په ایالت کې د نشهيي توکو د قاچاق او افراطیت له امله په عمر بند سزا محکوم شوی و.
دا لومړی ځل نه دی چې د حقاني شبکې نوم د امریکايي یرغمل وګړو له قضیو سره تړل کېږي.
د افغانستان امریکايي پوهنتون استاد کوین کینګ، چې په۲۰۱۶ کال کې طالبانو برمته کړی و، د امریکا او طالبانو د بنديانو تبادلې یو بل مثال دی. هغه له خپل استرالیایي همکار ټیموتي ویکس سره یو ځای د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې له درې کلونو بند وروسته، خوشی شو.
د دې معاملې په ترڅ کې د افغانستان پخواني حکومت د امریکا تر فشار لاندې د انس حقاني په ګډون درې لوړپوړي طالبان خوشي خوشې کړل.