• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له نفوذه تر حذف پورې؛ د ازبک توکمه طالبانو برخلیک

مجاهد اندرابي
مجاهد اندرابي

افغانستان انټرنشنل

۱۱ وری ۱۴۰۴ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۴۵ GMT+۰

ازبکان تل په افغانستان کې د واک په اړیکو کې د یوې اغېزناکې توکمیزې ډلې په توګه مخکښ پاتې شوي او د هېواد په تاریخ کې د دوی سیاسي تمایلات تل د رژیمونو په بقا یا سقوط کې پرېکنده رول لوبولی دی.

په شمال کې د طالبانو په بریاوو کې ازبک نژاده طالبانو مهم رول ولوباوه، خو په وروستیو دریو کلونو کې د طالبانو په ډله کې پرمختګونه ښيي چې په واک کې د دوی ونډه ډېره سمبولیکه او کمه اغېزې شوې ده.

اوس مهال ازبکان د طالبانو په رژیم کې یوازې درې سلنه واک لري، چې د رییس الوزرا د اداري مرستیال، یو وزیر، درې امنیه قوماندانان او څو نور عادي چارواکي په واک کې دي.

په دغه رپوټ کې د ازبک طالبانو داخلي سرچینو او ازادو سرچینو ته په اشارې سره د دغې ډلې د قدرت په جوړښت کې د ازبک طالبانو د دریځ او رول په اړه بحث شوی او په پرمختګونو کې د هغوی د رضایت او نفوذ کچه څیړل شوې ده.

د طالبانو د کابينې اداري مرستيال عبدالسلام حنفي، د غزني امنيه قوماندان مخدوم عالم، د کرنې او اوبو لګولو وزير عطاالله عمري او د زابل ولايت امنيه قوماندان قاري صلاح الدين د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ازبکانو له مشهورو څېرو څخه دي.

ډله ییزه ناخوښي او د ماشینګڼې ډزې

د ۱۴۰۰ کال د جدي په ۲۳مه د میمنې ښار چوپتیا د ماشینګڼو په غږ ماته شوه او سلګونو قهرجنو کسانو د طالبانو پر ضد شعارونه ورکړل.

دا د افغانستان په شمال کې د ازبکانو لومړنی ښکاره مظاهره وه چې ددې ډلې له له واک ته رسېدو څه کم یو کال وروسته یې د طالبانو مطلق واک وننګاوه. پښتانه طالبان له ښاره ووتل او ازبک جنګیالیو چې مخدوم عالم او قاري صلاح الدین یې ملاتړي وو له خپلو وسلو سره په مظاهره کې ګډون وکړ. دا احتجاجي حرکت په حقیقت کې د مدني او وسله والو خوځښتونو یو ترکیب و چې د هبت الله اخوندزاده د واکمنۍ لپاره یې د خطر زنګ وواهه.

لاريون کوونکو د يوه مشهور ازبک قوماندان مخدوم عالم د خلاصون غوښتنه کوله، چې يوه ورځ وړاندې په بلخ کې د سړي تښتونې په تور نيول شوى و. تر دې مخکې له پوځي پوستونو د ازبک قوماندانانو لرې کول او ملکي وزارتونو ته د هغوی لېږد د واکونو د محدودولو له امله د ازبکانو غوسه راپارولې وه.

داسې ښکاري چې ازبکانو د افغانستان د اسلامي جمهوریت له سقوط مخکې د طالبانو په بریا کې پټ رول لوبولی و. خو کله چې صلاح الدین ایوبي چې په نسبي ډول ازبک نژاده مشهور شخصیت دی، د ټلویزیون پر پرده د ۱۴۰۰ کال د اسد په ۲۴مه (د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه) د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني د میز تر شا راښکاره شو، د طالبانو په بریا کې د دغې قومي ډلې رول خورا څرګند شو.

صلاح الدین ایوبي د اشرف غني د نیولو لپاره له لوګر څخه له ۴۰ځانمرګو او دوه زره نورو جنګیالیو سره کابل ته ننوت. خو له شخړې پرته د ارګ د یوه چارواکي په لارښونه چې عباس ستانکزي معرفي کړی و، د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوت. یوه داسې شیبه چې بیخي خوب ته پاتې کیږي. هغه وروسته په خپله یوه مرکه کې وویل: « کله چې زه ارګ ته ننوتم، غریو نیولی وم او خبرې مې نه شوای کولای».

100%

صلاح الدین ایوبي

صلاح الدین ایوبي د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ په مرشدي کلي کې زېږېدلی او د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د خپل ورور ملا صدرالدین له خوا د لومړي ځل لپاره دغې ډلې کې وګومارل شو. نوموړي د جمهوري ریاست له سقوط مخکې په فاریاب کې د طالبانو د نومول شوي والي او د دې ډلې د نظامي کمیسیون د مشر په توګه کار کړی دی.

دغه ازبک نژاده قوماندان د جمهوري ریاست پر مهال د ملي امنیت له خوا نیول شوی و، خو له اته کاله بند وروسته په مرموز ډول د کابل د ملي امنیت له زندانه وتښتېد. نوموړى اوسمهال د زابل د امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوى او څو ځلې يې له دې دندې استعفا کړې، خو بېرته خپلې دندې ته ستون شوى دى.

صلاح الدین نور د ازبکانو په منځ کې خپل پخوانی نفوذ نه لري. د شخصیت له نظره، هغه د توند مزاجه او ګوښه ناستي شخص په توګه پیژندل کیږي. ښايي له همدې امله يې هيڅکله د ازبک کليوالو په زړونو کې ځای پيدا نه کړ.

د طالبانو د بري په لومړیو ورځو کې هغه د مارشال دوستم په تقلید تل د پوځي موټرو له کاروان او په عصري وسلو سمبالو لسګونو ساتونکو سره سفرونه کول. له هغه سره به له شاوخوا ۸۰ څخه تر ۱۰۰ پورې محافظین وو، د دوو زغره والو موټرو په ګډون څو نظامي وسایط هم ورسره وو. خو اوس هغه نور تشریفات نه لري او د کافي صلاحیتونو د نه لرلو له امله له خپل مقام څخه ناراضه دی.

صلاح الدین درې ځلې واده کړی او په تېرو دوو کلونو کې یې د میمنې په ښار کې درې پوړیز کور جوړ کړی دی. د هغه وروستی واده هغه مهال له ستونزو سره مخ شو، چې د ځینو راپورونو له مخې یې د بل چا له کوژدنې سره واده وکړ او د هغې کوژدن د فاریاب په محکمه کې د صلاح الدین ایوبي پر ضد دوسیه پرانیستله.

100%

مخدوم عالم

د مخدوم عالم شهرت بېرته ۲۰۱۶ ته ځي؛ چیرې چې نوموړی د ملي امنیت له زندان څخه خوشې او فاریاب ته راستون شو. نوموړی که څه هم د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې له دې ډلې سره یو ځای شوی و، خو د جمهوریت پر وړاندې د طالبانو د نوې جګړې له پیل سره سم یې په پښتونکوټ ولسوالۍ کې خپل فعالیت پیل کړ او په فاریاب ولایت کې یې نسبي شهرت وموند.

مخدوم عالم له بنده تر خوشې کېدو وروسته یو ځل بیا د جګړې ډګر ته راغی او دا ځل یې له زیاتو اسانتیاوو سره په فاریاب کې د طالبانو د نظامي کمېسیون د مشر په توګه وګوماره او په شمال کې یې د دغې ډلې د نفوذ په پراخولو کې مهم رول ولوباوه.

هغه وتوانید چې د بېکاره ازبک کلیوالو په جذبولو سره د خپل نفوذ ساحه پراخه کړي. د هغه د جګړې سټایل او تاکتیکونه بدل شول او هغه نور د پخوا په څیر له موټرسایکل سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې نه را څرګندېده.

دغه راز يې له خلکو سره خپلې اړيکې ټينګې کړې او په ځينو مواردو کې يې د سيمه ييزو مشرانو په منځګړيتوب يا په مستقيم ډول د جمهوري رياست د پخوانيو امنيتي ځواکونو بنديان خوشې کړل او يا يې د طالبانو له زندان نه د هغوى د خلاصون لپاره منځګړتوب وکړ.

مخدوم عالم د سړي تښتونې په تور له درې میاشتې بند تېرولو وروسته خوشې شو او د غزني د امنیه قوماندان په توګه وټاکل شو. هغه اوس په دې پوست کار کوي. مخدوم عالم درې مېرمنې لري او په فاریاب کې یې د ځان لپاره لوکس کور جوړ کړی دی.

100%

عبدالسلام حنفي

عبدالسلام حنفي د جوزجان ولايت د درزاب ولسوالۍ په ګردان کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ ديني زده کړې يې د فارياب او جوزجان په ښوونځيو کې سرته رسولې او بيا يې د پاکستان د پېښور په ديني مدرسو کې زده کړې بشپړې کړې دي.

د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې له دې ډلې سره یو ځای شو او په همدې موده کې یې د پوهنې وزارت د مرستیال او په کابل پوهنتون کې د استاد په توګه کار وکړ. د طالبانو له نسکورېدو وروسته پاکستان ته وتښتېد او له هغه ځایه لومړی په جوزجان کې د طالبانو د تش په نامه والي او بیا د دوحې په خبرو اترو کې د دې ډلې د مرکچي پلاوي د غړي په توګه راڅرګند شو.

نوموړی د طالبانو یو له هغو شخصیتونو څخه دی، چې نوم یې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لیست کې دی او اوسمهال د طالبانو د کابینې د اداري مرستیال په توګه کار کوي. خو داسې ښکاري چې په دې مقام کې د ده وړتيا او د واک ساحه ډېره څرګنده نه ده او د لوړپوړو چارواکو د ګوښه کولو او ګومارلو پرېکړې ډېری وخت په کندهار کې د ده له مشورې پرته کېږي.

په دې موده کې هغه په ​​ندرت سره خپل ټاټوبي ته سفر کړی او له ازبک ټولنې سره ژورې اړیکې نه لري. ډېری ازبک کلیوال هغه ته د یوه بې کفایته کس په سترګه ګوري او پر ده ډېر باور نه کوي.

100%

عطاالله عمري

عطاالله عمري د طالبانو په ډله کې د نورو ازبکانو په څېر په دیني مدرسو کې زده کړې کړې او د افغانستان په شمال کې یې د دغې ډلې د نفوذ په پراخولو کې فعال رول لوبولی دی.

د هغه شهرت په ۲۰۰۵ کې هغه وخت و، چې د فاریاب لپاره د طالبانو د تش په نامه والي په توګه وټاکل شو او په پټه یې د هغه وخت حکومت پر ضد جګړه وکړه. نوموړي په جوزجان، سرپل، سمنګان او بادغیس ولایتونو کې د دې ډلې د نومول شوي والي په توګه هم کار کړی دی.

عمري د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ اوسیدونکی دی. وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، نوموړی لومړی د شمال زون د قول اردو د قوماندان په توګه وټاکل شو او له لنډې مودې وروسته د دفاع وزارت د تخنیکي مرستیال په توګه وګومارل شو. بیا د هبت الله اخوندزاده د حکم پر بنسټ د کرنې د وزیر په توګه وټاکل شو او تر اوسه پورې په دې دنده بوخت دی.

که څه هم هغه د کرنې د وزیر په توګه پیژندل کیږي، خو راپورونه ښیي چې لږ اجرایوي واک لري او ډیری واکونه یې مرستیال چې د هیبت الله د دفتر مستقیم ملاتړ لري، غصب کړي دي.

د ازبک طالبانو راتلونکی: حذف که د طالبانو په لیکو کې انشقاق

په داسې حال کې چې د طالبانو مشرتابه په پیل کې ژمنه کړې وه چې ازبک چارواکو ته به نور واک ورکوي او د ازبک میشتو ولایتونو چارې به دوی ته سپاري، خو په حقیقت کې نه یوازې دا چې دغه ژمنه عملي نه شوه، بلکې د طالبانو په رژیم کې د ازبکانو شتون ورو ورو کمزوری شو او په ټولیزه توګه له منځه ولاړل.

د منځني ختیځ د څیړنې انستیتوت د یوې څیړنې له مخې، ازبکان د طالبانو د ټول جوړښت یوازې درې سلنه جوړوي خو په سمبولیک ډول د ۱۳۷ طالب چارواکو له جملې څخه یوازې ۲۸یې ازبک دي او ډېری کم صلاحیته پوستونه ورته سپارل شوي دي.

د طالبانو د تصفیې کمیسیون له امنیتي پوستونو څخه د ازبک نژاده نفوذي شخصیتونو پر ایستلو سربیره، په زرګونو ازبک جنګیالي چې د شمال په جګړو کې یې فعاله ونډه درلوده، د دغې ډلې له لیکو څخه هم ایستلي دي.

د طالبانو په رژیم کې له اوسني وضعیت نه د ازبک طالبانو ناخوښي د دې ډلې دننه بنسټیزو ستونزو ته اشاره کوي. ازبک توکمه طالبانو چې د افغانستان په شمال کې د طالبانو د بري په لومړیو پړاوونو کې مهم رول لوبولی و، په تدریجي ډول د خپل دریځ او رول یوه لویه برخه له لاسه ورکړې ده. دغه تدریجي بهیر، په تېره بیا په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو د واکمنۍ له رامنځته کېدو وروسته، د ازبک طالبانو او د طالبانو د مشرتابه ترمنځ د ژورې بې باورۍ لامل شو.

پر نورو خپل منځي شخړو سربیره چې طالبان یې لري (لکه په کندهار او کابل کې د دوو پښتنو اصلي ډلو ترمنځ شخړه)، د دې ډلې د پښتني مشرتابه له خوا د طالبانو له ازبک غړو او شخصیتونو سره جهت دار او معنادار چلند د دې ښودنه کوي چې د طالبانو تر منځ د جګړې کچه لوړه شوې ده. که د ازبک طالبانو د حذف او بې اعتباره کولو لړۍ همداسې دوام وکړي، نو احتمالا د طالبانو په لیکو کې به دداخلي انشقاق شاهد وو.

ډېری ازبک توکمه طالبان ممکن د طالبانو رژیم پریږدي او د داعش خراسان په څیر سیالو ډلو سره یوځای شي یا د موجوده تبعیض له امله ملکي او ددهقانۍ ژوند ته ستانه شي. په تر ټولو ناوړه حالت کې، دا پروسه د طالبانو په دننه کې د مخالفو ډلو د رامنځته کیدو او یا هم د طالبانو رژیم ته د نویو امنیتي ګواښونو د رامنځته کیدو لامل کیدای شي.

په ټولیز ډول، داسې ښکاري چې ازبک طالبان د لا زیاتې ناخوښۍ، د نفوذ کموالي او احتمالاً د داخلي بې ثباتۍ په لور روان دي، چې د نن ورځې د بې ثباتۍ له کچې به زیاته شي او طالبان به د سیاسي واک، حیثیت او اعتبار د ټینګولو او ساتلو لپاره له جدي ننګونو سره مخ کړي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو او امریکايي پلاوي مذاکرات؛ د پردې تر شا روایت بل څه دی؟

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۰۴ GMT+۰
•
شاه محمود میاخېل

کابل ته د امریکايي پلاوي د وروستي سفر په هکله طالبانو داسې وښودله چې دغه پلاوی یوازې د یوه یرغمل شوي امریکايي جورج ګلزمن د خوشې‌کېدو لپاره تللی و، خو نه دا خبره بل ډول ده. د طالبانو او امریکا د استخباراتو او چارواکو تر منځ داسې راشه‌درشه له کلونو راهیسې روانه ده.

د جمهوریت له سقوط وروستهپه متحده عربي اماراتو او قطر کې سراج‌الدین حقاني، عبدالحق وثیق او ملا یعقوب په وار-وار له امریکايي استخباراتي او لوړپوړوچارواکو سره نېغ‌ په نېغه لیدنې کړې دي. په دې بحث نه کوو چې طالبانو د جمهوریت په دوره کې د امریکا ښکاره ستراتیژیکې اړیکې اشغال ګاڼه او د افغانانو وینې یې تویولې. د دوی لپاره دا هر څه روا او نورو لپاره ناروا وو.

د همدې لیدنو پر بنسټ، د طالبانو او امریکا تر منځ اړیکې په ښکته کچه هم په تېرو څلورو کلونو کې دوام درلود او د همکارۍ پر بنیاد د ډالرو کڅوړې هره اوونۍ طالبانو ته ورکول کېدې. دغه امریکایي یرغمل شوی بندي هم کابل ته په یو ځل تګ نه‌دی خوشې شوی او نه هم امریکا د یوه بندي د خوشې‌کېدو لپاره دومره یو مهم پلاوی کابل ته لېږه.

د پردې تر شا ډېرې نورې خبرې او هم د طالبانو تر منځ د خپل‌منځي رقابتونو بېلګې په‌کې ښکاري.

د یوې باوري سرچنې له قوله ډېر کلونه مخکې، امریکا دې ته حاضره وه چې که حقاني شبکه ورسره همکاري وکړي، نو دوی به د دغې شبکې مشران د امریکا له تور لېست نه وکاږي. داسې ښکاري چې د امریکا او حقاني شبکې تر منځ اړیکه په کابل کې د ایمن الظواهري له وژل‌کېدو وروسته ښې شوې او ښايي پاکستان هم د دغه اړیکو په جوړېدو کې مهم رول لوبولی وي.

بل‌خوا، د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد وایي چې دوی له امریکا څخه غوښتي چې خپل سفارت په کابل کې پرانېزي او هم دوی ته د واشنګتن دفتر تسلیم کړي، خو د طالبانو ویاند بیا دا ونه ویل چې د امریکا متحده‌ایالاتو شرایط څه دي او مقابل کې هغوی کومې غوښتنې له دوی څخه لرلې؟

یوازې د یو یرغمل‌ شوي امریکايي په خوشې‌کېدو، د مثبت تأمل لاره نه‌شي خلاصېدلی. مهمه مساله دا ده چې د افغانانو پر وړاندې د طالبانو په چلندیا تګلاره کې څه تغیر راځي او له خپل ولس سره څه ډول مثبت تأمل ته لار پرانېزي، تر څو د یوه مشروع او قانون‌مند حکومت جوړېدو ته زمینه برابره او د نفې او انحصار قدرت سیاست له‌منځه لاړ شي.

طالبان او یا د طالبانو مخالفان که د هر پلاوي تګ او راتګ ته خوشالي یا خپګان ښکاره کوي او د نورو ترحم ته هیله‌من وي، ښه به دا وي چې ټولې خواوې په ګډه د نظام د مشروعیت لپاره مثبت قدمونه پورته کړي.په ټاپو لګولو، خپل ولس او خلکو ته په سپکه سترګه کتلو، نور نفې کول او انحصاري قدرت ته دوام ورکول افغانستان له انزوا حالت څخه نه‌شي را اېستلی، بلکې هېواد نور هم د نورو د ګټو لپاره د نیابتي منفي رقابتونو په مرکز بدلیدلای شي.

په افغانستان کې د نامشروع، ناقانونه او غېرولسواکه حکومت په حضور کې د هېواد اقتصادي ماشین ورځ تر بلې منجمد او خرابېږي، سوداګر او ولس به نور هم له ګڼو ننګونو سره مخامخ کېږي.

بانکي سېسټم به فلج وي، فزیکي او بشري پانګه به له افغانستان څخه تېښته کوي، ښوونیز سېستم به لا نور فلج کېږي او بې‌وزلي به ورځ تر بلې زیاتېږي. حقیقت دا دی چې بې‌وزله ملت هېڅکله نه‌شي کولاې ازادي ولري او نه یې هم استقلالیت خوندي کېږي.

افغانستان به د نشه‌يي توکو د مافیا مرکز او ترهګریزوډلو ځاله وي. که یو قانوني حکومت نه وي، هېواد به د سیمه‌ییزو او نړۍوالو رقابتونو پر مرکز بدل شي.په دغه رقابتونو کې به افغانان د سون توکو په څېروسوځي، یوه ډله به رامنځته کېږي او له بلې ډلې سر به اخته او یو پر بل له‌منځه وړل کېږي.

لکه څنګه چې پخواني حکومتونه په مجاهدینو، مجاهدین په طالبانو، طالبان په نیکټايي‌ دارانو او چپن داره مجاهدینو او نورو ډلو او هغوی بیا د طالبانو په پر مټ له منځه یوړل شول. که حالات همداسې دوام وکړي، دا ځل به بیا طالبان په نیکټايي دارانو مجاهدینو يه دویم نسل او نورو جنګي او افراطي ډلو له منځه یوړل شي او افغانان به بیا لهیوه سوري څخه چې څو ځلې مخکې هم چیچل شوي، بیا چیچل کېږي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د خرافاتو زهر خپروونکي زامبیان

۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۰۰ GMT+۰
•
عبدالغفور لېوال

هغوی، چې تل د « مرګ منظره» لولي، د ژوند منظره ورته توره ښکاري. هغه وګړي، چې د مړیو په نړۍ کې ورک دي ژوند فاسدوي. د مرګ‌پالنې په ناروغۍ اخته ذهنونه او فکرونه د ژوندي بشریت لپاره د فکري او ذهني زامبیانو په شان ګواښونکي دي.

دا چې تر مرګ وروسته څه پېښیږي؟ د بشریت لرغونې، فیلوسوفیکه مهمه پوښتنه ده، مګر که د دې پوښتنې لپاره ژوند په زهرو ولړل شي، دا په ریښتیا د رواني انحراف او روحي معیوبیت نښه ده.

زامبیان د معاصرې فیلمي نړۍ نوې مصنوعي اسطورې دي او د مړیو له نړۍ څخه راغلي بنیادمان یا د ګرځنده مړیو تنې تصویروي، چې په وېروونکې بڼه په ژوندیو انسانانو پسې ګرځي او غواړي د ځان په شان یې کړي. دا د ویروونکیو فیلمونو یو ځېل (ژانر) دی، چې ښايي ځینې لیدونکي یې د ځانګړي رواني انحراف، تمایل یا تلوسې له مخې مینه‌وال وي. په فیلمونو کې وینو، چې زامبیان ویروونکې څېرې، زاولن، خوړین شوي او له وینو- زوو ډک ټپونه لري، کاواکه کاواکه په لاره ځي، ډله ډله په روغو انسانانو پسې وي او همدا چې یو روغ انسان په ګوتو ورشي، نو یا یې چیچي، یا یې د بدن کومه برخه خوري او یا هم یوازې پرې لګیږي چې له دې سره سمدستي روغ بنیادم هم داسې شي لکه دوی، بس نو بیا یې په ډله ورګډ شي او په نورو روغو انسانانو پسې منډې وهي.

د "زامبي" نوم په هایتي هېواد کې له کریول ژبې څخه اخیستل شوی دی. دا نوم له اره "zombi"دی. هایتي په کاراییب سمندر کې د لاتینې امریکا یو کوشنی هېواد دی. هلته باور داسې و، چې مړه انسانان د کوډو یا روحاني تعامل له مخې د ژوندیو بنیادمانو سیمو ته راځي او هغوی داړي. په ۱۹۶۰ – ۷۰ کلونو کې دا نوم او اساطیري تخییل د هالیود فیلمي نړۍ ته راغی او تر هغه روسته ګڼ فیلمونه پرې جوړ شول. په فیلمونو کې داسې ښوول کیږي، چې زامبیان خپله ناروغي روغو انسانانو ته لېږدوي، چې د دوی په شان شي، خو دا لا څرګنده نه ده، چې ولې؟

موږ په دې لیکنه کې د زامبيانو اساطیري، هنري یا تاریخي اړخ نه څېړو، بلکې ورڅخه شوي هغه تعبیرونه او اخیستنې په ګوته کوو، چې همدا اوس موږ ورسره مخامخ یو.

زامبیان د هغو معیوبو او ناروغو ذهنونو سېمبولونه دي، چې خلک – په افراطي بڼه ـله مرګ او تر مړینې روسته حالاتو څخه ویروي. زامبیان دهغو افراطیونو تمثیل دی، چې ټول انسانان مجبوروي، د دوی په شان فکر وکړي او خامخا داسې باور او عقیده ولري، چې دوی یې غواړي. هغوی چې په زور او ترهګرۍ خپل باور او عقیده په نورو تپي، فکري زامبیان دي. هغه افراطي و خرافي فکرخپروونکي چې د دې دونیا ژوند بیخي نفی کوي او هرڅه په یوې بلې دونیا پورې تړي په حقیقت کې له هغې بلې دونیا څخه راغلي زامبیان دي، چې د روغ او ژوندي بشریت ذهنونه او افکار په خپلو زهرجنو داړو وداړي او د ځان په شان یې معیوبوي. ذهني او فکري زامبیان غواړي په دې توګه پر نړۍ واکمن شي.

زه به د ښوونځي په ابتدايي یا منځنۍ دوره کې وم، چې له باغ عمومي پله څخه تر ده‌افغانانو پورې پلې لار مې هره ورځ سهار و ماسپښین ښوونځي و کور تهد تلوراتلو لپاره وهله. هغه مهال د دې پلې لارې په بهیر کې (زیرزمیني) نوې جوړه شوې وه، زرنګار پارک ته مخامخ د اسمايي جادې په غاړه تر پارک هوټل لاندې به یو تاویز لیکونکی ناست و او په لوړ غږ یې د یوې نامعلومې نړۍ د عذابونو نیمه منظومې کیسې کولې، د هغه غږ او څېره ویروونکې وه، یا به ماته ویروونکې ښکارېده. هغه ویل: چې په کومه بله نړۍ کې یو مار دی، چې اویا زره سرونه لري، په هرسر کې یې اویا زره خولې دي او په هرې خولې کې اویا زره نېښونه... دا کیسه به همداسې روانه وه او د مارانو، ښامارانو، لړمانو او دیوانو بیانونه به یې کول، د دغه سړي مخې ته ژېړ کاغذونه هم ایښي وو، چې ورباندې د مارانو او لړمانو د عکسونو ترڅنګ کږې وږې کرښې ایستل شوې وې. په ژېړو کاغذونو کې څه بې مانا توري او شمېرې هم وې، چې هغه مهال ما لوستلای نه شوې، یا به مې له ویرې سترګې ترې پټولې. ښايي پوښتنه به پیدا شي، چې نو دې سړي ولې داسې کول؟

ځواب ساده دی:

د پیسو ګټلو لپاره.

دغه سادو یو کوشنی څټک درلود او په یوه واړه لرګین بکس کې یې د تاویزونو نوي وسپنیز پوښونه پراته وو، له ده راکړۍ شوي خلک به یو یو ورته کېناست، سړي به ژر د مارانو او لړمانو او کږو وږو کرښو کاغذ په مهارت قات راقات کړ او په وسپنیز پوښ کې به یې ننه‌ایست، بیا به یې په ډېر مهارت په کوشني څټک د پوښ کونجونه وټکول او تاویز به چمتو شو. دا تاویز په پینځه روپۍ خرڅېده. ښايي اخیستونکي ګومان کاوه، چې دا تاویز به یې له هغو مارانو او لړمانو وساتي، چې ده ته د مړیو له عجیبې دونیا څخه ګواښ پېښوي. اوس اوس چې زه د هنر او اساطیرو په اړه څه لولم او فکر کوم، نو داسې ګڼم چې هاغه سړی په مسخره بڼه د مبتذل اساطیري هنر خاوند و، ځکه په منظومه وینا او ویروونکي غږ یې د یوې ناڅرګندې نړۍ له مارانو او لړمانو خلک ویرول او خپل تاویزونه یې پرې خرڅول.

په سیاسي ډګر کې هغه کسان چې د خرافاتو او افراطي افکارو په زور ښکلی ژوند بدرنګوي، د خلکو په زړونو کې ویره اچوي او ځانونه تر مرګ روسته د یوې بلې نړۍ استازي بولي او له همدې امتیاز څخه په ګټه اخیستنه غواړي واک، ځواک او پیسو ته ځان ورسوي، له هاغه تاویزپلورونکي سادو سره هېڅ توپیر نه‌لري. په حقیقت کې دوی تر هغه خطرناک او ګواښونکي زامبیان ځکه دي، چې هغه به د پینځو افغانیو لپاره یو څو وګړي تېرایستل، خو د ویروونکیو افکارو خپرونکي ذهني زامبیان او د بلې نړۍ د مارانو او لړمانو تصویروونکي یوه ټولنه او ولسونه له ژوند څخه زړه‌توري کوي.

د خرافاتو په زهرو د سالمو فکرونو لړونکي ذهني زامبیان چې هرڅوک وداړي، نو قرباني شوی وګړی پخپله په یوه بل زامبي بدل شي او په دې توګه له ژوند، تفکر، ښکلا، هنر، تولید، پرمختیا، ساینس او مثبته علومو څخه د انسانانو د ویرولو او زړه توري کولو په جنایت پیل وکړي. دا ټولنیزه ناروغي ساري ده او په چټکۍ خپریږي.

لرغونیو مصریانو د نیل پورې غاړه د مړیو نړۍ ګڼله، دوی به خپل مړي مومیايي کول او تر سیندپورې غاړه د مړیو نړۍ کې به یې ايښودل. د اعمالو لیکونکي داسې روحانیون هم وو، چې د مړي له کورنۍ څخه یې د پیسو اخیستلو په بدل کې په پاپیروس کاغذونو داسې لیکنې کولې، چې ګواکې د هغو په مرسته مړی په هغه نړۍ کې خوشاله اوسي. دوی د مړیو کتاب درلود، چې په پاپیروس کاغذ یې تر مرګ روسته د نړۍ عذابونه په‌کې لیکلي وو. د مصر لرغونې ټولنپوهنه دا راڅرګندوي، چې داسې کار هغو کسانو کاوه، چې د مړیو له مومیايي کولو، مراسمو، په پاپیروس کاغذونو د خرافي متونو له کښلو او نورو چارو څخه یې پیسې ګټلې. په حقیقت کې همدغې ټلوالې د خپلې ګټې وټې او د مصریانو په ذهنونو د سوداګرۍ لپاره ترمرګ روسته نړۍ په اړه فکرونه او عقیدې پنځولې او له دې لارې به یې ځانونه پړسول. د وخت په تېرېدو د مړیو د نړۍ دغه کاروباریان خورا بډای او زورور خلک شول.

د مرګ له نړۍ څخه د خلکو وېرول، په افراطي افکارو له ژوند څخه د خلکو لرې کول او په خرافاتو باندې د باور او عقیدې عامول په سېمبولیکه بڼه د زامبي فیلمونو اصلي پیغام دی.

خپل ماشومان، پېغلوټې او زلمکیان ژوند ته خوشبین وروزئ، له ژوند او مرګ څخه یې مه ویروئ. دوی باید په یوه ښکلي، بښونکي او مهربان څښتن باور ولري، چې نړۍ او ژوند یې ښکلي هست کړي دي. دوی ته دا باور بویه، چې که د خپلې عقیدې و باور له روحاني او اخلاقي ارزښتونو سره سم ژوند وکړي او زیان یې بل انسان ته ونه رسیږي، نو تر مرګ روسته نړۍ به یې تر دې لا ښکلې وي.دوی له هغو مارانو او ښامارانو مه ویروئ، چې اویا زره سرونه او په هر سر کې اویازره خولې او په هره خوله کې اویا زره نېښونه او.... لري.

د زامبیانو فیلمونه لیدونکي ویروي او د ذهني و فکري زامبیانو وجود ټولنه له ښکلي ژوند څخه ډاروي، په خرافاتو یې لړي او په دې کې خپلې پینځه روپۍ ګټي، واک مومي، سیاست کوي او د زامبیانو په شان ورځ تر بلې خپله ډله لویوي.

خپل بچیان د خرافي زامبیانو له ګواښ څخه خبر کړئ او مه پرېږدئ چې د دوی د حرص قربانیان شي.

یادونه: په افغانستان انټرنشنل -پښتو کې خپرېدونکې لیکنې او شننې د لیکوالو نظر دی، د افغانستان انټرنشنل د نظر او پالیسۍ ښکارندويي نه کوي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ جګړه که خبرې او اسلام اباد په افغانستان کې څه غواړي؟

۴ وری ۱۴۰۴ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۴۴ GMT+۰
•
افراسیاب خټک

په تیرو څو میاشتو کې پښتونخوا کې د ټي ټي پي د مخ په زیاتیدونکو بریدونو نه پس په ظاهره د پاکستاني جنرالانو او طالبانو په مناسباتو کې تاوتریخوالی زیات شوی وو.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په افغانستان باندې د برید او هلته د ترهګرو په ضد د پوځي عملیاتو غورې وکړې.

په طالبانو کې هم ځینې کسانو ځوابونه ورکړل او وویل چې خپل کور کې مو ورانی دی، هغه سم کړئ.

بیا پر ډیورنډ کرښه له یوې شخړې نه وروسته د تورخم دروازې د تړل کیدو پیښه وشوه. علت یې د طالبانو له خوا خپلې خوا ته د یوې پوستې په جوړولو لاس پورې کول و.

خبره ډزو او مرګ ژوبلې ته لاړه، دروازه اوویشت ورځې تړلې پاتې شوه، چې دواړو خواو ته تجارانو ډیر ستر مالي زیان ولید او عادي خلکو او په خاصه توګه مریضانو ته ډیر مشکلات پېښ شول.

څو جرګې په کې وشوې او بالاخره تر خبرو وروسته فعلن د دروازې په پرانستلو دواړه فریقه رضا شول او د مارچ میاشتې په یوویشتمه نیټه د تورخم دروازه پرانستل شوه.

کابل ته د پاکستان د سفیر لېږلو خبرې

د وړوکي اختر نه وروسته به د تورخم دروازې په مسایلو نورې خبرې کیږي، خو د افغانستان لپاره د پاکستان خاص استازی صادق خان د تورخم د دروازې پرانستل کیدو سره سم کابل ته لاړ.

ته به وایې چې که بس دغې لحظې ته په انتظار وو او د ورتګ سره سم یې د طالبانو دخارجه چارو وزیر امیر خان متقي سره د دواړو هیوادونو په دوه اړخیزو مناسباتو خبرې وکړې.

په میډیا کې د خبرونو سره سم صادق خان طالبانو سره تش د دواړو هیوادونو کې موجود تاوتریخوالي د ختمولو په باره کې خبرې ونه کړې، بلکې هغه له طالبانو سره د دوه اړخیزو تجارتي او د سیاسي همکاریو د پراخولو په باره کې هم غږیدلی دی.

په میډیا کې چاپ خبرونه زیاتوي چې صادق خان طالبانو سره په راتلونکي وخت کې کابل ته د پاکستان د خارجه چارو وزیر اسحاق ډار د سفر او د پاکستان له خوا کابل کې خپل سفارت ته د سفیر لیږلو د ارادې په باره کې هم مشورې کړې دي.

مطلب دا دې چه څو ورځې وړاندې د یوه بل تهدیدونکو او یوه بل ته د اختارونو ورکونکو غاړو تر مینځه مناسبات په واقیعت کې دومره خراب نه دی، څومره چې عالم ته ښکاریدل، خو استخباراتي لوبې هم دغسې وي.

لکه چې مو وړاندې هم څو ځله ویلي، د یوه بل سره مخالف او د یوه بل نه لرې ښکاره کیدل د پاکستاني جنرالانو او د طالبانو دواړو په ګټه وه.

طالبانو دې خبرې ته اړتیا لرله چې د ځان نه د ساخت پاکستان نخښې نښانې لرې کړي، پاکستان هم چې د ابرقدرتونو په وینا کوم نقش لوبوي، د خپلو خلکو نه د هغې وران کارۍ د اخفالپاره مجبور دی چې له تالبانو نه فاصله ونیسي.

مونږ او تاسو لپاره کله کله د دغې دلیل ردول ډیر ګران شي چې طالبان او پاکستاني جنرالان په دغو ظاهري شخړو او بریدونو کې یوه او بل ته د انسانانو د مرګ او ژوبلې تاوان هم وراړوي، خو په حقیقت کې د دغو لوبو لوبغاړي د انسانانو په مرګ او ژوبله دومره رای نه وهي.

په کال ۲۰۱۴کېد پیښور په یوه مکتب کې چې کله په یوه تروریستي برید کې ګڼ شمیر ماشومانو د وژل کیدو غمیزه پیښه شوه، نو د وژل شوو ماشومانو میاندو ډیره ژړا فریاد او پروتستونه وکړل. د دغو غمجنو میندو یو هیت چې کله پیښور کې د پاکستان د پوځ کول اردو د کومندان جنرال هدایت سره لیدنه کې ژړا او پروتست وکړ، نو جنرال ورته وویل چې ژاړئ مه، خیر دی نور ماشومان به وزیږوئ.

پاکستان ولې طالبان له لاسه نه ور کوي؟

د پاکستان او طالبانو د مناسباتو اساس د ابتدا نه استخباراتي او مرموز دی او تل یې ډیر ضدونقیض خصوصیات لرلي دي، نو د دغو مناسباتو په ظاهري بڼه غولیدل په کار نه دي او لږ څه په ژور نظر ورته لیدل پکار دي، پوښتنه دا ده چې اوس پاکستان په افغانستان کې څه غواړي؟

وړومبۍ خبره دا ده چې پاکستان که په خپله ډیرې غورې دپړې وکړي، خو هغه به هیڅ کله له طالبانو سره مناسبات قطع نه کړي، ځکه چې پاکستان د غرب په پیسو په افغانستان کې د طالبانو په پروژه کې ډیره پانګونه کړې ده. طالبان یې روزلي او تربیه کړي او د ستراتیژیکې ژورتیا د پالیسۍ د پلي کولو لپاره یې افغانستان ته استولي دي.

بله دا چې که امریکا، چین یا د نورو نړیوالو او سیمه ییزو ځواکونو لپاره د پاکستان کوم لږ ډیر اهمیت پاتې دی، هغه د افغانستان د ستراتیجیکې جغرافیه نه په نوي ساړه جنګ کې استفاده کې د پاکستان د جنرالانو نقش دی.

که پاکستان دغه نقش له لاسه ورکړي، نو هغه یو اقتصادي او مالي ورشکست سره مخامخ او په سیاسي بحرانونو کې ډوب یو ناکامه دولت دی،

ځینې خلک داسې فکر کوي چې د ټي ټي پي په مسله د پاکستان او د طالبانو مناسبات د تشنج انتها ته رسیدلي او غوڅیدو ته نزدې دي، خو خبره داسې نه ده.

د ټي ټي پي د فعالیت په باره کې دوه خبرې په ذهن کې ساتل پکار دي. وړومبۍ خبره دا ده چې پاکستان په دې ښه پوهیږي چې د ټي ټي پي اوسنی فعالیت د ابرقدرتونو تر مینځه د نوي ساړه جنګ برخه ده.

پخپله پاکستان هم په دې لوبه کې شریک دي. پنجابي جنرالان او د هغوی سیاسي ګوډاګي دغه شور او غوغا د خپلو اولسونو د تیرایستلو لپاره کوي.

دویمه خبره دا ده چې پاکستاني جنرالان خپل روزلي طالبان د پاکستان لپاره د اوږدې مودې خطر نه بولي، د هغوی لپاره اصلي خطر د پښتنو او بلوڅو ملتپالنه دهاو د مخ نیوي لپاره د طالبانو آیدیالوجیکه افراط ګرايي مفیده ګڼي او د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د افغانانو/پښتنو ملي هویت او ملي ګرايي په طالبانو باندې ځپي.

په پښتونخوا کې د اولسونو له خوا د پاکستان د پوځ په ضد غټ خود جوشه تظاهرات وشول، دغو پاڅونونو او تظاهراتو د پښتونخوا په جنوب کې ډیر شدت موندلی وو، نود ټي ټي پي ټوپکماران هغه برغولی دی چې په دغه سیمه کې د اولسي تظاهراتو او پاڅونونو د مخنیوي لپاره موثر نقش لري.

اخري خبره دا ده چې که پاکستان له طالبانو لاس واخلي، نو په سیمه کې نور هیوادونه د دغې تشې ډکولو ته شنه شړک ناست دي.

قطر، د عربو متحده امارات، ایران او هند ټول په دې پروژه کې دلچسپي لري، نو ځکه پاکستان به په افغانستان کې د طالبانو په وسیله جوړ شوي خپل نفوذ نه هیڅ کله لاس نه وا نه خلي.

د امریکايي پلاوي او طالبانو لیدنه کې د پردې ترشا څه تېر شول؟

۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۳۲ GMT+۰
•
عبدالحق عمري

د طالبانو حاکمیت کې اول ځل کابل ته د امریکايي پلاوي څرګند تګ ته دوی په ظاهره خوشال دي خو سرچینې وايي، «دې پلاوي د ټرمپ خطرناک پېغام طالبانو ته راوړی و.» سرچینې وايي، دغه پلاوي طالبانو ته ویلي «ټرمپ په غوسه دی او که امریکايي بندیان بې شرطه ازاد نه شي وزارتونه به یې بمبار کړي.»

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځانګړي استازي اډم بوايلر په غیر رسمۍ توګه او په غیر رسمي لباس کې پرون کابل ته راغی.

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمي خلیلزاد چې اوس د ټرمپ په اداره کې هېڅ کومه رسمي دنده نه لري، هم د دغه پلاوي ملتیا کوله، چې طالبان په خپله ژبه کې پوه کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي له دغه پلاوي سره لیدلي او د دوی رسمي بیانیه وايي، چې په دې غونډه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي تعامل او د باور جوړونې پر لارو چارو خبرې کړې دي.

خو سرچینې وايي، دغه امریکايي پلاوي طالبانو ته اخطار ورکړ:« ټرمپ په غوسه دی بندي مو راکړئ.»

د امریکايي پلاوي له خوا په داسې حال کې طالبان ګواښل کېږي، چې اوس هم افغانستان په قلمرو کې امریکايي استخباراتي او بې بېلوټه الوتکې ګرځي.

سرچینې زیاتوي چې طالبانو په ځواب کې دغه پلاوي ته ویلي، چې دوی نه یوازې د زندانیانو په اړه غواړي له امریکا سره خبرې وکړي، بلکې د دوه اړخېزو او سیاسي اړیکو په اړه مذکراتو ته هم لېوال دي.

طالبانو تر دې لیدنې وروسته د جورج ګلیزمن په نوم امریکايي بندي خوشی کړ، خو ویل کېږي چې مخکې یې په بدل کې د خپل بندي د تبادلې غوښتنه کوله.

زلمي خلیلزاد د بندي تر خوشي کېدو وروسته په ټویټ کې لیکلي: طالبانو د ټرمپ د خوشالولو لپاره امریکایی وګړی جورج ګلزمن، چې دوه کاله د طالبانو په بند تېر کړي و، خوشی کړ.

طالبانو تېره ورځ پرلپسې دوه خبرپاڼې خپرې کړې.

د طالبانو د بهرنیو چار وزارت ویاند مرستیال په لومړی خبرپاڼه کې وویل«د بنديانو په چارو کې د امريکا د ولسمشر ځانگړي استازي اډم بوايلر د افغانستان او امريکا ترمنځ د بنديانو په برخه کې پرمختگ د باورجوړونې پر لور ښه گام وباله.»

په لومړۍ خبرپاڼه کې طالبانو غوښتل، چې د امریکايي بندي جورج ګلیزمن د خلاصون خبره پټه وساتي او وروسته یې اعلان کړي او له دې سره د امریکايي پلاوي سفر ته د رسمي سفر رنګ ورکړي.

100%

کله چې خلیلزاد د طیارې مخته د بندي انځور خپور کړ او ویې ویل چې طالبانو د ټرمپ خوشالولو لپاره ازاد کړ، نو طالبانو دوهمه خبرپاڼه کې ولیکل، د بشردوستانه اقدام په توګه مو امریکايي بندي ازاد کړ.

که څه هم طالبانو په لومړی خبرپاڼه کې وویل چې دوه اړخېزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې او بندي ته هیڅ اشاره نه وه، خو تر اوسه نه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او نه هم زلمي خلیلزاد د امریکايي بندي له خلاصون علاوه له طالبانو سره دوه اړخېزو اړیکو په اړه کومه رسمي خبرپاڼه نه ده ورکړې.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس پنجشنبې په ورځ (کب ۳۰مه) وویل، چې هېواد یې د طالبانو له زندانه د ټولو امریکایي برمته‌شویو بېرته راګرځولو ته ژمن دی.

مېرمن بروس د افغانستان انټرنشنل پوښتنې په ځواب کې ویلي چې په کابل کې د امریکایي چارواکو او طالبانو ترمنځ د غونډې اړوند جزییات به له مذاکراتي ټیم څخه د نورو اطلاعاتو تر اخیستو وروسته وړاندې کړي.

د افغان الاصله امریکايي محمود شاه حبیبي کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یې د خوشې کېدو ژمنه کړې ده.

طالبانو د امریکايي پلاوي راتګ څخه دوه ورځې مخکې په کابل کې د امریکا د سفارت دېوال څخه کلیمه پاکه کړه او دېوال یې سپین کړ.

100%

دا په نږدې څلورو کلونو کې لومړی لوړ پوړی امریکايي پلاوی دی، چې افغانستان ته سفر کوي.

تر دې مخکې هم په قطر او عربي متحده امارتو کې د امریکا استازو له طالبانو سره ناستې او خبرې کړې دي او په ځانکړي توګه یې د امریکايي بندیانو په تړاو مذکرات کړي دي.
د دغه پلاوي مشري د ډونلډ ټرمپ نږدې همکار او مشهور امریکايي سوداګر اډم بوايلر کوله.

هغه د ټرمپ لخوا د یرغمل شویو لپاره د ځانګړي استازي په توګه ګڼل کېده، خو استعفا یې ورکړه.

هغه د ټرمپ په اداره کې د ځانګړي حکومتي چارواکي په توګه د یرغمل شویو امریکايي اړوند مسلو تمرکز کړی.
بوايلر د ټرمپ په لومړۍ دوره کې هم فعال و او د اسراییلو او ځینو عربي هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو په عادي کولو کې مرسته کړې وه.
هغه په ​​روسیه کې د امریکا د تاریخ ښوونکی مارک فووګل د خوشې کولو په هڅه کې کلیدي رول ولوباوه.

دغه راز تېره میاشت له حماس سره د غزې د اوربند د غځولو او د یرغمل شویو بندیانو د تبادلې لپاره د خپلو مستقیمو خبرو لپاره هم ډېر پام ځانته اړولی دی.

نوورځ (نوروز)؛ د طبیعت د فطرت جشن

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۱۴ GMT+۰
•
عبدالغفور لېوال

نوورځ یا نوروز تر دې وړاندې چې په لوی لاس په کومه ګروهه (عقیده) یا سیاست پورې وتړل شي، ډېر ساده یې پېژندلی شو؛ دا د طبیعت د فطرت جشن دی، د پسرلي د رارسېدلو جشن او د ترټولو طبیعي کالهیندارې (تقویم) په حساب د کال د رانوي کېدو د خوښۍ او سمسورتیا و راپنځېدلو د احساس جشن.

له هرډول مذهبي یا سیاسي تړوا پرته زرګونه کاله وړاندې چې مصریانو لومړنۍ کالهینداره وټاکله، نو بنسټ یې د طبیعت او فصلونو بدلون و. دوی د لمریز او سپوږمیز کال توپیر د نیل د اوبو لوړېدل اوکوزېدل او د Sopdet سیریس (سوتیس یا شباهنګ) ستوري راختل ګڼل. دا ستوری د اوړي په سم نیمايي کې راخېژي او د هغه تر راختلو څلورنیمې لمریزې میاشتې مخکې یې د نوي لمریزکال لومړۍ ورځ ګڼله، چې همدا د نوروز ورځ کیږي. مصریانو دا ورځ د کرکېلې و سمسورتیا د پیل جشن ګاڼه.

اریایان د سهیل لوري ته د ډله‌ییزې لېږدېدنې پرمهال پوونده کوچیان ول، ترمیلاد شاوخوا څلورزره کاله وړاندې له امو په رااوښتلو او بیا د هیندوکوښ سهیل ته د هیند تر شمال او لویدیز ته مخ په کاسپین د تللو پرمهال ورو ورو مېشت شول او په کرنه یې پیل وکړ، د دوی د ژوند په دواړو پړاوونو ( شپني او بزګرۍ) کې پسرلی د ژوندژواک د ښه موسم زیری و. زموږ اریايي نیکونو دا ورځ د اقتصادي اړتیا له مخې ښه ګڼله، دا چې روسته یې له زردښتي دود دستور سره اړیکه وموندله، لامل یې دا و، چې زردښت پخپله د کرکېلې، رمه ساتنې و طبیعت پالنې پلوي و. د زردښت د نامه یوه مانا (اوښ‌لرونکی) یا ( د ژېړ اوښ خاوند) بلل شوی دی. د ګاتونو/ ګاڅونو او د اوستاپه نورو سرودونو کې د رمو، پسرلي، باران او سمسورتیا ګڼې یادونې وینو.

په تاریخي سرچینو کې هم د نوروز تر اساطیري او افسانوي ځانګړنو وړاندې دغه جشن د طبیعت، پسرلي، ښکلا، کرکېلې او لمریزکال د اوښتو مناسبت ګڼل شوی دی. حکیم عمر خیام چې د غوره شاعرۍ ترڅنګ په نجوم کې هم یو نوموتی پوه دی او د جلالي لمریز تقویم له بنسټوالو ګڼل کيږي په نوروز نامه کې لیکي:

« ازاده ژباړه:د نوروز نوم ځکه پرې ايښوول شوی، چې کله وپوهېدل لمر دوه دورې لري او هر درې سوه او پینځه شپېته ورځې په څلرمه برخه کې د حمل لومړۍ دقیقه رانوې کیږي هماغه وخت نوې ورځ رارسیږي... »

100%

حکیم عمرخیام تر دې وړاندې په نوروزنامه کې د انګورو د ونې د رامنځ‌ته کېدا کیسه کوي:

پخوا په هرات کې یو پاچا و، چې (شاه شمیران نومېده ) او د باغونو له روزنې سره یې مینه لرله، یوه ورځ په خپل باغ کې ناست و، چې ګوري یوه مار ځان د هما له یوه مرغه تاو کړی او غواړي ویې خوري، د پاچا زوی مار په غشي ولي او مرغه ژغورل کیږي. کال ته په هماغه ورځ بیا پاچا د پسرلي په سیل ناست دی، چې هماغه مرغه راځي او له خپلې مښوکې څودانې د پاچا په مخ کې غورځوي، پاچا خپل باغوان راغواړي او د مرغه کیسه ورته کوي، چې تېرکال مو ژغورلی و، سږکال یې موږ ته یوه ډالۍ راوړې ده اودانې ورکوي، چې ویې کري. باغوان دغه دانې کري او د انګورو یوه ښکلې ونه ترې زرغونیږي او بیا انګور نیسي. د خیام په نظر ځکه نو په هرات کې د نړۍ تر ټولو رنګارنګ [ سل ډوله] او ښه انګور کیږي . خیام وايي: دغه ورځ د نوروز ورځ وه.

نوموتی پوه ابوریحان بیروني په خپل کتاب «التفهیم» کې د نوروز په اړه لیکي:

« ازاده ژباړه:نوروز د فروردین (وري) د میاشتې لومړۍ ورځ ده او ځکه یې نوې ورځ بولي، چې د نوي کال تندی ده او تر دې روسته پینځه ورځې جشنونه وي او په شپږمه ورځ یې لوی نوروز وي...)

په پښتو ادبیاتو کې چې هرکله نوروز یاد شوی، د پسرلي، سمسورتیا، ښکلا، هیلو مینې او طبیعت د غوړېدو د جشن په توګه یاد شوی دی. لږ ترلږه په پشتو ادبیاتو کې موږ هیڅ ځای د نوروز کوم مذهبي یا سیاسي تړاو موندلای نه‌شو:

د خوشال خان خټک لاندې بیتونه وګورئ:

بړبړ رایشه نوروزه دلفروزه

ستا په وخت مې اسوده شي سترګې پوزه

د نوروز له فیضه بوټي خالي نه وي

فیض یې رسي هم تر سپاندې هم تر ځوزه

په راتلو درسره ډېرې خوښۍ راوړه

پر خوشحال خټک دې قدر دی نوروزه

یا:

د نوروز منت په باغ دی په صحرا هم

نوراني یې شي‌ له فیضه هغه دا هم

بل‌ځای:

نور باغونه د نوروز په ورځ غوړیږي

په اهاړ کا غوړېده د کابل باغ

موشګاف حمید ماشوخېل هم نوروز ته خوښۍ او بزم تغزل د موسم په سترګه ګوري:

هغه دم شاه جهان شم په دماغ کې

چې له ښکلو سره کېنم په نوروز

د دواړو لویو شاعرانو په شعرونو کې له نوروز سره د پسرلي ښکلا، د مینې احساس، د طبیعت د پنځون او غځوونو هنري غبرګون وینو. داسې ښکاري، چې دغه جشن افغانانو په دودیز او تاریخي توګه لمانځلی او دا مهال یې د طبیعت له ښکلا خوند اخیستی، د کال د ښېرازۍ هیلو خوښ کړي او د کار، تولید و کرکېلې لپاره یې لا پسې ډېر توان وربښلی دی.

امیرعبدالرحمن خان له شخصیتي پلوه متدین او په دین ټینګ پاچا تېر شوی دی. د اسلامي شریعت پر پلي کېدا د ده ټینګ دریځ ټولو ته څرګند دی، خو همدغه امیر هم نوروز د افغانستان په مهمو اخترونو کې شماري او د رسمي لمانځنې حکم یې ورکوي، دی په دې اړه په خپل منسوب کتاب تاج التواریخ کې لیکي:

« ژباړه ولنډيز: په افغانستان کې د اخترونو او رخصتیو په هکله، په کال کې پینځه اخترونه لمانځل کیږي، چې په لاندې توګه دي، کوشنی اختر، لوی اختر چې په قمري میاشتو ټاکل کیږي، درېیم اختر د برات دی... څلورم اختر د نوروز دی، چې هرکال د فرانسې د میاشتو په حساب د مارس په یویشتمه راځي...»

100%

بل ځای لیکي: خپلو همکارانو ته مې وویل، چې هیندکي (اوسني چهلستون) ته ولاړ شئ او د نوروز ورځ ښه شانداره ولمانځئ او خوښ اوسئ

کاندید اکاډمیسین محمد اعظم سیستاني لیکي:

« د اعلیحضرت شاه امان الله د سلطنت پرمهال به د نوروز په ورځ پاچا د یوې وینا تر اورولو روسته دغه ورځ د قولبه کولو په جشن پیلوله، قولبه کول به پخپله پاچا امان الله پیل کړل، اعلیحضرت په دغه ورځ بزګري جامې اغوستلې او ملا به یې په یو څادر تړله، په خپل لاس به یې زغ پر غوايي تاړه او په سپارې پسې به روان، زمکه به یې څیرله، هغه په خپل دې کار بزګري او کرکېلې ته ارزښت ورکاوه. په دې ورځو کې به له ټول هېواده ښه روزل شوي څاروي او مرغان د ده له مخې تېرېدل او ده به بریالیو بزګرانو او څارویو روزونکیو ته ډالۍ و سوغاتونه ورکول، نیالګي به یې کېنول او په دې توګه د نوروز په جشن کې د دهقان میله له همدې ورځې پیل شوه» چې روسته بیا د هېواد په رسمي کالهېنداره کې ځای ورکړل شو.

د نوروز په شاوخوا ورځو کې په افغانستان کې ګڼې میلې ترسره کیږي، چې یوڅو یې دا دي:

دهقان مېله، د مزار ګل سرخ مېله، جنډه پورته کول، د شاطرانو میله، د قولبه کشۍ مېله، د سمنکو مېله، د باغ لطیف مېله، د سخي مېله، د دارلوبې مېله، د جبې مېله، د منډه‌يي مېله، د نیالګیو د کېنولو مېله، د تخت صفر مېله، د کال د لومړۍ چارشنبې مېله او نورې.

لنډه یې دا چې نوروز د طبیعت جشن دی، د طبیعت د فطرت او ښکلا جشن، چې د انسانانو په ښکلاییز ذوق کې غځوونې کوي. دا جشن له کرکېلې او سمسورتیا سره پیوند لري او هرځای چې انسانان د طبیعي کال نوي کېدو ته خوښي څرګندوي هلته نوروز لمانځل کیږي. نوروز په کومه ځانګړې عقیده، دین یا سیاسي پېښه پورې تړل سم کار نه دی. د جمشید یا بل پاچا د واک ته رسېدو کیسې د زړې اریانا د اساطیري زمانې نکلونه دي، چې کوم عقیدوي ماهیت نه لري. نوروز نه کفارو سره مشابهت دی او نه له بل چا سره، بلکې په دې او هغه نوم د دغه طبیعي جشن د لمانځلو مخنیوی د خلکو د دود دستور په وړاندې درېدل، تنګ‌نظري او بېځایه تعصب او استبداد دی، چې ښايي د افغانستان زړور ولس یې مخه ونیسي او په بشپړه زړورتیا د خپلو نیکونو او اسلافو دغه ملي -دودیز جشن په پوره خوښۍ سره ونمانځي.