• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټرمپ د ۱۰ سلنې تعرفې پیل

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۳۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۴۱ GMT+۱

د متحده ایالاتو د ګمرک چارواکو د شنبې په سهار د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د ډېری هېوادونو څخه وارداتو باندې یو اړخیزه ۱۰ سلنه تعرفه لګول پیل کړل. د امریکا له ۵۷سترو سوداګریزو شریکانو څخه پر وارداتي توکو لوړې تعرفې به بیا راتلونکې اونۍ پیل شي.

د شنبې د ورځې تعرفې د دویمې نړۍوالې جګړې وروسته د تعرفې سیسټم د بشپړ ردولو پیل په نښه کوي، چې په هغه کې د تعرفې نرخونه په دوه اړخیزه توګه ترسره کېدل.

د دغو تعرفو اعلان د چهارشنبې په ورځ د نړۍوالو بازارونو اسهامو ته ټکان ورکړ او د جمعې تر پایه د S&P 500 مخکښو شرکتونو د بازار ارزښت ۵تریلیونه ډالره له لاسه ورکړ، چې دا د دوو ورځو په موده کې یو تاریخي ریکارډ و.

د نفت او توکو بیې راټیټې شوې او پانګوالو دولتي پورونو ته مراجعه وکړه.

اسټرالیا، برېتانیا، کولمبیا، ارجنټاین، مصر او سعودي عربستان هغه هېوادونه دي چې لومړی ځل د ۱۰ سلنه تعرفې سره مخ شول.

له دې سره، امریکايي مېلیاردر اېلان ماسک چې ډونالډ ټرمپ ته نږدې کس بلل کېږي، د شنبې په ورځ هیله وښوده، چې په راتلونکي کې به د امریکا او اروپا تر منځ د سوداګرۍ بشپړه ازادي رامنځته شي.

ماسک دا څرګندونې څو ورځې وروسته له هغې وکړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلو سوداګریزو شریکانو پر وړاندې د تعرفو اعلان وکړ.

ماسک چې د امریکا ولسمشر ته نږدې کس بلل کېږي، هڅه کوي چې بې‌ځایه دولتي لګښتونه له منځه یوسي.

هغه وویل: «هیله لرم چې بالاخره دواړه خواوې (اروپا او متحده ایالات) په دې موافقه وکړي چې د دوی ترمنخ تعرفه صفر حالت ته لاړه شي، چې دا به په عملي ډول د اروپا او شمالي امریکا ترمنځ د ازادې سوداګرۍ یوه حوزه جوړه کړي.»

بلخوا تر هغه وروسته چې ټرمپ د نړۍوالو ګمرکي تعرفو پرده پورته کړه، سلګونو کسانو د شنبې په ورځ د اروپا په بېلابېلو ښارونو کې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د سلاکار اېلان ماسک پر ضد لاریونونه وکړل.

د جرمني په فرانکفورټ ښار کې، "لاسونه بند" لاریون د ډېموکراټانو له خوا تنظیم شوی و.

دوی په برلین کې د ټسلا د نندارتون مخې ته لاریون وکړ.

لاریون کوونکو د ولسمشر ټرمپ او اېلان ماسک ضد شعارونه لېږدول.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د اوکراین په کریمیا کې د روسیې په بریدونو کې د نهو ماشومانو په ګډون ۱۹ تنه وژل شوي

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۳۳ GMT+۱

د اوکراین په کریمیا ښار کې د روانې میاشتې په څلورمه د روسیې د توغندیز برید له امله د نهو ماشومانو په ګډون ۱۹ تنه وژل شوي دي. د سیمه ییزو چارواکو په خبره، په دې برید کې بیا څلور اوویا نور ټپیان شوي هم دي.

د راپورونو له مخې، روسي ځواکونو پرون ماښام د نیپروپیتروفسک اوبلاست ښار باندې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو ګډ برید وکړ، چې د استوګنې په ځایونو کې یې ودانۍ وسوځولې.

د کریمیا ریح د پوځي ادارې مشر اولیکساندر ویلکول د اپرېل په ۵ مه وویل، «په دغه تروریستي بریدونو کې اته شپیته کسان ټپیان شوي چې په هغو کې له یوه درې میاشتني ماشوم څخه نیولې تر بوډاګانو پورې شامل دي.»

د ویلکول په وینا، د برید له امله ۴۰ تنه په روغتون کې بستر شوي دي.

د راپورونو له مخې، د دوو ماشومانو چې عمرونه یې پنځه او اته کاله دي، روغتیایي وضعیت یې د اندېښنې وړ ده.

په راپورونو کې دغه راز راغلي، چې برید د ۳۴ اپارتمانونو ودانۍ او د شپږو ښوونیزو تاسیسات او همدارنګه ګڼ شمېر هټۍ، کاروبارونه، موټرونه او کورونه زیانمن کړي دي.

د اروپا په ښارونو کې سلګونو کسانو د ټرمپ پر ضد لاریونونه وکړل

۱۶ وری ۱۴۰۴ - ۵ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۳۹ GMT+۱

تر هغه وروسته چې ټرمپ د نړۍوالو ګمرکي تعرفو پرده پورته کړه، سلګونو کسانو د شنبې په ورځ د اروپا په بېلابېلو ښارونو کې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د سلاکار اېلان ماسک پر ضد لاریونونه وکړل.

د جرمني په فرانکفورټ ښار کې، "لاسونه بند" لاریون د ډېموکراټانو له خوا تنظیم شوی و.

دوی په برلین کې د ټسلا د نندارتون مخې ته لاریون وکړ.

لاریون کوونکو د ولسمشر ټرمپ او اېلان ماسک ضد شعارونه لېږدول.

د فرانکفورټ په اوپرنپلاتز کې راټول شوي د بهرنیو ډېموکراټانو ډلې غړو د متحده ایالاتو د ولسمشر د استعفا غوښتنه وکړه او په شعارونو یې د "ډېموکراسۍ بیا رغونه"، "زموږ شخصي معلومات لاس ته راوړئ" او "نړۍ ستاسو له دروغجن ډونالډ څخه ستړې شوې ده، لاړ شه!" لیکل شوي وو.

په برلین کې د ماسک پر ضد شعارونو کې بیا "اېلان چپ شه، هېچا تاسو ته رایه نه ده درکړې" لیکل شوي وو.

د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې شاوخوا ۲۰۰ کسان چې ډېری یې امریکایان دي، د ټرمپ پر ضد د لاریون لپاره د پلازمېنې ډی لا ریپبلیک مخې ته راټول شوي وو.

ځینو د ولسمشر د غندلو لپاره ویناوې وکړې او مظاهره چیانو د "ظالم مقاومت، د قانون حاکمیت، د فاشیزم نه د ازادۍ لپاره فیمینستان او د ډیموکراسۍ وژغوره" بنرونه پورته کړي وو.

د لندن او لیزبون په ګډون د اروپا په نورو ښارونو کې هم د ټرمپ او ماسک پر ضد لاریونونه شوي.

د برېتانیې په پلازمېنه کې څو سوه خلک د ټرافالګر په چوک کې راټول شوي او د "امریکایي شرمیدلو ویاړ او WTAF امریکا؟" شعارونه یې نیولي وو.

ګروسي: د یوې تباهۍ د مخنیوي لپاره تهران ته ځم

۱۶ وری ۱۴۰۴ - ۵ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۳۲ GMT+۱

د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې مشر رافایل ګروسي د ارجنټاین له یوه ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې وویل، په راتلونکو اوونیو کې تهران ته ځې. د هغه د سفر موخه د ایران او امریکې ترمنځ د مقابلې د احتمال کمول دي.

هغه خبرداری ورکړ: "دا مقابله په واقعي توګه ویجاړونکې کېدای شي."

تر دې مخکې د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې مشر ویلي و، تمه لري چې د اپرېل میاشتې تر پایه د ایران د اټومي موافقې په اړه د خبرو لپاره تهران ته سفر وکړي.

گروسي د روسیې تاس خبري اژانس ته وویل: "موږ د سفر د نېټې په ټاکلو بوخت یو، چې ممکن د اپرېل په پای کې ترسره شي."

تهران ته د ګروسي سفر په داسې حال کې پلان شوی، چې پر ایران د امریکا د پوځي برید احتمال او د دغه هېواد د اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې مطرح دي.

ایران ته د ګروسي د سفر په درشل کې د ملي مجلس د امنیت کمېسیون په یوه بیانیه کې وویل: «موږ ګروسي ته مشوره ورکوو چې دا اداره د نړۍ د ځینو زورواکو د استفادې له وسیلې څخه لرې کړي. د ایران ټول اټومي فعالیتونه د ادارې تر څارنې لاندې دي او په بشپړ ډول سوله ییز دي.»

اېلان ماسک: د امریکا او اروپا ترمنځ دې ګمرکي تعرفې صفر شي

۱۶ وری ۱۴۰۴ - ۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۴۱ GMT+۱

امریکايي مېلیاردر اېلان ماسک چې ډونالډ ټرمپ ته نږدې کس بلل کېږي، د شنبې په ورځ هیله وښوده چې په راتلونکي کې به د امریکا او اروپا تر منځ د سوداګرۍ بشپړه ازادي رامنځته شي.

ماسک دا څرګندونې څو ورځې وروسته له هغې وکړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلو سوداګریزو شریکانو پر وړاندې د تعرفو اعلان وکړ.

ماسک چې د امریکا ولسمشر ته نږدې کس بلل کېږي، هڅه کوي چې بې‌ځایه دولتي لګښتونه له منځه یوسي.

هغه وویل: «هیله لرم چې بالاخره دواړه خواوې (اروپا او متحده ایالات) په دې موافقه وکړي چې د دوی ترمنخ تعرفه صفر حالت ته لاړه شي، چې دا به په عملي ډول د اروپا او شمالي امریکا ترمنځ د ازادې سوداګرۍ یوه حوزه جوړه کړي.»

د ټرمپ له خوا د چهارشنبې په ورځ د اعلان شوي پلانونو له مخې، ایټالیا چې امریکا ته ډېر صادرات لري، له نورو اروپایي اتحادیې هېوادونو سره یو ځای ۲۰ سلنه تعرفه ورکوي.

ماسک چې تل یې د اروپا د ښي اړخو ګوندونو ملاتړ کړی، زیاته کړې چې هیله لري د اروپا او امریکا ترمنځ د تګ راتګ ازادي هم زیاته شي.

ماسک وویل: «زما په اند که خلک غواړي په اروپا یا شمالي امریکا کې کار وکړي، نو باید اجازه ورکړل شي چې دا کار وکړي او دا یقیناً هغه مشوره ده چې ما ولسمشر ته ورکړې ده.»

ماسک له پخوا د ایټالیا له ښي اړخې لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني او د هغې له ګوند «ورونه د ایټالیا» سره نږدې پاتې شوی دی او د دغه لیګ ملاتړ یې هم کړی دی.

"ورونه د ایټالیا" د ایټالیا ملي او ښي اړځ ګوند دی، چې د ملیت، کلتور او د ایټالیا د هویت د ساتلو لپاره کار کوي.

د ایټالیا د اقتصاد وزیر جیانکارلو جیورجېتي، چې د لیګ غړی دی د شنبې په ورځ وویل، چې حکومت غواړي له امریکا سره کړکېچ راکم کړي او له غچ اخیستونکو تعرفو څخه باید ډډه وشي.

ماسک تېره میاشت له سالوېني ځکه مننه وکړه، چې هغه ویلي و چې ایټالیا باید د سپوږمکۍ د مخابراتو سیستم لپاره د ماسک "سټارلینک" شرکت غوره کړي.

اېلان ماسک چې د نړۍ یو لوی مېلیاردر او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته نږدې کس بلل کېږي، د متحده‌ایالاتو د نوې فډرالي ادارې په رامنځته‌کېدو سره د دوج ادارې مشر وټاکل شو، خو سرچینې وايي چې د ټرمپ په دولت کې ګڼ شمېر کسان له ماسک څخه ناخوښه دي.

د چین په وړاندې د نفوذ زیاتولو سیالي؛ هند او عربي امارت سريلانکا کې د انرژۍ مرکز جوړوي

۱۶ وری ۱۴۰۴ - ۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۳۸ GMT+۱

رويټرز خبري اژانس د هند د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي، چې هند او متحده عربي امارتو د شنبې په ورځ په سریلانکا کې د انرژۍ د مرکز جوړولو موافقه کړې. د هند سمندر په دغه ټاپو کې د چین او نوي ډيلي سيالي مخ په زياتېدو ده.

د هند لومړي وزير سریلانکا ته د خپل سفر پر مهال د دریو هېوادونو سره د انرژۍ د مرکز جوړلو دغه تړون لاسلیک کړ.

رويټرز خبري اژانس د شنبې په ورځ ویلي، چې د سريلانکا د ولسمشر انورا کمارا ډيسنایاکې تر ټاکل کېدو وروسته، د هند د لومړی وزير نریندا موي لومړی مشر دی، چې دغه هېواد ته سفر کوي.

نوي ډيلي د خپل سويلي ګاونډ کولمبو سره د اړیکو د پراختيا لپاره کار کړی دی او هند په ۲۰۲۲ کال کې د سریلانکا د سخت مالي بحران پر مهال له دغه هېواد سره ۴ ميليارد ډالره مالي مرسته کړې وه.

د هند، متحده عربي اماراتو او سریلانکا ترمنځ د دغه نوي تړون لاسلیک د چین او نوي ډيلي سيالي زیاته کړې، ځکه چې د چين د دولتي انرژۍ شرکت سینوپيک د سريلانکا په سویلي بندري ښار هامبنټوټا کې د ۳.۲ میليارد ډالرو په ارزښت د تیلو د تصفيې مرکز جوړولو تړون لاسلیک کړی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویکرم مسري په کولمبو کې خبریالانو ته وویل: « د ټرينکومالي په ستراتيژیک ښار کې د انرژۍ مرکز، چې د سریلانکا په ختيځ کې یو طبيعي بندر دی د څو محصوله پايب لاین جوړولو ته اړتيا لري او ممکن د دویم نړيوال جنګ ټانک فارم هم په کې وکارول شي.»

مسري زياته کړه: «متحده عربي امارات د انرژۍ په برخه کې د هند لپاره یو ستراتیژیک ملګری دی او له دې امله چې دا پروژه په لومړي ځل په سيمه کې تر سره کيږي یو مثالي ملګری دی. د متحده عربي اماراتو د رول په اړه به نور جزيات هغه وخت څرګند شي، کله چې د کاروبار په اړه خبرې پيل شي.»

هغه وويل، درې واړه هېوادونه به بيا هغه سوداګريزې ادارې غوره کړي چې د دې مرکز لپاره د پروژو د مالي ملاتړ او امکاناتو په اړه غور کوي.

مودي د هند د ملي حرارتي برېښنا شرکت او سریلانکا د برېښنا بورډ په ګډه پانګونه د ۱۰۰ میليونه ډالرو په ارزښت د لمريزې برېښنا پروژه هم پرانيسته.

هند او سریلانکا د دې ترڅنګ د بریښنا شبکې د نښلولو ، ډیجیټل کولو، امنیت او روغتیا په اړه هم تړونونه لاسلیک کړل.