معصوم ستانکزی: د کډوالۍ او ناورینونو اصلی عامل د پاکستان لاسوهنې او ناسم سیاستونه و

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس معصوم ستانکزي له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په غبرګون ویلي، چې د کډوالۍ او ناورینونو اصلی عامل د پاکستان لاسوهنې او ناسم سیاستونه و.