‏طالبان پاکستان ته: هيڅوک باید کډوال د خپلو سیاسي موخو لپاره د ابزارو په توګه ‏ونه کاروي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو په غبرکون وایي، چې هيڅوک باید کډوال د خپلو سیاسي موخو لپاره د ابزارو په توګه ‏ونه وکاروي. پاکستان د روانې اپریل میاشتې له لومړۍ د افغان کډوالو جبري ایستل پیل کړي.