د ډومینیکن جمهوریت د شپني کلب چت پرېوتو په پېښه کې لږ تر لږه ۷۹ کسان مړه شوي

د سې شنبې په ورځ د ډومینیکن جمهوریت په پلازمېنه کې د یوه شپني کلب د چت پرېوتو له امله لږ تر لږه ۷۹ کسان مړه شوي او شاوخوا ۱۵۵ نور ټپیان دي. د رویټرز په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري، چې د پېښې په ځای کې د بېړنۍ ډلې کارکونکي له کنډوالو ژوندي پاتې کسان راباسي.