• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ښکلول د مینې، درناوي او حدودو تر منځ یو لطیف احساس دی

۲۱ وری ۱۴۰۴ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۲۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ وری ۱۴۰۴ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۵۲ GMT+۱

ښکلول یا بوسه ورکول د انساني احساساتو، محبت، اړیکې او نږدې والي یو له پخوانیو او طبیعي بڼو څخه ګڼل کېږي. دا عمل نه یوازې د مینې، درناوي او مثبتې اړیکې ښکارندویي کوي؛ بلکې په بېلابېلو ټولنو، فرهنګونو او دینونو کې یې توپیرونه، معناوې او محدودیتونه هم لیدل کېږي.

ښکلول څه ته وایي؟

ښکلول د شونډو، تندي، لاس، یا د بدن غړي ته د مینې، درناوي، خواخوږۍ یا ادب له مخې د شونډو نرم لمس یا فشار ورکولو ته ویل کېږي.

دا یو فزیکي عمل دی، خو تر شا یې ژورې عاطفي، ټولنیزې او رواني معناوې پرتې دي.

د ښکلولو یو اړخ رومانتيک حسابېږي او کورنۍ خپل ماشومان ښکلوي چې د شفقت ډول دی یا د یو چا د لاس ښکلول کېږي چې د احترام نښه ګڼل کېږي.

د ښکلولو ډولونه

  1. رومانتيک ښکلول: دا ډول ښکلول عموماً د مینې اړیکو کې لیدل کېږي، لکه د یو عاشق او معشوق ترمنځ.
  2. والدیني ښکلول: مور یا پلار خپلو ماشومانو ته بوسه ورکوي او یا یې ښکلوي، چې د مینې او خواخوږۍ نښه ده.
  3. ادبي ښکلول: د احترام لپاره د مشر لاس یا تندی ښکلول، چې د درناوي او تواضع څرګندونه کوي.
  4. فرهنګي بوسې: په ځینو ټولنو کې د لیدو پر وخت پر مخ یا تندي ښکلول یو عادي رواج دی.

د ښکلولو د عمل ګټې

علمي څېړنې ښيي، چې ښکلول یو لړ مثبتې فزیکي او رواني اغېزې لري:

خوښۍ هورمونونه؛ لکه اکسیتوسین، ډوپامین او سروټونین زیاتوي.

فشار او اندېښنې کمولو کې مرسته کوي.

انسان ترمنځ نږدېوالی او اعتماد پیاوړی کوي.

معافیت سیستم تقویه کوي.

مذهبي او فرهنګي لیدلوری

د ښکلولو موضوع د مذهب او ټولنې له نظره تل محدوده او تر بندیز لاندې روښانه شوې ده.

د اسلامي ارزښتونو له مخې، ښکلول باید د محرمیت او حیا له چوکاټه بهر نه وي.

رومانتيک ښکلول باید د واده په چوکاټ کې وي او په عام محضر کې ښکلول یې له شرعي او ټولنیز پلوه ناروا ګڼل کېږي.

د ښکلولو ممنوعیت او منفي لوري

  • په ځینو ټولنو کې په عام محضر کې ښکلول د بې‌ادبۍ نښه ګڼل کېږي.
  • که د کلتور، مذهب او دود خلاف وشي، نو ټولنیز عکس‌العملونه رامنځته کوي.
  • د شخصي حدودو نه مراعت کول یا د بل کس د رضایت پرته بوسه ورکول او اخیستل، د اخلاقي او حقوقي سرغړونې سبب ګرځي.

که په ټوله کې ووایو، ښکلول که څه هم یو عاطفي او طبیعي عمل دی، خو باید د ټولنې، دین، کلتور او قانون له نظره ترسره شي.

دا عمل باید د محبت او درناوي د څرګندونې لپاره وکارول شي، نه د شخصي حدودو د ماتولو یا نامناسبو اړیکو د پیاوړتیا لپاره.

هر بوسه باید د نیت، ځای، وخت او رضایت له مخې ورکړل یا واخیستل شي، ترڅو دا ښکلی احساس یو با ارزښته عمل پاتې شي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

د سترګو تورول او د رنجو کارول؛ دود، هنر او دیني پیوستون

۱۹ وری ۱۴۰۴ - ۸ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۴۵ GMT+۱
•
مسکا سنګر نیازۍ
د سترګو تورول او د رنجو کارول؛ دود، هنر او دیني پیوستون
100%

د سترګو تورول او د رنجو کارول له پخوانیو دودونو څخه دی چې نه یوازې د ښکلا لپاره کارېږي؛ بلکې روغتیایي او دیني اړخونه هم لري.

دا عمل د تاریخ له زړو تمدنونو؛ لکه مصر، هند، فارس او د اسلامي نړۍ له لرلید سره تړاو لري او تر نن ورځې پورې په افغانستان، پاکستان، ایران او عربي نړۍ کې دود پاتې دی.

کلتوري شالید

سترګو ته رانجه یا سرمه (کاجل، سورمه) لګول له سلګونو کلونو راهیسې د ښکلا، ارزښت او شخصیت ښکارندوی ګڼل کېږي.

په ډېرو ټولنو کې ښځې او نارینه دا دود ترسره کوي، په ځانګړې توګه کورنۍ د خپلو ماشومانو سترګې ځکه توروي، چې له بدو سترګو څخه وساتل شي.

پخواني مصر کې فرعوني مېرمنو او نارینه وو به د سترګو شاوخوا تورول او عقیده یې لرله چې د خدایانو له برکته او د لمر له تاو څخه د سترګو د ساتنې لپاره دا چاره مهمه ده.

هند کې د «کاجل» استعمال له نسلونو راهیسې دود دی او هندیان سترګې د ښکلا او تبرک لپاره توروي.

 په افغانستان کې رانجه د ښکلا، د شومو سترګو دفع او د دیني برکت لپاره کارېږي.

داسې یو افغان به ډېر په ندرت پېدا شي چې په ژوند کې یې یو ځل رانجه نه وي استعمال کړي.

روغتیایي ګټې

د رنجو یا سرمې طبیعي بڼه په ځانګړې توګه د "اثمد" ډوله، د اسلامي نړۍ له پخوانیو حکیمانو او طب النبوي څخه د سترګو د ساتنې لپاره توصیه شوې ده.

نبوي طب باور لري:

  • رانجه د سترګو د لید ځواک زیاتوي
  • رانجه د سترګو وچه‌والی کموي
  • رانجه له دوړو او لمره د سترګو ساتنه کوي
  • رانجه انتي‌بکتریایي خاصیتونه لري

په اسلام کې د رانجو استعمال سنت ګڼل شوی او ان پیغمبر صلی الله علیه وسلم هم د "اثمد" نومې سرمې کارول غوره ګڼلي دي.

د رانجو د استعمال په تړاو احادیث هم شته چې له مخې یې د رنجو کارول نه یوازې د سنت پیروي ده، بلکې د طبیعي درملنې یوه بڼه هم ګڼل کېږي.

خبرداری:
نن ورځ په ځینې تجارتي رنجو کې د سَر، سیس او نورو زهرجنو فلزاتو شتون ممکن خطرناک وي، ځکه د اوږدمهاله استعمال په پایله کې کولی شي د سترګو یا وینې سیستم ته زیان ورسوي.

د طب متخصصین تل د "lead-free" یا طبیعي رنجو استعمال سپارښتنه کوي.

د ښکلا او هنر وسیله

رانجه د ښکلا یو مهم لامل ګڼل کېږي.

دا د سترګو شکل، ژوروالی او تاثیر زیاتوي.

د میک‌اپ په هنر کې رانجه او ایلاینر کارول د "کلاسیکې ښکلا" برخه ګڼل کېږي.

دا کار د مخ ښکلا متوازن کوي او د شخصیت ظاهري بڼه تقویه کوي.

په پښتو هنري ادبیاتو کې د رنجو یادونه ډېره شوې او دا یې د ښکلا یو اساسي توک ګڼلی دی او د عاشق له خوا خپلې معشوقې ته د ډالۍ په توګه هم ورکول کېږي.

راشه ایینه رانجه دې واخله

نه دي یاري کړم نه دې نښې ګرځومه

په ټوله کې د سترګو تورول او د رانجو کارول یو داسې دود دی چې له ښکلا، روغتیا، کلتور او دین سره ژوره اړیکه لري.

که څه هم نن ‌ورځ رانجه یو څه تجارتي بڼه هم لري او ځینې وختونه روغتیا ته تاوان رسوي؛ خو طبي او سنتي بڼې یې لا هم ارزښتناکې ګڼل کېږي.

دا دودونه نه یوازې زموږ د کلتور برخه ده، بلکې د پېړیو – پېړیو فرهنګي ښکلاییز میراث هم دی.

لیکوال او ژورنالیست عطاء محمد هیله‌من په جلاوطنۍ کې مړ شو

۱۸ وری ۱۴۰۴ - ۷ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۱۵ GMT+۱
لیکوال او ژورنالیست عطاء محمد هیله‌من په جلاوطنۍ کې مړ شو
100%

د ننګرهار ولایت نامتو لیکوال، شاعر او ژورنالیست عطاء محمد هیله‌من په جلاوطنۍ کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو. نوموړی شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو کلفورنیا ایالت ته کډه شوی و.

عطاء محمد هیله‌من له تېرو درېیو کلونو راهیسې مغزي تومور درلود، چې په پاکستان یې د سر عملیات هم ترسره کړی و.

د هیله‌من زوی حمزه هیله‌من د خپل پلار په فېسبوک پاڼې د هغه مړینه تایید کړې او لیکلي یې دي: «زما مهربان پلار، عطامحمد هیله‌من له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.هغه یو باایمان، زړور او د کورنۍ د ستون غړی وو.زموږ زړونه پرې غمجن دي، خو باور لرو چې الله به هغه ته د جنت الفردوس مقام ورکړي.»

عطاء هیله‌من د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکی وو، چې په پښتو ژبه کې یې له ننګرهار پوهنتونه ماسټري او له ملاکنډ پوهنتون څخه یې دوکتورا اخیستې وه.
هغه شاعر او لیکوال هم و، چې تر لسو ډېر چاپ شوي کتابونه لري.

په دغو کتابونو کې ناولونه، شاعري او د پښتو ژبې ادبیاتو اړوند کتابونه شامل دي.

د یادولو ده، چې هیله‌من د ننګرهار ملي ټلویزیون، باختر اژانس او یو شمېر نورو رسنیو سره په ننګرهار کې دوه لسیزې خبریالي کړې وه.

فلمي لوبغاړې شریا ګپتا: د پېژندل شوي فلمي لارښود د جنسي ځورونې قرباني یم

۱۸ وری ۱۴۰۴ - ۷ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۱۰ GMT+۱
فلمي لوبغاړې شریا ګپتا: د پېژندل شوي فلمي لارښود د جنسي ځورونې قرباني یم
100%

د هندي سینما (بالیووډ) فلمي لوبغاړې شریا ګپتا ویلي، چې فلمي لارښود یې په فلم کې د کار کولو لپاره نامناسبې غوښتنې ترې کړي. هندي سینما په فلمي صنعت کې هغه اداره ده، چې زیات وخت ترې دغه ډول خبرونه ترلاسه کېږي.

شریا د لوېدیځ بنګال څخه ده او په ډېرو فلمونو او سریالونو کې یې کار کړی دی.

دغه فلمي لوبغاړې په سکندر فلم کې هم د تامل صنعت له مشهورو ستورو راجني کانت، سوریا او سلمان خان سره راڅرګنده شوې ده.

شریا په دې وروستیو کې په یوه مرکه کې د جنسي ځورونې قرباني کېدو دعوه وکړه او ویې ویل، چې هغه په ​​چینا کې د جنسي ځورونې قرباني شوې وه.

نوموړې وویل: هغه په ۲۰۱۴ کې د خپلې مور سره په فلم کې د کار کولو لپاره د پېژندل شوي فلمي لارښود دفتر ته لاړه.

شریا زیاتوي، کله چې د فلمي لارښود دفتر ته لاړم هغه وویل چې زما په غېږ کې کښېنه او په فلم کې ستا برخې سکریپ ولوله.

هغې وویل، چې زه ډېره کوچنۍ وم او وېرېدم، عذر مې ورته وکړ چې خپله برخه تمثیل به ولولم ځان به اماده کړم او سبا به راشم.

د نوموړې په وینا، له دې خبرو ورسته د ډېر وخت لپاره له فلمي صنعت څخه لرې پاتې شوم او همدا لامل وو چې ممبۍ ښار ته لاړم.

شریا ګپتا په دغه مرکه کې ونه ویل چې کوم فلمي لارښود وو چې دغه ډول ناوړه غوښتنه یې ترې کړې.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم ګڼو فلمي لوبغاړو په ډاګه کړې، چې د فلم جوړونکو او فلمي لارښود له خوا د جنسي ځورونې قرباني شوي.

د هندي سینما وتلی لوبغاړی منوج کمار د ۸۷ کلونو په عمر مړ شو

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۵۹ GMT+۱
د هندي سینما وتلی لوبغاړی منوج کمار د ۸۷ کلونو په عمر مړ شو
100%

د هندي سینما وتلی لوبغاړی او ډایرکټر منوج کمار د جمعې په سهار د وري ۱۵مه، د ۸۷ کلونو په عمر د ممبۍ په یوه روغتون کې مړ شو. هندي رسنیو د ښاغلي کمار د مړینې لامل «د زړه شدیدې حملې» بللې دي.

منوج کمار د فبرورۍ په وروستیو کې د روغتیايي وضعیت له خرابیدو وروسته په روغتون کې بستر شو.

هغه د بالیووډ په وطنپالو فلمونو کې په خپلو ښو رولونو پیژندل کیده، چې له امله یې هغه ته د «بهارت کومار» لقب ورکړل شو. بهارت د هند دودیز نوم دی.

منوج کمار، چې اصلي نوم یې هریکشن ګوسوامي و، د ۱۹۳۷ کال د جولای په میاشت کې د ایبټ‌اباد په سیمه کې زیږیدلی و، چې اوس د پاکستان برخه ده.

د خپل هنري ژوند په جریان کې، هغه ډیری جایزې وګټلې او د هند حکومت د لوړو ملکي جایزو څخه یو «پادما شري» ورکړل شوه.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په ایکس پاڼه یوه پیغام کې د دغه «افسانوي لوبغاړي» په مړینه خواشیني څرګنده کړه. مودي ولیکل، «هغه د هندي سینما یو سمبول و، په ځانګړي توګه د هغه د وطنپالنې لیوالتیا حس یاد شوی، کوم چې د هغه په اثارو کې هم خپور شوی و.»

«اپکار/نیکي»، «شهید»، «دوه بدنونه» او «وو کان هې/څوک وو» ځینې مشهور فلمونه دي چې منوج کمار په کې راڅرګند شوی دی.

نارنج ګل مشاعره؛ یو شمېر شاعرانو ته د شعرویلو اجازه نه‌ده‌ ورکړل شوې

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۰۰ GMT+۱
نارنج ګل مشاعره؛ یو شمېر شاعرانو ته د شعرویلو اجازه نه‌ده‌ ورکړل شوې
100%

د نارنج ګل مشاعري یو شمېر ګډون‌والو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې په ننګرهار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د نارنج ګل دودیزې مشاعرې د ګډون‌والو شعرونه د دغې ډلې د اطلاعاتو او کولتور ریاست د یوې ټاکل شوې کمېټې په خوښه‌ انتخاب شوي دي.

دغو ګډون‌والو د پنجشنبې په شپه ( د وري ۱۴مه) زیاته کړې، د اطلاعاتو او کولتور ریاست د شعرونو د انتخاب او ارزونې کمېتې یو شمېر شاعرانو ته اجازه نه ده ورکړې چې په دغې دودیزې مشاعره کې خپل شعرونه ووايي.

د ګډونوالو د معلوماتو پر بنسټ، د هغو ادبیانو شعرونو چې پر دغې ډلې یې ډېره انتقادي بڼه لرله، د یادې ډلې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شعرونو د ارزونې او انتخاب کمېټې له‌خوا رد شوي او لیکوالانو ته یې د ویلو اجازه نه ده‌ ورکړل شوې.

ګډون‌وال وړاندې وايي چې په ننګرهار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د نارنج ګل دودیزه مشاعره د اکثریت طالب پلوه شاعرانو او فرهنګیانو په حضور کې ترسره شوې ده.

دا مشاعره تېره شپه د جلال‌اباد ښار په سراج‌العمارت تاریخي بڼ کې جوړه شوې او په‌کې د خېبرپښتونخوا یو شمېر فرهنګیانو او شاعرانو هم ګډون درلود.

100%

په ننګرهار کې د طالبانو د حقاني شبکې اړوند کس او د دغه ولایت د اطلاعاتو او کولتور رییس قاري احسان‌الله ساجد د دغې ډلې له ملي ټلوېزیون سره په یوې مرکه کې د نارنج ګل د سږنۍ مشاعرې د ګډون‌والو شمېر تر ۱۰ زرو کسانو ډېر بللی دی.

بل‌خوا، د ټولنیزو رسنیو له لارې خپرې شوې ویډیوګانې څرګندوي چې یو شمېر طالب پلوه شاعرانو د پښتون‌ژغورنې غورځنګ پر ضد هم شعارونه ورکړي چې د یو شمېر هېوادوالو توند غبرګونونه یې راپارولي دي.

همداراز په ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د ښځو د زده‌کړو، کار او نورو حقونو پر ضد هم شعارونه ورکړل شوي دي.

د طالبانو له واکمنۍ مخکې په دغه مشاعره کې نه یوازې افغان قلم‌والو ښځو ګډون کاوه، بلکې د هغوی د مساوي حقونو او جنسیتي برابرۍ لپاره هم هر ځل غږ پورته کېده، خو پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو وروسته نه یوازې په دغه مشاعره کې ښځو ته د ګډون اجازه نشته، بلکې د حاکم رژیم په خوښه یې یو ناخپلواک رنګ خپل کړی دی.

د یادونې ده چې نارنج ګل مشاعره د تېر جمهوري نظام په وخت کې د افغانستان لومړنۍ لویه مشاعره بلل کېده چې په‌کې شاعرانو او ادبیانو د شعر ژبه د نیوکو ترڅنګ د افغاني ټولنې غوښتنې بیانولې.

نارنج ګل له ۱۳۴۴ لمریز کال راپدېخوا د ننګرهار فرهنګیانو او شاعرانو له‌خوا پيل شوې او هرکال د وخت د حاکمیتونو په همکارۍ د پسرلي موسم په پیل کې جوړېږي.