د پاکستان په سند کې اول ځل یوه عیسوۍ د ولسوالۍ مرستیال کمېشنره وټاکل شوه

د پاکستان د سند صوبايي حکومت سارا جاوید د سانګړ ولسوالۍ لپاره مرستیال کمېشنره ټاکلې ده. دا دې صوبې په تاریخ کې اول ځل دی چې یوه عیسوۍ مرستیال کمېشنره ټاکل کېږي.

د پاکستان د سند صوبايي حکومت سارا جاوید د سانګړ ولسوالۍ لپاره مرستیال کمېشنره ټاکلې ده. دا دې صوبې په تاریخ کې اول ځل دی چې یوه عیسوۍ مرستیال کمېشنره ټاکل کېږي.
د پاکستان راډیو د رپوټ له مخې دا ګمارنه د پاکستان ملکي خدماتو کې د ګڼو توکمونو او فرقو د زیات استازیتوب او شمولیت په لور د پام وړ ګام ښيي.
د سند حکومت د رسمي خبرتیا له مخې، د پاکستان د اداري خدماتو د مکتوب له مخې، هغه ټاکل شوې ده چې نوموړې په سانګړ کې د مرستیال کمشنرې په توګه ژر خپله دنده پیل کړي.
سارا جاوید ترې دې مخکې په دغه صوبه کې د صنعت برخه کې په دنده بوخته وه.

د کرکټ نړیوالې شورااعلان وکړ چې له خپلو شریکانو سره په ګډه د هغو افغان ښځینه لوبغاړو لپاره یو ځانګړی صندوق جوړوي، چې د طالبانو د محدودیتونو له امله له هېواده وتلې او اوس جلا وطنه دي.
د ۲۰۲۰ کال تر پایه پورې، افغانستان شاوخوا ۲۵ رسمي قرارداد لرونکې ښځینه لوبغاړې لرلې، چې ډېری یې اوس د بشردوستانه ویزو له لارې په اسټرالیا کې مېشتې دي.
دا پرېکړه په هراري کې د ای سي سي د اجرایه بورډ له غونډې وروسته اعلان شوې ده.
د کرکټ نړیوالې شورا په اعلامیه کې راغلي: « د دې نوښت په چوکاټ کې به ایسيسي یو ځانګړی صندوق جوړ کړي چې له لارې به دغو لوبغاړو ته مستقیم مالي ملاتړ برابریږي، څو د خپلې خوښې لوبې ته دوام ورکړای شي».
اسټرالیا او برېټانیا له افغانستان سره د ښځو د حقونو له امله دوه اړخیز کرکټ بند کړی دی او یوازې د ای سي سي په لوبو لکه نړیوال جام او د اتلانو جام کې ورسره لوبیږي.
د رویټرز د رپوټ له مخې، د ایسيسي مشر جې شاه وویل: « موږ ژمن یو چې شمولیت ته وده ورکړو او دا یقیني کړو چې هر کرکټ لوبغاړی، پرته له شرایطو، دا فرصت ولري چې وځلېږي».
هغه زیاته کړه، چې د خپلو شریکانو په همکارۍ، « موږ ویاړو چې دا دندهاو صندوق پیل کړو، چې له یوه پیاوړي لوړ فعالیتي پروګرام سره به دا یقیني کړي چې بېځایه شوې افغان ښځینه کرکټ لوبغاړې وکولای شي خپله لوبیزه لاره تعقیب کړي».
دا نوښت د ښځو د کرکټ د دوام او ودې لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي، په ځانګړې توګه د هغو لپاره چې د جګړې او محدودیتونو له امله جلا وطنه شوې دي.
فېروزه امیري، ناهیده څپاند او نورې ښځینه لوبغاړې اوس مهال په اسټرالیا کې جلاوطنه دي او په کلبي لوبو کې برخه اخلي.

د بریتانیا یوې محکمې د فرشته جامي په نوم ۳۶ کلنه افغان مېرمن له داعش سره د یوځای کېدو په تور مجرمه ګڼلې او په عمر بند یې محکومه کړې. فرشته جامې به لږ ترلږه به ۱۷ کاله په زندان کې تېروي.
بریتانوي رسنیو د پنج شنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د بربتانیا د سټراټفورډ-اوپن ـ ایون ښار اوسیدونکې ۳۶ کلنه افغان توکمه مېرمن د لیسټر کرون محکمې له خوا د ترهګرۍ لپاره د چموالي له امله په دوو تورونو مجرمه وبلل شوه او د ترهګرۍ قانون د ۵مې مادې له مخې د محکمې له خوا د عمر بند سزا ورکول شوه.
محکمې ویلي، چې مېرمن جامي غوښتل ځان «شهید» کړي.
د لیسټرن کرون محکمې قاضي ویلي، چې دغې ښځي افغانستان ته د تلو لپاره د الوتنې د یو طرفه ټیکیټو لپاره ۱۲۰۰ پونډ ساتلي وو او د دوو اونیو په جریان کې یې افغانستان ته د الوتنو په اړه ۲۲ ځله پلټنه کړې وه.
د راپورونو له مخې پولیسو د دغې مېرمنې د کور د پلټنو پرمهال سیمکارټونه، نغدې پیسې او د پاسپورټونو د پټولو د هڅو نښې موندلې وې.
پولیسو د پلټنو پرمهال دا ثابته کړې ، چې مېرمن جامي د ۲۰۲۲ کال څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې تاوتریخوالي ډکې ویډیوګانې هم پر انټرنیټ خپرې کړې وې.
د ویسټ میډلنډرز د ترهګرۍ ضد پولیسو مشره الیس هورسټ وايي:«جامي لا د ۲۰۲۳م کال د جولای په میاشت کې د سفر نیت څرګند کړی واو تر نومبر پورې یې د پام وړ اندازه نغدې پیسې راټولې کړې وې چې د هغې د پریکړې ثبوت دی. یوازې په دوو اونیو کې هغې ۲۲ ځل افغانستان ته د سفر لپاره د الوتنو پلټنه کړې وه چې ډېر یې د ځان او خپلو ماشومانو لپاره یو طرفه ټکټونه وو.»
خو وړاندې مېرمن جامي ادعا کړې وه، چې افغانستان د سفر هدف یې له خپلي کورنۍ سره لیدل و، خو وروسته نوموړې خپله دغه ادعا په ثبوت ونه رسوله.
فرشته جامي په افغانستان کې زیږیدلې او په ۲۰۰۸ کال کې برېتانیا ته کډه شوي.
نوموړې په ۲۰۲۳ کال کې له خپل خاوند څخه جلا شوي او د خپلو څلورو ماشومانو سره د سټراټفورډ-اوپن ـ ایون ښار کې اوسیده.

د سان مارینو جمهوریت نن (د وري ۲۱مه) د بشري حقونو په اړه د یوې مهمې غونډې کوربه دی. یوراسیا راپور ورکړی، چې دغه غونډه به تر ډېره په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ لاندې د ښځو پر وضعیت متمرکزه وي.
د دې غونډې د اعلان لپاره هم د یوې افغانې نجلۍ انځور غوره شوی، چې سور پړونی یې په سر دی.

دغه غونډه د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د افغان مېرمنو د ستونزو په اړه د پوهاوي لوړولو لپاره جوړه شوې، چې د نړۍوالو اندېښنو یوه مهمه موضوع ده.
په دغه بحث کې به وڅېړل شي، چې څنګه سیاسي، ټولنیز او کلتوري لاملونه په افغانستان کې او په ځانګړې توګه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو او لږکیو د حقونو محدودېدل ورځنی ژوند اغېزمنوي.
واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې دغې ډلې پر نجونو او ښځو پراخ بندیزونه لګولي، چې له امله یې دوی ان له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې شوې دي.
که څه هم په کور دننه طالبان چاته د نیوکې او اعتراض اجازه نه ورکوي؛ خو له افغانستانه بهر بیا وخت ناوخت د افغان مېرمنو او د دوی تروړل شویو حقونو په اړه ناستې جوړېږي.
په دغه راپور کې وړاندې په افغانستان کې د امریکا د استخباراتي فعالیتونو د بیا پیلېدو په اړه له نړۍوالو اټکلونو خبر ورکړل شوی.
په راپور کې د سرچینو له قوله ادعا شوې، چې د متحده ایالاتو د هوایي ځواک C-17A الوتکه په دې وروستیو کې د بګرام هوایي اډې ته ښکته شوې ده.
په راپور کې د سرچینو له حوالې راغلي، چې د دغه سرچینې ادعا نه ده تایید شوې.
راپور کاږي، الوتکې ښایي د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې لوړپوړي چارواکي لېږدولی وي.
راپور زیاتوي، که چېرې دغه ادعاوې ریښتیا وي؛ نو دوی ښایي په افغانستان کې د امریکا د استخباراتو د بیا فعالیدو وړاندیز وکړي.

نږدې څلور کاله کېږي، چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی؛ چې له امله یې په افغانستان کې د میلیونونو نجونو هیلې مړاوې شوې دي. عرب نیوز په دې اړه له یو شمېر کارپوهانو سره مرکې کړي، چې که دغه حالت همداسې دوام وکړي نو پایلې به یې څه وي.
عرب نیوز د کارپوهانو له قوله راپور ورکړی، چې که چېرې د طالبانو دغه پالیسي دوام ومومي؛ نو ښایي د ښځو روغتیا او د افغانستان پر پرمختګ جدي اغېزې پرې باسي.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونېسف» په وینا، دغه بندیز چې د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر میاشت کې لګېدلی؛ تر ۲۰۲۵ کاله پورې یې ۲.۲ میلیونه نجونې له زدهکړو محرومې کړې او که چېرې دغه بندیز تر ۲۰۳۰ کاله پورې دوام وکړي؛ نو ښایي دغه شمېره له ۴ میلیونو واوړي.
د یونېسف اجرایوي مشرې کاترین رسل په یوه بیان کې خبرداری ورکړی، چې دغه بندیز به د نجونو او افغانستان لپاره ویجاړونکې پایلې ولري.
هغې زیاته کړه، چې دغه بندیز په روغتیایي سیسټم، اقتصاد او د هېواد پر راتلونکې منفي اغېزه کوي.

افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې په کې نجونې له زدهکړو محرومې شوې دي.
د افغان ټایمز مشرې سلما نیازۍ عرب نیوز ته وویل، دغه ویجاړونکی بندیز به پر راتلونکو څوو نسلونو اغېزې ولري، چې افغانستان د مغزونو فرار، اقتصادي سقوط او د بې وزلۍ زیاتوالي له ګواښ سره مخ کوي.
نیازۍ وویل، تعلیم یافته مېرمنې د یو ملت د پرمختګ لپاره حیاتي دي، چې د روغتیایي پاملرنې، حکومتولۍ او د ټولنې د انعطاف په برخه کې مرسته کوي.
هغې وویل: «د دوی له زدهکړو څخه انکار کول جنسیتي نابرابري رامنځته کوي، د کاري ځواک تولید محدودوي، له وخته مخکې ودونو او د مېندو د مړینې لامل کېږي.»
د طالبانو لهخوا د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د ښځو لپاره پر طبي زدهکړو بندیز دغه ګواښونه نور هم زیات کړل.
اغلې رسل خبرداری ورکړی، چې د ښځینه ډاکټرانو او قابلو کموالی به ښځې له جدي پاملرنې بې برخه کړي.
افغانستان لا دمخه د نړۍ په کچه د مېندو د مړینې ترټولو لوړه کچه لري، چې په هرو ۱۰۰ زره زېږونونو کې لږترلږه ۶۰۰ مېرمنې مري.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانکې وړاندوینه کړې، چې تر ۲۰۲۶ کاله پورې د زدهکړو بندیز کولای شي د ماشوم زېږون کچه ۴۵ سلنه او د مېندو د مړینې ګواښ ۵۰ سلنه زیات کړي.

د لندن په سېنټ جورج پوهنتون کې د نړۍوالې روغتیا او بشري علومو استادې ډاکټر عایشه احمد طالبان تورن کړي، چې د ښځو پر طبي زدهکړو د بندیز سره «تبعیض په نسل وژنې بدلوي.»
یونېسف هم خبرداری ورکوي، چې نږدې ۲۸ سلنه افغان نجونې د ۱۸ کلنۍ څخه مخکې واده شوې دي.
اغلې رسل هم په دې تړاو وویل: «د نجونو پر زدهکړو بندیز ماشومې نجونې د واده له لوړ ګواښ سره مخ کوي، چې له امله یې د دوی په هوساینې او روغتیا منفي اغېزې لري.»
اغلې احمد وویل، چې دغه بندیز د افغان نجونو او ښځو په منځ کې «نهیلۍ، خپګان او ځان وژنې» ته وده ورکوي.
هغې د طالبانو د هغو پالیسیو په وړاندې د اقدام غوښتنه وکړه، چې د ښځو خپلواکي له منځه وړي.
دغه پالیسي د افغانستان نړۍوال دریځ هم ګواښي.
د افغانستان د ښځو چارو پخوانۍ وزیرې حسینه صافۍ وویل، چې د نجونو د زدهکړو بندیز به افغانستان او افغان مېرمنې نور هم منزوي کړي.
هغې عرب نیوز ته وویل: «کله چې تاسو یو نارینه ته تعلیم ورکوئ، تاسو یو فرد ته تعلیم ورکوئ؛ کله چې تاسو یوې ښځې ته تعلیم ورکوئ؛ نو تاسو یوه ټوله کورنۍ ته تعلیم ورکوئ. د ماشوم لومړۍ ښوونځی د هغه خپله مور ده.»

هغه وایي: «د قران لومړۍ نازل شوې کلمه 'اقراء' وه، چې معنا یې لوستل دي. کوم چې په اسلام کې هم د زدهکړو اهمیت په څرګنده توګه منعکس کوي.»
پخوانۍ وزیرې وویل، ځینې نجونې اوسمهال نارسمي پټو ښوونځیو ته مخه کوي.
انلاین ښوونیز پروګرامونه بله لاره وړاندې کوي؛ خو په دې برخه کې لوړ بهرني فیسونه او محدود انټرنېټ د دوی د زده کړو پر وړاندې خنډونه دي.
که افغان مېرمنې خپلې زدهکړې له دغه لارو بشپړې کړي، د طالبانو تر کنټرول لاندې کاري فرصتونه هم د ګوتو په شمېر دي.
صافي یادونه وکړه، که څه هم نړۍوالې ټولنې په وار، وار دغه بندیز ته غبرګون ښودلی؛ خو هیڅ پایله یې نه ده لرلې.

نړۍوالې ټولنې د طالبانو دغه کړنې په کلکه غندلې دي. د یونیسف، یونسکو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت په څېر سازمانونو په وار، وار د دغه ډول بندیز د سملاسي لرې کولو غوښتنه کړې.
صافۍ وويل، که څه هم طالبان د بهرني فشار په وړاندې مقاومت کوي؛ خو دوامداره نړۍوالې هڅې لاهم کولای شي د افغان نجونو لپاره د زدهکړو لارې چارې برابرې کړي.
د طالبانو دریځ د نړۍوالې ټولنې لهخوا په رسمیت پېژندلو له امله نور هم پېچلی شوی.
هیڅ هېواد د ۲۰۲۱ کال راهیسې طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.
نیازۍ پر طالبانو د دوامداره ډیپلوماتیک او اقتصادي فشار غوښتنه وکړه.
اغلې احمد یو وار بیا خبرداری ورکړ، چې د نجونو پر زدهکړو دوامداره بندیز د افغانستان د "ویجاړتیا" معنا لري.

باخبرو سرچینو د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په بغلان ولایت کې د کورني تاوتریخوالي قرباني قدریه تر هغه وروسته چې د طالبانو له خوا د هغې کورنۍ ته سپارل شوې وه، سخته وهل شوې ده. د سرچینو په وینا، په دې وهلو کې د قدریې مخ ته جدي زیان رسېدلی دی.
طالبانو د شنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) قدریه له بند څخه خوشې او خپل پلار ته یې وسپارله. د هغې مخکې خبرداری ورکړی و، چې که پلار ته یې وسپارل شي، ژوند به یې له ګواښ سره مخ شي او ښايي ووژل شي.
د قدریه له وضعیت څخه باخبره سرچینې وايي، چې د دوشنبې په ورځ د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو یو پلاوی د دغه ولایت د علماو شورا له غړو سره د قدریه د پلار کور ته تللی و، څو د قدریه وضعیت وګوري، خو د قدريه پلار کور ته د دغه پلاوي له ننوتلو سره مخالفت وکړ او یاد پلاوی بیا په زور کور ته دننه شو.
ظاهراً د طالبانو استازو قدریه په بد حالت کې وموندله.
یوې سرچینې ویلي، چې کله طالبانو له هغې د مخ د ټپونو په اړه وپوښتل، قدریه ځواب ورکړ چې پلار، مېړه او ورور یې وهلې ده.
خو د هغې پلار ادعا وکړه، چې لور یې ناروغه وه او ځان یې خپله وهلی دی.
٢٨ کلنې قدريه له دې مخکې د بغلان د کیله ګي له زندان څخه په يوه ويډيو کې، چې افغانستان انټرنشنل ته استول شوې وه، ويلي و، چې طالبان پلان لري چې هغه خوشې او پلار ته يې وسپاري.
په دې ویډیو کې هغې د خپل ژوند د ژغورلو لپاره د مرستې غوښتنه کړې وه او خبرداری یې ورکړی چې پلار به یې له خوشې کېدو وروسته ووژني.
