سور صلیب: د افغان کډوالو راستنېدل ښايي تر ټولو ناوړه بشري وضعیت رامنځته کړي

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ویلي، د افغان کډوالو جبري بېرته ستنول به په افغانستان کې بشري ناورین رامنځته کړي. دغې کمېټې زیاته کړې، د سرې میاشتې نړۍوالې ټولنې سره په شریکه غواړي چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره مرسته وکړي، څو د ۵۰ زره افغان کډوالو اوږد مهاله اړتیاوي پوره کړي.