• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بلوچستان کې د پولیسو پر موټر د برید مسوولیت داعش ومانه

۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۳۳ GMT+۱

د داعش وسله والې ډلې ( پاکستان څانګې) د پاکستان د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د سې شنبې په ورځ د پولیسو پر موټر د خونړي برید مسوولیت پر غاړه اخیستی. په دې پېښه کې لږ تر لږه درې امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش اړوند خبري اژانس اعماق د برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې برید د دوی جنګیالیو کړی دی.

د چارواکو په وینا، دا برید د شمس اباد په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر هغه موټر شوی، چې د کلات له سیمه‌ییز روزنیز مرکزڅخه پر لاره و. د برید لپاره د سړک غاړې چاودېدونکی بم کارول شوی.

د بلوچستان حکومت ویاند شاهد رند وویل، چې دوه تنه سخت ژوبل دي او کوټې ښار ته لېږدول شوي دي.

د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي د روغتیا وزیر ته سپارښتنه کړې چې د ټپیانو د درملنې چارې له نږدې وڅاري.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف برید غندلی او له قربانیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده. هغه وویل، حکومت به د ترهګرۍ پر ضد جګړه تر هغه وخته جاري ساتي، چې دا ناورین له هېواده بشپړ ورک شي.

دا برید داسې مهال شوی، چې په وروستیو میاشتو کې بلوچستان او خیبر پښتونخوا د ګڼو امنیتي پېښو شاهد دي.

د پاکستان د څېړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز د نویو شمېرو له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ رُبع کې ۸۹۷ کسان د تاوتریخوالي له امله وژل شوي او ۵۴۲ نور ټپیان شوي دي. د دې پیښو مجموعي شمېر ۳۵۴ ته رسېږي.

بلوچستان په دې موده کې د ټولو تلفاتو ۳۵ سلنه جوړوي، چې د تېرو دریو میاشتو په پرتله پکې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

ډېر لیدل شوي

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ
۱

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۲
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۳
ځانګړی راپور

په پاکستان کې افغان ښځینه زده کړیالانې: حکومت راته له رسنیو سره د خبرو نه کولو ویلي

۴

د روسیې په مشرۍ پوځي تمرین؛ له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د وسله‌والو د احتمالي نفوذ مخنیوی

۵

پر نړۍوال بازار د ایران او امریکا د کړکېچ اغېز؛ په افغانستان کې د تېلو بیې لوړې شوې