پاکستان کې یوه افغانه مور: که زامن مې مړه هم وي نو محکمه دې راته ووایي

په پاکستان کې د څلورو ورکو شویو زامنو افغانې مور د اسلام اباد په محکمه کې د یادې قضیې د اورېدنې پر مهال ویلي، چې که زامن یې مړه شوي هم وي نو محکمه دې ورته ووایي.

په پاکستان کې د څلورو ورکو شویو زامنو افغانې مور د اسلام اباد په محکمه کې د یادې قضیې د اورېدنې پر مهال ویلي، چې که زامن یې مړه شوي هم وي نو محکمه دې ورته ووایي.
د پاکستان جنګ ورځپاڼې د راپور له مخې، دغې افغانې مور محکمې ته ویلې، چې له اتو میاشتو راپدېخو د خپلو څلورو ورکو شویو زامنو د موندلو د غوښتنې لپاره محکمې ته ورځي، خو لا تر اوسه پورې یې چا غږ نه دی اورېدلی.
دغه افغانه مور چې ګل سیما نومېږي وایي، چې محکمې ته په تګ راتګ نوره ستړې شوې او زامن یې لا هم نه دي موندل شوي.
د څلورو ورکو شویو وروڼو د قضیې پرمخ وړونکي وکیل وویل، چې له څو میاشتو راهیسې پر یاده قضیه کار کوي، خو لا یې کومه مثبته پایله نه ده ترلاسه کړې.
دغه قضیه چې د پاکستان پر وخت د شپې ۱۱ بجې اورېدل کېده، د پولیسو مشر د محکمې په غوښتنه هم نه و حاضر شوی، خو ځینې نور امنیتي چارواکي حاضر وو.
پولیسو له محکمې څخه د دغو ورکو شویو د موندنې لپاره د لا ډیر وخت غوښتنه کړې، چې په ځواب کې یې د اسلام اباد ایالتي سترې محکمې قاضي محمد اصف وویل: «وخت غوښتل کومه ګټه نه کوي، زما څلور واړه ورک شوي وروڼه پکار دي.»
د یادولو وړ ده، چې محکمې د پنجاب او اسلام اباد پولیسو ته دوه اوونۍ وخت ورکړی، ترڅو ورک شوي څلور وروڼه پېدا کړي.

کابل کې د ایران سفارت مرستیال غلام رضا نجاري په ملګرو ملتونو غږ کړی، چې د ماین پاکۍ په برخه کې دې له افغانستان سره خپلې همکارۍ زیاتې کړي. افغانستان کې لا هم د پخوانیو ماینونو او ناچاوده توکو له امله خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.
په کابل کې د ایران سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه سفارت مرستیال سفیر د ماین پاکۍ نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د پاتې شویو ماینونو د ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی، او زیاته کړې یې ده: «په تیرو کلونو کې په ایران او افغانستان کې په زرګونو کسان د ماینونو د چاودنو او ناچاودېدونکو توکو قرباني شوي دي.»
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي نجاري تېر کال افغانستان ته د ایران د ماین پاکۍ د ډلې راتګ ته په اشارې سره ویلي، چې دغې ډلې خپلې تجربې له افغان لوري سره شریکې کړې او هیله لري، چې دغه همکاري سږکال هم دوام ومومي.
بلخوا بیا په شمال زون کې د ایران سرکونسل حمید رضا احمدي د سرپل لپاره د طالبانو والي مولوي محمد ظریف مظفر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا، اقتصادي او فرهنګي پروژو پلې کېدو ټینګار کړی دی.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي تلویزون په راپور کې راغلي چې احمدي د افغانستان په شمال کې د ډبرو سکرو په استخراج او درملو کارخونو جوړولو په اړه د ایران د چمتوالي خبر ورکړی دي.
که څه هم ایران په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمي ډول نه پېژني، خو د دغې ډلې بیا ځلې واکمنېدو وروسته یې خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې ډیرې کړې دي.
د یادولو وړ ده، چې ایران په سیمه کې له پاکستان وروسته د طالبانو دویم قوي ملاتړ کونکی هېواد دی، چې له طالبانو سره په بیلابیلو برخو کې همکاري لري.

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، په افغانستان کې به روان کال ۳.۵ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي، چې دا د ماشومانو لپاره تر ټولو بد حالت دی. دغه پروګرام پر اېکس پاڼه د اندېښنې په ښودلو سره لیکلي، چې افغانستان د خوارځواکۍ له خورا زیاتوالي سره مخ دی.
دغه پروګرام په ټینګار سره ویلي: «ماشومان تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي. موږ د ژوند ژغورلو لپاره دوامداره مالي ملاتړ ته اړتیا لرو.»
د افغانستان لپاره د خوړو نړۍوال پروګرام سرپرستې موټېنټه چېموکا هم تر دې وړاندې ویلي و: اوسمهال موږ په افغانستان کې د دغه هېواد په تاریخ کې د ماشومانو د خوارځواکۍ ترټولو سخت ناورین سره مخ یو.»
د هغې په وینا، په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او دا په دې مانا ده. چې په هرو لسو ثانیو کې به یو ماشوم په خوارځواکۍ اخته شي.
له بل پلوه له لوږې سره د مبارزې نړۍوال بنسټ هم د امریکا د مرستو بندېدو په تړاو د اندېښنې په ښودلو سره ویلي، چې په افغانستان کې ګڼ شمېر ماشومان له ګواښ سره مخ دي.
د دغه بنسټ مشر کوبي ریتلفد په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو په اړه ویلي: «که له لوږې سره مبارزه ونه کړو؛ نو ګڼ شمېر خلک به له مړینې سره مخ شي.»
د امریکا د مرستو بندېدو سره په افغانستان کې لسګونه بشري پروګرامونه د بودجې د کمښت له امله په ټپه ودرېدل او ورسره ګڼې مرستندویه ادارې هم د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
له بل پلوه سور صلیب وایي: «افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو بشري اړتیاوې لوړې دي. ډېرو په پاکستان کې خپل ژوند او شخصي مالونه پرېښي دي. ماشومان چې ډېری یې له مخکې له خوارځواکۍ سره مخ دي ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.»
افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ اندیښنې داسې مهال را ولاړیږي، چې ایران او پاکستان د افغان کډوالو په زور شړلو لړۍ چټکه کړې او ښايي د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه تر دې هم لوړه شي.

په اسلام اباد کې مېشته افغان کډواله مریم وایي، ټوله شپه تر سهاره له دې وېرې وېښه وي چې پولیس یې د کور دروازه ورماته نه کړي او هغه ونه نیسي. هغه وايي، پاکستاني پولیس د شپې د خلکو په کورونو ورځي او دروازې ور ماتوي.
دغه اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوې، چې په تېرو دوو ورځو کې د اسلام اباد پولیسو د ځینو کورونو دروازې ورماتې کړې او په کې مېشت افغان کډوال یې نیولي دي.

تېره ورځ هم د اسلام اباد پولیسو په بي ۱۷ ښارګوټي کې د دوو کورونو دروازې ماتې کړې او د ښځو او ماشومانو سره یې په کې مېشتې کورنۍ نیولې دي.
مریم چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې په اسلام اباد کې مېشته ده وایي، چې دوه میاشتې وړاندې یې ویزه ختمه شوې او د ویزې نوې کېدو غوښتنه یې هم کړې؛ خو تر دې دمه یې ویزه نه ده ترلاسه کړې.
هغه وایي، د ۲۰۲۵کال د پیل راهیسې د پاکستان حکومت د تازه اقداماتو سره افغان کډوال له سختو ننګونو سره مخ کړي دي.
هغه وایي: «له پولیسو څخه وېرې نه یوازې زما؛ بلکې زما د ماشومانو په رواني وضعیت هم بدې اغېزې لرلې دي. ماشومان مې د پولیسو له ډاره ان په کور کې لوبې او په لوړ غږ خبرې نشي کولی، چې یو ناڅاپه پولیس رانشي او د دوی غږ وا نه وري.»
هغه د پاکستان له حکومته غواړي، چې له ګواښ سره مخ افغانانو سره دې له نرمۍ کار واخلي او دغه ډول ځپونکی چلند دې د دوی پر وړاندې ودروي.
مریم په ژړغوني غږ وایي: «باور وکړئ، که له ګواښ سره مخ نه وم؛ نو خپل هېواد مې نه پرېښود. زه به تر ټولو لومړۍ افغانستان ته ستنه شوې وای؛ خو ماته او زما خاوند ته د طالبانو لهخوا سخت ګواښونه دي، موږ نه شو کولای چې خپل وطن ته ستانه شو.»
د کډوالو پر وړاندې بد چلند نه یوازې د فعالینو لهخوا؛ بلکې د نړۍوالو سازمانونو او د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو لهخوا هم په وار، وار غندل شوی دی.
دغو سازمانونو تل ویلي، چې په زور او جبر د کډوالو اېستنه د نړۍوال اصولو خلاف کړنه ده.
د کډوالو د حقونو فعال ګل ولي پسرلي بیا افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې دغه ډول چلند نه یوازې د نړۍوالو قوانینو خلاف؛ بلکې د انساني، اسلامي اصولو او ارزښتونو خلاف کړنه هم ده.
هغه وایي، په ایران او پاکستان کې چې کوم وضعیت او سلوک له افغان کډوالو سره کېږي د نړۍ یو قانون هم پکې نه مراعتېږي.
د هغه په وینا، په دې برخه کې ډېر ښه قوانین منل شوي؛ خو ستونزه دا ده، چې څوک ورته پاملرنه نه کوي.
هغه زیاته کړې: «په ایران او پاکستان کې افغان کډوالو ته دومره حقونه نه ورکول کېږي. دوی د زده کړو حق نه لري، دوی د یوه ملکیت د پېرلو حق نه لري او نه هم دوی ته د دغو هېوادونو تابعیت یا اسناد ورکول کېږي.»
هغه وایي، ګاونډي دا لامل وړاندې کوي چې ولې افغانان په ناقانونه توګه دغه هېواد ته ورځي او ولې په سمو قانوني لارو نه ورځي.
د ښاغلي پسرلي په خبره، نړۍوال قانون خلکو ته دا حق ورکړی څوک چې له ګواښونو سره مخ وي او د پناه غوښتنه کوي؛ نو هغوی په هره لاره بل هېواد ته تلای شي.

د ډله ییزو امنیت تړون سازمان رسنیز دفتر ویلي، چې د دغه سازمان غړي د افغانستان اوسني وضعیت او له شمالي ولایتونو د مخ په زیاتیدونکي ګواښونو په اړه اندیښمن دي.
د ډله ییزو امنیت تړون سازمان ویاندې نتالیا خریتونوا د روسیې ایزویسټیا ورځپاڼې ته وویل، چې افغانستان د سازمان لپاره «د ترهګرۍ، افراطیت او مخدره توکو جرمونو پورې اړوند ننګونو سرچینه ده.»
هغه په دې مرکه کې چې د سې شنبې په ورځ د وري په ۲۶مه خپره شوه، وویل: «زموږ متحدین د افغانستان د وضعیت او د منځنۍ اسیا د ګاونډیو ولایتونو څخه د مخ په زیاتیدونکو ګواښونو په اړه اندیښنه لري.»
د هغه په وینا، د افغانستان د وضعیت په اړه د روانو اندیښنو له امله، غړي هیوادونه غواړي چې د ترهګرۍ او مخدره توکو سره د مبارزې لپاره سیمه ییزه همغږي پراخه کړي.
هغه دا هم زیاته کړه چې د ډله ییز امنیت تړون سازمان د غړو ترمنځ له افغانستان سره د تاجکستان د پولې د پیاوړتیا لپاره د هدفمند دولتي پروګرام پلي کول ځانګړی اهمیت لري.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي،چې د ډله ییز امنیت تړون سازمان سرمنشي، ایمانقلي تسماګمبیتوف او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د جمعې په ورځ د وري ۲۲مه په دوشنبه کې سره ولیدل او د سرحدي امنیت په اړه یې بحث وکړ.
د ډله ییز امنیت تړون سازمان په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د غونډې پر مهال د دغه سازمان غړو د هدفمند بین الحکومتي پروګرام ته ځانګړې پاملرنه وشوه، چې له افغانستان سره د تاجکستان د پولې امنیت پیاوړی شي.
امانقلي تسماګمبیتوف مخکې ویلي وو، چې له افغانستان سره د تاجکستان پولې د پیاوړتیا پروګرام به په ۲۰۲۵کال کې پیل شي. هغه وویل چې په دغه پروګرام کې د ډله ییز امنیت تړون سازمان د غړو هیوادونو د امنیت د ډاډمنولو لپاره ځانګړي اقدامات شامل دي.
د ډله ییز امنیت تړون سازمان لهخوا د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، له افغانستان سره د تاجکستان د پولې د پیاوړتیا پروګرام په درېیو مرحلو او د پلي کولو پنځه کلنې دورې کې ډیزاین شوی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق دفتر لهخوا رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویل شوي، چې د نوموړي په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د یو ورځني سفر لپاره کابل ته تللی دی.
په دغه لنډ پیغام کې راغلي، چې دغه پلاوی به د پاکستان او افغانستان د ګډې همغږۍ کمېټې په غونډه کې ګډون وکړي.
ویل کېږي، چې محمدصادق به د دغه یو ورځني سفر په لړ کې له طالب چارواکو سره تر ډېره په دوه اړخیزو اړیکو بحث او خبرې وکړي.
طالبانو لا د دغه سفر په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق (د وري په لومړۍ نېټه) هم کابل ته سفر کړی و. نوموړي د هغه سفر پرمهال هم د ځینو طالب چارواکو سر لیدلي و.
هغه مهال ځینو پاکستاني رسنیو راپورونه ورکړي و، چې نوموړی د هغه سفر پرمهال طالب چارواکو سره د افغانستان په خاوره کې د وسلهوالو ډلو د حضور او فعالیتونو په اړه اسناد شریکوي.
د ښاغلی صادق خان داسې مهال کابل ته تللی، چې پاکستان تازه د افغان کډوالو د جبري ستنېدو دویم پړاو پیل کړی.
د پاکستان لهخوا د افغان کډوالو د اېستلو بهیر د طالبانو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
