• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترکیې پولیسو ۳۲‌ افغان کډوال نیولي دي

۲۷ وری ۱۴۰۴ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۰۶ GMT+۱

ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد پولیسو له چناق کلا او اماسیا ښارونو ۳۲ افغان کډوال نیولي دي. د راپورونو له مخې، د دغو کډوالو له ډلې ۲۲ تنه یې له چناق کلا څخه نیول شوي، چې په کې ۵ مېرمنې او ۱۰ تنه ماشومان هم شامل دي.

د یو بل راپور له مخې، د ترکیې پولیسو په اماسیا ښار کې هم له یوه موټر څخه ۱۰ تنه افغان کډوال نیولي دي.
ویل کېږي، چې دغه کډوال استانبول ته د لېږدولو په حال کې و چې د پولیسو له‌خوا ونیول شول او موټر چلوونکی یې هم عدلي او قضایي بنسټونو ته پېژندل شوی دی.
ترکیې هم د افغانستان د دوو ګاونډیو هېوادونو په څېر د افغان کډوالو د اېستلو خبرداری ورکړی دی.
ترکي رسنۍ هم وخت ناوخت په دغه هېواد کې د پولیسو له‌خوا د افغان کډوالو د نیونې خبرې کوي.
تېر کال هم په زرګونه تنه افغان کډوال د ترکيې په بېلابېلو ښارونو کې نيول شوي وو او د بهرنيو وګړو د اېستلو مرکزونو ته لېږدول شوي وو.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، دغه هېواد په تېر کال کې ۱۴۱ زره او ۱۸۷ بې اسناده کډوال له خپلې خاورې اېستلي دي.

ډېر لیدل شوي

د بشري حقونو فعالان: طالبان له دُرې د وېرې د خپرولو لپاره کار اخلي
۱

د بشري حقونو فعالان: طالبان له دُرې د وېرې د خپرولو لپاره کار اخلي

۲

افغانستان ته د ایران صادرات لږ تر لږه ۲۵ سلنه کم شوي

۳

څېړنه؛ د طالبانو د بندیزونو سربېره افغان نجونو لاهم خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړی

۴

جګپوړی امریکایي ډېپلوماټ: موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو

۵

د اوبو کمښت او د کرنیزې سرې د بیو لوړوالی افغانستان ګواښي