• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سعودي عربستان د دفاع وزیر تهران ته ورسېد

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۳۷ GMT+۱

د سعودي عربستان د دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان نن پنجشنبه تهران ته ورسېد چې له ایراني چارواکو سره پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړي. دغه سفر د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي پروګرام پر سر له خبرو سره هممهاله دی.

د سعودي دولتي خبري اژانس د رپوټ له مخې، د ایران د وسله والو ځواکونو مشر محمد باقري شهزاده خالد بن سلمان ته د تهران هوايي ډګر کې هرکلی ووایه.

د رویټرز د رپوټ له مخې، دغه لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې د ایران او لوېدیزو هېوادونو ترمنځ د اټومي تړون په تړاو خبرې له نوي پړاو سره مخ دي او سعودي عربستان هڅه کوي د سیمه‌ییز ثبات لپاره له تهران سره خبرې پیاوړې کړي.

په ورته وخت کې د ایران ایرنا خبري اژانس د دغه هېواد د وسله‌والو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر په حواله رپوټ ورکړی، چې د سعودي عربستان دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان به په خپل دغه سفر کې د ایران له لوړپوړو سیاسي او امنیتي مقاماتو سره هم لیدنې او خبرې وکړي.

د دفاعي اړیکو پراخول، د سیمه‌ییزې همکارۍ پیاوړتیا، د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره هڅې او همداراز د ترهګرۍ ضد مبارزه، هغه موضوعات دي چې د ایران او سعودي عربستان د لوړپوړو دفاعي چارواکو ترمنځ به پرې بحث وشي.

رپوټ زیاتوي چې تېر کال هم د سعودي عربستان د وسله‌والو ځواکونو مشر د جنرال باقري په بلنه تهران ته سفر کړی و.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

له ځمکې ۱۲۴ نوري کاله لرې؛ ساینسپوهانو په یوه بهرنۍ سیاره کې د ژوند نښې وموندې

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۴۱ GMT+۱

ساینسپوهانو د جېمز وېب فضايي ټيليسکوپ له لارې د داسې کیمیاوي ګازونو نښې موندلي، چې یوازې د ژوندیو موجوداتو له خوا تولیدېږي او دا په یوه داسې سیاره کې موندل شوې چې له ځمکې شاوخوا ۱۲۴نوري کاله واټن لري.

دا سیاره، چې نوم یې (K2-18 b) دی، له ځمکې ۸،۶چنده درنده ده او قطر یې ۲،۶ ځله لوی دی. دغه سیاره د یوه کوچني سره ستوري پر شاوخوا راڅرخي، چې د لمر په پرتله کمه رڼا ورکوي.

په دې سیاره کې ديمېتېل سلفايډ او ديمېتېل ډي‌سلفايډ ګازونه موندل شوي، چې په ځمکه کې یوازې د سمندري وښو او نورو میکروبي موجوداتو له خوا تولیدېږي. ساینسپوهان وايي، که څه هم دا د ژوند مستقیم ثبوت نه دی، خو دا یې تر ټولو قوي احتمال ګڼلی دی.

د رویټرز د رپوټ له مخې، دغه سیاره (K2-18 b) ممکن د «هایسین یا هایدروسمندر» یوه بیلګه وي چې تر هایدروجن‌لرونکي فضایي پوښ لاندې یې اوبه‌لرونکی سمندر او میکروبي ژوند شونی دی. تر دې مخکې د جېمز وېب ټيليسکوپ د دغې سیارې په فضا کې میتان او کاربن ډای‌اکسایډ هم موندلي وو.

د کمبرېج پوهنتون استروفزیک پوه نیکو مادوسودهان وویل: « موږ اوس یوې نوې مرحلې ته داخل شوي یو، چې له اوسنيو وسایلو سره د ژوند نښې پکې موندلای شو. دا د مشاهداتي ژوند‌فضا پوهنې نوی عصر دی».

مادوسودهان ټینګار وکړ، چې دا موندنه باید په احتیاط سره وڅیړل شي، « موږ باید د مشاهدې ثبوت دوه یا درې ځلې بیا تکرار کړو، څو یقیني شو چې دا تصادفي تېروتنه نه ده. همداراز، باید داسې نظريې هم وڅېړو چې دا ګازونه له حیاتي(abiotic) لارو هم جوړ شوي نه وي».

مادوسودهان وویل، د بهرنیو سیارو ساینس لپاره «سپېڅلی هدف» دا دی چې د لمر له نظامه بهر په داسې سیاره کې د ژوند نښې وموندل شي، چې د ځمکې په څېر وي. نوموړي زیاته کړه، چې « انسانان له زرګونو کلونو راهیسې دا پوښتنه لري چې ایا موږ په کایناتو کې یوازې یو؟ او اوس ښايي موږ له دې واقعیت سره یوازې څو کاله واټن ولرو چې د یوې "هایسین نړۍ" پر مخ د ممکنه بهرني ژوند نښې ومومو».

د دغې سیارې د فضايي جوړښت د معلومولو لپاره ساینسپوهان هغه وخت د ستوري رڼا تحلیلوي، چې سیاره د ستوري مخې ته تېرېږي. یو کوچنی مقدار رڼا د سیارې د فضا له لارې تېرېږي، چې له مخې یې د فضا کيمياوي مواد معلومېږي.

دا لا هم یوه ابتدایي نښه ده، خو د ساینسپوهانو لپاره دا یو مهم پړاو دی. دوی باور لري، چې کېدای شي د ژوند نښې په راتلونکو څو کلونو کې لا روښانه شي ، خو له دې سره سره دا تر اوسه یوازې د میکروبي ژوند احتمال دی، نه پرمختللی یا هوښیار ژوند.

د اسراییل په تازه بریدونو کې ۳۵ فلسطینیان وژل شوي دي

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۵۷ GMT+۱

غزه کې روغتیايي سرچینو د الجزیرې ټلوېزیوني شبکې ته ویلي، چې د چهارشنبې له سهاره تر دې دمه لږ تر لږه ۳۵ کسان پر غزه د اسراییل په تازه بریدونو کې وژل شوي دي. په دغو بریدونو کې د پخوا په څېر ولسي ځایونه په نښه شوي دي.

سرچینې وایي، چې دا تازه بریدونه ډېر ویجاړونکي دي او له تېرو څو ساعتونو راهیسې د غزې په بېلابېلو سیمو دوام لري.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د مارچ پر ۱۸مه، هغه مهال چې اسراییل اوربند مات کړ تر اوسه پورې نږدې ۵۰۰ زره کسان په غزه کې یا نوې بې ‌ځایه شوي او یا دویم ځل له خپلو کورونو تښتېدلي دي.

د اسراییل د دفاع وزیر اسراییل کاتز ویلي، چې د دوی تګلاره روښانه ده او د غزې د محاصرې تر څنګ د بشري مرستو مخنېوي څخه پر حماس د فشار د یوې وسیلې په توګه کار اخلي. 

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې د جګړې له پیله تر اوسه پورې لږ تر لږه ۵۱،۰۲۵ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۶،۴۳۲ نور ټپیان شوي دي.

د غزې د حکومت د مطبوعاتي دفتر شمېره لا لوړه ښيي او وایي، چې له ۶۱،۷۰۰ ډېر کسان وژل شوي او زرګونه نور لا هم تر کنډوالو لاندې بند پاتې یا هم ورک دي.

له بلې خوا د حماس په مشرۍ د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر ۷مې برید کې لږ تر لږه ۱،۱۳۹ کسان په اسراییلو کې وژل شوي او له ۲۰۰ ډېر نور یرغمل شوي وو.

له دې سره هم مهاله د فلسطین اسلامي جهاد غورځنګ (PIJ) د فلسطیني بندیانو د ورځې په مناسبت یوه خبرپاڼه خپره کړې ده.

دوی ویلي، چې نړۍ په دوه‌ګونې معیارونو عمل کوي. ویل شوي هغه کسان چې د په غزه کې د برمته شويو اسرایلیانو د خوشې کیدو خبره کوي، برعکس بیا د زرګونه فلسطیني زندانیانو په درد غلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د لسګونو کلونو راهیسې د زرګونو فلسطیني بندیانو کړاو ته د نړۍ والې ټولنې چوپتیا د شرم وړ ده.

د بندیانو د حقونو ملاتړو ډلو په وینا، نږدې ۱۰ زره فلسطینیان دا مهال د اسراییل په زندانونو کې بنديان دي، چې ۳،۴۹۸ تنه یې پرته له محکمې یا رسمي تورونو د «اداري بند» تر نوم لاندې ساتل کېږي.

سرچینې زیاتوي چې شاوخوا ۴۰۰ ماشومان او نږدې ۳۰ ښځې هم د زندانیانو په منځ کې دي. له اکتوبر ۷مې راهیسې، نږدې ۲ زره فلسطینیان د اسراییلي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

دغه راز ویل شوي چې ۶۳ زندانیان د شکنجې او طبي غفلت له امله په زندانونو کې مړه شوي دي.

پاکستاني طالبان اوس د سیمې تر څنګ په نړۍوال ګواښ بدلېدونکي دي

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۱۵ GMT+۱

د انټرنشنل پاليسي ډاېجیسټ څېړنیزې ویب‌پاڼې له‌خوا‌ په یوه خپره شوې مقاله کې راغلي، چې د امریکا د استخباراتي ارزونو له مخې اوس د «ټي ټي پي» وسله واله ډله د سیمه ییز ګواښ پر ځای په نړۍوال ګواښ بدلېدونکې ده.

د امریکا د استخباراتي ټولنې د ۲۰۲۵ کال د ګواښ ارزونې په راپور کې د پاکستاني طالبانو تحریک د «راتلونکې احتمالي ګواښ» په توګه یاد شوی، چې دلیل یې له القاعده شبکې سره د دغې ډلې پراخېدونکي اړیکې او له سوېلي اسیا څخه بهر د عملیاتو د جغرافیې غځیدل ګڼل شوي‌ دي.

په مقاله کې راغلي، چې د «ټي ټي پي» غړو په کونړ ولایت کې له القاعده ډلې سره ګډ روزنیز پروګرامونه ترسره کړي دي.

همدا راز ویل شوي، چې طالبانو په کابل له بیا ځل واک ته رسېدو وروسته پاکستاني طالبانو ته خوندي پناه ځایونه ورکړي، د خوندي تګ راتګ لارې یې ورته برابرې کړې، او ان وسلې یې ورته ورکړې، چې د دغې ډلې د بیا فعالیدو لامل شوې دي.

مقاله کې وړاندې ویل شوي، چې ملګرو ملتونو هم تایید کړې چې پر ډیورنډ کرښه د «ټي ټي پي» د روزنې اوه روزنیز کمپونه شته چې په کې امریکایي وسلې هم کارول کېږي.

په ۲۰۲۴ کال کې «ټي ټي پي» ډله په پاکستان کې د ۴۸ بریدونو مسووله ګڼل شوې، چې په کې یو ځانمرګی برید هم شامل و.

دغه برید په اسلام ‌اباد کې شوی و، چې شپږ کسان په کې وژل شوي وو.

د انټرنشنل پاليسي ډاېجیسټ په وینا، دا کړکېچ د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سرحدي تاوتریخوالي، هوایي بریدونو او توغندیزو نښتو لامل شوې.

د ۲۰۲۵ کال د مارچ په میاشت کې، د دواړو لوریو ترمنځ نښتو لږ تر لږه ۱۲ امنیتي کسان ووژل.

مقالې همدا راز په واشنګټن کې د‌ پاکستان د سفیر له خولې لیکلي: «موږ د خپلې وینې بیه ورکړې، خو نړۍ سترګې پرې پټې کړې دي». 

مقاله کاږي، له ۲۰۰۱ راهیسې پاکستان کې له ۸۰ زرو څخه زیات کسان وژل شوي او ۱۵۰ میلیارده ډالره اقتصادي زیان یې لیدلی.

مقاله کې دېته هم اشاره شوې، چې د اروپا استخباراتي ادارې هم د «ټي ټي پي» فعالیتونه له نږدې څاري. د جرمني استخباراتي ادارې (BND) خبرداری ورکړی، چې دغه ډله هڅه کوي له اروپايي هېوادونو په تېره بیا د پاکستان د کډوالو له ټولنو څخه ځانته غړي جذب کړي.

مقالې په ډاګه کړې، چې یو شمېر سوېډني وګړي هم د دغې ډلې تر چتر لاندې د روزنې لپاره افغانستان ته تللي.

د مقالې د معلوماتو له مخې، د امریکا د خزانې وزارت په دوبۍ کې د درېیو داسې حواله‌ کوونکو یا صرافانو پر ضد د بندیزونو ارزونه کوي چې د «ټي تي پي» د مالي ملاتړ شک پرې کېږي. همداراز په واشنګټن کې یوه قانوني مسوده تر بحث لاندې ده چې د‌ پاکستاني طالبانو ډله د بهرنیو ترهرګو په نوملړ کې ثبت شي. له دې سره به د دغې ډلې مالي او د سفرونو اړوند ازادۍ محدودې شي.

له ډان ورځپانې سره د پاکستان د‌ پوځ مشر عاصم منیر مرکې ته اشاره شوې ده. هغه ویلي و: «موږ مخکې هم د دوی شبکې ړنګې کړې وې، خو بیا سره راټول شوي دي».

مقاله په پای کې کاږي نړۍ باید د «ټي ټي پي» د پراخیدونکي ګواښ په تړاو چوپه خوله پاتې نه شي،‌ ځکه چې په خبره یې دغه ډله اوس په دې هڅه کې ده، چې د نړۍ په کچه خپل فعالیتونه پراخ کړي.

ادم بوهلر: د ټولو بندیانو د خوشې‌کېدو په صورت کې د غزې جګړه درېدلی شي

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۴۲ GMT+۱

د بندیانو په چارو کې د امریکا متحده‌ایالاتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی ادم بوهلر وايي، چې که حماس ټول پاتې بندیان خوشې کړي، پر غزه به د اسراییل پوځي بریدونه سملاسي پای ته ورسېږي.

د ټرمپ یاد لوړپوړي استازي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د اپرېل ۱۶مه) له الجزیرې نړۍوالې خبري شبکې سره په یوې نوې مرکه کې مطرح کړې دي.

هغه وويل: «زه تاسو ته ډاډ درکوم چې که برمته‌شوي خوشې شي، نو جګړه به سملاسي پای ته ورسېږي.په کومه ورځ چې بندیان خوشې شي، په هماغه ورځ به جګړه پای ته ورسېږي.»

نوموړي ټینګار کړی، چې دا مهال پرېکړه د حماس په لاس کې ده او هغوی کولای شي د بندیانو د خوشې‌کېدو په صورت کې ذ غزې روان وضعیت پای ته ورسوي. ده زیاته کړې: «حماس هره شېبه دا جګړه درولی شي. توپ د هغوی په ډګر کې دی.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د روان کال په مارچ میاشت کې د لنډمهالي اوربند له پای ته رسېدو وروسته، اسراییل یو وار بیا پر غزې بريدونه پیل کړي او تر دې دمه یې له یو زرو ۶۵۰ څخه ډېر کسان وژلي، چې په دې سره پر دغې سیمې د اسرايیلي پوځ د بریدونو په ترڅ کې فلسطیني قربانیانو شمېر له ۵۱ زرو څخه اوښتی دی.

که څه هم بوهلر د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د غزې سیاسي راتلونکي ته اشاره کړې، خو د جزيیاتو له ورکولو څخه یې ډډه کړې ده. هغه یوازې دومره وویل: «لومړی ګام د ټولو بندیانو خوشې کول دي. دویم ګام د راتلونکې ورځې په تړاو بحث کول.» نوموړي همداراز په ​​غېرمستقیم ډول د ټرمپ هغه وړاندیز ته چې فلسطینیان ګاونډیو هېوادونو ته لېږدوي، اشاره کړې ده.

بل‌خوا حماس وايي، چې د بندیانو له تبادلې سره هوکړه، د اوربند له هوکړې او له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو د بشپړ وتلو په صورت کې شونې ده، هغه هوکړه چې اسراییل یې نه‌مني.

د یادونې ده، چې د تېر شپږ اوونیز اوربند په بهیر کې حماس غزې ته د بشرپاله مرستو د ډېروالي او د اسراییل له‌خوا د یو شمېر فلسطینيانو د خوشې‌کېدو په بدل کې۳۳اسرايیلي برمته شوي کسان خوشې کړي، خو د اوربند له پای ته رسېدو سره سم یو وار بیا پر غزې بریدونو زور اخیستی او د سولې خبرې تر دې دمه ناکامې شوې دي.

فدرالي قاضي: د ټرمپ د ادارې چارواکي ښايي د محکمې د جنايي سپکاوي له تورونو سره مخ شي

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۱۳ GMT+۱

د واشنګټن فدرالي قاضي وایي، چې د ټرمپ د ادارې چارواکي ښايي د محکمې د جنايي سپکاوي له تورونو سره مخ شي، ځکه چې هغوی د یوه فدرالي قاضي هغه حکم نقض کړی چې د ونزویلا د یوې مشکوکې ډلې د غړو د اخراج مخه یې نیولې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې یادو کسانو ته د اېستلو پر وړاندې د اعتراض فرصت نه و ورکړل شوی.

د واشنګټن فدرالي قاضي جېمز بوزبرګ په یوې لیکلي پرېکړه کې ویلي، چې "کافي دلیل" شته چې چارواکي د محکمې د جنايي سپکاوي مرتکب شوي وي.

هغه زیاته کړه، چې ادارې د مارچ ۱۵مې حکم په وړاندې "پوره بې‌پروایي" کړې، کوم چې د ۱۷۹۸م د دوښمنو بهرنیانو قانون (Alien Enemies Act) له مخې السلوادور ته د اخراج مخه نیولې وه.

یو شمېر د کډوالۍ وکیلان او د هغوی کورنۍ وایي، اېستل شوي کسان بې ګناه وګړي دي چې د بدمعاشه ډلو سره تړاو نه لري او هغوی ته هېڅ چانس نه و ورکړل شوی، چې د امریکا د حکومت دا ادعا رد کړي.

قاضي بوزبرګ وویل، د ټرمپ اداره لا هم کولی شي چې د محکمې د سپکاوي له تور څخه ځان خلاص کړي، که یې د هغه حکم عملي کول پیل کړي، معنا دا چې کډوالو ته دا حق ورکړي چې محکمه کې له ځان څخه دفاع وکړي، یا هغه چارواکي په ګوته کړي چې د محکمې حکم یې له پامه غورځولی، څو پرې قانون پلي شي.

هغه د اپرېل تر ۲۳مې دغې ادارې ته وخت ورکړی.

قاضي وویل، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د السلوادور ولسمشر د نایب وکیلې هغه پوست بیاځلي خپور کړی و، چې هغه پکې د قاضي بوزبرګ هغې پرېکړې ته اشاره کړې وه چې د اخراج مخه یې نیولې وه او ورسره لیکلي یې و: «اوه... ډېره ناوخته شوې.»

د سپینې ماڼۍ د اړیکو مشر سټیفن چونګ پر اېکس لیکلي، چې اداره به د دې پرېکړې پر ضد ژر استیناف غوښتنه وکړي.

د عدلیې وزارت یوه ویاند ویلي: «قاضي بوزبرګ هڅه کوي چې پر دې قضیه واک وساتي، خو دا یو ناعادلانه عمل دی او وزارت به یې د قانون له هرې ممکنې لارې مخه نیسي.»

د ټرمپ اداره له ۱۵۰ زیاتې حقوقي قضیې لري، چې د دوی د تګلارو پر ضد روانې دي.

ډېموکراتان او ځینې قانوني کارپوهان وایي، په ځینو مواردو کې چارواکي د محکمې ناغوښتل شویو حکمونو عملي کولو کې ځنډ کوي او دا ښيي، چې ښایي دوی د دولت له خپلواکو او مساوي څانګو سرغړونې ته چمتو وي.