• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امیرخان متقي د روسیې د سترې محکمې پرېکړه «پام وړ پرمختګ» وباله

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د امیرخان متقي له قوله ویلي، چې د ترهګرو ډلو له نوملړه د دغې ډلې د ایستلو په پرېکړې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر وړاندې یواځینی پاتې خنډ هم له منځه ولاړ.

په خبرپانه کې لیکل شوي، چې په افغانستان کې د روسیې سفیر دیمییتري ژیرنوف د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې د روسیې د سترې محکمې هغه پرېکړه ابلاغ کړه، چې له مخې یې د ممنوعه ډلو له نوملړه د طالبانو نوم ایستل شوی.

د روسیې سفیر د یاد هېواد د سترې محکمې دغه پرېکړه د دواړو هېوادو ترمنځ په اقتصادي او سیاسي برخه کې د اړېکو د پرمختګ لپاره یوه تاریخي پرېکړه بللې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې امیرخان متقي د روسیې د دغه ګام ستاینه کړې او د روسیې د سترې محکمې پرېکړه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړېکو په برخه کې د پام وړ پرمختګ بللی دی.

امیرخان متقي ویلي، چې د روسیې سترې محکمې په دې پرېکړې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتو سیاسي او اقتصادي همکاریو مخ ته یواځینی پاتې خنډ هم له منځه لاړ.

د روسیې سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد د لوی څارنوال د غوښتنې پر اساس د طالبانو پر فعالیتونو د بندیز موقتي تعلیق اعلان کړ.

د انټرفاکس د رپوټ له مخې قاضي اولېګ نېفېدوف وویل، « د طالبانو تحریک پر فعالیتونو بندیز دې وځنډول شي، چې د روسیې د فدرالي قانون له مخې د ترهګرو سازمانونو په متحد فدرالي لیست کې شامل دي».

د دې پرېکړې له نافذېدو سره تمه ده چې طالبان به د روسیې له رسمي تور نوملړه وایستل شي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

•
•
•

نور کیسې

ایراني چارواکي: چینایان او ازبکان په قوي ډول د افغانستان بازار ته داخل شوي

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۴۳ GMT+۱

د ایران او افغانستان د ګډې خونې مشر محمود سیادت وايي، چې په وروستيو کلونو کې چینایان او ازبکان په قوي ډول د افغانستان بازار ته داخل شوي دي. نوموړي د اندېښنې په ښودلو زياته کړې، چې که ایران جدي اقدام ونه کړي په دوو کلونو کې به له افغان مارکېټونو ایراني محصولات ورک شي.

د ایران ایرنا اژانس د پنجشنبې په ورځ په یو خبر کې ویلي، چې په مشهد کې د دولتي او خصوصي سکتور په ۱۳۰مه غونډه کې چارواکو او سوداګرو د ایران د سوداګریزو محصولاتو ، د افغانستان په بازار کې د خپل ګډون او باور پر زیاتوالي او د صادراتو د تضمين صندوق د رول پر پياوړتيا خبرې کړې.

د ایران او افغانستان د ګډې خونې رییس محمود سیادت په دې ناسته کې ویلي، چې په افغانستان کې شرایطو ته په پام باید د بانکي سیسټم پر ځای له صرافيو سره کار وشي.

نوموړي ټينګار کړی، چې که په افغان سوداګريز بازار کې ایراني محصولاتو ته پام ونه شي نو له دې بازارونو به ورک شي.

هغه ويلي: «په وروستیو کلونو کې چینایان او ازبکان په قوي ډول د افغانستان بازار ته داخل شوي او که موږ جدي اقدام ونه ‌کړو، نو په راتلونکو دوو کلونو کې به ډېر ایراني محصولات له دې بازاره ووځي.»

د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال محمدحسین روشنک وویل، چې د افغانستان په څېر هېوادونو سره باید د صادراتو د تضمین صندق باور زيات او شفافیت رامنځ ته شي.

هغه ويلي: «په اوس وخت کې افغانستان ته صادرات له ګڼو خنډونو سره مخ دي، حال دا چې د صادراتو د تضمین صندوق اصلي ماموریت باید د همداسې مهمو بازارونو ملاتړ وي.»

په دې ناسته کې د خراسان رضوي والي له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاريو پر پراخوالي ټينګار کړی.

اقتصادي شنونکي سوداګري د تهران-کابل د اوسنیو اړیکو بنسټ ګڼي.

د دواړو هېوادونو سوداګریزه کچه په ۲۰۲۴ کال کې ۳.۲ میلیارد ډالرو ته ورسېده، چې د ورته تیر کال په پرتله ۸۴سلنه زیاتوالی ښيي.

ایران افغانستان ته د تیلو محصولات، ودانیز توکي، کرنیز محصولات او ماشین الات صادروي.

د ایران حکومت هم د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پیژني، خو له دې ډلې سره ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې لري او په تهران کې یې د افغانستان سفارت هم طالبانو ته سپارلی دی.

پاکستان له زندانونو ۵۰ تنه افغان بندیان خوشي کړي

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د پاکستان له زندانونو ۵۰ تنه افغان بندیان خوشي شوي دي. یاد وزارت ویلي، چې دغه افغانان بېرته افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ ۵۰ افغان بندیان چې د پاکستان په په بېلابېلو زندانونو کې بندي وو، راخوشې شوي او د کندهار د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستانه شوي.

په خبرپاڼه کې د دغو افغانانو د بند موده له یوې ورځې څخه تر پنځو ورځو ښودل شوې.

پاکستان له تېرو دریو میاشتو راهیسې په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو د نیولو او په جبري توګه د بېرته ستنولو پروسه پیل کړې او نږدې هره ورځ سلګونه افغانان په زور بېرته افغانستان ته ستنوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ تېره ورځ خبر ورکړی، چې په تېرو دوو اونیو کې له پاکستان څخه نږدې ۶۰ زره افغان کډوال په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشتې څخه تردې مهاله له ۸۶۰ زرو ډیر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

دوحې ته سفر؛ متقي د قطر له چارواکو سره د ټیلیفون له لارې د اړیکو پر پراخوالي خبرې وکړې

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۴:۴۹ GMT+۱

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضياء احمد وايي، چې امیر خان متقي د ټلیفون له لارې په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز سره د اړیکو او همکاریو پر پراختيا خبرې کړې دي. ضياء احمد زياتوي، چې په خبرو کې دوحې ته د متقي د سفر په اړه هم بحث شوی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مرستيال ویاند حافظ ضياء احمد د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې اميرخان متقي په بهرنيو چارو کې د قطر د دولت وزير محمد بن عبدالعزیز سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

هغه ویلي، چې په دې خبرو کې « د همکاریو پر پراخوالي او په نږدې راتلونکي کې دوحې ته د دوی د بهرنيو چارو وزير د سفر په اړه هم خبرې وشوې.»

قطر یو له هغو هېوادونو دی، چې په وروستیو کلونو کې یې د افغانستان د سولې په بهیر کې د بشري مرستو او منځګړیتوب په برخه کې فعال رول لوبولی او په کابل کې یې خپل سفارت فعال ساتلی دی.

د افغانستان اړوند ډېری ناستې په دوحه کې تر سره کيږي او یو شمېر طالب چارواکي هم په دوامداره توګه دغه هېواد ته سفرونه او له بهرنیانو سره ليدنې کوي.

د روسیې سترې محکمې طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه و اېستل

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۴:۰۰ GMT+۱

د روسیې سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ د مسکو له تور نوملړه د طالبانو له نوم اېستلو سره موافقه وکړه. د روسیې ار بي ټلویزیون رپوټ ورکړ چې د تړلو دروازو ترشا په دې غونډه کې د طالبانو یوه استازي هم ګډون کړی و، خو ددغه استازي نوم تر دې دمه نه دی په ډاګه شوی.

د روسیې سترې محکمې د دغه هېواد د لوی څارنوال د غوښتنې پر اساس، د طالبانو پر فعالیتونو د بندیز موقتي تعلیق اعلان کړ.

د انټرفاکس د رپوټ له مخې قاضي اولېګ نېفېدوف وویل، « د طالبانو تحریک پر فعالیتونو بندیز دې وځنډول شي، چې د روسیې د فدرالي قانون له مخې د ترهګرو سازمانونو په متحد فدرالي لیست کې شامل دي».

د دې پرېکړې له نافذېدو سره تمه ده چې طالبان به د روسیې له رسمي تور نوملړه وایستل شي.

قاضي زیاته کړه: « دغه پرېکړه باید سمدستي عملي شي».

پر طالبانو د روسیې بندیز په ۲۰۰۳ کال کې لګول شوی و.

دغه پرېکړه د روسیې د لوی څارنوال ایګور کراسنو له خوا د استیناف غوښتنې وړاندیز په پایله کې کېږي. دا وړاندیز د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۳۱مه شوی و.

دا استیناف د طالبانو له حکومت سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا په موخه شوی.

د روسیې د سترې محکمې چارواکو ویلي، چې دا قضیه د روسیې د فدرالي قانون له مخې پر مخ وړل کېده او هدف یې دا و چې که کومې ترهګرې ډلې خپل هغه فعالیتونه درولي وي، چې د ترهګرۍ تبلیغ، توجیه یا ملاتړ پکې وي، نو پر هغې لګیدلی بندیز به د محکمې په پرېکړه د لنډ وخت لپاره وځنډول شي.

د تېر کال په دسمبر کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو قانون لاسلیک کړ، چې له مخې یې طالبان له هغه فدرالي لیست څخه ایستل کېدای شي، چې ترهګرې ډلې پکې ثبت دي.

شنونکي په دې باور دي، چې دا پریکړه به له قانوني اړخه دې ته لاره هواره کړي چې مسکو له طالبانو سره ډیپلوماتیکې اړیکې لا پیاوړې کړي.

مسکو له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان یو ځل بیا په افغانستان واک ته رسیدلي، له دې ډلې سره اړیکې زیاتې کړې دي.

تر دې وړاندې د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې د روسیې بهرنیو چارو وزارت او عدلیې وزارت ددغه هېواد ولسمشر ته یو رسمي وړاندیز کړی و، چې طالبان دې له تور لیسته وایستل شي. خو تر هغه وخته کوم قانوني میکانیزم نه و، چې له مخې یې یو سازمان د ترهګرو ډلو له نوملړه لرې شي. دا امکان هغه وخت برابر شو، چې «له ترهګرۍ سره د مبارزې» په قانون کې تعدیلات راغلل.

روسیې طالبان له نورو ۱۴ ډلو سره یو ځای په ۲۰۰۳ کال کې د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل کړي وو.

ناڅرګندو وسله والو د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې د یوه جومات ملا وژلی

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۵۹ GMT+۱

له کندهار څخه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې تېره شپه د دغه ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د یوه جومات ملا امام د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی.

سرچینې وايي، د خاکریز ولسوالۍ په چهارسنګ سیمه کې د حافظ محب الله په نوم د جومات ملا امام د تومانچې په ډزو وژل شوی دی.

سرچینه وايي، حافظ محب الله له تېرو څو کلونو راهیسې د د خاکریز ولسوالۍ په چهارسنګ سیمه کې د یاد جومات امامت کاوه.

یوه بله سرچینه وايي، چې دغه ملا امام د ولسوالۍ له ځايي طالبانو سره فکري مخالفت درلود او د همدې مخالفت له امله د روژې په میاشت کې څو ځله ولسوالۍ ته ورغوښتل شوی و.

د کندهار امنیه قوماندانۍ د یادې پیښې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو د کندهار د خاکریز ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، چې ځايي طالبانو د یاد امام د وژلو په تور د هغه دوه اوښي نیولي دي.

دا په روانه اونۍ کې د وسله والې وژنې درېیمه پېښه ده، چې په کندهار کې رامنځته کیږي.

تردې وړاندې د دوشنبې په ماښام د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې او د سې شنبې په ماښام د کندهار ښار په ۱۲مه ناحیه کې هم دوه کسان د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شول.