• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: اسحاق ډار ژمنه وکړه چې پاکستان کې به د افغان کډوالو ملکیت او جایداد نه غصبیږي

۳۰ وری ۱۴۰۴ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۵۵ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ وری ۱۴۰۴ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۵۹ GMT+۱

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له قوله ویلي، چې "په پاکستان کې د افغان کډوالو ملکیتونه، جایدادونه او اجانس هیڅوک نه شي ایسارولی." نوموړي ژمنه کړې چې پاکستاني امنیتي ارګانونه به په دې برخه کي د هر ډول خپل سري عمل مخه نیسي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په مشرۍ پاکستاني پلاوي سره په لیدنه کې د کډوالو، سیاسي، اقتصادي سوداګرۍ، ټرانزیټ او لویو پروژو په اړه خبرې وکړې.

متقي په دغه لیدنه کې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي او له پاکستاني پلاوي یې غوښتي، چې په پاکستان کې د مېشتو او راستنېدونکو افغانانو د حقونو د ضایع کېدو مخنیوی وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امیرخان متقي له قوله ویلي، چې نوموړي له پاکستان سره د سوداګرۍ، ټرانزیټ او ګډو پروژو پراختیا ته هم لیوالتیا ښودلي.

100%

طالبانو ویلي، چې اسحاق ډار ژمنه وکړه، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو سرمايې او ملکیتونه به نه غصبیږي او د دغه هېواد امنیتي ادارې په په دې برخه کې د هر دول خپل سري عمل مخه ونیسي.

پر همدغه مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اسحاق ډار له قوله لیکلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ودې په موخه یې پر ډیرو سوداګریزو توکو تعرفې کمې کړې او د سوداګریزو توکو د انتقال په برخه کې به هم ګټور ګامونه پورته کړی.

په خبرپاڼه کې د اسحاق ډار له قوله لیکل شوي:«په دغه ناسته کي د سفارتي اړیکو پر لوړولو، همږغۍ،ګډې همکارۍ،د ویزو پر زیادت او اسانتیا، زارعتي محصولاتو پر چټک انتقال، د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر ودې او یو شمېر سترو پروژو لکه فغان ټرانس، کاسا ۱۰۰۰، ټاپي او ټاپ پر اهمیت، روان بهیر او دې برخو ته پر ځانګړي پام خبرې وشوي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره هم لیدلي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت پر اېکسپانه لیکلي، چې دواړو لورویو د اړېکو د لا پیاوړتیا لپاره د لوړې سطحې پر دوامداره لیدونو هم هوکړه کړې ده.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، اسحاق ډار د طالبانو د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره د امنیت، سوداګرۍ، ټرانزیټي همکاریو او د اړېکو پر پراخولو خبرې وکړې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د کارمنانو شکایت: د برېښنا رییس له تنخا ګرځول شوې ۱۶ سلنه تقاعدي پیسې نه راکوي

۳۰ وری ۱۴۰۴ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۳۲ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ځینې کارمنانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د دغه شرکت رییس عبدالباري عمر د دوی له تنخا ګرځول شوې ۱۶ سلنه تقاعدي پیسې نه ورکوي. دوی زیاتوي یوازې ۴ سلنه تقاعدي پیسې ورکول کېږي، چې دا د ملاهبت الله د فرمان خلاف کار دی.

دوی همدراز زیاتوي چې د بریښنا شرکت د طالبانو واک ته رسېدو وروسته تر ۱۴۰۳ کال پورې د دوی د تنخاو ګرځول شوې ۱۶ سلنه تقاعدي پیسو څخه یوازې ۴ سلنه ورکوي.

د دوی په وینا د برېښنا شرکت عمومي رییس عبدالبار عمر ورته ویلي، چې شرکت د خپلې ادارې د بودېجې د کسر سره مخ دی او پوره ګرځول شوې تقاعد پیسې خپلو کارمنانو ته نشي ور کولی.

د برېښنا شرکت برحاله کسان وايي چې دوی په دې هم ګواښل شوي، چې د دې موضوع په اړه د طالبانو کومې بلې ادارې ته شکایت وکړي نو له دندو به وشړل شي.

دوی له افغانستان انټرنشنل سره د ملا هبت الله فرمان یوه کاپي هم شریکه کړه.

د دې فرمان د اوومې مادې په څلورن بند کې لیکل شوي:«غیر بودجوي واحدونه مکلف دي، چې د اړوند هغو برحال کارمنانو د تقاعد ونډه چې د ۱۳۳۵ هجري قمري کال ۹میاشتې په ۲۱ نېټې د «۴۸۰۲» ګڼې حکم تر صدور پورې د هغوی د تقاعد په حساب کې جمع شوي دي د اړوند تعمل پراساس هغوی ته اجرا کړي.»

100%

خو د افغانستان په برېښنا شرکت کې ځیني برحاله کارمنان وايی چې اوس په شفاهي ډول د دې شرکت لوی مشر عبدالباري عمر ورته ویلي، چې د دوی یوازې ۴ سلنه تقاعدي پیسې ورکول کېږي.

دغه کارمنان وايي چې له دوی سره د تعامل پر اساس عمل نه کېږي او د دوی له معاشونو ګرځول شوې تقاعد پیسې پوره نه ورکول کېږي.

د طالبانو د برېښنا شرکت بو برحاله کارکوونکی:« د شرکت رییس عبدالباري عمر د خپل مشر د فرمان خلاف عمل کوي زمونږ ۱۲ سلنه تقاعد پیسې یې ځان ته ایساريې کړې دي.»

یو بل مکتوب چې د طالبانو د امارتي شرکتونو لوی ریاست له خوا د افغانستان برېښنا شرکت ته لېږل شوی دی، په کې راغلي چې د تقاعدي پیسو په اړه د ملاهبت الله فرمان نافذ شوی دی او باید اجرات وشي.

100%

د دې مکتوب په ځواب کې د طالبانو د برېښنا شرکت عمومي رییس عبدالباري عمر د دفتر رییس ژمنه کړې چې دا قرمان به عملي کېږي.

خو د برېښنا شرکت برحاله کارمنان نیوکه کوي چې د طالبانو د مشر فرمانونه په کابل کې نه منل کېږي.

د طالبانو برېښنا شرکت رییس چې څه کم یو کال راهسې په دنده ګمارل شوی په دې هم تورن دی چې خپلوانو ترڅنګ یې خپل نژدې ملګري د پخواني حکومت د مسلکی مامورینو پرځای ټاکلی دي.

تر اوسه د طالبانو د برېښنا عمومي شرکت د خپلو برحاله کارمنانو د نیوکو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو مشر ملا هبت الله تېر کال په یو فرمان کې د ملکي او نظامي کارکوونکو له معاشونو د تقاعد وضع کېدل بند کړل.

د بدخشان زیباک ولسوالۍ کې د ماین چاودنه کې ۳ ماشومان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي

۳۰ وری ۱۴۰۴ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۲۱ GMT+۱

په بدخشان کې د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس وايي، د دې ولایت په زیباک ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله ۳ ماشومان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي. محمد اکرم اکبري وايي دا پېښه پرون د زیباک په ګلخاني کلي کې شوې ده.

باختر اژانس نن د محمد اکرم اکبري په حواله لیکلي، ماشومانو له کلي بهر موسمي سبزي شکوله چې ماین پرې وچاودېد.

د محمد اکرم اکبري په وینا دې ماشومانو له دې ماین سره لوبې کولې چې پرې وچاودېد.

د طالبانو دغه چارواکي ویلي چې د پیښې قربانیان د څلورو کورنیو غړي دي.

ناچاودي ماینونه او نور توکي له تېرو جنګونو پاتې دي چې د افغانستان په بېلابیلو سیمو کې له خلکو قرباني اخلي.

بدخشان یو له هغو ولایتونو دی چې په دغو پېښو کې یې خلک او په ځانګړي توګه ماشومان وژل کېږي.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې نجونې باید زده‌کړو ته بشپړ لاسرسی ولري

۳۰ وری ۱۴۰۴ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۴۳ GMT+۱

ملګرو ملتونو پر خپله ایکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره یو ځل بیا زده‌کړو ته د افغان نجونو پر حق او بشپړ لاسرسي ټینګار کړی او د میلیونونو نجونو له ښوونځیو څخه د محرومیت د پای ته رسولو غوښتنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو له لوري په پیغام کې راغلي: «ښوونې او روزنې ته بشپړ لاسرسی یو بشري حق دی، خو اوس مهال په افغانستان کې میلیونونه نجونې له ښوونځيو بې برخې دي. دوی ته باید اجازه ورکړل شي، چې زده کړې وکړي، خپلې بشپړې پوهې ته ورسېږي او د خپل هېواد په راتلونکي کې ونډه واخلي.»

د یونسکو د شمېرو له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۱،۵ میلیونه نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه منعه شوې دي.

ملګرو ملتونو په وار وار پر طالب ډلې غږ کړی، چې پر نجونو او ښځو تعلیمي بندیزونه لرې کړي، خو لا هم دا بندیزونه پر ځای پاتې دي.

ملګري ملتونه په داسې حال کې په افغانستان کې زده‌کړو ته د نجونو د بشپړ لاسرسي غوښتنه کوي، چې د طالبانو له خوا د شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ښوونځیو ته پر تګ د بندیز له ۱۳۰۰ ورځو څخه ډیرې وشوې او د دې ترڅنګ طالبانو نجونې له پوهنتونونو او طبي زده کړو هم بې برخې کړې دي.

د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې په ملګرو ملتونو کې د بریټانیا د دایمي استازي مرستیال جیمز کاریوکي د امنیت شورا په غونډه کې وویل، طالبان د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو له کنوانسیون څخه سرغړونه کوي.

هغه زیاته کړه، کله چې طالبانو د نجونو لپاره له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي وتړل؛ نو دوی وویل، چې دغه پرېکړه د لنډمهال لپاره ده خو له درېیو کلو هم ډېره موده تېره شوه، چې افغان نجونې له زده‌کړو بې برخې دي.

ښاغلي کاریوکي وویل، بریټانیا د نورو هېوادونو ترڅنګ د زده‌کړو بندیز او ټول هغه بندیزونه په کلکه غندي، چې د افغان مېرمنو او نجونو له بنسټیزو حقونو او ازادۍ څخه سرغړونه کوي.

خالد حنفي: د پوهنتون فارغان دې د مدرسو طالبانو ته په سپکه سترګه نه ګوري

۳۰ وری ۱۴۰۴ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۵، ۰۸:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف نهي عن المنکر وزارت وزیر محمد خالد حنفي په یوه غونډه کې وویل، چې د پوهنتون فارغان باید د دیني مدرسو طالبانو ته په سپک نظر ونه ګوري. هغه دارنګه ټینګار وکړ، چې د دیني مدرسو زده کوونکي باید د لوړو زده کړو متخصصینو ته په سپکه سترګه ونه ګوري.

نوموړي دغه څرګندونې په یوه غږیز کلېپ کې چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له خوا خپره شوې، کړې او زیاته کړې یې ده: «د کابل پوهنتون فارغان، ډاکټران، انجینران او متخصصین باید یو عالم ته په سپکه سترګه ونه ګوري چې له دیني مدرسې فارغ شوی وي.»

خالد حنفي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واک ته رسېدو وروسته د سیاسي فشارونو، د کار د تړلي چاپېریال او له طالبانو سره د فکري شخړو له امله ګڼ شمېر مسلکي او لوستي کادرونه له هېواده وتلو ته اړ شول.

څه موده وړاندې طالبانو د کونړ او کابل پولي تخنیک پوهنتونونو ۱۶ تنه استادان د طالبانو له نظریاتو سره د مخالفت په خاطر له دندو ګوښه کړل.

د طالبانو په یوه رسمي لیک کې چې یوه کاپي افغانستان انټرنشنل ته هم رسیدلې وه، راغلي: «دا بدلونونه په تعلیمي ادارو کې د پروسو د ښه والي او روښانه کولو په موخه پلي شوي دي.»

په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه دیني او جهادي مدرسې جوړې کړې دي.

بلخوا په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغه ډلې د پاکستاني مدرسو څخه د فارغ شویو طالبانو ته د عالي او نیمه عالي زده کړو سندونه ویشلي دي.

اسحاق ډار په کابل کې له امیرخان متقي سره د اړیکو پر پراختیا او د مسلو پر حل ناسته کړې

۳۰ وری ۱۴۰۴ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۵، ۰۸:۵۴ GMT+۱

د‌ پاکستان د بهرینو چارو وزیر محمد اسحاق ډار کابل ته د خپل سفر په لړ کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د اړیکو پر پراختیا او د مسایلو د سوله ییز حل په تړاو خبرې کړې دي.

د خبریالانو د معلوماتو له مخې دواړه لوریو هوکړه کړې، چې ګډې سولې او پرمختګ لپاره ژمن دي.

همدا راز په کابل کې د بهرینو چارو وزارت دننه په دغه ناسته کې د طالبانو او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په مثبته فضا کې د دوه اړخیزو مسایلو په حل هم ټینګار کړی دی.

لا تر اوسه پورې طالبانو په رسمي توګه د دغه سفر په تړاو څه دي ویلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې اسحق ډار او ورسره مل پلاوی به د یو ورځني سفر په لړ کې د طالبانو له رییس الوزرا او یو شمېر نورو چارواکو سره هم وګوري.