• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایټالیا په لومړي ځل د بندیانو لپاره د جنسي اړیکو خونه پرانیستله

۳۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۱۳ GMT+۱

ایټالیا د لومړي ځل لپاره بندیانو ته د "جنسي اړیکو خونه" پرانیستله. د دې خونې له پرانیستو سره سم یو ه بندي ته اجازه ورکړل شوه، چې د اومبریا په مرکزي سیمه کې موقعیت لرونکي زندان کې په یوه ځانګړي ځای کې له خپلې ملګرې سره وګوري.

د ځینو بندیانو لپاره دا شخصي لیدنې د ایټالیا د اساسي قانون محکمې له پرېکړې وروسته پیل شوې.

د دې حکم له مخې، بندیان حق لري چې له خپلو ملګرو سره «نږدې لیدنې» ترسره کړي.
د اومبریا په سیمه کې د بندیانو د حقونو مسوول په دې اړه وویل: "موږ خوښ یوو چې هرڅه ښه ترسره شول، مګر د دغو زندانیانو خصوصي حریم ته باید درناوی وشي.»
هغه د ترني ښار په زندان کې د لومړۍ صمیمانه لیدنې په اړه وویل: "موږ ویلی شو چې دا تجربه بریالۍ وه او په راتلونکو ورځو کې به نورې لیدنې هم وشي."
په هغه حکم کې چې د ۲۰۲۴ کال په جنوري کې خپور شو، محکمې حکم وکړ چې بندیان باید د خپل د ژوند ملګري یا اوږدمهاله ملګرو سره د پټې کتنې چې د زندان د ساتونکو له نظارت لاندې نه وي، د لیدو حق لري.
په حکم کې دا هم ویل شوي، چې د فرانسې، جرمني، هسپانیې، هالنډ، سویډن او په ډېری اروپایي هېوادونو کې د "ژوند د ملګرو" د لېدو اجازه هم ورکړل شوې وه.
تېره اوونۍ د ایټالیا د عدلیې وزارت لارښوونې خپرې کړې، چې له مخې یې هغه بندیان چې د نږدې اړیکو اجازه لري باید د اعظمي دوه ساعتونو لپاره د بستر او تشناب سره سمبال خونې ته لاسرسی ولري.
په لارښوونو کې دا هم ویل شوي، چې دا خونه باید خلاصه پاتې شي ترڅو ساتونکي د اړتیا په وخت کې د داخلېدو اسانتیا ولري.

ډېر لیدل شوي

د ایران او طالبانو یارانه؛ ستراتیژیک شراکت که له یو او بله ابزاري استفاده؟
۱
ځانګړی

د ایران او طالبانو یارانه؛ ستراتیژیک شراکت که له یو او بله ابزاري استفاده؟

۲

سرچینې: طالبانو عمار یاسر ته پر هبت الله د وروستیو نیوکو له امله توصیه کړې ده

۳

د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د نیولو حکمونه؛ څلور طالب چارواکي څوک او پر څه تورن دي؟

۴

د پاکستان استازي په افغانستان کې پر وسله والو د بریدونو د دوام خبر ور کړی

۵

فوزیه کوفي: د افغانانو له ګډون پرته د مسکو فارمټ ناسته مشروعیت نه‌لري