تورخم کې ستنېدونکې پاکستانۍ مېرمن: ايا همدا زما ګناه ده، چې له يو افغان سره مې واده کړی؟

۲۶ کلنه فاطمه بيبي چې په یوې پاکستانۍ کورنۍ کې زېږېدلې، نن د خپل دوه نيم مياشتني ناروغ ماشوم سره په تورخم کې د کډوالو اداره کې د نوم لیکنې لپاره په کتار کې انتظار ده. فاطمه چې د پنجاب اوسېدونکې ده، هلته زېږېدلې، لویه شوې او دوه کاله وړاندې يې د يو افغان سره واده کړی دی.