• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: تېر کال له نیمایي ډېرو راستنېدونکو کافي خواړه نه لرل

۳ غویی ۱۴۰۴ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۴۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ موندنې ښيي، چې د تېر کال په لومړۍ نیمايي کې ۵۷ سلنه افغان راستنېدونکو کافي خوراکي توکو ته لاسرسی نه درلود. د دې څیړنې له مخې، په سلو کې ۴۷ کورنیو د خوړو ذخیره نه درلوده، او ۲۹ سلنې له یوې اوونۍ نه کم خوراکي توکي درلودل.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د سې شنبې په ورځ د یوې نوې څېړنې معلومات خپاره کړي.

دا هغه څېړنه ده، چې په ۳۰ ولایتونو کې ۲۸۶۸ هغو راستنیدونکو سره مرکې په کې شوې، چې د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ څخه تر جون میاشتې پورې له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د راستنېدونکو په دې څېړنه کې د پوهنې، روغتیايي خدمتونو، د څښاک پاکو اوبو، خوړو او سرپناه ته د لاسرسي، اقتصادي وضعیت او امنیت په ګډون د بېلابېلو موضوعاتو په اړه دغې ادارې پوښتنې کړي.

له ۷۰ سلنې زیاتو ځواب ورکوونکو ویلي، چې دوی په میاشت کې له ۱۴۰ ډالرو څخه کم عاید لري، او نورو ۶۰ سلنې ویلي، چې دوی د کورنۍ لګښتونو پوره کولو لپاره پیسې پور اخیستي.

د څیړنې له مخې، ۷۰ سلنه راستنیدونکي ژور خفګان تجربه کوي، چې د دوی ژوند یې اغیزمن کړی دی.

۱۷ سلنه ځواب ویونکو ویلي، چې دوی داسې کسان پېژني چې له پاکستان څخه د دویم یا دریم ځل لپاره را شړل شوي دي.

په سلو کې ۳۳ماشومان ښوونځيو او نورو ښوونیزو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

په راپور کې راغلي چې ۸۶ سلنه راستانه شوي کسان د کابل، ننګرهار، کندز، کندهار، بلخ، لغمان، بغلان، لوګر، هلمند او جوزجان په ګډون په لسو ولایتونو کې مېشت شوي او ۳۷ سلنه بېرته خپلو اصلي ولایتونو ته ستانه شوي.

د کډوالو ادارې په راپور کې راغلي، چې ټولو راستنیدونکو د ملګرو ملتونو نغدي مرستې تر رسیدو وروسته ترلاسه کړې.

له ۳۰ سلنې زیاتو ویلي، چې د دوی له راستنیدو وروسته په شپږو میاشتو کې، د کورنۍ یو یا ډیرو غړو روغتیایي پاملرنې ته اړتیا درلوده خو د دې توان یې نه درلود.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په خپل راپور کې، خپلو اصلي سیمو ته د کډوالو نه ستنیدل، د کار بې ثباتي، بې وزلي، د هویت د اسنادو نشتوالی، تعلیمي او روغتیايي خدمتونو ته د ښځو او نجونو نه لاسرسی، د تګ راتګ ازادي، میراث او نور اساسي حقونه د ستونزو په توګه یاد کړي دي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د ۲۰۲۵ کال په اپریل میاشت کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ له پیلیدو سره، د راستنیدونکو د وضعیت څارنه، د هغوی د تجربو ارزونه او د هغوی له اړتیاوو سره سم د پروګرامونو پلي کول دوه چنده مهم شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

هندي رسنۍ: هند او امریکا دواړه د طالبانو سره له تعامل څخه ګټه پورته کوي

۳ غویی ۱۴۰۴ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۵۴ GMT+۱

د هند اينډین اېکسپرېس ورځپاڼې په یوې خپرې شوې مقاله کې راغلي، چې هند او امریکا دواړه د طالبانو سره له تعامل څخه ګټه پورته کوي. دغې مقاله کې راغلي، سره له دې چې طالبان له بشري حقونو سرغړونې کوي خو دا مهال ورسره د ټول افغانستان واک د ارزښت وړ دی.

د دغې مقالې لیکوال کاږلي، له طالبانو سره د هند او امریکا تعامل دغې ډلې ته د سیاسي مشروعیت په معنا نه دی؛ بلکې د شته واقعیت د منلو معنا ورکوي، چې طالبان له سختدریځو تګلارو سره، سره اوس د افغانستان واک په لاس کې لري.
په دغې مقاله کې راغلي، چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړیو میاشتو کې طالبانو د امریکا دغې نوې ادارې سره خپلې اړیکې پراخې کړې او د دغو اړیکو په ټینګولو سره طالبان غواړي، چې په امریکا کې دوی ته یو دفتر پرانیستل شي.
له بل پلوه ځینې باخبره سرچینې وایي، طالبان چې لاهم د واشنګټن له‌خوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي؛ امریکا ته یې په دغه هېواد کې د کډوالو چارو ته د رسېدنې دفتر پرانیستلو وړاندیز کړی دی؛ که څه هم دغه دفتر د سفارت په توګه نه دی یاد شوی، خو د ارتباطي مرکز په توګه به له واشنګټن بهر خپلې چارې پر مخ وړي.
له بل پلوه د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ میاشت کې د هند د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په دوبۍ کې ولیدل.
دا له افغان طالبانو سره د هند د تر ټولو لوړپوړي چارواکي لومړۍ ناسته وه.
په مقاله کې راغلي، چې دغه غونډه د ۲۰۲۲ کال راهیسې د هند او طالبانو ترمنځ د دوامداره اړیکو پایله وه؛ ترڅو د دواړو خواوو ملي او امنیتي ګټې خوندي شي.
د مقالې له مخې؛ په ۲۰۲۴ کال کې هند د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په مشرۍ یو پلاوی واستاوه؛ ترڅو د چابهار بندر ترڅنګ په ټپه درېدلو زیربنایي پروژو په اړه بحث وکړي.
مقاله زیاتوي، چې دغه دوامداره تعاملات له پاکستان سره د طالبانو د مخ په زیاتېدونکې ترینګلتیا او په افغانستان کې د هند د ستراتیژیک موقف د بیا ترلاسه کولو اړتیا څرګندوي.
مقاله وړاندې کاږي، طالبان چې اوس د افغانستان واک یې په لاس کې دی؛ د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره د سیاسي خپلواکۍ د ثابتولو په لټه کې دي؛ خو د امریکا او هند د تعامل لپاره اخلاقي او سیاسي خنډونه لاهم په لوړه کچه دي.
خو د امریکا لپاره به تعامل یو څه ستونزمن وي؛ ځکه طالبانو پر امریکا د یوولسم د سپټمبر برید پلانونکي اسامه بن لادن او القاعدې ډلې ته پناه ورکړې وه.
خو هند هم له طالبانو ښه زړه نه لري؛ ځکه طالبانو په ۱۹۹۹ کال کې د یوې هندۍ الوتکې په یرغملولو کې لاس لاره او په ۲۰۰۸ کال کې په کابل کې د هند پر سفارت د طالبانو برید ګڼو خلکو ته مرګژوبله اړولې وه.

ولې امریکا باید له طالبانو سره تعامل وکړي؟

له طالبانو سره تعامل امریکا ته د ترهګرۍ ضد مهم او خورا اړین ځواک وړاندې کوي. په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه د امریکا د وتلو راهیسې، داعش-خراسان ډله نه یوازې طالبانو ته؛ بلکې د لویدیځو لپاره هم د یوه جدي ګواښ په توګه راڅرګنده شوې ده.

دغې ډلې د کابل هوایي ډګر دروازې ته څېرمه د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې د برید مسوولیت په غاړه واخیست، چې ۱۳ امریکایي سرتېري او له ۱۷۰ څخه ډېر افغان ولسي وګړي یې ووژل شول.
له جیوپولیتیک پلوه، چین له طالبانو سره د تېلو د استخراج د ۵۴۰ مېلیون ډالرو پانګونې تړون په ګډون نور تړونونه هم لاسلیک کړي دي.

ورته مهال روسیې په مسکو کې د طالب چارواکو کوربه‌توب وکړ او ډیپلوماټیکې اړیکې یې وساتلې؛ ترڅو خپل سیمه‌ییز نفوذ پراخ کړي.
ایران هم له طالبانو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي.
خو د واشنګټن له نظره بشپړ په رسمیت پېژندل ښایي یو ستونزمن ګام وي؛ خو محدوده تعامل، مشروطې خبرې اترې او عملي ډیپلوماسي به د دوی ستراتیژیکو ګټو په برخه کې اړینې وي.

د طالبانو او پاکستان د اختلاف څخه د هند د ګټې اخیستو ښه چانس

د هند لپاره د طالبانو بیا واکمنېدل په پیل کې د یوې ماتې په څېر ښکاریده، ځکه چې پاکستان د دغې ډلې سره تاریخي اړیکې لري؛ خو په وروستیو کې د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ اړیکې خړې پړې شوې دي.
طالبان د ډیورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه نه پېژني او د افغانستان دننه د پاکستان وروستي هوایي بریدونو د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې لا ترینګلې کړې دي.

خو دا د نوي ډیلي لپاره یو ښه چانس دی، په داسې حال کې چې د طالبانو سختدریځه تګلارې د اندېښنې وړ دي؛ خو د پاکستان په وړاندې دښمني د دواړه خواوو د ګټو لپاره یو نادره همغږي رامنځته کولای شي.
د پاکستان د لاسوهنې په وړاندې د طالبانو مقاومت د هند د هغې موخې سره سمون لري، چې په کابل کې د اسلام اباد نفوذ محدودوي.
مقاله کاږي، هند کولای شي، په خاموشۍ سره له طالبانو سره اړیکه ونیسي؛ ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان د هند ضد وسله‌والو لپاره په خوندي ځای بدل نه شي. دا د هند د اقتصادي او ستراتیژیک نفوذ د پیاوړتیا لپاره هم مهمه ده.
د خپلو تاریخي مخالفینو امریکا او هند سره د طالبانو د اړیکو رغولو هڅې دا په ډاګه کوي، چې دغه ډله د رسمیت پېژندلو ته لېواله ده. امریکا او هند دواړه بیا له دغه وضعیت څخه ګټه پورته کوي.

سپینه ماڼۍ: محکمې به په امریکا کې د افغان کډوالو دوسیې وڅېړي

۳ غویی ۱۴۰۴ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۳۳ GMT+۱

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته ویلي، چې په امریکا کې د افغان کدوالو دوسیې به د دغه هیواد د محکمو له خوا څېړل کیږي. کارولین ټینګار وکړ، چې د ډونالډ ټرمپ اداره هڅه کوي، چې د امریکا د کډوالۍ قانوني بهیر بیا پیل کړي.

هغې وویل، هغه کډوال چې د بایډن د ادارې پر مهال متحده ایالاتو ته داخل شوي او لنډمهالی مصونیت یې ترلاسه کړی، هغه مصونیت دایمي نه دی او له یوې ټاکلې مودې وروسته به پای ته ورسېږي.

د سپینې ماڼۍ ویانده وايي، د هغو کسانو لپاره چې امریکا ته داخل شوي او غواړي د پناه غوښتنه وکړي، یوه قانوني پروسه ده او «قضیې به یې د قاضي له خوا د هغوی د قضیو په اساس وڅیړل شي.»

اغلې لیویت د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه له مسیحیانو سره د مرستې د پای ته رسیدو په اړه یې وویل: «اجازه راکړئ چې یو څه درته روښانه کړم، دا موږ پای ته نه دی رسولی؛ بلکې د پای نېټه یې پوره شوې ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې فاکس نیوز خبر ورکړ، چې د ټرمپ ادارې د کډوالۍ د تګلارو له امله سلګونه عیسوي افغانان د شړلو له جدي ګواښ سره مخ دي.

د دغه راپور له مخې مذهبي مشرانو د ډونالډ ټرمپ پر ادارې غږ کړی، چې له امریکا څخه د افغان مسیحیانو د اخراج مخه ونیسي.

دوی ویلي، چې د کډوالو ایستل به زیانمنونکي خلک په ځانګړې توګه افغان عیسویان د «طالبانو له سخت ګواښ» سره مخامخ کړي.

د يادونې وړ ده، چې سپينې ماڼۍ ته له راستنېدو وروسته د کډوالۍ په اړه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اجرايوي فرمان په لسګونو زره افغان کډوال، چې د امريکا متحدين بلل کېږي، له تېرو درېيو مياشتو راهيسې په یوه نامعلوم حالت کې پاتې دي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار: داعش، القاعده او الشباب ډلې پر امریکا د برید پلان لري

۳ غویی ۱۴۰۴ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۴۳ GMT+۱

د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والټز وايي، ترهګرې ډلې لکه داعش، القاعده او الشباب پلان لري چې پر امریکا برید وکړي. ښاغلي والټز د سې شنبې په ورځ یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل، چې دغه ډلې د برید لپاره «پلان او طرحې» لري.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار له «جسټ ده نیوز» سره په مرکه کې ویلي، چې د ټرمپ ادارې تر اوسه پورې د ترهګرو ډلو ۷۴ پېژندل شوي مشران وژلي دي.

یاد امریکايي چارواکي د دغو ترهګرو ډلو د مشرانو د هویت او دا چې له کومه ځای یې په نښه کړي جزیات نه دي ورکړي.

واشنګټن پوسټ څه موده وړاندې راپور ورکړی و، چې افغانستان مایک والټز ته ډېر اهمیت لري.

د راپور له مخې، مایک والټرز ویلي چې پر امریکا د بل برید انتظار نه شي کولی.

والټرز په وار وار په مرکو، ټلویزیوني بحثونو او لیکنو کې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې ترهګر هڅه کوي چې بیا منظم شي، او پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو په څېر نور بریدونه وکړي.

ښاغلي والټز په خپله ټلویزیوني مرکه کې زیاته کړه، چې د ټرمپ ادارې تر اوسه پورې ۴۵هغه امریکايي وګړي، چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او رژیمونو له خوا زنداني شوي وو، بېرته امریکا ته ستانه کړي دي.

د یادولو وړ ده، چې د ټرمپ ادارې په دې وروستیو کې دوه امریکايي وګړي د طالبانو له زندانونو خوشې کړل.

د ستنې شوې کډوالې اندېښنه: په افغانستان کې به مې ازادي محدوده شي

۳ غویی ۱۴۰۴ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۳۰ GMT+۱

۱۵ کلنه نازمین خان چې په پاکستان کې زېږېدلې؛ افغانستان ته تر ستنېدو وروسته د تورخم د کډوالو یوه پنډغالي کې تر ګرمې هوا لاندې خېمه کې مېشته ده. هغه وایي، د افغانستان په اړه لږ معلومات لري او دومره پوهېږي، چې په افغانستان کې به یې ازادي محدوده شي.

هغې عرب نیوز سره په خبرو کې ویلي: «موږ هیڅکله فکر نه کاوه، چې بېرته به افغانستان ته ستانه شو.»

هغه وایي: «کله چې مې مور او پلار وویل، چې موږ باید افغانستان ته کډه شو؛ موږ ډېر ژړل.»
نازمین خان چې په افغانستان کې د اوسېدو لپاره هیڅ سرپناه نه لري؛ د خپلې کورنۍ له شپږو نورو غړو سره د تورخم په (عمري پنډغالي) کې په یوه خېمه کې مېشته ده.
نوموړې وروسته له هغه خپل هېواد ته ستنېږي، چې اسلام اباد په تېرې مارچ میاشت کې د بې اسناده او اې سي سي کارت لرونکو افغانانو د اېستلو اعلان وکړ.
ډېری افغان کډوال د پرله پسې جګړو او ناورینونو له امله پاکستان ته کډه شوي وو.
د پاکستان حکومت وایي، چې د اپرېل له لومړۍ نیټې شاوخوا ۱۰۰ زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د نازمین خان کورنۍ په ۱۹۶۰ کال کې له افغانستان نه پاکستان ته کډه شوې وه. د نوموړې څلور وروڼه او یوه خور هم په پاکستان کې زېږېدلي دي.
هغه وایي: «په څو ورځو کې به موږ په ننګرهار ولایت کې ځانته د کرایې لپاره کور ولټوو.»
هغه په اردو ژبه خبرې کوي او د افغانستان په رسمي ژبو هم نه پوهېږي.
په راپور کې راغلي، چې په دغه خېمه کې نوموړې او د هغې د کورنۍ وضعیت خورا کړکېچن دی او کافي اسانتیاوې هم نه لري.
نوموړې چې د پاکستان په پنجاب ایالت کې اوسېده، اوس په افغانستان کې خپلو زده‌کړو او د ازادۍ محدودیتونو له امله خورا اندېښمنه ده.

له ۲۰۲۳ کال راهیسې د پاکستان حکومت افغانستان ته داسې کډوال ستانه کړي، چې اصلآ افغانستان نه پیژني او نه یې له دود او کلتور سره بلد دي.

تر ډیره بریده دا اندیښنې هم شته چې د پاکستان حکومت غواړي د کډوالو په منځ کې افغانستان ته نامعلومې او نا پیژاندې کورنۍ ولیږدوي او په راتلوونکي کې ترې په وسله والو ډلو کې استفاده وکړي.

اروپایي ټولنه: د اقلیم بدلون په افغانستان کې کرنه او خوراکي خوندیتوب ګواښي

۳ غویی ۱۴۰۴ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۱۴ GMT+۱

په کابل کې د اروپايي ټولنې پلاوي د ځمکې د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د اقلیم بدلون د افغانستان کرنه، د خوړو خوندیتوب او کلیوالي اقتصاد له ګواښ سره مخ کړی دی.

دغه سازمان په ایکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره ټینګار کړی، چې د اقلیم د بدلون د پایلو پر وړاندې د افغانستان له خلکو ملاتړ کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «اروپايي ټولنه د نوښتګرو او اقلیم بدلون پر وړاندې د مبارزې پروګرامونو سره د افغانانو ملاتړ کوي.»

د اروپایی ټولنې په وینا، د اغا خان پرمختیایي بنسټ په همکارۍ د «ژوند» په نوم پروژه پلي کوي، چې موخه یې د اقلیم په اړه لارښوونه شوې کرنې ته وده ورکول، کروندګرو ته باکیفیته تخمونو ته لاسرسی او د اوبو د کمښت په وړاندې د مقاومت لوړول دي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، تر اوسه پورې څه باندې ۷۰ زره کسانو د لارښوونه شوې کرنې په برخه کې روزنه ترلاسه کړې ده.

اروپایي ټولنه زیاتوي، چې د «اې ایف سي» موسسې په ملګرتیا یې د «ځمکې» په نوم یوه پروژه تمویل کړې، کومه چې د څارویو پاملرنې، کار موندنې، او په غیرې موسمي باغدارۍ تمرکز کوي.

سربیره پردې، اروپايي ټولنه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان، د کډوالۍ نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په ګډون د نړۍوالو سازمانونو په همکارۍ د «افغاني ټولنې د مقاومت» په پروژو کې شامله ده.

په دې پروژو کې د لارښوونه شوې کرنې لارې چارې چمتو کول، د بندونو پلټنه، او بازار ته د لاسرسي سړکونو جوړول شامل دي.

اروپایي ټولنه وایي، چې له اغا خان پرمختیایي شبکې سره په ګډه به د بدلېدونکې انرژۍ، مېرمنو ته د کار موندنې او د اقلیم په وړاندې مقاومت لرونکې کرنې د ترکیب له لارې د افغان کلیوالو ژوند پیاوړی کړي.