• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هند، پاکستان او سیمه څه پېښېدونکي دي؟

عبدالغفور لېوال
عبدالغفور لېوال

د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر

۴ غویی ۱۴۰۴ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۰۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۰ GMT+۰

د اپرېل په ۲۲مه ترغرمې وروسته د هندي کشمېر د پهلګام پر سیلانیو برید کې تر ۲۶ اوښتي ګرځندوی ووژل او یو شمېر نور ټپیان شول. د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي سعودي عربستان ته خپل سفر نیمګړی پرېښود راستون شو او په یوه امنیتي ناسته کې یې پاکستان ته په غوسه ګوته وڅنډله.

دا هرڅه د څو ساعتونو په لړ کې پېښ شول، پاکستان خپل پوځي چمتووالی لوړ کچ ته ورپورته کړ.

دا چې د دې پېښې جزیات څه دي، وروسته به یې رسنۍ روښانه کړي، خو پر پاکستان د هند غوسه د وړاندوېینې وړ وه. ځکه څه موده پخوا هند په صراحت وویل: «هرځای چې ترهګري پېښیږي، خامخا یې لکۍ په پاکستان پورې غوټه وي.»

د هند پېښه او له پاکستان سره یې نوی ټکر له نړۍوالو سترو پېښو سره بې‌اړیکو نه ده. د پاکستان ورځ تر بلې پراخېدونکی بحران، د منځني ختيځ پېښې، د اوکراین د جګړې وروستي پرمختګونه، د ایران له اټومي اړخه د بې‌وسلې کولو جدي هڅې، د امرېکې نړۍوالې مانورې او په تېره بیا یې د تعرفو اقتصادي جګړه دا ټول سره غوټه دي.

په زړه پورې دا ده، چې د امريکا مرستیال ولسمشر جي ډي وېنس ایله څو شپې وړاندې د کشمیر تر پېښې په هند کې و. د هندیانو دغه زوم په هندوستان کې یوه ډېره متفاوته وینا وکړه او هند یې خپل تر ټولو نږدې سیاسي، امنیتي، ستراتېژيک او اقتصادي شریک وګاڼه.

وېنس هندي لومړی وزیر مودي یو فوق‌العاده انسان ګڼلی دی. داسې ښکاري، چې هندوستان به له ځانګړیو لویو اقتصادونو څخه وي، چې د امریکا له اقتصادي جګړې څخه به لږ(یا هېڅ) زیان ویني. وېنس په خپله وینا کې له هند سره د مصنوعي ځيرکتیا په تکنالوژي خبرې وکړې او له تاوده هرکلي یې مننه وکړه. له دې خوږې یارانې څه ساعتونه وروسته په کشمیر کې وینې وبهېدې او هندوستان هم خپل زړه په پاکستان تش کړ.

د هندوستان او پاکستان ترمنځ به کومه جګړه پېښه شي، که نه؟

هم هو او هم نه!

کوم کلاسیک تعریف چې موږ یې له جګړې لرو، چې یو هېواد دې د بل په وړاندې پوځ و لښکر وباسي او جګړه دې وشي، د داسې یوې جګړې و یرغل چانس کم دی او ان ویلی شو چې نه‌شته، خو د نوې زمانې له پېژندنې سره سمه د پاکستان په وړاندې د هندستراتيژیکه جګړه عملاً پیل شوې ده. هند اعلان وکړ، چې پاکستاني ډیپلوماتان په تېره پوځي اتشې به وشړي او خپل هغه به راوغواړي، د سندهـ تاس تړون له مخې به له هند څخه پاکستان ته په بهېدونکیو سیندونو کې د اوبو بهیر بند کړي، پاکستاني وګړي باید ژرترژره هند پرېږدي او د واګې و اتاري بندرونه به بند کړي. پاکستان چې همدا اوس په کوم اقتصادي، سیاسي وضعیت کې دی، په وړاندې یې تردې ګواښمنه و خطرناکه جګړه بله پېلېدلای نه‌شي.

پاکستان ښايي د خپل ټول عمر په ترڅ کې همدا اوس له کمزوري نړۍوال پرستیژ څخه برخمن دی، د هند وروستي بندیزونه و غوسه د پاکستان دغه نړۍوال حیثیت نور هم له منځه وړي. موږ په داسې زمانه کې یو، چې اوس هر زورور که له کمزوري څخه خپل حقونه ترلاسه کول وغواړي، په نړۍ کې داسې سازمان یا هېواد نه‌شته، چې مخه یې ونیسي، په بله وینا د نړۍ په نوي نظم کې د منځګړیتوب سیاسي فرهنګ له منځه تللی دی.

لږ ترلږه دوه لسیزې کیږي، چې هند و پاکستان د دوو دوښمنو هېوادونو په توګه په دوښمنۍ کې دوه سره بېلې و متفاوتې ستراتيژۍ په مخ وړي دي. پاکستان ټول پام پوځي پړسوب او د نیابتي ډلو روزلو ته اړولی، د وسلوالو افراطیونو په روزنه، تولید، تجهیز، تسلیح او جنګولو یې تمرکز کړی او د خپلو ګاونډیو هند و افغانستان په وړاندې یې د باروتو ډېرۍ جوړې کړې دي، د عقیدوي اېډیولوژیکو باروتو داسې خطرناکې ډېرۍ چې په پاکستان دننه کې یې د چاودېدو ګواښ تر هربل وخته اوس ډېر پېښېدونکی دی. د پاکستان تر ټولو لوی ستراتيژيک ځواک د دغه هېواد پوځ هم اوس په خورا بد او ویشلي حالت کې دی، ځکه خورا ژور په سیاسي سیالیو او رقابتونو کې ښکېل دی، بلوڅ بېلتون‌غوښتونکیو په پاکستان کې اور بل کړی او پاکستاني طالبانو هم په پښتونخوا کې د پاکستان واکمنو ته ځمکه د اور په بټۍ بدله کړې ده. پاکستان نړۍ ته د دې تمثیل هم کوي، چې له افغانستان څخه ګواښل کیږي.د بلوڅو او پښتنو ملتپال ځواکونه په شدت سره له پاکستان څخه د بېلتون سیاسي هڅې کوي او د دغو دوو لویو ولسونو ترمنځ ملي سیاسي شعور په چټکۍ وده کوي. پاکستان پوروړی دی او دودیزو سنتي سیاسي ګوندونو یې خپل نفوذ، نفوس، محبوبیت او اغېز بایللی. د ترټولو ځواکمن ګوند مشران یې د زندان په زنځیرونو کې پراته دي.

هند په داسې وخت کې پاکستان ته خښمیږي، هغه هند چې له څو لسیزو په تېره بیا له ۲۰۰۰ کال راوروسته یې ټول پام په اقتصادي وده متمرکز کړی او دا دی اوس یې ځان د اسیا په دویم او نړۍ په تر ټولو چټکو وده کوونکیو او لویو اقتصادونو کې درولی دی. هند په تکنالوژي، د بشري ځواک په روزنه، د ولسواک نظام په ټینګښت کې لوی ګامونه پورته کړي او له اقتصادي، فرهنګي او ملي هماهنګو هڅو سره یې زبرځواکونه ځان ته رامات کړي دي، له چین سره یې اړیکي رغولي او داسې یوه سټېژ ته رسېدلی، چې اوس پاکستان د ځان سیال نه‌بولي. تېرې دوه لسیزې د پاکستان په وړاندې د هند د ستراتيژيک صبر کلونه وو. پاکستان ډېره هڅه وکړه، هندوستان یوې ځوروونکې جګړې ته راکش کړي. ګڼې افراطي ترهګرې ډلې یې ورته وروزلې، الوتکې یې وتښتولې، خپل لوی ترهګر یې په یرغمل نیونه کې ترې راخلاص کړل، د ممبيي په تاج‌محل هوټل کې یې خونړی برید وکړ او په کشمیر کې یې دوامداره جګړو ته لمن ووهله، خو هندوستان ورسره ځان ښکېل نه کړ. هندوستان ځان له دننه د پیاوړي کولو کار ته دوام ورکړ. هندوستان د نوې زمانې نبض پېژندلی و، پوهېده چې په یویشتمه پېړۍ کې وروستۍ خبره اقتصاد او تکنالوژي کوي، نه وسلې او سرتیري. د هندوستان ستراتيژیک صبر ښه پایله لرله، دا دی نن پاکستان زارۍ کوي، چې د کشمیر له پېښې سره کوم تړاو نه لري، خو هند یې نه مني او که څه هم ښايي کومه پوځي جګړه به پېښه نه شي، خو پاکستان به له هغې اقتصادي ستراتيژيکې جګړې سره چې همدا اوس پیل شوې ده په خورا سختۍ ځان وژغورلای شي.

د نړۍ نوې پېچلې لوبې ښيي، چې د نیابتي افراطي ډلو د مصرف تاریخ تېرشوی دی. هغه وسله چې پاکستان يې په تولید او کارولو کې د نړۍ تر ټولو مخکښ کاروباري و. د نړۍ نوی وضعیت داسې دی، چې د سړې جګړې د زمانې دغه ورپاتې میراث – چې یو مهال یې د لنګې غوا په شان رالوشله – نور د شیدو په ځای زهر ورکوي او د نیابتي جګړو په کار کې امریکا و لویدیځ پاکستان ته د غولانځې په ځای ښکرونه اړم کړي دي.

د کشمیر له پېښې وروسته به د بلوڅو پاڅون نوي اړخونه ومومي، ښايي دوی یو بل پړاو وړاندې ولاړ شي او د بلوچستان ازادي اعلان کړي. په پښتونخوا کې به هم دغه د خرپ و ترپ روانه جګړه نوي ابعاد ومومي او ښايي ملتپال ګوندونه به نور نو د پاکستان تر چتر لاندې خپلو حقونو ته د رسېدلو خوبونه هېر کړي. د چین د پانګونې لاس لا پخوا ترې ختلی دی، پاکستان له اقتصادي کړکېچ څخه تر اقتصادي سقوط پورې رسېدلای شي، په تېره بیا که هندوستان له تخنیکي پلوه وکړای شي، چې د ستراتيژيکو سیندونو اوبه مهار کړي. له دې سره به د پنجاب او سېند کرنیزې ځمکې په وچو بیدیاوو بدلې شي. د بلوچستان او پښتونخوا د کانونو او اقتصادي سرچینو لوټ تالان خو ځکه له ګڼو خنډونو سره مخ دی، چې په دغو سرچینو وروستۍ لګول شوې بولۍ یې له خورا کلک او کرکجن غبرګون سره مخامخ شوه.

اقتصادي راتلونکې د اسیا په مرکزیت څرخیږي او د اسیايي اقتصاد دوه لوی زبرځواکونه چین و هندوستان دي، پاکستان نور نو له دې معادلې څخه وتلی دی. هغه څه چې په تولید کې یې پاکستان تخصص لري، نور بازار نه لري او هغه په افراطي استخباراتي مدرسو کې پوځي ډلې دي، چې نور نو نه امریکا ته په درد خوري او نه هم روسان ورڅخه ډاریږي. دوی په سیمه کې یو د بل په وړاندې د سیالیو نوي ابزار لټوي.

یوازینی بخت چې د پاکستان په برخه دی، د جبهې شا (افغانستان) دی. په افغانستان کې په ملي شعور سمباله واکمني نه‌شته او په پاکستاني مدرسو کې روزل شوي واکمن یې لا هم په خپل جمعي لاشعور کې له دغه هېواد سره ایډیولوژیکه همدردي لري، خو د دې په وړاندې د افغانستان د ولس او ملت ټولیزه کرکه او د دوښمنۍ احساس به پاکستان ته دا موقع ورنه‌کړي، چې له خپلو دغو روزل شویو واکمنو څخه په سخته ورځ کې ګټه پورته کړي.

د سیمې نوی کړکېچ مخ په پراخېدو دی او د هند و پاکستان وروستۍ مخامختیا نوي تګلوري ورکوي. په راتلونکیو ورځو کې به ولیدل شي، چې د اور دغه نړۍواله کړۍ څنګه رابشپړیږي او د اسیا جنوب ته څه ورکولای او څه ترې اخیستلای شي. د ستراتيژیکو پولو بدلون پېښېدونکی دی.

ډېر لیدل شوي

د هبت الله د استوګنځي په څو کیلومټرۍ کې ګڼې ښځې او ماشومـان سوالګري کوي
۱

د هبت الله د استوګنځي په څو کیلومټرۍ کې ګڼې ښځې او ماشومـان سوالګري کوي

۲

موندنې: اسټرالیایي ځواکونو د ملکي افغانانو تر وژلو وروسته د هغوی پر جسدونو وسلې ایښودلې

۳

فایق: د طالبانو سیاستونه نه له اسلامي لارښوونو سره سمون لري او نه له افغاني دودونو سره

۴

نرګس نهان او فوزیه کوفي د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه د ذاکر نایک څرګندونې وغندلې

۵

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د کوکنارو تولید تر پنځه برابره زیات شوی

•
•
•

نور خبرونه

«په کابل کې ساه اخیستل سخت شوي»؛ نوی نسل څنګه کولی شي یو ټولشموله بدیل شي؟

۱۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۳۰ GMT+۰
100%

په افغانستان کې د ازادې نړۍ لپاره یو لوی طبیعي متحد شته، چې که یووالی او همغږي رامنځته شي، دا وړتیا لري چې د هېواد سیاسي بهیر د توازن، ګډ ژوند او ثبات پر لور بوځي.

د افغانستان ځوان نسل چې د نړیوالې ټولنې د شل کلن حضور او د اړیکو له برکته یې له بهر نړۍ سره بلدتیا پیدا کړې او له نوې ټیکنالوژۍ سره اشنا شوي، ځان ته یې یو متفاوت لیدلوری جوړ کړی دی. خو د سیاسي پرېکړو په مهمو مسایلو کې یې رول دومره څرګند نه دی.
دا ځوانان چې د طالبانو په اداره کې دننه، د افغانستان د مدني ټولنې بنسټونو او یا هم د سیمې او لویدیځو هیوادونو د کډوالۍ په نړۍ کې ژوند کوي له شته وضعیت څخه ستړي شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو ځوان چارواکی، چې د یوې مهم ریاست مشري ور تر غاړې ده، افغانستان انټرنشنل ته وایي: «کله چې له کندهاره فرمان صادر شي، زه لومړیتوب ورکوم چې خپل پلرني ټاټوبي کندوز ته لاړ شم، هلته د وزارت پر ځای د اوبو غاړې ته کښېنم او کتاب ولولم».
د موضوع د حساسیت له امله افغانستان انټرنشنل د دې چارواکي نوم او مقام نه افشا کوي، خو هغه وایي چې د طالبانو د زړو او محافظه‌کارو مشرانو د ناسم چلند له امله «په کابل کې ساه اخیستل سخت شوي دي».

دا چارواکی د طالبانو د پاڅون پر مهال د دې ډلې د کلتور او تبلیغاتو په برخه کې فعال و، خو اوس منځلاریتوب ته مایل شوی، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر باور پرې لري او د طالبانو په ډېری داخلي او بهرنیو ناستو کې ګډون کوي.

په زرګونه کسان چې د رسنیو، معلوماتو او ټولنیزو شبکو له برکته واک ته رسېدلي، اوس ځانونه منزوي احساسوي او د هیواد له سیاسي بهیر څخه خوښ نه دي.
هغو ځوانونو ته چې د طالبانو له لیکو څخه بهر دي ساه اخیستل ورته خورا ستونزمن شوي دي. دوی ځانونه په لکه په تش میدان کې یوازې شوي ګڼي.

په بهر کې مېشت افغان ځوانان ظاهراً د کډوالۍ له ورځني ژوند سره لاس او ګرېوان دي، خو زړونه یې لا هم د وطن لپاره درزېږي او د یو فرصت په هیله دي، چې بېرته ستانه شي او په ټولنه کې بدلون راولي.

افغانستان د نړۍ له هغو هیوادونو څخه دی، چې تر ټولو زیات ځوان نفوس لري. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د افغانستان له ۴۰ میلیونه نفوس څخه ۶۳ سلنه یې تر ۲۵ کلنۍ لاندې عمر لري چې ډېری یې د یوه غیر افراطي، پرمختللي او ښه ژوند هیله لري.دا ځوانان په کلیو او ښارونو کې ژوند کوي او له مجبوریته د بې‌برخلیکۍ، کډوالۍ او سیاسي ډلو سره د یوځای کېدو لوري ته هڅول شوي دي.

نجیب پیکان چې د امریکا د IVLP پروګرام برخه‌وال و وایي: «دا ځوانان په زور د افراطیت، تعصب او فقر قرباني شوي او د ژغورنې په هیله یو فرصت ته انتظار باسي. افغان ځوانان له ایران نه مایوسه دي. روسیه په خپلو ستونزو کې غرقه ده. چین پر هغو ځوانانو باور نه لري چې د لویدیځ د حضور پر مهال لوی شوي دي. پاکستان خپلې اندېښنې لري. نو یوازې آزادې نړۍ ته چې مشري یې امریکا کوي، د ژغورونکي په سترګه ګوري. امریکا ته اړتیا نشته چې بیا افغانستان ته راشي، خو له دې نسل سره په ګډه کار کولی شي چې د ټولنې دننه بدلون راولي».

فریما نوابيد ښځو د حقونو فعاله چې په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې یې په امریکا کې زده‌کړې کړي وایي: «د امریکا د نوي نسل سیاستوال له افغانستان سره مستقیمه آشنایي لري او دا ظرفیت درک کولی شي. د ټرمپ په کابینه کې شپږ وزیران د افغانستان له وضعیت سره اشنا دي. امریکايي‌تحصیل‌کړي افغانان هم کولی شي د بدلون رول ولوبوي. خو اړتیا دا ده، چې یو منظم انسجام رامنځته شي او داسې یو ګډ هدف تعریف شي، چې هم افغانستان ته ګټه وکړي او هم نړیوالې ټولنې ته. دوی باید خپلې ګټې د امریکا له اوږدمهاله ګټو سره وتړي. یوه داسې شبکه جوړه کړي، چې دننه افغانستان او له لویدیځ سره همغږي رامنځته کړي. دا یو ارزښتناک فرصت دی».

د روښانه راتلونکي لپاره اړینه ده چې ځوانان د پرېکړو مرکزونو ته لاره ومومي. په اسلامي ټولنو ټولنو کې داسې ډېر بېلګې شته چې یوه هوښیار مش ټولنه راویښه کړې ده.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی‌.

په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.

100%

د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زده‌کړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».

خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.

که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.

نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»

د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.

دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.