اروپایي ټولنه: د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ ته دوام ورکوو

اروپايي ټولنې د رسنیو نړۍوالې ورځې په مناسبت یوه پېغام کې ویلي، چې په بېلابېلو تخنیکي او مسلکي برخو کې د افغان خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو ملاتړ ته به دوام ورکړي. په پېغام کې خپلواکې او ازادې رسنۍ د پرمختللې ټولنې لپاره اړینې بلل شوې دي.