امریکا بیا په یمن کې د حوثیانو پر اډو بریدونه وکړل

امریکا د یمن په صعده، مارب، الجوف او حدیدې هوایي بریدونه کړي. د حوثیانو اړوند رسنۍ راپور ورکوي، چې د امریکا هوایي برید د حوثیانو توغندی له توغولو مخکې په الجوف کې په نښه کړ، چې په پایله کې یې د دې ډلې څو غړي ووژل شول.