طالبانو په کندوز ولایت کې دوه کسان د «نامشروع» اړیکو په تور په دُرو وهلي
طالبانو د کندوز ولایت په کلای ذال ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان د «نامشروع» اړیکو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د طالبانو سترې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد کسان په یو-یو کال تنفیذي بند او ۳۰-۳۰ دُرو سزا محکوم شوي و.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان انټرنشنل - پښتو موندني ښيي، چې طالبانو د ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۲۲۹ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
دغې ډلې په دې موده کې یاد شمېر کسان د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې په دُرو وهلي، چې پکې لسګونه ښځې هم شاملې دي.
په عام محضر کې د سزا د حکم پلې کېدل له بشري حقونو سرغړونه بلل کېږي.
څو ورځې وړاندې هم د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ، د بښنې نړۍوال سازمان او یوناما په خپلو خپرو کړو اعلامیو کې په افغانستان کې د اعدامونو او نورو بدني سزاوو دوام غندلي و او د دې سزاوو د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه یې کړې وکړه.