• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: د هبت الله تشکیلاتي پرېکړو د طالبانو ترمنځ نارضایتۍ راپارولي دي

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۲۰:۴۹ GMT+۱

له کابل څخه یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د امنیتي ادارو او کارکوونکو د شمېر د کمېدو په تړاو د طالبانو د مشر وروستۍ پرېکړه د دې ډلې د امنیتي چارواکو د نارضایتۍ لامل شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې د ځواکونو د پراخې ناراضۍ له وېرې د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د استخباراتو مشر کندهار ته تللي او د نارضایتۍ د ډېرېدو او د هغې د پایلو په اړه یې له هبت‌الله اخوندزاده سره خبرې کړي، ترڅو په خپلې پرېکړي بیاکتنه وکړي.

له هغې وروسته چې د امریکا متحده ایالاتو خپلې مرستې بندې کړې او د یو شمېر نورو هېوادونو مرستې هم کمې شوې، د طالبانو رژیم له بودیجوي ستونزو سره مخ شو.

د نړۍوالو مرستو د کمېدو له امله د طالبانو د ځینو وزارتونو کارکوونکو او ځواکونو څو میاشتې معاشونه نه‌دي ترلاسه کړي، چې دا لړۍ لا هم روانه ده.

په همدې تړاو، د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د دې ډلې د نظامي او ملکي ادارو د کمولو امر کړی.

د دغه امر له مخې، د طالبانو د امنیتي ادارو ۲۰ سلنه کارکوونکي به له دندو ګوښه شي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د ځواکونو د ناراضیتۍ له زیاتېدو سره درې ورځې وړاندې سراج‌الدین حقاني، یعقوب مجاهد او عبدالحق وثیق کندهار ته تللي ترڅو له اخوندزاده سره د دغه پرېکړې د بدلون په اړه خبرې وکړي.

هغوی د دې پرېکړې د ناوړه پایلو خبرداری ورکړی او غوښتنه یې کړې، چې بیاکتنه پرې وشي. سرچینې زیاتوي چې تر اوسه دا روښانه نه ده چې هبت‌الله اخوندزاده خپله پرېکړه بدله کړې که نه.

تمه کېږي، چې نوموړی تر بیا ارزونې وروسته د امنیتي ځواکونو د کمښت پرېکړه وځنډوي.

د هبت‌الله د فرمان له مخې، یوازې د معارف وزارت له تشکیل څخه به ۹۰ زره کسان له دندو ګوښه شي.

همداراز، په ټولو دولتي ادارو کې یوه ټاکل شوې کمېټه د تشکیلاتو د بیاکتنې او د کارکوونکو د کمښت مسؤلیت لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د دفاع وزیر یو لاسلیک شوی مکتوب افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، چې په کې ملا یعقوب مجاهد د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو ریاست ته مشوره ورکړې، چې شل سلنه تنقیص کې اول «منفور او نامطلوب» کسان منفک کړي.

د طالبانو ویاند تازه تایید کړې، چې د دوی ادارې په ملکي او نظامي برخو کې تشکیلات کم کړي دي.

هغه دا یو «طبیعي» کار بللی او ویلي یې دي، چې دا ګام د ادارو د ښه فعالیت او له بې‌ځایه بروکراسي د مخنیوي لپاره اخیستل شوی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان او هند د شخړو له زیاتېدو سره افغان لارۍ چلوونکي زیانمن شوي دي

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۲۰:۳۵ GMT+۱

د پاکستان او هند ترمنځ د وروستیو شخړو د زیاتوالي له امله د افغانستان لارۍ چلوونکي له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ او صنایعو خونې مرکزي مشر د شنبې په ورځ وویل، هند د افغانستان هغو لاریو ته اجازه نه ده ورکړې چې توکي لېږدوي او د واګه بندر څخه تېرېږي.

هغه زیاته کړه، چې پاکستان هم د ټرانزیټ تړون له مخې له هند څخه وارد شوي توکي بار وړونکو موټرو ته د تورخم او چمن سرحدي نقطو له لارې افغانستان ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړې.

د دې اوونۍ په پیل کې، پاکستان ۱۵۰ بندو پاتې شویو افغان لاریو ته چې هند ته توکي لېږدوي اجازه ورکړه، چې له پولې تېر شي.

دا اقدامات نږدې یوه اوونۍ وروسته له هغه وشو چې په هندي کشمیر پهلګام کې ترهګریزه پېښه رامنځته شوه او پاکستان د هند سره د هر ډول سوداګرۍ لپاره خپلې پولې وتړلې.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال مشر خان جان الکوزي د پاکستانۍ ورځپاڼې ډان سره په خبرو کې تایید کړه، چې پاکستان اجازه ورکړې خو هند لاریو ته اجازه نه ده ورکړې چې د واګه پولې څخه تېر شي.

خان جان الکوزي وویل:«ټولټال ۱۵۰ لارۍ پاکستان ته ننوتلې وې او ټاکل شوې وه چې واګې ته لاړې شي، خو د اپرېل له ۲۵مې وروسته بندې پاتې دي.»

الکوزي زیاته کړه: «دا لارۍ وچې میوې، تازه میوې او سبزیجات لیږدوي. لومړی، پاکستان دا موټرونه ودرول او اوس هند اجازه نه ورکوي.»

نوموړي وويل، چې پاکستان هغه افغان تجارتي موټرونه هم بند کړي دي چې له هند څخه وارد شوي توکي لېږدوي.

نوموړي زیاته کړه: «شاوخوا ۱۵۰۰ کانټینرونه له هند څخه د کراچۍ بندرونو ته رسېدلي دي. ځیني توکي بار شوي وو او کانټینرونه تورخم او چمن ته رسېدلي دي. پاکستان دا موټرونه درولي دي.»

په کابل کې یوه افغان چارواکي وویل، چې د پاکستان په څېر د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه لیک کې له سرحدي چارواکو غوښتي، چې هند ته د افغان لاریو د ننوتلو اسانتیاوې برابرې کړي.

طالبان: د کابل په ملاعزت ښارګوټي کې ۳۵۲ جریبه ‌ځمکې دولتي تثبیت شوې دي

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۲۰:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، چې د دغې ډلې د ځمکو د غصب تخنیکي پلاوي د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د «ملاعزت ښارکوټي» ۳۵۲ جریبه ځمکې دولتي تثبیت کړي دي. طالبانو ويلي، چې د دې ښارګوټي ۴۴۳ جریبه ځمکې اسناد یې ارزولي او د دولتي‌ځمکې د تثبیت قضيه یې محکمې ته لېږلې.

د طالبانو عدلیې وزارت د شنبې په ورځ (د غويي ۱۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد ښارګوټي ۳۵۲ جریبه ځمکې سندونه یې د شرعي دلایلو پر بنسټ ارزولي دي.

په خبرپاڼه کې طالبانو زياته کړې، چې د ځمکو د غصب تخنيکي پلاوی په ټول هېواد کې له غاصبینو او زورواکو څخه د ځمکو د خلاصون لړۍ پيل کړې.

دغې ډلې په دې وروستیو کې په کابل کې هم د ځمکو د غصب پر ضد پراخ کمپاینونه کړي، چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې یې ان کورونه له دې امله نړولي، چې ګوندې د ښاري پلان اړوند سړکونه په کې غصب شوي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو دوه میاشتې مخکې په ۱۳ ولایتونو کې له پلټنو وروسته ۲۰ زره او ۴۴۴ جریبه دولتي ځمکه هم له غصب څخه راوګرځوله.
که څه هم تر اوسه د غصب شویو دولتي ځمکو دقیق شمېر معلوم نه دی، خو د تېر حکومت د ښار جوړونې وزارت په ۲۰۱۹ کال کې ویلي وو، چې د ټول هېواد په کچه څه باندې یونیم مېلیون جریبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.

زابل کې د طالبانو والي: امنیتي لیکو کې یوازې هغه کسان ساتو چې «جهادي» مخینه ولري

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۱۹:۴۲ GMT+۱

په زابل کې د طالبانو والي شېرمحمد شریفي په یوې غونډه کې ویلي، چې د امنيت د ټينګښت په موخه په امنيتي‌لیکو کې تصفيه پيلوي. نوموړي ټينګار کړی: «امنیتي لیکو کې یوازې هغه کسان ساتل کېږي چې جهادي مخینه ولري او ملي ارزښتونو ته ژمن وي.»

په زابل کې د طالبانو والي شېرمحمد شریفي د شنبې په ورځ (د غويي ۱۳مه) په یوې امنيتي غونډه کې ویلي، چې ژر به د یوه پلان له مخې د دغه ولایت په ټولو امنیتي برخو کې تصفيه پيل کړي.

هغه تصفيه د امنیت د ټينګښت په برخه کې مهم ګام یاد کړی.

طالب والي زياته کړې، چې یوازې خپل باوري جنګيالي په امنيتي لیکو کې پرېږدي: «په امنیتي لیکو کې باید یوازې هغه کسان پاتې شي چې جهادي سابقه لري، ملي ارزښتونو ته ژمن وي او د دین، وطن او ولس ساتنه یې اصلي موخه وي.»

نوموړي ټينګار کړی، چې په امنیتي‌لیکو کې په شخصي اړیکو شامل شوي کسان باید تر پېژندلو وروسته واېستل شي.

زابل کې د طالبانو والي له ټولو امنیتي ادارو غوښتي، چې د تصفيې بهير ژر تعقیب کړي او هېڅ مصلحت دې په کې نه کوي.

د افغانستان په سوېلي ولایتونو کې طالب مسوولین د امنیت پر ټينګښت ټينګار کوي، دا ځکه چې د دغه ډلې مشر له همدې ولایتونو په خاص ډول له کندهار څخه هر څه رهبري کوي.

دوې ورځې وړاندي‌ په کندهار کې ځايي طالب چارواکو د امنیت ټېنکښت په موخه ناسته کړې او د ولسوالیو امنیه قوماندانانو او د ښار د حوزو مسوولینو ته یې امر کړی، چې امنیتي تدابیر نور هم سخت کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو په امنیتي ادارو کې پراخ بدلونونه روان دي.

څو ورځې وړاندې د طالبانو مشر مولوي هبت الله د دې ډلې د کورنیو چارو، دفاع وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست شل سلنه کارکوونکي له تشکیل نه تنقیص کړي او فعال احتیاط ته یې سوق کړي دي.

له دې سره، د طالبانو د دفاع وزیر لاسلیک شوی مکتوب بیا چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، په کې ملا یعقوب مجاهد د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو ریاست ته مشوره ورکړې، چې شل سلنه تنقیص کې اول «منفور او نامطلوب» کسان منفک کړي او له دې سره دا وېره هم شته، چې د جمهوریت د وخت مسلکي کسان له دندو لرې شي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډله امنیت خپله تر ټولو لویه لاسته راوڼه یادوي، خو په دې برخه کې لا هم په بشپړ ډول ډاډمن نه دي.

الیاس داعي د رسنیو د ازادۍ قرباني؛ ایا اوسني واکمنان د داعي له وژنې ځان سپینولی شي؟

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۱۹:۱۲ GMT+۱

د هلمند د خاموشه شوي غږ الیاس داعي له وژنې پنځه کاله تېرېږي، خو تر اوسه یې قاتلان د نوموړي د وژنې له مسوولیت اخیستلو ډارېږي. تېر جمهوري حکومت د نوموړي د وژنې پړه د افغانستان په اوسنیو واکمنو وراچولې وه، خو طالبانو یې مسوولیت نه و منلی.

د مې درېیمه چې په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ په نامه لمانځل کېږي، د همدې ازادۍ لپاره د رسنیو دوښمنانو لسګونه خبریالان ووژل، چې الیاس داعي هم له دغه قربانیانو یو وو.
نوموړی د ۲۰۲۰ کال د نومبر پر ۱۲مه د بمونو متخصصینو په لښکرګاه کې وواژه.
الیاس داعي د تېر جمهوري حکومت تر ۲۰۲۰ کاله پورې ۱۳۳ افغان خبریال وو، چې د رسنیو د ازادۍ قرباني شو.
دی په هلمند کې د ازادۍ راډيو خبریال و او هغه وخت ووژل شو، چې له کور څخه د کار په لوري روان و او په موټر پسې یې نښلول شویو چاودېدونکو توکو چاودنه وکړه.
په دغه پېښه کې د داعي د ورور مجتبی محمدي ترڅنګ دوه نور کسان چې یو پکې ماشوم وو، ټپیان شوي وو.

100%


الیاس داعي چا وواژه؟
د داعي د وژنې پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې، خو د تېر جمهوري حکومت د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي وو، چې د نوموړي د وژنې په تور یې یو کس نیولی، چې وسله والو طالبانو سره تړاو لري او د الیاس داعي په موټر کې یې د بم اېښودولو اعتراف کړی.
د هغه وخت حکومت بیا د دغه کس بشپړ هویت هېڅکله په ډاګه نه کړ.
داعي ته یوې نږدې سرچینې چې د امنیتي ستونزو له امله یې نه غوښتل نوم یې یاد شي افغانستان انټرنیشل - پښتو ته وویل، چې د نوموړي له وژنې یوه ورځ مخکې په سوشیل میډیا کې د طالب پلوه ادرسونو له خوا د یوې مهمې پېښې د رامنځته کېدو بحثونه روان وو.
نوموړي وویل: «کله چې داعي شهید کېده له دې وړاندې د طالبانو اړوند د سوشیل میډیا ځينو کاروونکو په خپلو پوسټونو کې لیکلي وو چې یوه غټه پېښه یا مهمه پېښه کېدونکې ده چې نن به خبر شئ او تر هغه وروسته بیا همدا پېښه وشوه.»
د خبریالانو د خونديتوب کمېټې مشر صدیق الله توحیدي په دې باور دی، چې داعي طالبانو وژلی.
نوموړي له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «طالبان پوهېدل چې د خبریالانو وژل کرکجن عمل دی، نو ځکه یې ددغه ډول پېښو پړه په غاړه نه اخیسته.»
نوموړی زیاتوي:«الیاس داعي په هلمند کې له مخکښو خبریالانو څخه و او د لوی کندهار په سیمه کې خلک تل د هغه خبرونو ته انتظار وو، چې پېښې به یې په خپله ژبه روایت کول. هغه تل د طالبانو له لوري ګواښل کېده او خپله یې هم د دې له امله اندېښنه څرګندوله، خو بالاخره یې په موټر کې ځای پر ځای شوي بم د چاودنې له امله شهادت وموند. کله چې الیاس داعي شهید شو، طالبان پوهېدل چې د خبریالانو وژل یو ناروا او کرکجن عمل دی، نو له همدې امله یې د دې برید مسؤلیت وانه خیست.»
صدیق الله توحیدي زیاتوي، هلمند مېشتي طالبان ښه پوهېږي چې داعي چا او د چا په امر وواژه.
د الیاس داعي له وژنې وروسته د ارګ په ویب پاڼې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني پیغام خپور شو او ترهګرې ډلې یې د نوموړي په مړینه پړې وبللې.
په دغه پیغام کې راغلي وو: «ترهګرې ډلې د دغه وړ جنایتونو او بریدونو په کولو سره د بیان ازادي او د خبریالانو رسا غږ نه شي محدودولی، ځکه زموږ د هېوادوالو، رسنیو او خبریالانو دا قانوني حق او لاسته راوړنه په ډېرو کوښښونو او قربانیو ترلاسه شوي، چې حکومت یې ساتنې، پالنې او لا ودې ته ژمن دی.»
خو طالب پلوې ویب پاڼې نن ټکی اسیا په خپور شوي مطلب کې د داعي د وژنې پړه پر حکومتي چارواکو اچولې ده.
په دغه پاڼه کې لیکل شوي: «که طالبانو خبریالان وژلی نو د ورځې یې لس لس وژلی شول، ځکه طالبان چي پر لویو امریکایي بیسونو موټر بم بریدونه کولی شي، د ولایت حوزې او ولسوالۍ سقوط کولی شي، په ښارونو کې د امنیت چارواکي او لوی لوی جنرالان وژلی شي نو خبریالان چي ډېر وخت د جنګ کرښو ته ځي او یا هم ښارونو کې پرته له ساتونکو او وسلو ګرځي وژلی نه شي؟»
خو پوښتنه دا ده چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال په دومره لوی شمېر ژورنالستان چا ووژل؟ له اجمل نقشبندي نیولې د جمهوریت تر وروستي کال پورې خبریالان د چا هدف وو او په پلازمېنه کابل کې په ژورنالستانو چاودنې چا وکړې؟
د داعي وژنه لکه د نورو وژل شویو خبریالانو لا هم پوښتنه ده، د نوموړي کورنۍ هم دا پوښتنه کوي چې ورور یې چا او ولې وواژه.؟
د الیاس داعي ورور مجتبی محمدي چې خپله هم خبریال دی او د پېښې پر مهال ورسره و، افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «سهار زه او داعي یو ځای له کوره ووتو، ځينو خبرو باندې مو بحث وکړ، خلاصه دا چې چاودنه وشوه، دی شهید شو او زه ټپي شوم او روغتون ته انتقال شوی وم چې درې ورځې وروسته پوه شوم د فاتحې جریان وو، موږ ته نه ده مالومه چې د داعي په قتل کې څوک لاس لري، زموږ شک په خاص چا نه دی بلکې په هر چا مو شک دی او پوښته هم راسره ده چې چا او ولې داعي وواژه؟ ځکه هلمند کې ډېر نور خبریالان وو، له دغه ډلې یوازی دی ولې شهید کړای شو.»
محمدي زیاته کړه، چې په ټول افغانستان کې چاسره بدي نه لري او ورور یې هم د خبریال په توګه وژل شوی.

الیاس داعي خبر وو چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی؟
د راپورونو له مخې د ازادۍ راډيو خبریال الیاس داعي ته د تېر جمهوري حکومت امنیتي او استخباراتي ادارو له خوا خبر ورکړل شوی وو، چې وسله وال یې د وژنې پلان لري.
خو پوښتنه دا ده، چې دی له دومره ډېرو ګواښونو سره سره ولې حکومت او هغه اداره چې دې ورسره کار کاوه د ده د ژغورنې هڅې ونکړې؟
د ازادي راډيو خبریال اجمل اند د ده د ملګري په توګه افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې ومنله چې داعي ته له متوجه ګواښونو ازادۍ راډیو خبره وه او ورته ویل شوي و، چې کار پرېږدي او کابل ته راشي تر څو ګواښونه کم شي.
نوموړي وویل: «دا په دې ورستیو کې له ګواښونو سره مخ وو نو د ازادۍ راډيو له خوا ورته ویل شوی وو چې کار دې نه کوي او کابل ته دې راشي، که څه هم یو څه وخت یې کار ونکړ خو کابل ته د راتګ پرېکړه یې ونه منله، ویل یې هلمند زما کور دی او زه هېڅ بل ځای ته نه ځم، خو دی ارام نشو کېناستلی، یوه ورځ ورته ما وویل چې کار مه کوه ویل پرته له کار نه مې زړه تنګېږي.»
د نوموړي ورور مجتبی محمدي افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې تایید کړه، چې امنیتي مسولینو ورته خبر ورکړی وو چې ګواښ ورته متوجه دی، خو نوموړی وایي چې ددې امکان نه وو چې بم دې د داعي په موټر کې د کور دننه ځای پر ځای شي.
نوموړي وویل: «زموږ په کور کې ډېر میلمانه وو، د دې امکان نه وو چې څوک دې کور ته راشي او په موټر کې دې بم ځای په ځای کړي، یو خو ډېر میلمانه وو بله خبره دا چې زموږ کور د ولایت او د ملي امنیت له دروازو ښکاري نو څوک نه شي کولی چې دا جرات وکړي چې کور ته دې راشي او په کور کې دې دا بم بسته کړي.»
محمدي زیاته کړه، چې امنیتي کسانو د اروزګان ولایت یو اوسېدونکی د داعي د وژنې په تور نیولی و، خو موږ ته دغه کس ونه ښودل شو او معلومه هم نشوه چې دغه کس چې د داعي د وژنې پړه یې په غاړه اخیستې وه بیا څه شو؟
د ملي مصالحې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د نوموړي له وژنې وروسته د رسنیو پر وړاندې ددغه پېښې د پلټنو غوښتنه وکړه او دا برید یې بزدلانه وبلله.
نوموړي وویل: «د دوښمن د بزدلۍ او ناکامۍ ښکارندويي کوي او د بیان پر ازادۍ برید دی. دا برید هېڅ ډول توجیه نه لري او اړتیا ده په هر اړخیز ډول وڅېړل شي څو عاملین یې په سزا ورسېږي.»

هلمندیانو الیاس داعي د هلمند رېښتی غږ باله، چې اوس خاموش دی
الیاس داعي په هلمند کې د ریالیسټ خبریال په توګه پېژندل کېده.
نوموړي له هلمند او د هلمند له ګاونډيو ولایتونو څخه بې پرې خبریالي کړې او په مهمو موضوعاتو یې له دغه حوزې په زړه پورې خبرونه چمتو کول.
له همدې امله د خبریالانو مدافع بنسټ کابل پرېس کلب د صمد روحاني په نوم د زړور خبریال د ۲۰۲۰ کال جایزه الیاس داعي ته ورکړې وه.
د دې جایزې د ورکړې لامل د هلمند جګړې له لومړۍ کرښې د نوموړي غوره رپوټونه بلل شوي وو.
د بي بي سي خبریال صمد روحاني پر ۲۰۰۸ کال د هلمند مرکز لښکرګاه کې ورک او بیا یې دوه ورځې وروسته مړی د لښکرګا ښار ته څېرمه په بولان هديره کې وموندل شو.
د داعي د خبریالۍ په اړه د نوموړي همکار اجمل اند افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «الیاس داعي یو له بهترینو افغان خبریالانو څخه و او دی د نورو خبریالانو په پرتله ډېر کمساری وو، ډېر زړور او با جراته و، دی په هلمند کې چې د جګړو لومړۍ کرښه وه په ډېر جرات سره کار کاوه، د جنګ لومړۍ کرښې ته به تلو، له یوې خوا طالبان وو، د بلې خوا نه دولتي زورواکي او مافیایي ډلې وې، په سیمه کې د تریاکو قاچاقبران وو، خو دی پرتله له دې چې له کومې ډلې سره جوړجاړی وکړي د ژورنالیزم اصولو ته په پوره تعهد کار کاوه.»
اجمل اند وایي، چې داعي په هلمند کې ډېر محبوب وو، د هلمندیانو داسې ستونزو او مشکلاتو ته یې پام کاوه چې د نورو رسنیو ورته پام نه وو.
نوموړی زیاتوي، داعي دومره محبوب وو چې د دې له امله په هلمند کې ازادۍ ډېر مینه وال لرل او له وژنې ورسته یې د هلمند خلکو ویل چې (د هلمند غږ خاموشه شو.)

100%


د ازادي راډيو یو بل خبریال اجمل تورمان افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «الياس داعي يو زړور خبريال و، هغه د حقایقو د ويلو ښه جرات درلود، قلم یې هم پڅ نه و او زړه راښکونکی غږ یې درلود۰هلمنديانو داعي د هلمند غږ بللو. الياس داعي ښه همکار او ښه ملکری و، صميمي او خوش برخورده و، کابل ته به چې کله د ازادۍ راډيو دفتر ته راغی نو د ټولو برخو په همکارانو به ګرځېده او د هر يوه به یې جلا جلا پوښتنه کوله.»
د الیاس داعي همکار صادق ریښتني د نوموړي په اړه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «شهید داعي زما سره د کاري او مسلکي اړخ ترڅنګ یو ښه ملګری هم و، د هغه د ډېرو ځانګړتیا له جملې څخه یو دا وه چې دی په ژوند میین انسان وو، زما ورسره ډېرې خاطرې دي او اوس هم چې هغه ځایونو ته تللی شم چې له دې سره پکې یو ځای پاتې شوی یم یوه یوه خاطره مې ذهن ته راغلې.»

د ازادۍ راډيو ددغه خبریال کورنی ژوند
د الیاس داعي په اړه خبرونه دا دي چې اقتصادي ژوند یې په میاشتنۍ معاش روان وو، خو د نوموړي له وژل کېدو وروسته حالت ډېر ښه نه وو.
نوموړي یوه مېرمن درلوده او له وژل کېدو وروسته یې درې اولادونه په یو وار وشول، (دوه هکان او یوه لور) زامن یې ژوندي پاتې نشول او اوس یوازې یوه لور لري چې مهربانه نومېږي.
د ازادۍ راډيو خبریال اجمل اند هم تایید کړه، چې اقتصادي حالت یې په میاشتنۍ معاش روان وو او ترې اخوا یې څه نه درلود.
د داعي له وژل کېدو یو کال وروسته په افغانستان کې جمهوري نظام ړنګ او د بیا ځلې لپاره طالبان په افغانستان کې واکمن شول.
د طالبانو له واکمنۍ سره ازادۍ راډیو له افغانستانه د خپلو همکارانو د اېستلو هڅې پیل کړې، چې تر ډېره یې خپل همکاران له افغانستان واېستل خو د داعي مېرمن او لور یې لا هم په افغانستان کې دي.
د همدې پوښتنې په اړه د داعي ورور مجتبی محمدي افغانستان انټرنشنل ته وویل:« د الیاس کورنۍ په اړه ازادۍ راډیو ژمنه وکړه خو یوازې ژمنه وه، کورنۍ یې اوس هم په افغانستان کې دي، چا یې د اېستلو هڅه ونکړه، هغه رسنۍ هم هڅه ونکړه چې داعي ورسره کار کاوه.»
د همدې پوښتنې په اړه مو اړینه وګڼله چې د ازادۍ راډیو مشر قادر حبیب وپوښتو.
د نوموړي په شخصي وټس اپ مو پوښتنه پرېښوده، خو قادر حبیب له دوه ورځې انتظار وروسته هم زموږ د پوښتنې ځواب رانکړ.
دا پوښتنه بې ځوابه ده چې ایا د ازادۍ راډیو لپاره د وژل شوي خبریال الیاس داعي کورنۍ د هغه کسانو په لیسټ کې شته چې کوم خوندي هېواد ته واېستل شي او کنه؟

الیاس داعي څوک وو؟
محمد الیاس داعي د محمد زوی په ۱۹۸۷ز کال کې د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په چاه ‌انجیر سیمه کې زېږېدلی وو.
داعي خپلې لومړنۍ زده کړې د چاه انجیر په عالي لېسه کې بشپړې کړې او وروسته یې د هملند په دارالمعلمین کې د ادبیاتو په برخه کې تر ۱۴م ټولګي زده ‌کړې وکړې، خو له دې وروسته یې په اراکوزیا پوهنتون کې د پښتو ادبیاتو په څانګه کې د لېسانس سند واخېست.
الیاس داعي په ۲۰۰۶ کال کې له رسنیو سره خپل کار پیل کړ او لومړۍ دنده یې له "سلام وطندار" راډیو سره وه.
داعي وروسته د "سولې او جګړې خبریالۍ په انسټيټیوټ (ای ډبلیو پي ار)" کې روزنه ترلاسه کړه او د هلمند له ملي راډیو ټلوېزون سره یې کار وکړ.
نوموړي په ۲۰۰۸ز کال کې له ازادۍ راډيو سره دنده پیل کړه او له څه د پاسه یوې لسیزې راهیسې په هلمند کې د ازادۍ راډیو خبریال وو.
الیاس داعي دوه میندې، شپږ خویندې او اته وروڼه لرل.
هغه واده کړی وو، یوه ښځه او د "مهربانې" په نامه کوچنۍ لور ورڅخه پاتې شول.
محمد الیاس داعي د نومبر ۱۲مې پر سهار نېږدې نهه بجې له خپل کوره په هلمند کې د خبریالانو مرکز ته پر لار وو، چې په موټر پسې یې د نښلولي بم په چاودنه کې ووژل شو.

د پاکستان حکومت ۶۲۱ افغان کډوال په جبري توګه له خپل هېواده اېستلي

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۱۶:۳۶ GMT+۱

د ترلاسه شویو شمېرو له مخې، د شنبې په ورځ (د غويي ۱۳مه) د تورخم له لارې د افغانانو د ایستلو په دوامداره لړۍ کې ۶۲۱ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته استول شوي دي. په دې ډله کې ۲۲۸ تنه هغه افغانان دي چې قانوني اسناد لري، خو ۱۵۸ نور بیا هېڅ ډول د مېشتېدو قانوني اسناد نه لرل.

همداراز د پاکستان حکومت هغو افغان کډوالو ته چې له ملګرو ملتونو سره ثبت دي، د روان زېږدیز کال د جون تر پایه وخت ورکړی، څو په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې تر یادې نېټې وروسته به د پي او ار کارت لرونکو پر وړاندې جدي اقدامات پیل شي او پولیس به هغوی په زور بېرته افغانستان ته واستوي.

چارواکو ټینګار کړی، چې دا ځل د افغانانو د اېستلو لپاره ټاکل شوې نېټه نه بدلېږي.

د بشري حقونو او د کډوالو ملاتړ کوونکو سازمانونو له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو جبري اېستل ودروي، خو ښکاري چې اسلام‌اباد دا ځل دغو غوښتنو ته ډېر پام نه دی کړی.

پاکستان په داسې حال کې د افغان کډوالو اېستلو لړۍ چټکه کړې، چې په افغانستان کې بشري ناورین او فقر خپل اوج ته رسېدلی دی. د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په هېواد کې لوږه زیاته شوې او د بې‌روزګارۍ کړکېچ هم ورځ تر بلې ژورېږي.

په پاکستان کې تر دوو میلیونو زیات افغان کډوال مېشت دي او باور دا دی چې که د بېرته ستنولو لړۍ همداسې دوام وکړي، نو د افغانستان روان ناورین به لا پسې پراخ شي.