د امریکا د کانګرس غړي: که د هند او پاکستان ترمنځ جګړه پیل شي، نو د کنټرول وړ به نه وي

د امریکا د کانګرس غړي وایي، چې د دوه اټومي قدرتونو پاکستان او هند تر منځ د جګړې تصور هم نشي کېدای. د کانګرس غړي کېټ سېلف ویلي:« که د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه پیل شي؛ نو د کنټرول وړ به نه وي او دا به خورا خطرناکې پایلې ولري.»

د سپونټیک خبري اژانس د خبر له مخې، د دیموکراټ ګوند غړي جېک برګمین ویلي، چې امریکا باید له خپلو هم‌فکره او بې پرې هېوادونو سره په ګډه اقدام وکړي؛ ترڅو د راتلونکو ناکامیو مخه ونیول شي.