قرغزستان په دوو میاشتو کې افغانستان ته د شاوخوا ۱۱ مېلیون ډالرو په ارزښت تېل صادر کړي دي

د قرغزستان د احصایې ملي کمېټه وایي، چې هېواد یې د روان ۲۰۲۵کال په دوو لومړیو میاشتو کې افغانستان ته د ۱۱.۵ مېلیونه ډالرو په ارزښت تېل صادر کړي دي.