د هند په ځینو برخو کې هم الوتنې وځنډېدې

د هند اسپایس جېټ شرکت اعلان وکړ، چې د روان وضعیت له امله د هند په ځینو برخو کې یې الوتنې ځنډولې دي. د یاد شرکت په خبره، دغه الوتنې ډېری د هند په شمال له هغې جملې دهارمسالا، جمو، سرینګر او امرېتسر ښارونو کې ځنډېدلې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې پاکستان له خپلو هوایي ډګرونو ټولې الوتنې ځنډولي دي.
د راپورونو پربنسټ، د پاکستان پر هوايي حریم هم ټول پروازونه لغوه شوي دي.