منډیګک بنسټ؛ د جګړو او افراطیت تر سپیره ګرد لاندې د وطن بډایه خزانه
له استبداد، تبعیض، محرومیت او محکومیت ورها خوا منډیګک بنسټ د افغانستان د تاریخي، فرهنګي او علمي میراث د ساتنې، څېړنې او خپرولو په نيت هڅې جاري ساتلې دي.
دا بنسټ د سردار ولي په مشرۍ د تاریخي اسنادو، شفاهي تاریخ، لرغونوعکسونو او علمي څېړنو له مخې، خپلو څارونکو ته د افغانستان رښتینی تاریخ رسوي.
سردار ولي پښتون زوی د جګړو او افراطیت تر سپیره ګرد لاندې د افغانستان د پټې او بډایې تاریخي خزانې د پېژندلو تکل کړی.
سردار ولي غواړي نړۍ ته ثابته کړي چې افغانان پر ژوند میين خلک دي خو معرفت یې په سمه نه دی شوی.
د تاریخ د تحریفېدو د مخنیوي او د اعتبار وړ ماخذونو د رامنځته کېدو انګېزه
د منډيګک بنسټ د رامنځته کېدو اصلي هدف د افغانستان د تاريخ مستندول، ژوندي ساتل او علمي ترويج یقیني کول دي.
افغانستان د نړۍ د لرغونو تمدنونو له زړو ټاټوبو څخه دی؛ خو د دوامدارو شخړو، سياسي تحولاتـو او پراخو ټولنيزو بدلونونو له امله د هېواد ډېر تاریخي او فرهنګي منابعې يا خو له منځه تللي او يا هم تحریف شوي دي.
دلته شدیده اړتیا د خپل هېواد تاریخي میراث د نړۍوالو معیارونو له مخې راټولو، خوندي ساتلو، تحليلولو او په بېلابېلو مهمو ژبو خپرولو ته پیدا کېږي؛ څو نه یوازې د افغانستان نسلونو لپاره، بلکې د نړۍ د علمي ټولنو لپاره هم يو د اعتبار وړ تاریخي ماخذ وي.
سردار ولي وايي، منډيګک د همدې علمي انګېزې پر بنسټ رامنځته شوی؛ څو د افغانستان د لرغوني او معاصر تاريخ اکاډمیکه، بې پرې او بې طرفه څېړنه، خپره او ترويج کړي.
منډیګک د افغانستان له پخوانیو لرغونو ښارګوټو څخه دی چې ۵ زره کلن تاریخ لري. د منډیګک بنسټ خپلو څارونکو ته دا یادونه کوي چې د وطن تاریخ یوازې څو پېړۍ نه، بلکې څو زره کاله ژور دی او ساتنه یې ملي دنده ده.
د تاریخ د زړو پاڼو بیا ژوندي کول
نوی نسل الهام، الګو او سالمې بېلګې ته اړتیا لري دا په لویدیځه نړۍ کې لوی بحث دی او له ډېر ماشومتوبه ماشومانو ته د مناسب رول ماډل د ټاکلو مهارت له تاریخي کیسو او د اتلانو په پیژندنه کې زده کول کېږي سردار ولي نیت کړی چې د افغانستان د ريښتینو اتلانو کارنامې تر ځوانانو ورسوي او هغوې سره د سمې الګو په ټاکنه او درستې ذهنیت جوړونه کې مرسته وکړي.
سردار ولي په دې باور دی چې د خپلو زړو یادونو، ارشیفونو، ویډیوګانو او مستنداتو له لارې به دا ثابته کړي چې افغان ملت د نړۍ له لرغونو، باعزته او فرهنګي ملتونو څخه دی.
اماتور مورخ سردار ولي پلان لري چې د افغانستان د هر ولایت، هر کلي، او هر اتل کیسه راټوله کړي او راتلونکو نسلونو ته یې د باور، ویاړ او مینې په ژبه وسپاري.
سردار ولي دا هلې ځلې بې ګټې او بې نتیجې نه ګڼي
هغه هیله من دی چې د خپل تاریخ، کلتور او هنر په ستاینې سره نړۍ ته د یوه نوي، باعزته او روښانه افغانستان د جوړېدو لپاره مثال ورکوي.
د هرې ټولنې شتمني زاړه عکسونه، د خاورو لاندې پاته شوې کیسې یوازې د کاغذونو یا تصویرونو خبره نه وي بلکې د ملتونو د روح اواز او د تاریخ د زړه درزا وي.
تاريخ ټولولنه یوازې د یوې ډلې کار نه دی؛ دا د هر افغان ملي مسوولیت دی. د تاریخي حافظۍ ژوندي ساتل د ټولنو مکلفیت دی، هر وګړی کولی شي د یوې کتابچې، یوه زاړه عکس، یوې تاریخي کیسې یا یوې اقتصادي بسپنې له لارې مرسته وکړي، نو دا به د افغانستان راتلونکي ته یوه لویه مرسته وي.
د تاریخ دا ډیوه یوازې سردار ولي بله نه شي ساتلی د افغانستان ريښتینې تاریخ ته ژبه سترګې او زړه ورکول د ټولو فرهنګیانو اوهېوادوالو پرمټ لا ګټور تمامېدای شي.