• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اشرف غني: سلګونه جوماتونه مې جوړ کړل خو په ما پسې اوازې خپرېدې چې ارګ کې مې کلیسا جوړه کړې

خبرخونه
خبرخونه

افغانستان انټرنشنل - پښتو

۱۸ غویی ۱۴۰۴ - ۸ می ۲۰۲۵، ۱۶:۴۵ GMT+۱

د افغانستان د وروستي جمهوري دولت ولسمشر محمد اشرف غني د خپلو پوډکاسټونو په لړۍ کې ویلي چې د ملي ځواکونو د روحیې خرابولو او نادرستو معلوماتو خپرولو لپاره پر جمهوري دولت هره ورځ سایبري حملې روانې وې. نوموړی وايي چې یو شمېر ډلو دروغجنې اوازې خپرولې چې ګواکې ارګ کې کلیسا جوړه شوې.

نوموړي د ټېکنالوژۍ په تړاو په خپل دغه پوډکاسټ کې زیاتوي، چې په افغانستان کې له معلوماتي ټېکنالوژۍ څخه د نادرستو او دروغجنو معلوماتو د خپراوي لپاره کار اخیستل شوی دی.

اشرف غني پر رسنیو هم نیوکه وکړه چې یو شمېر رسنیو له ازادۍ څخه منفي ګټه پورته کړې او ګاونډیانو هم هڅه کوله چې د افغانستان نړۍوال حیثیت له منځه یوسي.

هغه ویلي:"ګاونډیو هڅه کوله چې په افغانستان کې د امریکا موجودیت پای ته ورسوي."

د نوموړي په خبره، ټولو ګاونډیو هېوادونو ځانګړې شبکې درلودې چې پر بنسټ یې منظم تبلیغات کول.

هغه وویل: "طلوع ته وګورئ څه رقم دري یې په افغانستان کې راوسته او کوم اقدام د حکومت و، چې دوی ستایلی وي؟"

د وروستي جمهوري دولت ولسمشر وايي چې په افغانستان کې د مخدره توکو تبلیغاتي جګړه هم روانه وه او نږدې سل میلیارده ډالره ګټه یې درلوده.

محمد اشرف غني زیاتوي، چې د ملي اردو او ملي پولیسو د روحیې د خرابولو په برخه کې هم سایبري حملې روانې وې او ان د موبایل له لارې افرادو ته زنګ وهل کېده.

دا لومړی ځل نه دی چې د وروستي جمهوري دولت ولسمشر د ده او د هغه د حکومت په اړه د خپرو شویو تبلیغاتو او رسنیزو حملو په تړاو خبرې کوي بلکې له دې وړاندې هم نوموړي ویلي و، چې د جمهوري دولت پر وړاندې د ګاونډیو او داخلي کړیو تبلیغات ډېر چټک وو.

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۳

عبدالمتین قانع: د ترکیې له پلاوي سره له پاکستان سره د کړکېچ او د ایران پر وضعیت خبرې شوې

۴

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د سعودي عربستان په ملاتړ لاریونونه وشول

۵

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي