• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان تېره ورځ نږدې زر تنه افغان کډوال په جبري توګه اېستلي دي

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۰۸:۴۱ GMT+۱

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر افریدي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې د‌ پاکستان له لوري د پنجشنبې په ورځ د (غوایي ۱۸مه) د تورخم له لارې «۹۴۹ افغان کډوال» اېستلي دي.

د هغه په خبره، دغو کسانو کې «۵۳۲ افغان کډوالو» د اې سي سي کارتونه لرل او پاتې «۴۱۷» بې اسناده کډوال وو.

دغه کسان د پنجاب په ګډون په پښتونخوا ایالت کې د پولیسو له لوري نیول شوي وو.

هم مهاله سرچینو افغانستان انټرنشنل ته زیاته کړې، چې د کډوالو د اېستل کیدو بهیر له یوې اوونۍ راهیسې پڅ شوی دی.

سره له دې چې د هند او پاکستان ترمنځ شخړې په اوج کې دي، دوه ورځې دمخه پولیسو د اسلام اباد په «بي ۱۷ ښارګوټي» کې نږدې پنځوس تنه ونیول.

په نیول شویو کسانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې وې.

پاکستان د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د کډوالو د اېستل کیدو دویمه لړۍ پیل کړې چې تر دې دمه یې «۱۴۶زره افغانان» پر ډیورنډ کرښه اړولي دي.

د ملګرو ملتونو، کډوالو ملاتړ سازمانو او ان طالبانو له لوري‌ له پاکستان نه غوښتنې وشوې چې د افغان کډوالو د اېستل کیدو بهیر دې ودروي او په باعزته توګه دې یې د ستنیدو اسانتیاوې برابرې کړي.

خو پاکستان دغو غوښتنو ته چندان پام ونکړ او دا لړۍ یې ګړندۍ وساتله.

په پاکستان تر دوه میلونه ډېر افغان کډوال مېشت دي چې ډېری یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان څخه ثبت شوي کارتونه لري، خو هغوی ته هم خبرداری ورکړل شوی، څو د جون میاشتې تر پایه له دغه هېواده ووځي.

بلخوا ایران هم د افغان کډوالو د ځورولو او اېستلو لړۍ روانه ساتلې ده.

ایراني چارواکو خبر ورکړی، چې په نږدې راتلونکي کې به د سلګونه زره افغان کډوالو د اېستل کیدو بهیر پیل کړي او وېره شته چې د دغو کډوالو په ستنیدو سره به د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې بشري ناورین لا پسې ډېر شي.

دغه افغانان داسې مهال له ګاونډیو هېوادونو څخه ستنېږي چې په هېواد کې د لوږې او بې روزګارۍ کچه تر بل هر وخته ډېره شوې ده.

د یونسیار چارواکو اندېښنه ښودلې، چې تازه ستانه شوي کډوال به هم له دغه ناورین څخه خوندي پاتې نه شي او د نجونو په ګډون به ښځې هم د طالبانو له سختو بندیزونو سره مخې شي.

ډېر لیدل شوي

امریکا څه ډول د طالبانو د نسکورولو لپاره له عبدالرشید دوستم سره اړیکه ونیوله؟
۱

امریکا څه ډول د طالبانو د نسکورولو لپاره له عبدالرشید دوستم سره اړیکه ونیوله؟

۲

د یوه بایللي نسل داستان؛ د ۲۰۰۱ کال افغان ماشومانو ۲۵ کاله څه تجربه کړل؟

۳

د اکتوبر اوومه؛ افغانان د طالبانو او امریکا ترمنځ د جګړې او سولې په منځ کې

۴

د بشري حقونو بنسټونو له طالبانو د عبدالمتین حکیمي د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې

۵

امریکایي څېړونکی: مسکو له طالبانو سره د مرګونو وسلو د معاملې په اړه محتاط دی