• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روغتیا نړۍوال سازمان: د بودیجې کمښت مېلیونونه خلک له روغتیایي خدمتونو بې‌برخې کړي دي

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۰۱:۵۵ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د نړۍ لږ تر لږه ۷۰ هېوادونو کې خلک له روغتیایي خدماتو بې‌برخې شوي، چې پکې افغانستان هم شامل دی. دا وضعیت د روغتیايي پروګرامونو د تمویل د کمېدو له امله رامنځته شوی.

د روغتیا د نړۍوال سازمان مشر تدروس ادهانوم د روغتیا نړۍوالې مجمعې ته وویل: «ناروغان له درملنې محروم شوي، روغتیایي مرکزونه تړل شوي، روغتیایي کارکوونکو خپل کارونه له لاسه ورکړي او هغه پیسې چې خلک یې له خپل جېبه د درملنې لپاره ورکوي، زیاتې شوې دي.»

د دغه سازمان د راپور له مخې، اوسمهال د سازمان کلنۍ بودیجه کې ۶۰۰مېلیونه ډالره کسر شتون لري او اټکل کېږي، چې په راتلونکو دوو کلونو کې به د بودیجې کچه ۲۱ سلنه راکمه شي.

سلګونه تمویل کوونکو او دیپلوماتانو د دوشنبې په ورځ په ژنیو کې غونډه وکړه، څو له بیزوتڼاکې (monkeypox) وبا او نورو روغتیايي ناورینونو سره د مقابلې لارې ولټوي.

د افغانستان د روغتیا سیستم تر ټولو زیات زیان لیدلی

د روغتیا نړۍوال سازمان مخکې د کب په ۲۶مه په یوې اعلامیه کې خبرداری ورکړی و، چې د بودیجې کمښت ممکن په افغانستان کې د دې سازمان له لوري تمویلېدونکي ۸۰٪ روغتیايي خدمات ودروي.

د راپور له مخې، د وري میاشتې تر ۱۴پورې ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه د بودیجې د نشتوالي له امله تړل شوي او که عاجله مداخله و نه شي، تر چنګاښ میاشتې پورې ښايي نور ۲۲۰ مرکزونه هم وتړل شي.

د امریکا وتلو د WHO مالي بنسټونه لړزولي

امریکا د ملګرو ملتونو د روغتیایي سازمان WHO شاوخوا یوه پر پنځمه برخه بودیجه ورکوله، خو د دې سازمان څخه د امریکا د وتلو له پلان سره، نه یوازې د کارکوونکو ګومارنه بنده شوې، بلکې د بودیجې کمښت هم پیل شوی.

اوس تمه ده، چې چین د سازمان تر ټولو لوی دولتي تمویل کوونکی شي او له نورو مالي مرستو سره یوځای د دې نړۍوال سازمان تر ټولو مهم مالي منبع وګرځي.

د نړۍوالو چارواکو ژوره اندېښنه

تدروس ادهانوم ویلي: «ډېرو وزیرانو راته ویلي چې ناڅاپي او پراخ مالي کمښتونه یې په هېوادونو کې د روغتیا سیستمونه ګډوډ کړي او د مېلیونونو انسانانو ژوند یې له خطر سره مخ کړی.»

هغه ټینګار وکړ، چې هېوادونه باید د دفاعي لګښتونو ترڅنګ، د روغتیا نړۍوالو تمویلونو ته هم جدي پام وکړي.

نوموړي وویل: «هېوادونه پر پوځي دفاع مېلیونونه ډالر لګوي، خو د هغو پټو ګواښونو پروړاندې چې کولی شي تر جګړو ډېر زیان ورسوي، لکه ناروغۍ ته ډېره لږه بودیجه ځانګړې کوي.»

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په برېتانیا کې مېشتو سیک افغان کډوالو خپل عبادت‌ځای جوړ کړ

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۰۱:۱۷ GMT+۱

د برېتانیا کې د اسمتویک ښار په سندویل سیمه کې مېشتو سیک افغان کډوالو خپل عبادت‌ځای (معبد) جوړ کړی دی. دغه معبد د شنبې په ورځ (د غویي ۲۷مه) د برېتانیا د سیمه‌يیزو سیاستوالو او د افغان سیک ټولنې د غړو په حضور کې پرانیستل شو.

د برېتانیا یوې سیمه ییزې ورځپاڼې اکسپریس اینډ سټار راپور ورکړی، چې دا معبد د افغان سیک اقلیت لپاره جوړ شوی دی، ترڅو دوی د خپل دیني فعالیت لپاره یو ځانګړی ځای ولري.

لوچن سینګ چاولا چې د ګورو نانک دربار معبد مسوول دی، د پرانیستې په مراسمو کې وویل: «دا یوه لویه لاسته‌راوړنه او د افغان سیک ټولنې لپاره تاریخي شېبه ده. دا مراسم د خلکو د یووالي او تنوع ښکارندویي کوي او دا چې د اسمتویک ښار ټولنه څومره رنګینه او یو موټې ده. د معززو مېلمنو ګډون زموږ لپاره د ویاړ ځای دی.»

هغه زیاته کړه: «دلته د افغان سیک ټولنې د غړو لیدل ډېر د خوشحالۍ ده. دا یوازې د یوه نوي عبادت‌ځای پرانیسته نه ده، بلکې د دې ټولنې د اوږده، ستونزمن او الهام‌بښونکي سفر یوه نښه هم ده.»

چاولا دا هم وویل، چې افغان سیکان سره له دې چې له جګړو، کډوالۍ او بې‌ځایه کېدو سره مخ شوي، لا هم د برېتانیا ټولنې ته فرهنګي او ټولنیز ارزښتونه ور زیات کړي دي.

د افغان سیک اقلیت ستونزمن تاریخ

افغان سیک ټولنه په تېرو څلورو لسیزو کې د جګړو، تاوتریخوالي او ځورېدنو له امله سخت زیان لیدلی.

د طالبانو بېرته واک ته رسېدو دا حالت نور هم سخت کړ او د افغان سیکانو مهاجرت یې چټک کړ.

له هغه وخت راهیسې، د دې مذهبي لږکیو له لسګونو زرو نفوذ څخه، یوازې یو شمېر کسان افغانستان کې پاتې دي.

ډېری یې هند، کاناډا، اروپا او امریکا ته کډوال شوي دي.

د یادولو ده، چې په تېرو لسیزو کې د کابل او نورو ولایتونو په بېلابېلو برخو کې د افغان سیکانو ګڼ شمېر کورونه او معبدونه غصب شوي هم دي.

د اوکراین ولسمشر: اوربند او له روسیې سره مخامخ خبرو ته چمتو یو

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۲۳:۳۲ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له ټرمپ سره تر ټلیفوني خبرو وروسته اعلان کړی، چې هېواد یې له روسیې سره بشپړ او له ځنډ پرته اوربند ته چمتو دی. د هغه په وینا، کییف له مسکو سره مخامخ خبرو ته په هره بڼه او هر ځای کې چمتووالی لري.

زېلېنسکي د دوشنبې په ورځ (د مې ۲۰مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې، چې هغه په ​​یوه ورځ کې دوه ځلې د متحده‌ایالاتونو له ولسمشر سره خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې د ټرمپ ترڅنګ د اروپايي ټولنې کمېسیون مشرې ارزولا فون در لاین، د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون، د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني، د جرمني لومړي وزیر فریدریښ مېرڅ او د فېنلینډ ولسمشر الکساندر سره یې هم ټلیفوني خبرې کړې دي.

د اوکراین ولسمشر وايي، چې له ډونالډ ټرمپ سره په خپلو خبرو کې یې د اوربند لپاره د اوکراین ژمنه تکرار کړه او خبرداری یې ورکړی، چې که روسیه وژنې او جګړې ته دوام ورکړي، له لا سختو فشارونو او بندیزونو سره به مخ شي.

هغه وویل: «که روسیه رښتیا هم سوله غواړي، نو باید د خبرو لپاره خپل چمتووالی وښيي. موږ چمتو یو چې په هر ځای کې لکه ترکیه، واتیکان یا سویس کې د مخامخ خبرو لپاره ګډون وکړو. مهمه دا ده چې روسیه ریښتینی هوډ ولري.»

د زېلېنسکي په وینا، د لوېدیځو مشرانو سره هم د سولې بهیر لپاره د راتلونکي اقداماتو پړاو خبرې شوې دي.

هغه ټینګار کړی، چې متحده‌ایالات باید په دې بهیر کې فعال پاتې شي، ځکه چې د واشنګټن له‌خوا له خبرواترو نه هر ډول واټن به یوازې د پوتین په ګټه وي.

د اوکراین ولسمشر زیاتوي: «که روسیه جګړې ته دوام ورکړي، یرغمل شوي او بندیان خوشې نه کړي او غېر واقعي غوښتنې وکړي دا د جګړې د دوام په معنا ده او نړۍ باید له نورو بندیزونو سره ځواب ووايي. موږ تل د سولې لپاره چمتو یو.»

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې په دوه ساعته ټلیفوني خبرو کې هوکړه کړې، چې مسکو او کییف باید «سملاسي» د اوربند د ټینګښت او جګړې د پای ته رسېدو لپاره مذاکرات پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر مرستیال جي ډي ونس د ټرمپ او پوتین ترمنځ له ټلیفوني خبرو سره جوخت خبریالانو ته ویلي، چې واشنګټن په اوکراین کې د جګړې پای ته رسېدو ته ژمن دی، خو د سولې خبرو د ناکامېدو په صورت کې ښايي له منځګړیتوب نه لاس واخلي.

ټرمپ سپین پوستو افریقایانو ته پناه ورکړه، خو افغان کډوال له دې هېواده شړي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۲۲:۵۵ GMT+۱

ګلف ټوډې راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې دویمې دورې په پیل کې د کډوالو پروګرام وځنډاوه او ویې ویل چې دا به تر هغه بیا نه پیلېږي، ترڅو چې د بهرنیو کډوالو راتګ د امریکا له ملي ګټو سره سم نه وي.

څلور میاشتې وروسته اوس روښانه شوې ده، چې څوک د امریکا له ګټو سره برابر ګڼل کېږي او څوک نه: شتمن او سپین پوستي سوېلي افریقايي کروندګر امریکا ته پرېښودل شول، خو له طالبانو تښتېدلي افغانان رد شول.

شاوخوا ۶۰ سوېلي افریقایان چې د حکومت په مالي مرسته واشنګټن ډي سي ته راوستل شوي، د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر کریسټوفر او نورو لوړپوړو چارواکو له خوا یې هرکلی وشو.

هغوی ته به سمدستي د مېشتېدو اسانتیاوې، لکه کور، د خوړو مرسته او نور مالي ملاتړ برابر شي.

ټرمپ همداراز ژمنه کړې، چې دغه افریقایانو ته به د تابعیت اخیستو بهیر چټک شي، حال دا چې د امریکا تابعیت ته نور کډوال کلونه انتظار کوي.

ولسمشر ټرمپ په فبرورۍ کې ادعا کړې وه: «افریکانر قوم (سوېلي افریقايي سپین پوستي) د حکومت له خوا تمویلېدونکي نژادي تعصب څخه تېښته کوي. کله چې له هغه وپوښتل شول چې ولې دغې ډلې ته د استثنا حق ورکړل شو، هغه وویل: “ځکه چې هغوی وژل کېږي او دا نسل‌ وژنه ده، چې تاسو پرې لیکل نه کوی.»

په همدې لړ کې، د امریکا اسقفیه کلیسا چې له کلونو راهیسې یې د کډوالو په مېشتولو کې له فډرالي حکومت سره همکاري کوله، اعلان وکړ چې نور به دا همکاري ختموي.

کلیسا تمه لرله، چې د سوېلي افریقا د کډوالو د ځای پر ځای کولو برخه به هم پر مخ یوسي، خو د حکومت وروستۍ پریکړې د هغوی له اخلاقي کرښې واوښتې.

د کلیسا مشر په یوه پرانیستي لیک کې ولیکل: «زموږ کلیسا تل د نژادي عدالت او پخلاینې لپاره کار کړی او زموږ تاریخي اړیکې له سوېلي افریقا کلیسا سره موږ ته اجازه نه راکوي چې دا پرېکړه ومنو.»

خو تر ټولو زیات دا پرېکړه افغانان ځپي، هغه افغانان چې د امریکا له پوځ سره یې د طالبانو پر ضد شل کلنه جګړه کې اوږه ورکړې وه.

هماغه ورځ چې د افریقایانو هرکلی کېده، د ټرمپ ادارې د زرګونو افغان کډوالو لپاره د "موقتي خوندیتوب حالت" یا TPS پای ته ورساوه او دغه کار د زرګونو هغو افغانانو هیلې هم له منځه یوړې چې لا امریکا ته د راتګ په تمه وو.

دې پرېکړې د هغو امریکایي پوځیانو غوسه راپارولې، چې له دغو افغانانو سره یې اوږه ورکړې وه. شان وین‌ډایور، چې د امریکا د سمندري ځواکونو یو پخوانی افسر دی او د افغان اېواک په نوم د یوې غیر دولتي ادارې مشر هم دی، وویل: «زموږ پخواني سرتېري سخت غوسه دي. دا هېواد دغو خلکو ته ژمنې ورکړې وې. هغوی نه پوهېږي دا څه روان دي..»

په اسټرالیا کې دوه افغان وروڼه د یوې ښځې پر وژنې تورن شوي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۲۲:۴۲ GMT+۱

د اې‌بي‌سي نیوز د راپور پر بنسټ، د اسټرالیا د کوینزلېنډ ایالت پولیسو د بریزبن لوېدیځ ته څېرمه د سپرینګفېلډ په سیمه کې د یوې ۲۳ کلنې ښځې د وژنې په تور د خلیل‌الله او مسیح‌الله په نوم دوه افغان وروڼه نیولي دي.

پولیس وايي، چې خلیل‌الله او د هغه ورور مسیح الله دواړه د «کورني تاوتریخوالي» اړوند پر یوې وژنې تورن شوي دي. دوه ماشومان چې عمرونه یې درې کلن او څلور کلن ښودل شوي، د پیښې پرمهال په کور کې وو.

پولیسو دا پېښه «یوه فاجعه» بللې او په وینا یې، په دې تړاو نورې څېړنې روانې دي.

د اسټرالیا کوینزلېنډ ایالت پولیسو زیاته کړې، چې ۲۶ کلن خلیل‌الله او ۳۰ کلن مسیح‌الله د لومړنیو څېړنو پر مهال له هغوی سره د همکارۍ خبره کړې وه، خو وروسته دواړه په رسمي بیانونو کې د «ابهام او تضاد» له امله تورن شوي دي.

په راپور کې همداراز راغلي، که چېرې دواړه وروڼه د دې پېښې عاملان وپېژندل شي، ښايي له عمري بند سره مخ شي. ټاکل شوې، چې تورن کسان په روانه اوونۍ کې محکمې ته وړاندې شي.

په اسټرالیا کې د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو دا پیښه له «ناموسي وژنې» سره تړلې ده.

په اډیلیډ کې په یوې بلې جلا پېښه کې بیا د یوې افغانې کورنۍ څو غړي د ۲۱ کلنې نجلۍ د وژنې د هڅې په تور چې له یوه غېرمسلم سړي سره یې اړیکه درلوده، محکوم شوي دي.

د اسټرالیا سترې محکمې دا برید د «ناموسي وژنې هڅه» بللې او عاملانو ته یې د بند په ګډون بېلابېلې سزاوې اورولي دي.

ټرمپ: مسکو او کییف باید د جګړې د پای ته رسېدو لپاره «سملاسي» مذاکرات پیل کړي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۲۱:۳۰ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې په دوه ساعته ټلیفوني خبرو کې هوکړه کړې، چې مسکو او کییف باید «سملاسي» د اوربند د ټېنګښت او جګړې د پای ته رسېدو لپاره مذاکرات پیل کړي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د مې ۱۹مه) د خپلې اېکس‌‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې د خبرواترو بڼه «ډېره مثبته»بللې او زیاته کړې یې ده، چې د اوربند جزییات به پخپله د روسیې او اوکراین له‌خوا وټاکل شي.

هغه زیاته کړې، چې روسیه د جګړې له پای ته رسېدو وروسته غواړي له متحده‌ایالاتونو سره یو لوی سوداګریز تړون رامنځته کړي، ترڅو په دغه هېواد کې دندې او ظرفیتونه پراخ شي.

د هغه په وینا، اوکراین کولای شي د دغه هېواد د بیارغونې پرمهال له دې سوداګریزو فرصتونو نه ګټه واخلي.

د امریکا ولسمشر ویلي، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د اروپايي ټولنې کمېسیون مشرې ارزولا فون در لاین، د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون، د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني، د جرمني لومړي وزیر فریدریښ مېرڅ او د فېنلینډ ولسمشر الکساندر سټوب ته یې په جلا-جلا توګه له پوتین سره د خپلې ټلیفوني اړیکې خبر ورکړی دی.

ډونالډ ټرمپ خبر ورکړی، چې د پاپ فرانسس په استازیتوب واتیکان د مذاکراتو کوربه‌توب ته چمتووالی ښودلی دی.

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته په وار-وار ټینګار کړی، چې غواړي د روسیې او اوکراین ترمنځ روانه جګړه پای ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د هغه مرستیال جي ډي ونس ویلي چې واشنګټن په اوکراین کې د جګړې پای ته رسېدو ته ژمن دی، خو د سولې خبرو د ناکامېدو په صورت کې ښايي له منځګړیتوب نه لاس واخلي.