• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې د ملي انرژۍ د امنیت صندوق رییس: افغانستان به د روسیې د نفتو لپاره لوی بازار نه شي

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۱۶:۳۴ GMT+۱

د روسیې د ملي انرژۍ د امنیت صندوق رییس وايي، فکر نه کوي افغانستان به د روسیې د نفتو لوی بازار شي. طالبانو او روسیې د نفتو د تولید او تصفیې په برخه کې یو تړون لاسلیک کړی او دا مهال د ځمکنۍ سروې چارې روانې دي او پلان شته چې په افغانستان کې د نفتو یو تصفیه‌خونه جوړه شي.

کنستانتین سیمونوف د روسیې د تېلواو ګازو اژانس ته ویلي، چې «افغانستان د سون‌توکو د مصرف له نظره ډېر غیر واضح او محدود هېواد دی. هلته د موټرو شمېر ډېر کم دی، سړکونه کم او غرني دي او اقتصاد یې وروسته پاتې دی».

د نوموړي په باور، له همدې امله تمه نه‌کېږي چې افغانستان دې د نفتو لوی بازار شي.

هغه وړاندیز کوي چې روسي شرکتونه باید پر هغو هېوادونو تمرکز وکړي چې هلته د سون‌توکو تقاضا لوړه ده.

کنستانتین سیمونوف زیاتوي، « اندونیزیا، چین او هند ښه انتخابونه دي. سعودي عربستان هم اوس پلان لري چې په هند کې دوه تصفیه‌خونې جوړې کړي، ځکه هند اوس د روسي نفتو تر ټولو لوی واردوونکی دی. خو موږ تمرکز پر افغانستان کړی، چې ښایي دا دومره موثر نه‌وي».

نوموړی وايي، چې په بهر کې د نفتو تصفیه‌خونو کې پانګونه منطقي او معقول اقدام دی، خو دی د دې پلوی نه دی چې روسیه دې په بهر کې د نفتو استخراج ته مخه کړي.

هغه وویل، چې که روسي شرکتونه بهر ته نفت صادر کړي، مالیات یې په روسیه کې پاتېږي، خو که استخراج بهر وشي، نو مالیات یې هلته پاتې کېږي.

ډېر لیدل شوي

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي
۱

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۲

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته

۳

ترکیې د ملکیت او پانګونې له لارې ۶۱۳۴ کسانو ته د تابعیت ورکولو پرېکړې لغوه کړې

۴

هېلن مکنټي: د افغان ښځو د حقونو په اړه د خبرو وخت تېر شوی اوس عملي اقدام پکار دی

۵

په افغانستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي