پښتونخوا کې د توپانونو او باران له امله ۱۰ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان دي

د پښتونخوا ایالتي‌ حکومت د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې ویلي، چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې په بېلابېلو سیمو کې د سختو توپانونو او بارانونو له کبله ۱۰ تنه مړه او ۳۰ نور ټپیان دي. په مړو شویو کې پنځه نارینه، درې مېرمنې او دوه ماشومان شامل دي.