حماس: چمتو یو چې سمدستي د اوربند د هوکړې پر اختلافي مواردو «غېرمستقیم» خبرې وکړو

حماس د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي، چې دوی چمتو دي څو سمدستي له اسراییل سره د اوربند د هوکړې پر اختلافي مواردو «غېرمستقیم» خبرې وکړي.

حماس د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي، چې دوی چمتو دي څو سمدستي له اسراییل سره د اوربند د هوکړې پر اختلافي مواردو «غېرمستقیم» خبرې وکړي.
حماس تر دې وړاندې د غزې په تړانګه کې د اوربند لپاره د امریکا د ځانګړي استازي سټیو ویتکاف د وړاندیز شوي پلان په ځواب کې اعلان کړی و، چې د ۲۸ ژوندي او وژل شویو یرغمل شویو د سپارلو سره موافقه لري، خو لا هم د جګړې د پای ته رسېدو او د اسراییلي ځواکونو د وتلو پر غوښتنو ټینګار کوي.
اخوا، امریکا او اسراییل بیا د حماس دغه غوښتنې د نه منلو وړ بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې حماس بیا د شنبې په ورځ په یوې خپره کړې اعلامیه کې وویل، چې دوی د لسو اسراییلي یرغمل شویو خوشې کولو او د ۱۸ نورو جسدونو سپارلو ته چمتو دي؛ خو په بدل کې یې د اسراییل له زندانونو څخه د فلسطیني بندیانو خوشې کول غواړي.
حماس په خپله اعلامیه کې لیکلي، دا ځواب د اوږدمهالي اوربند، له غزې تړانګې څخه د اسراییل بشپړ وتلو او د غزې خلکو ته د بشري مرستو د رسولو په موخه ورکړل شوی دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان وايي، چې اسراییلي حکومت د عربي هېوادونو د وزیرانو یوه پلاوي ته اجازه نه ده ورکړې، چې لوېدیځې غاړې (رامالله) ته ولاړ شي. نوموړي دا کار د اسراییل د افراطي دریځ او سولې ته د نه ژمنتیا څرګند ثبوت وباله.
شهزاده فیصل وویل:«اسراییل چې د کمېټې د سفر مخه نیولې، دا عمل یې افراطیت او د سولې د هرې جدي هڅې نهمنل ښکاره کوي. موږ به خپلې ډیپلوماټیکې هڅې له نړۍوالې ټولنې سره لا پسې چټکې کړو، څو د دې سرغړونې پر وړاندې ودرېږو.»
نوموړي دا څرګندونې تر هغه وروسته په اردن کې وکړې، چې په دغه هېواد کې د عرب ـ اسلامي ګډ غېرعادي سرمشریزې لهخوا د غزې د روانې جګړې په اړه د بحث لپاره وزیران راټول شوي وو.
د فلسطین ولسمشر محمود عباس هم په دې غونډه کې د ویډیو له لارې ګډون وکړ.
غونډه وروسته له هغه جوړه شوه، چې اسراییل د یادو وزیرانو د لوېدیځې غاړې سفر ته اجازه ور نه کړه.
شهزاده فیصل ټینګار وکړ، چې د فلسطین د ستونزو یوازینۍ حل لاره د یو خپلواک فلسطیني دولت جوړېدل دي.
هغه وویل:«موږ د عربو او مسلمانانو په توګه یوازې هغه حل منو چې له مخې یې یو خپلواک فلسطیني دولت جوړ شي. هغه هېوادونه چې د دوه دولتونو حل لاره اعلانوي، باید دا دریځ د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندلو سره پیاوړی کړي.»
د یوه اوکرایني امنیتي چارواکي او انلاین خپرو شویو ویډیوګانو له مخې، د اوکراین استخباراتي ادارو د یکشنبې په ورځ د روسیې په هوایي اډو کې ۴۰ ستراتیژیکې بم اچوونکې الوتکې په نښه کړې دي. د برید لپاره ډرون الوتکې په باروړونکو ګاډو کې لېږدول شوې دي.
رویټرز وايي، چې په لاریو کې چت لرونکې لرګینې کوټې بار شوې وې او د هوایي اډو تر څنډو وړل شوې وې.
چارواکي وايي، چې ددغو کوټو چتونه د ریموټ کنټرول له لارې پورته کېدل، او بیا ډرونونه له هغه ځایه پورته کېدل او بریدونه یې کول.
د امنیتي چارواکو په وینا، د یکشنبې په ورځ د روسیې پر څلورو هوایي اډو بریدونه وشول، چې ټولټال ۴۱ روسۍ جنګي الوتکې هدف وګرځېدلې. رویټرز نهدی توانېدلی چې دا ادعا خپلواکه تایید کړي.
پر روسي ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې ستراتیژیکې بم اچوونکې الوتکې یو په بل پسې له هوا په نښه کیږي او لوګي ترې پورته کیږي. دغه الوتکې د ایرکوتسک په بیلایا هوایي اډې کې په نښه شوې دي.
د ایرکوتسک سیمهییز والي ایګور کوبزېف تایید کړې چې د بیلایا هوایي اډې سره نږدې د سریدني کلي پر یوه نظامي واحد ډرون برید شوی، خو نه یې ده روښانه کړې چې اصلي هدف څه و. هغه ویلي چې ډرونونه له یوې لارۍ توغول شوي.
اوکراین لرې واټن ویشتونکي توغندي نه لري او یا یې د توغولو اجازه نه لري، خو دا لومړی ځل دی، چې په جګړه کې کیېف یو نوی تکتیک کاروي.
روسي انلاین رسنۍ «بازا» چې ویدیو یې خپره کړې، ویلي دا ویدیو د بیلایا هوایي اډې ترڅنګ ساحه کې اخیستل شوې.
د ایرکوتسک په سیمه کې دغه هوایي اډه د توپولوف Tu-22M فوقالصوت اوږدواټنه بم اچوونکو الوتکو کور دی، چې له اوکراین سره جګړه کې توغندي کاروي.
د اوکراین امنیتي چارواکو ویلي، دا عملیات د "غڼې جال" تر نامه لاندې پلان شوي وو.
په داسې حال کې، چې د اوکراین ولسمشر په استانبول کې خبرو اترو ته چمتووالی اعلان کړی، د کیېف او مسکو ترمنځ جګړه یوې نوې خطرناکې مرحلې ته رسېدلې، ځکه دواړو لوریو یو پربل پراخ ډرون بریدونه وکړل او اتومي الوتکې او یو پل په نښه شول.
د اوکراین ولسمشرولادیمیر زیلینسکي اعلان وکړ چې د هغه د دفاع وزیر رستم عمروف به د دوشنبې په ورځ په استانبول کې د روسیې له استازو سره د سولې په دویم پړاو خبرو کې ګډون وکړي.
دا خبرې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له لوري وړاندیز شوې وې او تر دې دمه یوازینی لوی پرمختګ د بندیانو تر ټولو ستره تبادله ده. خو لا هم دواړه اړخونه د سولې پر سر څه ګډ دریځ نه لري.
د خبرو په درشل کې، په روسیې کې د بریانسک سیمې پر یوه پله چاودنه وشوه چې یو اورګاډی ترې لاندې پرېوت او اووه کسان پکې ووژل شول او ۶۹ نور ټپیان شول. په اورګاډي کې ۳۸۸ کسان سپاره وو. تر اوسه هېڅ لوري د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
اوکراین د روسیې پر اتومي بم غورځوونکو الوتکو، چې د سایبریا په "بلایا" هوايي اډه کې ځای پر ځای شوې وې، برید وکړ. روسیې هم تېره شپه پر اوکراین ۴۷۲ډرونونه توغولي چې دا د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لویه حمله بلل شوې. همداراز، اووه توغندي هم توغول شوي دي. په دغو بریدونو کې د ۴۰ الوتکو او څلورو هوايي ډګرونو په نښه کولو ادعا شوې ده. رویټرز دا ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید کړې.
د روسیې پوځ ویلي چې دوی د اوکراین د سومي سیمې په لور پرمختګ کړی.
اوکراین د روسیې د اوږده واټن اټومي بم وړونکو الوتکو پر یوه هوایي اډه برید کړی، چې دا د جګړې له لیکو شاوخوا ۴۳۰۰کیلومتره لرې په سایبریا کې تر سره شوی برید ګڼل کېږي.
رویټرز د پرو روسي بلاګرانو له قوله لیکلي، په ویډیوګانو او انځورونو کې ښودل کیږي چې د روسیې په بیلایا هوايي اډه کې "Tu-95" او "Tu-22" بم وړونکو او بم اچوونکو الوتکو اور اخیستی.
دا هغه الوتکې دي چې روسیه یې د اوکراین پر اوږده واټن هدفونو د توغندیو توغولو لپاره کاروي.
د اوکراین استخباراتي چارواکو ویلي، چې د هېواد د کورني امنیت ادارې (SBU) په یوه لوی ډرون برید کې د روسیې له ۴۰ زیاتې پوځي الوتکې هدف ګرځولې.
د ایرکوتسک والي ایګور کوبزیف هم تایید کړې چې د یو پوځي واحد پر ضد ډرون برید شوی، خو د اټومي الوتکو یادونه یې نه ده کړې.
د ده له لوري خپره شوې ویډیو کې په فضا کې ډرونونه تېرېږي او یو ستر لوګی تر سترګو کېږي.
ده ویلي، دا د سایبریا په دې سیمه کې لومړی ځل دی چې داسې برید کېږي.
همداراز، د روسیې په شمالي سیمه مورمانسک کې هم د اوکرایني ډرون برید راپور ورکړل شوی. هلته د "اولینیا" هوايي اډه هم موقعیت لري او د ستراتیژیکو بم اچوونکو الوتکو مرکز بلل کېږي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په رسمي ډول په بلوچستان ایالت کې د بلوڅ بېلتون پاله ډله د «هندوستان فتنې» په توګه ونوموله. یاد وزارت ادعا کړې، چې دغه ډله د بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه د هند په ملاتړ د پاکستان ضد وسلهوال فعالیتونه کوي.
د پاکستان دغه وزارت د شنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۰مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دا نوم اېښودنه د دې لپاره شوې؛ تر څو د دغه وسلهوالو د واقعي طبیعت، اند او مرام تر څنګ د شومو پلانونو څرګندونه وشي.
همدا راز زیاته شوې، د بلوڅ بېلتون پالو اصلي ریښه له هنده سرچینه اخلي.
د پاکستان پوځ هم تر دې وړاندې ویلي و، چې هند له خپلو وروستیو ناکامیو اوس غواړي د خپلو نیابتي کسانو په وسیله په بلوچستان او خېبر پښتونخوا ایالتونو کې ګډوډۍ رامنځته کړي.
د بلوڅ بېلتون پالو له لوري پر جعفر اېکسپرېس رېل ګاډي تر برید او د پاکستاني سرتېرو تر برمته کېدو وروسته د پاکستان پوځ پر هند او افغان طالبانو تور پورې کړ، چې یاد برید یې په ګډه طرحه کړی و.
یادې وسلهوالې ډلې څه موده وړاندې نوي ډیلي ته په ښکاره توګه ویلي و، چې د پاکستان پر ضد یې د بریدونو ملاتړ کوي.