• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۳۲زره مټریک ټنه صادرات او واردات کړي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۰۷ GMT+۱

د طالبانو ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د روان لمریز کال په غويي میاشت کې یې د اوسپنې پټلۍ له لارې د اقینې، تورغونډۍ بندرونو او د هرات-خواف پټلۍ له لارې ۳۳۲زره مټریک ټنه صادرات او واردات کړي دي.

په صادراتو کې لویه برخه وچه مېوه، ګران بیه ډبرې، کچالو، وریجې او د انارو جوس شامل وو.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۴

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۵

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

•
•
•

نور کیسې

د نجونو تړلي ښوونځي؛ طالبانو د کازان په تعلیمي ناسته کې د ګډون بلنه منلې

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۱۹ GMT+۱

په داسې حال کې چې لا هم د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې تړلې دي، د طالبانو استازی د روسیې په تاتارستان کې د کازان په تعلیمي ناسته کې ګډون کوي.

د «راتلونکې جوړونه» تر سرلیک لاندې دا درېیمه نړۍواله غونډه ده، چې د بېلابېلو هېوادونو د پوهنې وزیرانو ترمنځ د (غبرګولي ۲۱مه او ۲۲مه) نېټه ترسره کېږي.

که څه هم لا تر اوسه څرګنده نه ده، چې طالبان به په کومه کچه د دغې غونډې برخه‌وال وي؛ خو د طالبانو پوهنې وزیر د (۱۴۰۳ لمریز کال) هم په ورته غونډه کې ګډون کړی و.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر د ۱۴۰۲ لمریز کال په غبرګولي میاشت کې په همدې ډول یوې نړۍوالې غونډه کې برخه اخیستې وه.

په افغانستان کې د روسیې د سوداګریزو اړیکو د مرکز مشر رستم خبیبولین ویلي، چې طالبان تل په فعاله ډول په دې غونډو کې برخه اخلي.

نوموړي زیاته کړې، چې په روانه غونډه کې به د ځوانانو د زده‌‌کړو اړوند مهم موضوعات تر بحث لاندې ونیول شي.

په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو دوامداره بندیز پراخ نړۍوال غبرګونونه راپارولي دي.

ډېر نوموتي کسان، سیاسي مشران او نړۍوال سازمانونه لکه د بښنې نړۍوال سازمان او یونېسف له طالبانو غوښتي، چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي.

خو طالبانو تر اوسه د دغو غوښتنو مثبت ځواب نه دی ورکړی او دا څلورم پرلپسې کال دی، چې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه لري.

له بل پلوه د طالبانو سخت دریځه مشر ملا هبت الله ورځ تر بلې پر ښځو او نجونو خپل محدودیتونه پراخوي.

اوکراین سره په پوله د روسیې په دوو سیمو کې د پلونو نړېدو پېښه کې ۷ تنه وژل شوي دي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۱۰ GMT+۱

روسي چارواکي وایي، چې نن سهار د اوکراین سره په پوله د روسیې په دوو جلا سیمو کې د پلونو نړېدو له امله اور ګاډی له پټلۍ اوښتی، چې پکې اووه تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

رویټرز خبري اژانس که څه هم په خپلواکه توګه دا نده تایید کړې، چې ګوندې دغه پېښه په اوکراین کې له روانې جګړې سره کوم تړاو لري؛ خو د یوه روسي سیاست‌وال له حوالې یې لیکلي، چې «کیف» یوه ترهګریزه سیمه ده.

د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت او سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې د بریانسک په سیمه کې له پټلۍ د اورګاډي اوښتو په پېښه کې اووه کسان وژل شوي او ۶۹ نور بیا ټپیان دي.

د بریانسک والي الکساندر بوګوماز په ټېلګرام کې د یوه پيغام په خپرولو سره وویل، دا مهال ۴۷کسان په روغتون کې بستر دي؛ په ټپيانو کې درې ماشومان هم شامل دي، چې د يو تن روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د غور روغتیايي علومو انسټېټیوټ له نجونو پرته یوازې د هلکانو د جذب اعلان کړی

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۱۲ GMT+۱

د طالبانو عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د غور ولایت روغتیایي انسټېټیوټ روان لمریز کال لپاره نوي زده‌کړیالان جذبوي؛ خو په خبرتیا کې یې یوازې هلکانو ته د نوم لیکنې یادونه کړې او نجونې په کې نه دي ذکر شوې.

یاد وزارت زیاته کړې، یوازې هلکان کولای شي چې په فارمسي، عالي نرسنګ او طبي ټکنالوژیو کې نوم لیکنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو میاشتې وړاندې د طالبانو د مشر ملا هبت الله په امر په روغتیايي برخه کې هم د نجونو پر نیمه او لوړو زده‌کړو بندیزونه ولګېدل.

یو شمېر روغتیایي بنسټونو اندېښنه ښوولې، چې د طالبانو د دغه پرېکړې له امله په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځینه ناروغانو ستونزې ډېرې شوې او روغتیاپالانې هم مخ په کمېدو دي.

د بندیز دغه پرېکړه د افغانستان روغتیایي سکټور او په ځانګړې توګه ښځینه ناروغانو ته په راتلونکي کې جدي ګواښ بلل شوی دی.

طالبانو تر دې پرېکړې وړاندې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو هم بندیز لګولی و او د دغې ډلې تر واک لاندې د پوهنتون دروازې هم د نجونو پر مخ په بشپړه توګه بندې دي.

که څه هم د اسلامي هېوادونو په بېلابېلو ناستو کې د طالبانو دا کار له شرعي اصولو سره په ټکر کې بلل شوی او له دغه ډلې یې غوښتې، چې د نجونو زده‌کړو ته اجازه ورکړي؛ خو د طالبانو سختدریځه مشر نه یوازې دا چې د زده‌کړو په برخه کې یې بندیزونه ختم نه کړل؛ بلکې پر نجونو او ښځو یې لا ډېر محدودیتونه ولګول.

طالبان په پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د مخابراتي ستونزو د حل لپاره ۱۸۷ انتونونه لګوي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت خبر ورکړی، چې په پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ځايي اوسېدونکو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه په بېلابېلو لرو پرتو سیمو کې ۱۸۷ مخابراتي سایټونه جوړوي.

د طالبانو یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې وزیر یې نجیب الله حیات حقاني دغو درېیو ولایتونو ته د سفر پر مهال له ځايي طالب چارواکو او خلکو سره دغه تازه ژمنې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، یوازې «۴۶سایټونه په خوست ولایت کې د نوموړي له لوري د خلکو په غوښتنه منظور شول.

د هېواد په لرو پرتو غرنیو سیمو کې مخابراتي ستونزې یوه لویه او جدي‌ ننګونه ده، چې له کبله یې خلک د اړیکو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د طالبانو دغه وزارت پخوا هم په بېلابېلو سیمو کې دغه ډول ژمنې کړې وې؛ خو لا هم دغه ستونزې پر خپل ځای پاتې دي.

له دې ور هاخوا نورستان یو له هغو ولایتونو دی، چې د مخابراتي شبکو پوښښ په کې خورا کم رنګه دی او ځايي اوسېدونکو یې څو، څو ځله په دې تړاو شکایتونه کړي؛ خو لا یې هم ستونزې نه دي حل شوې.

د یاد ولایت د مرکز پارون په ځینو سیمو کې ان لا مخابراتي شبکې پوښښ نه لري او خلک اړ دي، چې له خپلو کورونو څخه په واټن کې نورو سیمو ته د ټلېفوني اړیکو لپاره لاړ شي.

د مخابراتي شبکو په انټرنېټي خدمتونو هم سختې نیوکې شته. طالبانو که څه هم څو، څو ځله د دغو خدمتونو د ښه کېدو او بیو د کموالي اعلانونه کړي؛ خو خلک شکایت کوي چې په عملي توګه یې د دغو اقداماتو هېڅ څرک نه دی لیدلی.

د مخابراتي چارو کارپوهان وايي، که څه هم په افغانستان کې مخابراتي شبکې د 4G خدمتونو د وړاندې کولو ادعا کوي؛ خو لا هم په رېښتینې توګه هېڅ شبکه په دغه سرعت انټرنېټ نه لري.

طالبانو په نورستان کې د ۴۳مېلیونه افغانیو په ارزښت بیروج پلورلي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۰۷ GMT+۱

په نورستان کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس سید رحیم عمیر ویلي، چې په دغه ولایت کې یې د څه باندې ۴۳مېلیونه افغانیو په ارزښت بېروج پلورلي دي. هغه زیاته کړې،‌ دغه ګران بیه ډبرې د نورستان ولایت په دواب ولسوالۍ کې د ماوې کان څخه ترلاسه شوې دي.

د هغه په وینا؛ دغه بېروج یې د ازادې بولۍ له لارې پلورلي او دوی به ترې ۴مېلیونه افغانۍ عواید هم ترلاسه کړي.

طالبانو تر دې وړاندې هم څو، څو ځله په نورستان او کونړ کې د بېروج ګران بیه ډبرې پلورلې دي. په دغو دوو ولایتونو کې د افغانستان تر بل هر ځایه د ګران بیه ډبرو کانونه ډېر دي.

د راپورونو له مخې؛ په نورستان او کونړ کې په ناقانونه توګه هم د طالبانو د ځینو قوماندانانو له لوري کانونه کېندل کېږي، چې ترلاسه کېدونکي عواید یې د دغه ډلې د ځینو لوړ پوړو غړو جېبونو ته ځي.

همدا راز نیوکې کېږي، چې په یادو ولایتونو کې په خورا غیرمسلکي توګه کانونه کېندل کېږي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم پخواني وزیر شهاب الدین دلاور په ګډون د دغه ډلې په یو شمېر نورو لوړ پوړو غړو تورونه د‌ي، چې ګوندې د کانونو د قراردادونو په برخه کې یې پراخ فساد کړی او د بډو په بدل کې یې ځینو شرکتونو ته قراردادونه ورکړي دي.

همدا راز پر طالبانو تور دی، چې د افغانستان په کانونو یې منګولې ښخې کړې او پرته له ځانګړو معیارونو یې د خپلو عوایدو ډېرېدو لپاره تړونونه کړي.

وېره ده، چې د دغو خپلسرو او نامعیاري تړونونو له کبله به د افغانستان کانونه تر سختو اغېزو لاندې راشي او دغه طبیعي شتمني یې د لوټ کېدو له ګواښ سره هم مخ کړې ده.