• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اېلان ماسک سیاسي هڅه؛ غواړي د امریکا په نوم یو نوی سیاسي ګوند جوړ کړي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۳۸ GMT+۱

د ټسلا او سپېس اېکس شرکتونو اجرایوي مشرا اېلان ماسک اعلان کړی،چې د «امریکا» په نوم یې په متحده ایالتونو کې د یو نوي سیاسي ګوند د جوړولو اراده کړې.

د سي بي اېس نیوز د راپور له مخې، د اېلان ماسک دا اقدام د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د هغه د سختو اختلافاتو وروسته رامنځته کېږي او دا هڅه کولای شي د امریکا په سیاسي ډګر کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي.

تېره اونۍ ماسک په اېکس پاڼه کې یوه نظر پوښتنه خپره کړه او د دغه خواله رسنۍ کې یې له خپلو ۲۲۰ملیون څارونکو څخه وپوښتل: «ایا د دې وخت نه دی راغلی چې داسې ګوند جوړ شي چې د امریکا د منځنۍ طبقې ۸۰سلنه استازیتوب وکړي؟». له ۸۰سلنه څخه زیاتو ځواب ویونکو له دې وړاندیز سره موافقه کړې ده.

د نظرپوښتنې یوه ورځ وروسته، ماسکاعلان وکړ چې هغه د دې نوي سیاسي خوځښت لپاره «امریکا ګوند» نوم غوره کړی دی.

دا نوم د هغه سیاسي کمیټې څخه اخستل شوی چې ماسک له دې وړاندې د ټرمپ او نورو جمهوري غوښتونکو نوماندانو د ملاتړ لپاره جوړه کړې وه. خو داسې ښکاري چې اوس د اېلان ماسک او ټرمپ لارې بېخي جلا شوې دي.

د ماسک د پراخې شتمنۍ سره سره، په امریکا کې د نوي ګوند جوړول له ډېرو قانوني او جوړښتي خنډونو سره مخ کیدونکې چاره ده. نوي جوړ شوي ګوندونه باید په مختلفو ایالتونو کې ثبت شوي وي او د رایې پاڼې کې د څرګندیدو لپاره اړین شرایط پوره کړي، دا هغه کار دی چې منظمو سرچینو او پراخ سیاسي ملاتړ ته اړتیا لري.

د یادولو وړ ده، چې د دې پریکړې له اعلان سره سره، دا لا څرګنده نه ده چې ایا ماسک به په بشپړه توګه له جمهوري غوښتونکي ګوند څخه جلا شي او که نه، هغه په ​​دې وروستیو کې په اېکس خواله رسنۍ د یو کاروونکي پوښتنې ته ځواب ورکړ چې د جمهوري غوښتونکو په لومړنیو ټاکنو کې برخه اخیستل شاید لاهم غوره انتخاب وي.

هغه د «ګوند دننه د اصلاحاتو» امکان ته هم مثبت غبرګون ښودلی دی.

بلخوا د سي بي اېس نیوز یو وروستی راپور ښودلې چې ماسک د امریکا په سیاست کې د ډیر فعال رول لوبولو په لټه کې دی او ممکن د ټرمپ نفوذ وننګوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

زېلنسکي د امریکا ولسمشر ټرمپ سره د لیدنې لپاره په کاناډا کې د خبرو تمه لري

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۰۱:۴۵ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د جي۷ سرمشریزې په ترڅ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د یوې مهمې لیدنې تمه لري. دا سرمشریزه به د جون له ۱۵ څخه تر ۱۷ پورې د کاناډا په کاناناسکيس، البرټا کې ترسره شي.

د ولسمشرۍ دفتر رییس اندري یرماک وویل چې د اوکراین استازي د خپل وروستي واشنګټن سفر پر مهال، د زیلنسکي او ټرمپ ترمنځ د دې لوړې کچې لیدنې لپاره خبرې کړې دي.

اوکرایني استازي چې د لومړي مرستیال وزیر یولیا سویریډینکو تر مشری لاندې امریکا ته سفر کړی و، د دفاع وزارت او د ولسمشرۍ دفتر لوړ پوړي چارواکي هم ورسره وو.

دا سفر وروسته له هغه ترسره شو چې زیلنسکي په جون ۲ مه وویل چې اوکراین له امریکا سره د دفاعي تړونونو او ازاد سوداګریز تړون غوښتونکی دی. هغه زیاته کړه: "ما له ولسمشر ټرمپ سره دا خبره کړې ده.موږ غواړو وسلې واخلو. دا هغه څه دي چې تړون ورباندې دی – دا کومه ډالۍ نه ده."

رویټرز: ښايي د غزې لپاره د امریکا بودیجه د نړۍوالې پراختیا ادارې له‌خوا تامین شي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۰۵ GMT+۱

د راپورونو پر بنسټ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د غزې تړانګې ته د مرستې رسولو د نوي تاسیس شوي بنسټ لپاره د ۵۰۰ مېلیون ډالرو مرستې وړاندیز ارزوي.د دغه بنسټ فعالیتونه له جدي نیوکو او امنیتي خنډونو سره مل دي.

رویټرز خبري اژانس د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ټاکل شوې د غزې لپاره وړاندیز شوې بودیجه د متحده‌ایالاتو د نړۍوالې پراختیا ادارې له‌خوا تامین شي. ویل کېږي چې دا اداره به د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت سره یو ځای شي.

«د غزې د بشري مرستو بنسټ» یا GHF تېره اوونۍ د مرستو وېش پیل کړی دی. په دې موده کې د مرستو د وېش مرکزونو شاوخوا کې سخته ګڼه ګوڼه او تاوتریخوالی رامنځته شوی او د نړۍوالو جدي اندېښنې یې راپارولي دي.

د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، یوازې د جون له لومړۍ تر درېیمې نېټې پورې، له دغو مرکزونو سره نږدې تر ۸۰ ډېر کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

نړۍوالو بنسټونو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو سازمان «د غزې د بشري مرستو بنسټ» کې د شفافیت او بې‌طرفۍ د نشتوالي له امله نیوکه کړې ده.

همداراز، ځینو امریکایي چارواکو ویلي چې دغه بنسټ د بشري مرستو د وېش په برخه کې کافي تجربه نه‌لري او اړتیا ده چې باوري غېردولتي بنسټونه په دې بهیر کې شامل شي، خو سرچینې وایي چې اسراییل په دې بهیر کې د نورو بنسټونو له مداخلې سره مخالفت لري.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پورې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، «د غزې د بشري مرستو بنسټ» او د اسراییل حکومت په رسمي ډول د رویټرز راپور ته ځواب نه دی ورکړی.

امرالله صالح وايي ماسک د ټرمپ له ادارې ووت خو د طالبانو د مالي تمویل مخه ونه نیول شوه

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۵۳ GMT+۱

د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح د کنايي په ډول ویلي، چې د ټرمپ ادارې څخه د ایلن ماسک وتل موږ ته یوه پښېماني ده. نوموړي ویلي هغه ونه توانېد چې پر طالبانو د هرې اونۍ شاوخوا ۶۰ میلیونه ډالره مرسته بندې کړي.

د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح د جمعه په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) پر اېکس پاڼه د کنایې په ډول د ویوک راماسوامي یادونه کړې او ويلي يې دي: «ویوک راماسوامي هوښیار و، چې ځان يې د ژورې لوبې څخه مخکي وژغوره.»

امرالله صالح لیکلي: «د ټرمپ له ادارې څخه د ایلن ماسک وتل موږ ته یواځي یوه پښېماني ده.»

نوموړي ویلي، چې دا زموږ لپاره یو افسوس دی.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ایلان ماسک تر منځ لفظي شخړه د رسنيو سرټکي جوړ شوي.

ټرمپ د اې‌بي‌سي نیوز له خبریال سره په یوه ټیلیفوني مرکه کې له ایلن ماسک سره خپله وروستۍ لفظي شخړه بې‌اهمیته وبلله.

د اوکلاهوما ایالت لوی څارنوال: په ۲۰۲۱ کې راغلي افغانان باید له دغه ایالت نه و ایستل شي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۰۰ GMT+۱

د امریکا د اوکلاهوما ایالت لوی څارنوال جېنټنر ډرامونډ ویلي، ټول هغه افغان کډوال چې په ۲۰۲۱ کال کې په دغه ایالت کې مېشت شوي، باید و ایستل شي. هغه ادعا کړې چې د دې کسانو په سمه توګه ارزونه نه ده شوې او ښايي د عامه خوندیتوب لپاره ګواښ وي.

ډرامونډ چې د یاد ایالت مشرۍ ته نوماند دی، ویلي چې د مالیه‌ورکوونکو د پیسو کارول د دې کډوالو مېشتېدو لپاره ناسم کار و. هغه همداراز، د افغانانو د مېشتېدو لپاره د د دغه ایالت د مخکېني مشر کوېن سټیټ پر پرېکړې نیوکه کړې ده.

ورته مهال،کوېن سټیټ بیا د ډرامونډ په ځواب کې کې زیاته کړې، هغه افغانان چې اوکلاهوما ته راغلي، په ډېر سختو شرایطو کې یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې او اوس د ملاتړ مستحق دي، نه دا چې و ایستل شي.د ده په وینا، څوک چې د سياسي موخو لپاره داسې څرګندونې کوي، په حقيقت کې له ناسمو احساساتو او وېرې نه ګټه پورته کوي.

دې سره جوخت هغه بنسټونو چې د افغان کډوالو په مېشتېدو کې یې مرسته کړې، د امریکا د اوکلاهوما ایالت لوی څارنوال جېنټنر ډرامونډ دا څرګندونې غندلي او د اندېښنې وړ یې بللي دي.

د دې ترڅنګ د اوکلاهوما د کاتولیکانو خیریه بنسټ مشر د پاټریک راګلو وايي چې دا افغانان د تاوتریخوالي نه امریکا ته راغلي، نه دا چې دلته تاوتریخوالی راوړي. د هغه په وینا، د ډرامونډ خبرې غېرواقعي دي او یوازې د کرکې د رامنځته کېدو لامل ګرځي.

د «کیر اوکلاهوما» یوه بنسټ ویرونیکا لیزور چې د مسلمانانو د حقونو لپاره مبارزه کوي، ویلي چې افغان کډوال له سختو امنیتي ارزونو نه تېر شوي دي. هغه زیاته کړې چې د څو کسانو د کړنو له امله باید د ټول قوم یا ټولنې په اړه قضاوت ونه شي.

هغه همداراز ټینګار کړی، ډېری هغه افغانان چې امریکا ته راغلي، له امریکايي ځواکونو سره د همکارۍ له امله له جدي ګواښونو سره مخ وو او اوس په متحده‌ایالاتو کې د یوه خوندي ژوند په لټه کې دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې وړمه ورځ د د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجراییوي فرمان ‌په لاسلیکولو سره د افغانانو په ګډون د ۱۲ هېوادونو پر وګړو دغه هېواد ته د سفر بندیز ولګاوه. په دغه بندیز کې ایران، چاډ، د کانګو جمهوریت، استوايي ګینه، اریتریا، هایټي، میانمار، لېبیا، سومالیا، سوډان او یمن هېوادونه شامل دي.

د ټرمپ نوې سټراټیژي: د روس-اوکراین جګړې پر ځای د چین-امریکا اړیکې مهمې شوي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۳۷ GMT+۱

د بلومبرګ خبري اژانس د امریکايي او اروپايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ له چین سره د اړیکو په نوې تګلاره کې، له روسیې سره د اوکراین پر ضد د جګړې د ملاتړ موضوع ته لږ پام کوي.

چارواکي، چې د نوم نه‌ښودو په شرط یې خبرې کړي، وايي چې اوسني حکومت د دې موضوع ارزښت راکم کړی او پر دوه اړخیزو سوداګریزو، ټکنالوژیکي او اقتصادي مسایلو تمرکز کوي.

دا بدلون د امریکا او د هغې دجي ۷ شریکانو له پخواني دریځه انحراف دی؛ هغه دریځ چې چین یې د روسیې د جګړې اساسي ملاتړ کوونکی باله.

د مارچ په میاشت کې، د G7 بهرنیو چارو وزیرانو د بیجینګ له خوا مسکو سره د ملاتړ غندنه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې چین دې پر پوتین خپل نفوذ وکاروي، خو ټرمپ ویلي، چې له چیني ولسمشر شي جین‌پینګ سره په تازه تلیفوني خبرو کې د روسیې او اوکراین موضوع بحث نه‌شوه.

د ټرمپ دا دریځ داسې ښکاري چې د پخواني ولسمشر جو بایډن له بهرنۍ تګلارې سره څرګند توپیر لري. بایډن د روسیې د یرغل له زاویې له نورو هېوادونو سره اړیکې ارزولې، خو ټرمپ د تعرفو، ټکنالوژۍ بندیزونو، او نایابه طبیعي موادو ته لومړیتوب ورکوي.

له بلې خوا، د ټرمپ نږدې ملاتړی، سناتور لینډسي ګراهام، د روسیې پر ضد د نویو بندیزونو هڅه کوي، چې پکې د چین او هند له‌خوا د ارزان بیې روسي تېلو پر اخیستلو هم محدودیتونه شامل دي. د هغه طرحه د سنا له ۸۰ زیاتو غړو ملاتړ ترلاسه کړی، چې دواړو ګوندونو ته پکې غړي شامل دي.

امریکايي چارواکي همداراز د اروپايي هېوادونو له دې دریځ ناخوښ دي، چې له یوې خوا یې پر چین انتقادونه کړي، خو له بلې خوا یې لا هم د روسیې له انرژۍ ګټه اخیستې.

که څه هم ټرمپ تر دې دمه پر چین کوم نوي بندیزونه نه‌دي لګولي، اروپايي ټولنه بیا د ډېپلوماتیکو او علني فشارونو له لارې پر چین نیوکه کړې. د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره کایا کالاس وايي، بیجینګ د دوګوني استفادې توکي او پوځي تکنالوژي روسیې ته صادره کړې، چې دا کار د جګړې دوام ته زمینه برابروي.