د کابل په کمپنۍ سیمه کې د لیلامي توکو یو سرای اور اخیستی

د کابل پنځمې حوزې اړوند کمپنۍ بازار کې د لیلامي توکو يه یوه سرای کې اور لګېدلی دی. په سیمه کې عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل، چې د اور وژنې کارکوونکي د پېښې ځای ته رسېدلي دي. تر دې مهاله د اور لګېدنې لامل او له امله یې د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.