روسیه وايي چې له امریکا سره د اړیکو ښه کېدل وخت نیسي

کرملین ویلي، چې له امریکا سره د اړیکو ښه کېدو ته ډېر وخت ته اړتیا ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ روانې خبرې اترې به ژر پایله ورنه کړي.

کرملین ویلي، چې له امریکا سره د اړیکو ښه کېدو ته ډېر وخت ته اړتیا ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ روانې خبرې اترې به ژر پایله ورنه کړي.
د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پېسکوف د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «راځئ ووایو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې ډېر خنډونه موجود دي. البته د کومو چټکو پایلو هیله نشته، خو دا یو پیچلی، ګام پر ګام بهیر دی چې پیل شوی او دوام به ومومي.».
هغه دا هم رد کړه چې خبرې اترې بندې شوې دي.

رویټرز راپور ورکړی چې د کوسوو حکومت ویلي، چې د امریکا له خوا د شړل شویو او شړل کېدونکو درېیمګړو هېوادونو تابعیت لرونکو کډوالو منلو ته چمتو دی او په لومړي پړاو کې به هر کال ۵۰کسان ومني. دا اقدام د ځانګړو قانوني او امنیتي شرایطو له پوره کولو سره مشروط دی.
متحده ایالات هڅه کوي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پراخو شړلو ژمنه عملي کړي.
کوسوو، چې په بالکان سیمه کې پروت ۱.۶ میلیونه نفوس لرونکی هېواد دی، له مخکې لا له ډنمارک سره داسې یوه هوکړه کړې چې له ۲۰۲۷م کال څخه به ۳۰۰ زندانیان مني، چې له دې سره به په راتلونکو لسو کلونو کې ۲۱۰ میلیون یورو ترلاسه کړي. دغه راز یې له بریتانیا څخه د شړل شویو کسانو منلو ته هم لېوالتیا ښودلې ده.

د اوسلو ۲۲م نړیوال فورم به نن د چهارشنبې په ورځ په ناروې کې ترسره شي، چې د بېلابېلو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او چارواکي به پکې ګډون وکړي. د اوسلو فورم په ویب پاڼه کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د سږ کال د غونډې موضوع "ټول سره لاس په لاس؛په بدلیدونکې نړۍ کې منځګړیتوب" ده.
دا دوه ورځنۍ غونډه د ناروې د بهرنیو چارو وزارت او د بشري خبرو اترو مرکز له خوا په ګډه تنظیم شوې ده.
په دې غونډه کې به د سعودي عربستان، چین، ایران، عمان، مصر، سوریې، قطر او اوکراین چارواکي او د بهرنیو چارو وزیران ګډون وکړي.
ویل شوي، دا فورم به ګډونوالو ته یوه غیر رسمي فضا برابره کړي چې خپلې تجربې شریکې، ستراتیژۍ پیاوړې او د نړۍ د ځینو خورا پیچلو او اوږدمهاله شخړو د حل لپاره نظرونه سره شریک کړي.
په دې اړه، د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اسپن بارت ایدي ویلي دي چې "منځګړیتوب او ډیپلوماسي د نړیوال ثبات لپاره د لومړۍ کرښې وسیلې دي."
د هغه په وینا، په داسې یوه دور کې چې تاوتریخوالی مخ پر زیاتیدو اتحادونه په ماتیدو دي، او د نړیوالو قوانینو لپاره کمزوری احترام ترسره کیږي، د اوسلو تړونونو په څېر غونډې ګټورې او اړینې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو سره سم څرګنده کړې وه چې ایران باید د اتومي وسلو جوړولو اجازه و نه لري او دا خبره د ایران له خپلې تګلارې سره همغږې ده او کولای شي د یوې هوکړې لپاره بنسټ وګرځي.
عراقچي له ایران سره د اټومي هوکړې د خبرو نوي پړاو په اړه چې ټاکل شوې د یکشنبې په ورځ به پیل شي پر خپل اېکس ولیکل: «داسې یو توافق چې وکولی شي د ایران د اتومي پروګرام سولهيیز ماهیت تضمین کړي، لاسته راوړل کېدای شي او دا بهیر په چټکۍ سره ممکن دی.»
عراقچي د چهارشنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د یادې هوکړې بریا به تر ډېره د ایران د یورانیمو د بډاینې پروګرام د دوام، د اټومي انرژۍ د نړیوال سازمان تر بشپړ څار لاندې او د بندیزونو په ختمېدو پورې تړلې وي.

سکای نیوز د اېلان ماسک په حواله راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ په اړه په خپلو ځینو پوسټونو "پښېمانه" دی. د دواړه خواوو ترمنځ دغه ناندرۍ وروسته له هغه پیل شوې، چې ټرمپ پر اېلان ماسک سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې د هغه د مخالفت له امله "خورا نهیلی" شوی دی.
له هغه وروسته د ټسلا شرکت مشر اېلان ماسک په اېکس پاڼه پر ټرمپ نیوکې وکړې او ویې لیکل: «که زه نه وای، ټرمپ به ټاکنې بایللې وای.»
ټرمپ ماسک ته خبرداری ورکړی و، چې صبر یې پای ته رسېدلی او د هغه له شرکتونو سره به دولتي قراردادونه لهمنځه یوسي او هغه ته یې د «لېوني» خطاب کړی و.
له دې سره هممهاله اېلان ماسک د امریکا ولسمشر د څرګندونو په ځواب کې ویلي و، د ټرمپ نوم د اپستین په جنجالي قضیه کې چې جنسي ځورونې پورې اړه لري، یاد شوی دی؛ خو دغه پوسټ بیا د یکشنبې په ورڅ لرې شوی و.

اسټرالیا، کاناډا، نیوزېلنډ، ناروې او برېټانیا د اسراییل پر ښي اړخو وزیرانو اتمر بین ګویر او بیزلیل سموتریچ بندیزونه اعلان کړي او دوی یې په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په هڅولو تورن کړي دي.
اسراییل او امریکا بیا دغه بندیزونه غندلي؛ خو د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز بیا له دغه اقدام دفاع کړې او ویلي یې دي، چې د اسراییل او امریکا د غبرګونونو وړاندوینه کېده.
هغه له اې بي سي راډیو سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د اسراییل حکومت باید د نړۍوالو قوانینو له مخې خپلې ژمنې پوره کړي.
