• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

عبدالله همیم
عبدالله همیم

خبریال

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۰:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۲:۵۲ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو اړوند سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دغه ولایت استخباراتو د قطر مذاکراتي ډلې غړی او د مولوي هبت‌الله اخوندزاده سلاکار ملا جان محمد مدني د ۸۰۰ زره پاکستاني روپیو رشوت اخېستلو پرمهال نیولی دی.

په کندهار کې د طالبانو د سرچینو په ګډون لږ تر لږه دریو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ډلې غړی، د کندهار د دارالافتاء غړی او د مولوي هبت‌الله اخوندزاده سلاکار ملا جان محمد مدني شاوخوا څلور ورځې وړاندې د دغه ولایت د استخباراتو له‌خوا نیول شوی او اوس بندي دی.

سرچینو ویلي، چې نوموړی د قتل د یوې قضیې د حل لپاره له مقابل اړخ څخه د ۸۰۰ زره پاکستانۍ کلدارو بډو اخېستلو په تور نیول شوی دی.

یوې سرچینې، چې له دې موضوع سره نږدې پاتې ده، وویل:« ملا جان محمد مدني ته، چې د ملا هبت‌الله سلاکار او په کندهار کې د دارالافتاء غړی و، له محکمو څخه ځینې دوسیې په دې هدف ور رسېدلې، چې روغه یې وکړي، یا به یې فتوا ورباندې ورکوله. په یوه قضیه کې چې د قتل وه، ۸۰۰ زره کالداري په رشوت تورن شوی او بندي شو».

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، ملا جان محمد مدني د ملا هبت‌الله له نږدې ملګرو او سلاکارانو څخه دی او د نورو کسانو په پرتله یې له هبت‌الله سره د لېدو لپاره ډېر لاسرسی درلود.

سرچینې زیاتوي، چې مدني په کندهار ښار کې یوه مدرسه او سلګونه شاګردان هم لري او هبت‌الله ته په ډېرو مهمو مسایلو کې مشورې ورکوي.

ملا جان محمد مدني په قطر کې د طالبانو د پخواني سیاسي دفتر له مهمو غړو شمېرل کېده. نوموړي په ۲۰۱۶ کال کې د طالبانو د هغه درې کسیز پلاوي غړیتوب هم درلود، چې له تېر جمهوري نظام سره له مذاکراتو مخکې یې له قطر څخه اسلام‌اباد ته سفر کړی و.

په یاد سفر کې نوموړي د شهاب الدین دلاور او عباس ستانګزي ملتیا کوله.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، د ملا جان محمد مدني د کورنۍ ځینې غړي اوس هم په قطر کې اوسېږي او یو شمېر یې په کندهار کې دي.

ملا جان محمد مدني د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکی دی او لوړې دیني زده کړې یې د عربستان په مدینه ښار کې کړې دي. نوموړی د طالبانو په لومړۍ دوره کې په کندهار کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست پاتې شوی او وروسته یې په سعودي عربستان کې د طالبانو د شارژدافیر په توګه هم دنده کړې ده.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۳

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۴

سرچینې: د طالبانو استخباراتو د طلوع‌نیوز یو خبریال نیولی دی

۵

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

•
•
•

نور کیسې

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۰:۴۲ GMT+۱

د جرمني په بن ښار کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کارزده کړې یا پرکتیکم یو نوی پروګرام اعلان کړی، چې له مخې یې محصلان او نوي فارغان کولی شي په یوه ډیپلوماټیکه استازولۍ کې عملي تجربه ترلاسه کړي.

د اعلان له مخې، دغه پروګرام د هغو کسانو لپاره برابر شوی چې غواړي د کونسلي او اداري چارو په برخه کې عملي او مسلکي تجربه ترلاسه کړي.

کونسلګرۍ ویلي چې دا پروګرام هم اجباري او هم داوطلبانه کارزده کړه رانغاړي.

د غوښتنلیک حق هغو کسانو ته ورکړل شوی چې په جرمني کې د کارزده کړې قانوني اجازه ولري. په دې کې د جرمني او اروپايي اتحادیې وګړي، نړیوال محصلان او نور هغه کسان شامل دي چې د استوګنې اسناد ولري.

کونسلګرۍ په ځانګړې توګه د بن او کولن سیمې هغه کسان هڅولي چې پر جرمني سربېره په پښتو، دري یا انګلیسي ژبو هم پوهېږي، خو د افغانانو روښانه یادونه پکې نه ده شوې.

د اعلان له مخې، کارزده کوونکي په بېلابېلو برخو کې کار کولی شي، چې حقوقي چارې، د پاسپورټ خدمات، د ویزې او نړیوالو اړیکو برخه، معلوماتي ټکنالوژي او ډیجیټلي خدمتونه او همدارنګه عامه اړیکې او رسنۍ پکې شامل دي.

کونسلګرۍ ویلي چې ګډونوال به په څو ژبني او بین‌الفرهنګي چاپېریال کې د کار تجربه ترلاسه کړي، د کونسلي حقونو او عامه ادارې له چارو سره به بلد شي او د پروګرام په پای کې به د کارزده کړې رسمي تصدیق هم ورکول کېږي.

خو طالبانو دا هم ویلي، چې د کارزده کړې په برخه کې ګومارل کېدونکو کسانو ته معاش نه ور کول کیږي.

طالبانو په کندز کې له یوه اذربایجاني شرکت سره د سرو زرو کان تړون لاسلیک کړی

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې د کندز ولایت د قلعه‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج قرارداد یې له سبحان مومند او د اذربایجان اړوند یوه شرکت سره د ۲۰ میلیونه او ۲۴۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د پنځو کلونو لپاره لاسلیک کړی دی.

د یاد وزارت ویاند، همایون افغان پر خپل ایکس لیکلي، چې د قرارداد له مخې به د اذربایجان ریف ګروپ LLC د ۳۰ سلنه رویالټۍ د ورکړې ترڅنګ ۲۰۰ زره امریکایي ډالر په ټولنیزو خدمتونو ولګوي.

د نوموړي په وینا، د دې پروژې له لارې به په مستقیم او غیرمستقیم ډول شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

همایون افغان زیاته کړې، چې د تړون د لاسلیکولو په مراسمو کې د قرغیزستان او اذربایجان سفیرانو ترڅنګ د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هم ګډون درلود.

د طالبانو استخباراتو د طلوع نیوز خصوصي تلویزیون دوه خبریالان نیولي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۰ GMT+۱

په کابل کې د طالبانو استخباراتو د طلوع نیوز خصوصي ټلوېزیون دوه خبریالان عمران دانش او منصور نیازی زنداني کړي دي. طلوع نیوز ددې خبر په تایید سره ویلي، طالبانو دوی ته خبر ورکړی چې د نیول کېدو جزئیات به یې له «قانوني څېړنو» وروسته شریک شي.

په کابل کې سرچینو نن یکشنبه، د غويي پر ۲۰مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو استخباراتو د طلوع نیوز خصوصي تلویزیون خبریال منصور نیازی د چارشنبې په ورځ له شیرشاه مېنې نیولی دی.

سرچینې زیاتوي، چې له منصور نیازي وروسته د طالبانو استخباراتو نن یکشنبه د طلوع نیوز یو بل خبریال عمران دانش هم نیولی دی.

طلوع نیوز په پیل کې دا خبر د «نیولو» کلمې په کارولو خپور کړ، خو وروسته یې لرې کړ او د «نیول کېدو» کلمې پر ځای یې د «توقیف» کلمه وکاروله.

طالبانو تر اوسه د دغو خبریالانو د نیولو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته طلوع نیوز د طالبانو د مقرراتو او رسنیو له چلند سره سم په خپل نشراتي چلند کې په لوی بدلون سره خپل فعالیت ته دوام ورکړی.

دوه اونۍ وړاندې د طلوع نیوز مسوول فرید الله محمدي په ارګ ک طالبانو په یوه غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د رسنیو «نسبي ازادي» په سیمه کې بې ساري ده.

د پنجشنبې په ورځ د طالبانو استخباراتو په کابل کې د «پیګرد» خبري اژانس مشر احمد جاوید نیازي ونیوه او د هغه برخلیک لا هم نامعلوم دی.

جرمني شاوخوا ۸۰۰ افغانانو ته د انتقال اړوند ورکړل شوي ژمنلیکونه لغوه کړي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۰:۲۰ GMT+۱

د جرمني حکومت د ۲۰۲۵ کال له می میاشتې راهیسې سلګونو افغان پناه غوښتونکو ته ورکړل شوې ژمنې بېرته اخیستې دي. د جرمني د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له ۱۰۵۴ افغانانو څخه چې اوس هم جرمني ته د تلو انتظار باسي، یوازې ۱۲۶ کسان د سفر په رسمي بهیر کې پاتې دي.

دغه معلومات د جرمني پارلمان کې د زرغون ګوند د پوښتنې په ځواب کې ورکړل شوي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت له ځواب څخه څرګندېږي چې حکومت د پاتې ۹۲۸ کسانو له ډلې ۷۸۳ کسانو ته ورکړل شوي ژمنلیکونه په بشپړه توګه لغوه کړي دي. وزارت د ډېری قضیو لپاره «د سیاسي علاقې له منځه تللو» دلیل راوړی دی.

د یوه ځانګړي فدرالي پروګرام په اړه د وزارت معلومات روښانه نه دي. د ۷۰ کسانو قضیې لا هم د لغوه کېدو په بهیر کې دي او د نورو ۷۵ کسانو د وضعیت په اړه حکومت هېڅ معلومات نه دي ورکړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو سره هممهاله، جرمني حکومت زرګونو افغانانو ته د تخلیې او منلو ژمنې ورکړې وې. په دغو کسانو کې د جرمني پوځ او نورو ادارو پخواني همکاران، د ښځو د حقونو فعالان او د بشري حقونو مدافعین شامل وو. د همدې لپاره بېلابېل بشري پروګرامونه جوړ شوي وو.

اوس حکومت غواړي دغه پروګرامونه پای ته ورسوي. له همدې امله نورې نوې ژمنې نه ورکول کېږي او پخوانۍ ژمنې هم بېرته اخیستل کېږي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، اوس هم ۱۰۵۴ کسان په پاکستان او افغانستان کې د جرمني د ملاتړ په تمه دي. ډېری انتظار اېستونکي کسان په پاکستان کې دي، خو ۱۸۱ کسان افغانستان ته بېرته شړل شوي دي. پاکستاني چارواکو هغوی څو میاشتې مخکې اخراج کړي وو. د جرمني حکومت ویلي چې د دغو کسانو ژمنې نور اعتبار نه لري.

د ۲۰۲۵ کال له می میاشتې راهیسې د جرمني حکومت د۲۸۸ افغانانو ژمنلیکونه لغوه کړي دي. دغه پروګرام د پخوانیو وزیرانو له خوا جوړ شوی و، څو قاضیان، خبریالان، د ښځو د حقونو فعالان او نور زیانمن افغانان جرمني ته ولېږدوي.

اوس مهال ۴۹۸ کسان د جرمني په اداري محکمو کې د حکومت پر ضد دعوې لري. همداراز ۹ قضیې د اساسي قانون تر سترې محکمې رسېدلې دي.

د جرمني د کوریکټیو رسنۍ د رپوټ له مخې، د زرغون ګوند سیاستوالې شاهین ګمبیر د حکومت پر پرېکړه نیوکې کړې دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، د۲۵ هغو کسانو ته ژمنلیکونه هم لغوه شوي دي چې ډېر زیانمن ګڼل کېدل. په دغو کسانو کې یوازې ښځې او هغه کسان شامل دي چې د خپل جنسیت یا هویت له امله له خطر سره مخ دي.

ګمبیر له حکومته غوښتي چې ټول اغېزمن کسان ژر تر ژره جرمني ته ولېږدول شي. د هغې په وینا، دغو کسانو کلونه د جرمني پر ژمنو باور کړی او اوس په جدي خطر کې دي. هغې ویلي: «له دوی څخه ملاتړ اخیستل او د اخراج له لارې یې د مرګ له خطر سره مخ کول، غیر مسوولانه او غیر انساني عمل دی».

ننګرهار کې د پولیو کمپاین؛ طالب چارواکي وایي د دغه ناروغۍ صفر کېدو ته نږدې یو

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۰۹:۰۰ GMT+۱

د ننګرهار ولایت مقام وایي، په دغه ولایت کې د پولیو ضد واکسین نوی کمپاین د روغتیايي ادارو او نړیوالو همکارانو په همغږۍ د عملي کېدو په حال کې دی، په داسې حال کې چې چارواکي د ناروغۍ د بشپړې محوې ته د نږدېوالي ادعا کوي.

د ولایت د رسنیو دفتر په وینا، په همدې تړاو په شوې همغږۍ ناسته کې ویل شوي چې له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې په ننګرهار کې د پولیو هېڅ مثبته انساني پېښه نه ده ثبت شوې، خو په بهسودو ولسوالۍ کې د چاپېریالي نمونو مثبتې پایلې لا هم د څارنې اړتیا ښيي.

مسوولین زیاتوي چې د واکسین پوښښ په پراخه کچه بشپړ شوی، خو لا هم په ځینو محدودو سیمو کې د کورنیو د قناعت لپاره هڅې روانې دي څو ټول ماشومان واکسین شي.

د چارواکو په وینا، د نوي کمپاین هدف د پولیو د انتقال د پاتې خطرونو له منځه وړل او د ناروغۍ بشپړ مهار ته رسېدل دي.

همداراز ویل شوي چې د روغتیايي مرکزونو د خدمتونو د ښه والي او د مور او ماشوم د خوندیتوب لپاره د ځینو روغتونونو د ملاتړ او انرژۍ پروژو د پیاوړتیا غوښتنې هم مطرح شوې چې د همکارو ادارو له لوري یې د تطبیق ژمنه شوې ده.