• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

لانګ وار ژورنال: د داعش خراسان ډلې د پېدایښت اصلي لامل د ملا عمر د مړینې پټول وو

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۵۳ GMT+۱

لانګ وار ژورنال وایي، چې د طالب ډلې د وژل شوي پخواني مشر ملا اختر محمد منصور هغه پرېکړه چې د ملا عمر مړینه یې پټه کړه؛ د دې لامل شوه، چې د داعش خراسان ډله راڅرګنده شي.

لانګ وار ژورنال د طالبانو د وژل شوي پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د نهم تلین په مناسبت په یوه راپور کې ویلي، چې د طالب ډلې بنسټ اېښودونکي ملا عمر د مړینې په اړه د طالبانو د مشرتابه شورا هغه پرېکړې چې د مشر «ملا عمر» مړینه تر ډېره پټه وساتي؛ د دوی ترمنځ ژور خپلمنځي اختلافات راپورته کړل، چې په پایله کې یې د داعش ډلې د خراسان څانګې د راڅرګندېدو لپاره لاره هواره شوه.

د دغه مجلي په وینا؛ طالبانو د خپل پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو نهم تلین په مناسبت هغه ته د «زړورتیا او بصیرت شهید» لقب ورکړ او د هغه یاد یې په رسمي ډول وستایه. دا پیغام د طالبانو رسمي وېبپاڼې «الاماره» له لارې (د مئ په ۲۲مه) خپور شو، چې پکې د ملا منصور ژوند، مبارزې او مشري ته پکې ځانګړې پاملرنه شوې وه.

خو لانګ وار ژورنال لیکلي، چې په ۲۰۱۳کال کې د ملا عمر له مړینې وروسته اختر محمد منصور دغه حقیقت د دوو کلونو لپاره د طالبانو له جګړه‌ییزو قوماندانانو پټ ساتلی و او د ملا عمر په نوم یې فتواوې او بیانونه خپرول.

په راپور کې راغلي، دغې «دوکې» د اختر محمد منصور د مشرتابه مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوست او د طالبانو د با نفوذه شخصیتونو لکه د ملا عمر ورور، د هغه زوی یعقوب مجاهد، د کوډ داد الله (ملا داد الله) کورنۍ او نورو ترمنځ یې سخت غبرګونونه راوپارول.

لانګ وار ژورنال زیاتوي، چې د طالبانو ځینو ډلو د خپل مشر ملا محمد عمر د مړینې له اعلان وروسته د یو څه مودې لپاره له اختر منصور سره له بیعت کولو ډډه او انکار وکړ، چې په پایله کې د طالبانو ترمنځ خپل منځي شخړو زور واخیست.

د دغې مجلې په وینا؛ دغه توپیرونه د دې لامل شول، چې ځینې ډلې له طالبانو څخه جلا شي.

لانګ وار مجلې د راپور له مخې؛ د ازبکستان د اسلامي غورځنګ شاوخوا نیمایي غړي، د افغان او پاکستاني طالبانو ځینې ناراضه ډلې او د طالبانو په ډله کې د القاعدې شبکې غړي د دغه ډلې له لیکو څخه جلا او د داعش ډلې خراسان څانګه یې جوړه کړه، چې لا هم دغه ډله تر ننه پورې په افغانستان کې د طالبانو تر ټولو ګواښونکو سیالانو په توګه پاتې ده.

ملا اختر محمد منصور چې په ۲۰۱۳ کال کې د ملا محمد عمر له مړینې وروسته د دغه سخت دریځې ډلې واک او مشري په غاړه واخیست، د ۲۰۱۶کال په مئ میاشت کې د پاکستان او ایران ترمنځ د سفر پرمهال په داسې حال کې چې پاکستانی پاسپورټ او پېژندپاڼه یې لرله؛ د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

لانګ وار ژورنال لیکلي، که څه هم د هغه مړینه طالب ډلې ته یو تاکتیکي ګوزار وو؛ خو دا د دوی د دوامداره پوځي پرمختګ د مخنیوي لامل نشو.

په هغه اعلامیه کې چې طالبانو د اختر محمد منصور د مړینې د کلیزې په مناسبت خپره کړې وه؛ دوی هغه د یوه داسې شخصیت په توګه معرفي کړی، چې طالبانو ته یې «یووالی، پراخې فتحې، د قدرت له مقام څخه ډیپلوماسي او په رهبرۍ کې ټیکاو» راوستی؛ خو د لانګ وار ژورنال په وینا، د ملا عمر د مړینې په پټولو کې د هغه رول د طالبانو د معاصر تاریخ یو له تیارو او پټو څنډو په توګه یادېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

افغانستان به د «سي پیک» په دویم پړاو کې د سیمه‌ییز اتصال ترټولو مهم رول ولوبوي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۲۲ GMT+۱

افغانستان به د «سي پېک» په دویم پړاو کې د دغه پروژې یو مهم شریک او د سیمه‌ییز اتصال ترټولو مهم رول ولوبوي، چې له امله به یې د سیمه‌ییز اتصال، اقتصادي پرمختګ او ژورې همکارۍ نوې دروازې پرانیستل شي.

پاکستان اوبزرور وېب‌پانې په خپله سرمقاله کې لیکلي، چې په دې وروستیو کې د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ درې اړخیزه ناسته چې په بیجېنګ کې ترسره شوه، یوه تاریخي پرېکړه یې وکړه، چې له مخې به یې « سي پیک» تر کابله پورې وغځول شي.

دغه پرېکړه د افغانستان لپاره ستره اقتصادي او ستراتیژیکه لاسته‌ راوړنه ده؛ ځکه چې له دې سره به دا هېواد د سوېلي او منځنۍ اسیا ترمنځ د یوه مهم ترانزیټي پل حیثیت پیدا کړي.

مقاله زیاتوي، یاده پرېکړه به نه یوازې د سیمې د هېوادونو ترمنځ‌ د سیمه‌ییز اتصال لپاره نوې لارې پرانیزي؛ بلکې د ترانسپورت، کانټینري سیسټمونو، TIR چوکاټونو، خوړو خوندیتوب او انرژۍ برخو کې هم پراخ فرصتونه رامنځته کړي.

په سرمقاله کې راغلي، چې د « سي پیک » د یوې برخې په توګه به د ترمذ – کابل – پېښور – کراچۍ او ترمذ – شبرغان – کابل ټرانزیټي دهلیزونه به نه یوازې د سوداګرۍ بهیر چټګ کړي؛ بلکې د افغانستان لپاره به د ټرانزیټ په عوایدو کې زیاتوالی او دغه هېواد ته د زېربنایي پروژو، ګډو صنعتي زونونو او انرژۍ د پراختیا فرصتونه برابر کړي، چې دا به په مستقیم ډول د افغانستان اقتصاد ته وده ورکړي.

اوبزرور لیکلي، چې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان تر منځ وړاندیز شوې د رېل ګاډي درې اړخیزه پروژه به د افغانستان لپاره یو ستر اقتصادي نوښت وي چې په پلي کولو سره به یې د وخت، پیسو او انرژۍ سپما ممکنه او له دغې لارې به د دغه هېواد لوجستیک، ساختماني او ترانسپورتي سکتورونه پراختیا ومومي چې له امله یې په رزګونه کاري فرصتونه رامنځته کېدای شي.

مقاله په سیمه‌ییزه همغږۍ او ټیکاو کې د افغانستان رول او ګټو ته په اشارې سره وایي، چې د اقتصادي همکارۍ پراخېدل کولای شي د دغه هېواد پر سیاسي او امنیتي ټیکاو هم مثبته اغېزه وکړي؛ ځکه چې سیمه‌ییزه اړیکه د متقابلې هوساینې زمینه برابروي.

بل خوا د اقتصادي چارو کارپوهان باور لري، که د افغانستان دننه لازمې اسانتیاوې، قانوني چوکاټونه او امنیتي وضعیت برابر شي؛ نو دا هېواد کولای شي د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او ترانزیټ په مرکز بدل شي؛ خو د طالبانو حضور او د دوی د سختو تګلارو له امله رامنځته شوې نړۍواله انزوا د داسې لویو پروژو د پلي کولو پر وړاندې د خنډ اصلي لاملونه دي.

روسي چارواکی: په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت لپاره زمینه برابره شوې ده

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۱۲ GMT+۱

د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو مشر الکساندر بورتنیکوف وايي، چې د اوکراین د جګړې او د ایران موضوع په څېر مسلو په افغانستان کې د داعش او د هغې د څانګو فعالیت ګړندی کړی دی.

نوموړي دغه څرګندونې په ​​مسکو کې د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو د ترهګرۍ ضد څانګو د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې کړې دي.

نوموړي دارنګه په منځني ختیځ، افریقا، د افغانستان-پاکستان سیمې او مرکزي اسیا کې د بې ثباتۍ له امله د رامنځته شویو ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د دغو ګواښونو د خپرېدو لوی لامل یې د لوېدیځ سیاستونه وبلل.

هغه زیاته کړې، په سوریه کې سیاسي بدلونونه، په غزه کې شخړه، پر ایران دوامداره فشار او په لیبیا کې د وضعیت خرابېدل په ټوله نړۍ کې د اسلامي افراطیت خپرېدو سره مرسته کوي او په دغه شرایطو کې په افغانستان کې د داعش او د هغې د څانګو فعالیت زیات شوی دی.

دغه اندېښنې داسې مهال څرګندېږي، چې همدا وړمه ورځ طالبانو په کابل کې د داعش ډلې پر وړاندې له یو لړ عملیتو خبر ورکړ.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په وار، وار ویلي، چې داعش-خراسان په افغانستان کې فعال او منظم حضور نه‌لري.

د طالبانو او ایران د روغتیا وزیرانو په تهران کې د روغتیايي همکاریو په اړه بحث کړی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۴۲ GMT+۱

په کابل کې د ایران سفارت ويلي، چې د طالبانو د عامي روغتیا وزير نورجلال جلالي په تهران کې د ایران د روغتیا له وزیر محمدرضا ظفر قندي سره ليدلي. د سفارت په خبره، په دې لیدنه کې په روغتيايي چارو کې د دوه اړخیزو همکاريو پر پراخوالي خبرې شوي.

د طالبانو د روغتيا وزیر نورجلال جلالي د دوشنبې په ورځ تهران ته سفر کړی او د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) یې د «ایران هلت» نندارتون څخه لیدنه وکړه.

د معلوماتو له مخې، د طالبانو دغه وزیر د ایران د خوړو او درملو ادارې د طبي تجهیزاتو له عمومي مشر سعید رضا شاه مرادي سره هم لیدلي او پر بېلابېلو برخو يې ورسره خبرې کړې دي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې «جلالي د دې سفر په جریان کې د طبي تجهیزاتو د نویو تولیداتو او ظرفیتونو څخه هم لیدنه وکړه او نوي څه یې ترې زده کړل.»

دا لیدنه په داسې حال کې کېږي، چې ایران افغانستان ته د خپلو درملو صادرولو ته ځانګړې پاملرنه کړې.

ایراني چارواکو ویلي، چې هېواد یې د افغانستان ۷۰ سلنه درمل چمتو کوي.

په افغانستان کې نږدې «له هرو پنځو وګړو څخه یو یې د ماین په سیمو کې ژوند» کوي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۴۶ GMT+۱

ټېلګراف ورځپاڼې د «هالو ټرسټ» بنسټ په حواله راپور ورکړی، چې په افغانستان کې نږدې له هرو پنځو وګړو څخه یو یې په هغو سیمو کې ژوند کوي، چې د ماینونو او ناچاودو توکو له خطره ډکې دي. دا په دې معنا چې شاوخوا شپږنيم میلیونه افغانان په داسې سیمو کې مېشت دي.

د دې ادارې په وینا، افغانستان له اوکراین وروسته په نړۍ کې دویم هېواد دی چې تر ټولو زیات له ناچاودو توکو ککړ هېواد دی او د څلورو لسیزو پرله‌پسې جګړو سره سره، د ځمکنیو ماینونو له امله رامنځته شوي ګواښونه لاهم د زرګونو افغانانو ژوند ګواښي.

دا ستونزه تر هغې وروسته نوره هم ناوړه شوې، چې لسګونه زره افغان کډوال له پاکستان او ایران نه افغانستان ته دننه شول. ډېری دا خلک په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له هېواده وتلي و او اوس د ژوندي پاتې کېدو لپاره ډېر لږ امکانات لري.

هالو ټرسټ بنسټ چې له ۱۹۹۸ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي، تر دې دمه یې تر ۸۰۰ زرو ډېر ماینونه او ۱۱ میلیونه ناچاوده‌ توکي پاک کړي دي، خو د نړۍوالو مرستو په ځانګړي ډول د امریکا نړۍوالې پراختیايي ادارې (USAID) د مرستو کمېدو له امله دا اداره اړ شوې، چې خپل کارکوونکي له ۲۲۰۰ نه ۱۰۰۰ ته راکم کړي.

په افغانستان کې د نوموړي بنسټ د پروګرامونو مشر ډاکټر فرید همایون خبرداری ورکړی، چې افغانستان ممکن «یوه هېره شوې بشري ستونزه» شي.

هغه وویل: «افغانان له ۴۰ کلونو نه ډېر له جګړو، بې‌ځایه‌ کېدو او بې‌وزلۍ سره لاس او ګرېوان دي. نړۍواله ټولنه باید په دې حساس وخت کې خلک یوازې پرېنږدي.»

هالو ټرسټ اندېښنه ښودلې، چې د ماین‌پاکۍ پروګرامونه به په راتلونکي کې زیانمن شي، په ځانګړي ډول ځینو اروپايي هېوادونو ویلي، چې غواړي له اوتاوا تړون څخه ووځي؛ هغه تړون چې د افرادو ضد ماینونو کارول او ساتل منع کوي.

له سوریې او افغانستان سره د لوېدیځ چلند؛ ولې دمشق منل شوی او طالبان لا هم منزوي دي؟

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۳۹ GMT+۱

په داسې حال کې چې نړۍ لا طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي او افغانستان هم له بشپړې سیاسي انزوا سره مخ دی، د احمد الشرع په مشرۍ د سوریې نوی حکومت د یو شمېر لوېدیځو او سیمه‌ییزو هېوادونو له پراخ او تود هرکلي سره مخ شوی دی.

امریکایۍ فارن پالیسۍ مجلې په یوې نوې څېړنیزه مقاله کې چې د سه‌شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) خپره شوې، ویلي چې په چلند کې دغه توپیر د لوېدیځ د بهرني سیاست د معیارونو په تړاو جدي پوښتنې راپورته کړې دي.

د تحریر شام مشر احمد الشرع چې یو وخت یې له القاعدې سره تړاو درلود، اوس په دمشق کې د یوه هېواد واک په لاس کې لري او د امریکا او فرانسې د ولسمشرانو په ګډون یې د نړۍ له لوړپوړو چارواکو سره لیده‌کاته کړي دي. دې سره جوخت، افغانستان نه یوازې په نړۍواله کچه په انزوا کې دی، بلکې د امریکا د سفر د بندیزونو په وروستي نوملړ کې هم شامل شوی دی.

د فارن پالیسۍ مجلې په څېړنیزه مقاله کې راغلي، چې د چلند د دغه توپیر دلیل د حکومتونو له فعالیت سره نه، بلکې د لوېدیځ لپاره د هېوادونو د ستراتیژیک اهمیت کچه، د دواړو هېوادونو د مشرانو عمومي تصویر او په لوېدیځ کې د یادو هېوادونو د کډوالو ټولنې د تعامل له ډول سره تړاو لري.

سیاست، انځور او جغرافیه

د دغه تحلیل پر بنسټ، د سوریې نويو مشرانو وکړای شول چې خپل انځور بدل کړي او په رسمي جامو او نرم پیغامونو سره راڅرګند شي، په داسې حال کې چې طالبان لاهم د تېرو وختونو غوندې په دودیزه او تړلې بڼه کې دي.

همداراز ویل کېږي، چې د افغان او سوري کډوالو د تعامل ډول په لوېدیځو هېوادونو کې د پالیسيۍ‌جوړوونکو پر ذهنیتونو هم اغېز کړی دی. سوري ټولنه، په ځانګړي ډول په اروپا کې تر ډېره د خپل هېواد له نوي حکومت سره د تعامل غوښتونکې ده، خو د افغان کډوالو ټولنه، په تېره بیا په متحده‌ایالاتو کې مېشت افغانان، د طالبانو د منزوي کېدو، بندیزونو د پاتې کېدو او ان د هغوی پر ضد د مخالفو جبهو د ملاتړ غوښتنه کوي.

بشري حقونه او سیاسي واقعیتونه

د طالبانو په پرتله د سوریې نويو مشرانو په ظاهري ډول ډېرې ټولنیزې او مدني ازادۍ منلي دي. په دمشق کې ښځې په ادارو کې کار کوي، نجونې ښوونځیو ته ځي او فرهنګي فعالیتونه روان دي، خو په افغانستان کې نجونې له زده‌کړو محرومې شوې دي، ښځې له ډېرو ټولنیزو برخو اېستل شوي او پر فردي حقونو شدید بندیزونه لګول شوي دي.

له دې سره سره، د دې څېړنې لیکوال ټینګار کوي، چې له سوریې سره د لوېدیځ چلند، تر ډېره د بشري حقونو پر معیارونو نه، بلکې پر جیوپولیټيکي ګټو او سیاسي واقعیتونو ولاړ دی. هغه وایي: «سوریه د امریکا او اروپا لپاره مهمه ده، خو افغانستان نور چندان اهمیت نه‌لري.»

د تعامل او انزوا ازموینه

فارن پالیسي لیکي، چې الشرع او طالبان دواړه د واک له خلا او د پخوانیو حکومتونو له سقوطه ګټه اخیستې او واک ته رسېدلي دي، خو د نړۍ متفاوت چلند له دوی سره دا ښيي، چې په نړۍوال سیاست کې مشروعیت تر ډېره د ګټو، انځور او کړنو له لارې ترلاسه کېږي، نه یوازې پر خاورې د کنټرول له لارې.

د دې څېړنیزې مقالې لیکوال وړاندیز کوي، چې طالبان پر خپلو دواړو کورنیو او بهرنیو پالیسیو بیا غور وکړي او همداراز متحده‌ایالات باید له سوریې سره په خپلو اړیکو کې د مثبتې پایلې د ترلاسه کېدو په صورت کې له افغانستان سره هم حقیقي اړیکې په پام کې ونیسي.

څه موده مخکې د امریکا له ولسمشر سره د احمد الشرع د لیدنې او پر سوریې د ټرمپ د بندیزونو د پای ته رسېدو له اعلان سره سم، د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده او د سوریې لنډمهالې دورې ولسمشر ترمنځ د افغانانو په منځ کې بېلابېل بحثونه او څرګندونې وشوې. په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه د دې دواړو څېرو پر سیاستونو، کړنو او نړۍوالو اړیکو تمرکز کاوه.

د ځینو افغانانو نظر دا و چې احمد الشرع په سوریه کې د جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې مهم رول لوبولی. د خپلو خبرو له لارې یې د نړۍوالو پر وړاندې یو مثبت تصویر وړاندې کړی دی. افغان خبریال ولي ارین پر خپلې اېکس‌‌پاڼې لیکلي و: «یوه ترهګر خپل هېواد له نړۍ سره وصل کړ او بل ترهګر د افغانستان په څېر هېواد تیاره انزوا ته یوړ.»