• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ رییس: طالبانو د داعش ګڼ جنګیالي قبایلي سیمو ته تمبولي دي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۰۴ GMT+۱

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ رییس جنرال مایکل ای کورېلا ویلي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانستان د داعش پر وړاندې خپلې هڅې زیاتې کړې او ډیری جنګیالي یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې قبایلي سیمو ته تمبولي دي. کوریلا پاکستان په « ترهګرۍ ضد نړۍ کې یو فوق العاده ملګری» وباله.

کوریلا، چې سږ کال په دوبي کې تقاعد کېږي، د سې شنبې په ورځ د امریکا د کانګرس د وسله والو ځواکونو جرګه‌ ګۍ ته د خبرو پرمهال وویل، چې داعش خراسان، چې په افغانستان کې فعالیت لري، د هغو متحرکو ترهګرو په ډله کې دی، چې د امریکا په ګډون په نړۍ کې په « بهرنیو دسیسو» کې ښکیل دی.

کوریلا له داعش-خراسان سره په مبارزه کې د پاکستاني پوځ او لوی درستیز عاصم منیر د رول په اړه وضاحت ورکړی دی.

کوریلا په خپلو خبرو کې وویل، چې « له پاکستان سره د یوې فوق العاده ملګرتیا له لارې، دوی داعش-خراسان تعقیب کړی دی، لسګونه یې وژلي دي. د هغو اړیکو له لارې چې موږ یې ورسره لرو، [او] د استخباراتو چمتو کولو له لارې، دوی لږترلږه پنځه د داعش-خراسان لوړ ارزښتي اشخاص نیولي دي».

کورېلا وايي، چې پاکستان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶مه نېټه د کابل هوايي ډګر د ځانمرګي برید عامل امریکا ته سپارلی.

هغه زیاته کړه، « لومړۍ اړیکه راسره د پوځ مشر منیر ونیوله، چې ما هغه نیولی دی، چمتو یم چې امریکا ته یې واستوم».

کوریلا پاکستان په « ترهګرۍ ضد نړۍ کې یو فوق العاده ملګری» وباله او ویې ویل چې اسلام اباد د امریکا په «محدودو استخباراتي معلوماتو» سره داعش-خراسان تعقیبوي.

هغه وايي، چې متحده ایالات باید له هند او پاکستان دواړو سره اړیکې وپالي او ددې لامل د اسلامي دولت خراسان څانګې پر وړاندې د پاکستان د پوځ رول ګڼي.

کورېلا د جرګې غړو پوښتنو ته په ځواب کې وویل، « همدغه وجه ده چې موږ اړتیا لرو له پاکستان او هند دواړو سره اړیکې ولرو. زه باور نه لرم چې دا یو دوه‌ ګونی بدلون دی، چې که له هند سره مو اړیکه لرله، نو له پاکستان سره یې نشو لرلای».

هغه زیاته کړه، « موږ باید د اړیکو پر ګټو تمرکز وکړو او د هغو مثبتو اړخونو ته وګورو چې دا اړیکې یې لري».

د کوریلا دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر سبا په یوه رسمي سفر واشنګټن ته ځي او ویل کیږي امریکايي چارواکي به له نوموړي سره د داعش ضد جګړې او د چین او اسلام اباد د تودو اړیکو او یو لړ نورو مسایلو په اړه هم سره خبرې وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د افغان حاجیانو لومړۍ ډله کابل ته ورسېده

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۰۴ GMT+۱

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ ۳۵۶کسان د حج د مراسمو له ترسره کولو وروسته له سعودي عربستان څخه کابل ته ستانه شول. سږ کال شاوخوا ۳۰۰۰۰افغان حاجیان د حج د مراسمو د ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت لیکلي چې دا حاجیان د کابل او لغمان ولایتونو دي چې د کام ایر په واسطه له سعودي عربستان څخه په لومړۍ الوتنه کې د کابل هوايي ډګر ته رسیدلي دي.

سږ کال افغان حاجیانو د کورنیو هوايي شرکتونو په ۹۷الوتنو کې سعودي عربستان ته سفر کړی دی.

طالبان وايي چې په راتلونکو ورځو کې د حاجیانو لپاره د بیرته ستنیدو الوتنې هم د نورو ولایتونو هوایي ډګرونو ته پلان شوې دي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت مرستیالانو، زر محمد حقاني او عزیز الرحمن منصور د کابل په هوايي ډګر کې حاجیانو ته ښه راغلاست ووایه.

طالبان وايي چې افغان حاجیانو سږ کال د حج مراسم پرته له کومې ستونزې ترسره کړل، خو افغان حاجیانو افغانستان انټرنشنل ته په خپلو ویډیوګانو او پیغامونو کې د ډېرو لګښتونو باوجود د طالبانو له ناسمو او بې کیفیته خدمتونو شکایتونه کړي دي.

د طالبانو د چارو ادارې رییس: موږ په تېرو دوو لسیزو کې وښوده چې زورور مو څه ډول مات کړل

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۵۷ GMT+۱

د طالبانو د چارو ادارې عمومي رییس ویلي، چې په تېرو دوو لسیزو کې یې ښودلې چې زورور یې څه ډول مات کړل، خو اوس یې ټولو ته د ورورولۍ لاسونه اوږده کړي.انور دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د طالبانو یوه سیاسی مخالف عبدالرشید دوستم دا ډله د لیلې دښتې په څېر برخلیک باندې ګواښلې ده.

شیخ نورالحق انور نن په کابل کې د طالبانو تر واک لاندې د چارو ادارې کارکوونکو ته د وینا پر مهال ویلي:«موږ په تېرو دوو لسیزو کې وښودله چې زورور مو څه ډول مات کړل، لکه د «اوس او خزرج» ، تاسې د جاهلیت او ظلمونو په کارونو ویاړئ، خو افغانان په دا ډول ظلمونو د شرم احساس کوي.»

نوموړي په اتحاد کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې افغانان په دا ډول ظلمونو د شرم احاس کوي.

انور دغه څرګندونې په داسې حال کړي، چې د تېر نظام مارشال عبدالرشید دوستم په خپل اختریز پیغام کې ویلي، چې د طالبانو واکمني به یو ځل بیا ړنګه او دا ډله به له شمالي ولایتونو څخه د وتو پر وخت بیا له سختو ګواښونو سره مخ شي.

نوموړي ویلي:« په تېر وخت کې به یې ویل د لیلې دښته کې څه وشول، خو دا ځل دې نه وايي چې د سالنګ دښته کې څه پېښ شول. دا دې هم نه وايي، چې د بادغیس دښتو کې به یې څه حال وي؟.»

د مارشال عبدالرشید دوستم دغه څرګندونې د ټولنیزو رسنیو د ځینو فعالانو له غبرګون سره هم مخ شوې او ویلي یې دي، چې په کورنیو جګړو کې ښکیل پخواني چارواکي باید په خپلو تېرو جنګې جنایتونو ونه ویاړي.

ځایي سرچینې: د بامیان په مرکز کې چاودنه شوې ده

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۵۱ GMT+۱

سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې نن چهارشنبه د بامیان ولایت په مرکزي برخې میر هاشم سیمه کې چاودنه شوې ده.

ځینو سرچینو ویلي، یاده پېښه د تېلو يه یوه پمپ کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله رامنځته شوې چې د پېښې احتمالي مرګ ژوبلې او اوښتو زیانونو په اړه تر دې دمه کره معلومات په لاس کې نشته.

سرچینو ویلي، چې چاودنه نسبتا زوروره وه او طالبانو له پېښې وروسته سیمه کلابنده کړې ده.

ځايي طالب چارواکو د پېښې په اړه تراوسه معلومات نه دي ورکړي.

د ښځو پر وړاندې تاتریخوالی؛ په کندهار کې یو کس خپله ښځه وژلې ده

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۳۷ GMT+۱

د ښځو پر وړاندې د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي په لړ کې تېره ورځ په کندهار کې یو کس له خپلې مېرمنې سر پرې کړی دی.

په کندهار کې یوې ځایي سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې یاده پېښه تېره ورځ سې شنبه (د غبرګولي ۲۰مه) سهار مهال د یاد ولایت ۱۵مې امنیتي حوزې اړوند د یخ کاریز «قادر کالوني» سیمه کې رامنځته شوې ده. 

د سرچينې په وینا؛ په دغه پېښه تورن کس فضل احمد نومېږي او په نشه‌یي توکو روږدی دی.

سرچينه زیاتوي، چې له دغه وژل شوې ۲۵ کلنې ښځې درې ماشومان چې يو یې شېدې خوړونکی و پاتې شوي دي.

ورته مهال کندهار کې د طالبانو امنيې قوماندانۍ هم د دغې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې تر دې وړاندې فضل احمد د خپلې وژل شوې مېرمنې سره د تاوتریخوالي ډک چلند لاره.

په کندهار ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی تورن کس نن سهار نيولی او تر څېړنو ګروېږنو لاندې دی.

تر اوسه د پېښې اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی؛ خو ډيرې دغه ډول پېښې د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته کېږي.

امرالله صالح: زلمی خلیلزاد د طالبانو له‌خوا په امریکا کې د سفارت لپاره تر ټولو غوره کس دی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۰۰ GMT+۱

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح پر اېکس پاڼه په زلمي خلیلزاد سختې نیوکې کړې دي او هغه یې د طالبانو له‌خوا په واشنګټن کې د سفارت لپاره «تر ټولو مناسب او غوره» کس یاد کړی دی.

امرالله صالح چې تل یې د طالبانو او د دوحې د سولې پر ناکام بهیر نیوکې کړې دي؛ دا ځل د خلیلزاد په اړه په تونده لهجه ویلي، « د طالبانو مشر ملاهبت الله د دغې دندې لپاره له خلیلزاد څخه مناسب او بل پلید کس نه شو موندلی.»
هغه خلیلزاد له ۲۰۱۹کال راهیسې په ښکاره ډول د طالبانو په ملاتړ تورن کړ او ویې ویل، د اوو کلونو وفاداري هغه ته دا وړتیا ورکوي چې دغه ډول انعام ترلاسه کړي.

امرالله صالح په نیوکې سره د طالبانو له‌خوا د خلیلزاد د وړتیاوو د تایید لپاره د فتوا صادرولو شونتیا ته هم اشاره کړې او لیکلي یي دي، «دغه ډول فتوا به په ډېره ارزانه بیه ترلاسه شي او ښایي، چې د دوحې د تړون د پټو ضمیمو یوه برخه وي.»

زلمی خلیلزاد چې د امریکا ځانګړی استازی او د طالبانو سره د سولې په خبرو کې یې کلیدي رول لاره؛ له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان جمهوري نظام د چارواکو، د مدني ټولنې فعالانو او د طالبانو نیوکه کوونکو له‌خوا له سختو نیوکو سره مخ دی.