د فرانسې ولسمشر له مسعود پزشکیان نه وغوښتل چې بېرته خبرو ته کښېني

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون اعلان کړی چې له نوي ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان سره یې ټیلیفوني خبرې کړې دي او ترې غوښتي یې دي، چې ژر تر ژره د مذاکرې مېز ته ستانه شي، څو د شخړو حل او یوه پایدار توافق ته زمینه برابره شي.
ولسمشر مکرون ویلي، « ما له ښاغلي پزشکیان سره خبرې وکړې او بلنه مې ورکړه چې هرڅومره ژر ممکن وي، مذاکرې ته راستانه شي. فرانسه چمتو ده چې د دې پروسې ملاتړ وکړي او خپل ټول ظرفیتونه یوې پایلې ته د رسېدو لپاره وکاروي».
ولسمشر مکرون دا هم زیاته کړې چې هېواد به یې د هرې هوکړې د رامنځته کېدو لپاره «فعاله ونډه» واخلي او د سولې او ثبات لپاره «ټولې هڅې» کوي.