شننه

په ایران کې د رژیم بدلون امکان لري؟

افراسیاب خټک
افراسیاب خټک

پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

د دولسم او دیارلسم جون ترمنځ شپه کې د اسراییل له خوا د ایران پر اسلامي جمهوریت باندې پوځي برید وشو او تر سهاره پورې په ایران کې د تهران، اصفهان او مشهد په ګډون، په بېلابېلو ښارونو او سیمو کې ګڼې مرګ ژوبلې وشوې.

د ایران پر پوځي مشرتابه، اټومي ساینسپوهانو، هستوي پروژو، د بالیستیکو توغندیو پر مراکزو او پوځي مرکزونو د جنګي الوتکو، توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو له لارې ډېر کلک او رسا پوځي ګوزارونه وشول، چې په نتیجه کې څلور تر ټولو لوړ پوړي جنرالان، یعنې د ایران د سپاه پاسداران د ځواک رییس، د ایران د وسله‌والو قواوو عمومي رییس، د هغه معاون او د ایران د تر ټولو ستر مشر علي خامنه‌یي یو پوځي مشاور او ۹ اټومي ساینسپوهان ووژل شول. دغه راز ځینې نور جګپوړي جنرالان هم وژل شوي، چې شمېر یې ۲۰ تنو ته رسیږي.

په دې سربېره، د اسراییل په بریدونو کې رادارونه، هوايي ډګرونه او ځینې پوځي مراکز هم تباه شوي دي. څرګنده خبره ده چې د اسراییل استخباراتو او پوځ په ایران باندې د دغه برید لپاره د څو کلونو راهیسې چمتووالی نیولی و او پلانګذاري یې کړې وه او په دې کار کې ورسره خپل لوېدیز متحدین هم ملګري وو.

د اسراییل استخباراتي موسسې موساد د ایران په خاوره کې نفوذ کړی و، ځکه یې ایران ته ډېر تاوانونه ورسول. خو په څلورویشتو ساعتونو کې دننه، ایران هم پر اسراییل باندې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو باران وکړ، او په تل‌ابیب کې یې د اسراییل د دفاع وزارت او ځینې نور مراکز وویشتل، او د اسراییل د لومړي وزیر نتنیاهو په ګډون، د اسراییل زرګونه اتباع یې په تلخونو کې پناه‌ځایونو ته اړ کړل. جنګ لا دوام لري او د حتمي پایلو په اړه یې اټکل کول ستونزمن دي، خو په دې لیکنه کې موږ د دغې شخړې یو بل سیاسي مهم بُعد ته ګورو، چې ځانګړی اهمیت لري.

اوس دا خبره نه اسراییل پټوي او نه پرې د اسراییل ملاتړي زبرځواک، امریکا، پرده اچوي، چې د اسراییل د دغه تازه برید یوه غټه او مهمه موخه د ایران اسلامي جمهوریت اوسني اخوندي رژیم ته سقوط ورکول دي او د هغه پر ځای هلته د یوه غرب‌پلوه حکومت کښینول هم هدف دی. دا خبره څرګنده ده، چې که چېرې سید علي خامنه‌يي په مشرۍ کې د ایران د اسلامي جمهوریت حکومت مکمله پوځي ماته وخوري، نو د دوی اعتبار به د ایران په اتباعو کې دومره راوغورځي، چې د دوی لپاره به په ایران حکومت کول ممکن پاتې نه شي.

د جګړې په جریان کې، د اسراییل لومړي وزیر نتنیاهو او د هغه نور همکاران بیا بیا دا خبره تکراروي، چې ګواکې د دوی جګړه د ایران د ولس پر ضد نه ده، دا جګړه یوازې د ایران د اسلامي جمهوریت د واک‌لرونکو پر ضد ده، څو د نتنیاهو په وینا، د ایران خلک د دغه ظالم او جابر رژیم د شپږڅلوېښت کلنې اوږدې واکمنۍ نه د خلاصون لاره ومومي. د اسراییل د حکومت له خوا دا تبلیغات په فارسي ژبه کې هم روان دي، چې دا پیغام د ایران ولسونو ته ورسیږي. د ایران د سپاه پاسداران د رییس او د نورو سترو جنرالانو د وژلو موخه هم د واکمن رژیم د پوځي ملاتړ ځواکونه له منځه وړل او کمزوري کول دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت په سیاسي مخالفینو کې، د ایران د پخواني بادشاه رضا شاه پهلوي زوی، رضا پهلوي، ډېر څرګند دی، چې د ایران نه بهر په جلاوطنۍ کې ژوند کوي. هغه په خپلو ویناوو او مرکو کې په ډاګه د اسراییل د پوځي برید ملاتړ کوي. هغه د ایران له پوځیانو او ولسونو نه غوښتنه کوي چې دوی دې د ایران د اسلامي جمهوریت نه دفاع نه کوي، چې یاد رژیم سقوط وکړي.

که څه هم رضا پهلوي ځان د خپل پلار، د ایران پخواني بادشاهرضا شاه پهلوي ځای‌ناستی بولي، خو هغه په دې خبره هم ټینګار کوي، چې د اسلامي جمهوریت د امکاني سقوط نه وروسته، هغه د خپل پلار په څېر ټولواکه بادشاهت نه غواړي، بلکې هغه د بریتانیا او ځینو نورو هېوادونو په څېر د یوه دموکراتیک اساسي قانون پلوی دی، چې پاچا پکې یوازې د یو سمبولیک ملي مشر حیثیت ولري. یو شمېر لوېدیز هېوادونه او اسراییل په راتلونکې کې په ایران کې د رضا پهلوي د واکمنۍ ملاتړ کوي.

په ایران کې د «مجاهدین خلق» په نوم یو بل سازمان له ډېرو کلونو راهیسې د اسلامي جمهوریت پر ضد مبارزه کوي او غواړي چې اوسنی نظام سقوط کړي، او د هغه پر ځای یو داسې دموکراتیک سیاسي نظام جوړ کړي، چې پکې د ایران د ولس په خوښه دولت او حکومت جوړ شي. مجاهدین خلق یو شالید لرونکی سیاسي سازمان دی، چې د رضا شاه پهلوي د بادشاهۍ پر ضد یې مبارزه کړې وه او دوی په راتلونکې کې هم د شاهي نظام د بیا راژوندي کولو سره مخالف دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت درېیمه مخالفه ډله د دغه هېواد د اتنیکي لږه‌کیو خلک دي، چې د اسلامي جمهوریت له خوا یې په پراخه کچه اختناق، جبر او استثمار لیدلی دی. په دوی کې ترک‌تبار ولسونه، کُردان، عربان، بلوچان او ځینې نور لږه‌کي ګډون لري. دغو لږه‌کیو ته د خپل فرهنګي هویت سره د ژوند کولو او په معارفو کې د خپلو ژبو د کارولو اجازه نه ورکول کېږي.

د ایران اسلامي جمهوریت تش په نوم جمهوریت دی؛ په عمل کې دا د اخوندانو یو دکتاتوري رژیم دی. په ټولټاکنو کې د کاندیدانو نوم‌لړونه د خلکو د رايې ورکولو نه وړاندې تصفیه کېږي. دلته سیاسي اپوزیسیون ته په ازاد ډول د فعالیت اجازه نشته. د سیاسي مخالفینو توقیف، شکنجه او اعدام معمول ګرځېدلی دی. په نړیواله کچه، په ایران کې د هېواد د اتباعو د اعدام تناسب دومره لوړ دی، چې په کال ۲۰۲۳ کې، د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د اعدام شویو کسانو له مجموعي شمېرې څخه، ۷۴ فیصده یې یوازې په ایران کې اعدام شوي نارینه او ښځې وې.

خو په پای کې باید دا هم وویل شي، چې که څه هم د دموکراسۍ او قانون‌مندۍ له نظره د ایران د اسلامي جمهوریت شالید تور او بدنام دی، خو په هېوادونو کې سیاسي بدلونونه د هر هېواد داخلي مساله ده. بهرني هېوادونه حق نه لري، چې د دموکراسۍ او بشري حقونو د احیا په نوم په نورو هېوادونو کې پوځي مداخله وکړي. دا د بین‌المللي قانون یو اصل دی، چې باید هېڅ استثناء ونه لري او سرغړونه ترې ونه شي.