په ټولنه، کورنۍ، ادارو او حتا مشرتابه کې داسې کسان شته چې که څه هم عمر یې د بلوغ حد ته رسېدلی، خو کړنې، چلند او رواني ځانګړنې یې لا هم ماشومانه بڼه لري. دا ډول اشخاص نه یوازې خپل شخصي ژوند ته ستونزې جوړوي، بلکې له نورو سره د تعامل پر مهال هم منفي اغېز لري.
یوه تصوفي مقوله ده چې وایي:حسنات الابرار سیات المقربین
وایي، د ابرارو ښه کارونه مقربینو ته ګناه ده. دا تصوفي مسله ده خو په عام ژوند کې هم مهمه ده.
په ساده ژبه څه معنا؟
که یو ماشوم په کوڅه کې منډې وهي، خاندي او په لاس کې یې کیله یا ډوډۍ وي او هغه خوري، څوک ورته بد نه وایي ځکه د ماشومانو حرکات، منډه او په روانه خوراک بد نه ښکاري.خو که یو مشر کس چې اوږده ږیره ولري، سپینې جامې په غاړه او قره قولي یا پګړۍ یې پر سر وي، که د ماشوم غوندې مڼډې په کوڅه کې ووهي او په روانه خوراک کوي، ټول ورته بد وایي.
دلته په عمل کې تفاوت نشته خو د موقف او مشرتوب په اساس، د یو انسان مسوولیت او مکلفیت ایجابوي چې د ماشومانو غوندې کارونه، خبرې او اکټونه ونه کړي.
۱. په وړه او ستره هره خبره کې بېځایه او له اندازې زیات احساسي غبرګون ښيي.
۲. هېڅکله د خپلو کړنو مسوولیت نه مني، او همېشه ګناه پر نورو ور اچوي.
۳. د دې پر ځای چې ستونزې راساً حل کړي، دروغ وايي او له واقعیت څخه تېښته کوي.
۴. پر منطقي استدلال تکیه نه کوي، بلکې شخصي توهین، بد رد او بېادبانه خبرې کوي.
۵. د احساساتو کنټرول نه لري؛ ژر قهرېږي او له غوسې سره ناوړه غبرګون ښيي.
۶. له حده زیات د پام غوښتنه کوي او هڅه کوي تل د توجه مرکز پاتې شي.
۷. نور خلک سپک ګڼي، تنګوي، او په قصدي ډول بد چلند ورسره کوي.
۸. ځانغوښتونکي یا نرګسمزاجه ځانګړنې لري، چې پکې ځان تر ټولو غوره ګڼل شامل دي.
۹. د رواني دفاع لپاره له ماشومانه تګلارو لکه انکار، تېروتنې پټول او توجیه کار اخلي.
۱۰. د تېروتنې منل، له هغې زدهکړه او بښنه غوښتل ورته یو سخت او ناشونی کار وي.
د مشرتوب او موقف ساتلو غوښتنه دا ده چې په مشرتوب او موقف باندې څوک ملنډې ونه ووهي. د ماشومانو غوندې اکتونو او یا د نورو فرهنګونو اکتونو او کارونو ته څوک تمدن او ازادي نه وایي ځکه یو شانته نړیوال فرهنګ، کلتور او حتا قوانین په نړۍ کې نشته.
البته بعضي ارزښتونه د انساني فطرت، د ولسونو او هیوادونو تر منځ د تګ او راتګ او انکشاف له امله مشترک دي لکه مینه، عاطفه، زړه سواندیتوب، علم، مرسته کول او داسې نور.
د هرې ټولنې ارزښتونه د بلې ټولنې سره توپیر لري. د یوې ټولنې ارزښت د بلې ټولنې لپاره ارزښت نه شمیرل کیږي. حتا په غرب کې هم د هرې سیمې فرهنګ او کلتور د بلې سیمې سره توپیر لري.
د امریکا په زیاتو ښوونځیو کې د هیوادونو د کلتوري ورځې په نوم نمانځنه لري او ماشومان د هغو هیوادونو جامې اغوندې چې له کومو هیوادونو نه یې پلرونه او نیکونه راغلي وي. د اخترونو لپاره هم په زیاتو ښوونځیو کې رخصت وي.
د مارچ د میاشتې اوولسمه نیټه د ایرش (Irish) فرهنګ ورځ د امریکا متحده ایالاتو په ټولو ایالتونو کې نمانځل کیږي. له دې امله موږ باید د خپل هیواد په ښو فرهنګونو وویاړو او د بدو فرهنګونو له ترویج نه ځانونه وساتو.
دې کې شک نشته چې د انسان په فکر او عادتونو کې تغیر راځي خو دا تغیر باید افراطي تغیرات نه وي. افراط او تفریط په ټولو مسایلو کې انسان او ټولنه د خپل مسیر نه منحرف کوي.
دلم بایسکلم په فکري لحاظ د مثبت فکر لپاره ښه خبره ده خو وایي له کلي ووځه خو له نرخه مه وځه.
په دې توګه د ټولنې او بیلابیلو کمیونټیو د ځینو منل شویو ارزښتونو په مقابل لوري حرکت کول مثبت فکر او مثبت تغییر نشي ایجادولې بلکې دا ډول حرکتونه د دې باعث کیږي چې هم له خپلو نه یو څوک تجرید شي او هم د نورو د فرهنګ او کلتور سره توافق ونشي کولی.
په اخره کې انسان د انزوا حالت ته ځي او د انزوا حالت په شخصي او سیاسي ژوند کې ډیرې نورې رواني او سیاسي ستونزې زیږوي چې هم انسان، هم کورنۍ او هم ټولنې لپاره زیانمن ثابتیدلی شي. د دا ډول کسانو پېژندنه او ورسره د مسلکي او هوښیار چلند تګلاره مهمه ده.
جګړه د ملتونو د هست و نیست د ازموینې صحنه ده؛ خو دا ازموینه یوازې د وسلو او ځواک په تله نه تلل کېږي. جګړه له انسانه یوازې جسمي مقاومت نه غواړي، بلکې رواني، اخلاقي او فکري رهبري هم غواړي.
په دې تورو ورځو کې ملتونه یا پاشل کېږي یا فولادي کېږي او دا توپیر یوازې یو عنصر رامنځته کولی شي چې رهبري بلل کیږي.
افغانستان چې د تاریخ په اوږدو کې د سلطو، اشغالونو، کورنیو جګړو او مقاومتونو قرباني شوی، د داسې یو ملت مثال دی چې جګړه یې تقدیر نه، بلکې تجربه ده؛ خو له ټولو دغو قربانیو، مقاومتونو او خوږو ارمانونو سره - سره یوه ستونزه بیا هم تل پاتې ده — د ریښتیني رهبرۍ نشتوالی.
رهبري او جګړه:
رهبري په عمومي معنا، د خلکو د جهت، موخې او ارزښت لوري ټاکل دي؛ خو کله چې دا کلمه د جګړې په فضا کې تحلیل شي، خپل وزن، ماهیت او مسوولیت زیاتوي. د جګړې په حال کې رهبر یوازې مدیر نه وي، بلکې د وجدان ژباړونکی، د هویت ساتونکی او د باورونو لوری ټاکونکی وي.
رهبر په جګړه کې هغه څوک دی چې د زړونو امید ژوندی ساتي، د وېرې پر وړاندې ثبات ښيي او د ټوپکونو تر غږ لاندې د انسانیت غږ پورته کوي.
د جګړې له ستر فشار سره، رهبري یوه دوه اړخیزه فریضه ده: د ستراتېژي جوړونه او د ارزښتونو ساتنه.
که دا دواړه له یو بل سره همغږي نه وي، جګړه د ملت د قوت پر ځای د زوال لامل ګرځي.
د جګړې پر مهال د رهبرۍ رول
رهبر د جګړې پر مهال یوازې د جنګي پلانونو ترتیب کوونکی نه دی؛ بلکې د ټول ملت رواني او اخلاقي جهت ټاکي.
د جګړې مشرتابه لاندې مسوولیتونه لري
ملي یووالی: جګړه قومونه، ژبې او سیمې ویشي. رهبر باید ملت متحد وساتي.
ارزښتي ثبات: د جګړې پر مهال ارزښتونه اغېزمنېږي؛ رهبر باید د عدالت، کرامت او انساني درناوي دفاع وکړي.
نفسیاتي رهبري: د وېرې، نا امیدۍ او ستړیا پر وړاندې ولس ته امید، هدف او باور ورکړي.
د نړۍوال تصویر تنظیمول: رهبر باید د جګړې عادلانه موخه نړۍوالې ټولنې ته هم روښانه کړي.
د افغانستان د جګړو تاریخي تجربه
افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې جګړه یې یوازې یو فصل نه، بلکې اوږد تاریخ دی. له انګریزانو سره جګړې، د شوروي یرغل، کورنۍ شخړې، د طالبانو رژیم او له ۲۰۰۱ وروسته نیابتي جنګونه — دا ټول د ملت د ارادې تر څنګ، د رهبرۍ له ژور ازمېښت سره مل وو.
د احمدشاه ابدالي څخه تر شاه امان الله او معاصرو جهادي قومندانانو او طالبانو پورې، رهبرۍ تل د جګړې برخلیک ټاکلی؛ خو هرکله چې رهبري د ملي شعور، ارزښتونو او د ولس ارادې پر بنسټ ولاړه وه، بریا نږدې شوې او هر کله چې رهبري د شخصي ګټو، تعصب، پردي تکیې یا واکطلبۍ ښکار شوه، ملت ټوټه شوی، مات شوی او د جګړې پر ځای د داخلي وینو د حمام شاهد پاتې شوی.
د افغانستان اوسنی وضعیت او د رهبرۍ بحران
۲۰۲۱م کال په اګست کې کله چې د طالبانو واک ته ستنېدو سره له امریکا او نړۍوالو ځواکونو سره د اوږدې جګړې پای اعلان شو، افغانستان یو ځل بیا د رهبرۍ له تشې سره مخ شو. دا تشه یوازې سیاسي نه وه، بلکې اخلاقي، ارزښتي او ملي وجدان ته یوه لویه ضربه وه. طالب مشرتابه، که څه هم ځان د اسلامي امارت په نامه معرفي کوي؛ خو د ټولشموله رهبرۍ له معیارونو سره نه برابریږي. ولسي ګډون نه شته، قومي توازن له منځه تللی، ښځې له ټولنیز ژوند ایستل شوي، اقلیتونه په ویره کې دي او د ملت اکثریت د چوپتیا، وېرې او بېباورۍ حالت تجربه کوي.
دا ډله په شعوري ډول هڅه کوي چې په افغانانو کې د مذهبي افراطیت تومنه پیاوړې او له معاصر ژوند سره فاصله رامنځته کړي.
د اوسني نظام تر ټولو ستره ستونزه دا ده چې رهبري یې نه مشروع ده، نه ملي ښکېلتیا لري او نه ولسي باور لري. دا حالت افغانستان د یوه خطرناک رواني او ټولنیز انفجار پر لور بیایي، ځکه چې ملت نه غږ لري، نه استازیتوب او نه د بدلون قانوني لاره.
د مشروعیت له لاسه وتلی نظام
رهبر چې له ولس څخه نه وي، د ملت د وجدان استازولي نه شي کولی. د طالبانو مشرتابه له ټولنیز واقعیت، نړۍوالو اصولو او د رهبرۍ له اصلي تعریفه لرې پاتې شوی. هغوی د وېرې، امر، او استبداد له لارې د کنټرول هڅه کوي، خو د ولس د زړونو تسخیر نشي کولی.
د بقاء لپاره خطر
د افغانستان اوسنی نظام نه د سولې بنسټ لري، نه د پرمختګ لید او نه د بقاء تضمین. په داسې حال کې چې میلیونونه افغانان بهر ته کډه شوي، کورني اقشار بېباور شوي او نړۍوال باور له منځه تللی، ملت یو ځل بیا د هماغه زوړ سوال سره مخ دی: موږ ته مشر یا رهبر پکار دی، که یواځې واکمن؟
د رهبرۍ کمزوري نقطې او پایلې:
شخصي اجنډاوې د ملي موخو پر وړاندې غالبې شوي.
قومي تعصب د ملي وحدت ځای نیولی.
رهبران د ولس له زړونو نه، بلکې د وسلو له ډبرو راپورته شوي.
د واک ساتنې لپاره د سوله ییزو فرصتونو قرباني شوې.
او د انتقام له لارې د عدل پر ځای، د نفرت دوام ته لاره پرانیستل شوې.
چې د تاریخ له تېرو رهبرانو زده کړه وکړي، نه یې تکرار.
چې د سولې فرصت ضایع نه کړي، بلکې پیاوړی یې کړي.
چې د وینې له لارې نه، بلکې د عدالت له لارې قوت رامنځته کړي.
او د غچ له سیورې نه، بلکې د وژغورلو له احساس سره ملت رهبري کړي.
رهبر هغه څوک نه دی چې جګړه پیل کړي؛ رهبر هغه دی چې د جګړې له منځه ملت ژغوري، ارزښتونه وساتي او د بقاء فلسفه ژوندي وساتي. د افغانستان ملت له جګړو ستړی دی؛ خو له رهبرۍ نه ناهیلی نه دی؛ خو که چېرې رهبري د شعور، عدالت او ملي صداقت پر بنسټ نوې بڼه واخلي.
افغانستان ته هغه رهبر پکار دی چې د جګړې له شور نه د شعور فریاد راوباسي او د وینو له سیوري نه، د انسانیت رڼا پیدا کړي.
د هغې نه وروسته په بلوڅانو کې له پاکستان نه د بیلیدو نهضت زور وموند.
د بلوڅو وسلهوالو ډلو له خوا چریکي جګړه کله کمه او کله زیاته شوه، خو دغې جګړې ادامه پیدا کړه او د پاکستان د پوځ له خوا هم پنځم پوځي عملیات په دوامدار ډول پر مخ ولاړل. د دغو عملیاتو په جریان کې د پاکستان د پوځ استخباراتي څانګو د بلوڅ ځوانانو تری تم کول او د کومې محکمې له پرېکړې پرته وژل پیل کړل. که څه هم د پاکستان پوځ دا کار د بلوڅانو په منځ کې د ویرې خورولو لپاره کاوه، خو له دې سره په بلوڅانو کې د پاکستان پر ضد کرکه او قهر نور هم ژور شو، چې په نتیجه کې یې د بلوڅو ملي مقاومت زور وموند.
د اوسني کال د مارچ په یوولسمه نېټه د بلوچستان د ازادۍ پوځ نومې د بلوڅو بیلتونپالې وسلهوالې ډلې (بی ایل اې) د بولان په دره کې جعفر ایکسپریس نومی ریل ګاډی او پکې سواره خلک وتښتول. په دغه اورګاډي کې لږ تر لږه ۳۸۰ مسافر موجود وو. په دغو مسافرینو کې ګڼ شمېر هغه پوځیان هم وو چې د اختر لپاره رخصت وو او له بلوچستان نه نورو ایالتونو ته روان وو. د بولان په دره کې د درې ورځو جګړو نه وروسته پاکستاني پوځ وکولای شول چې د جعفر ایکسپریس نومی ریل ګاډی د بی ایل اې له جنګیالیو خلاص کړي، خو بی ایل اې ادعا وکړه چې دوی لږ تر لږه د پاکستان د پوځ دیرش تنه عسکر وژلي دي. دغې پېښې په نړیواله میډیا کې پراخ انعکاس وموند. له دې وروسته بی ایل اې او د بلوڅو نورو بیلتونپالو وسلهوالو ډلو هم د بلوچستان په مختلفو سیمو کې پر پاکستاني پوځ بریدونه وکړل، چې پاکستاني پوځ پکې درانده تلفات ولیدل.
د سرمچارانو خلاف شپږم عملیات
د پاکستاني پوځ پر ضد وسلهواله مبارزه کې برخهوالو ته بلوڅان په بلوڅۍ ژبه کې "سرمچار" یعنې سرښندونکی وایي.
بلوڅ سرمچاران له تېرو څو کلونو راهیسې په جګړه کې ځانمرګي بریدونه هم کوي. اوس بلوڅ جنګیالي په چریکي بریدونو سربېره اشغالي بریدونه هم کوي. هغوی ځینې قصبې یا ښارګوټی د لږ وخت لپاره اشغال کړي او بیا له پوځ سره اوږدې نښتې وکړي.
پاکستان پر هند تور پورې کوي چې د بلوڅو وسله والو بیلتونخوښو سره مرسته کوي، خو تر اوسه یې د دې تور کوم کوټلی ثبوت نه دی وړاندې کړی. پوځ دا تور د پاکستان په پنجاب ایالت کې د بلوڅو د ملتپال نهضت پر ضد د کرکې د راپارولو لپاره لګوي، ځکه په پنجابیانو کې د هند پر ضد احساسات ژورې ریښې لري.
د مارچ په میاشت کې د جعفر ایکسپریس ریل ګاډي له تښتولو وروسته د پاکستان پوځ د بلوڅو ملتپالو وسله والو ډلو پر ضد نوي او پراخ پوځي عملیات پیل کړل، چې دا په تېرو اته اویا کلونو کې شپږم عملیات دی.
خو په دې خبرې پوهېدل اړین دي چې د پاکستان د پوځ پر ضد د بلوڅانو ملي مقاومت تر وسلهوالې مبارزې پورې محدود نه دی.
دغه نهضت پراخ ولسي بنسټ هم لري. پخوا دغه نهضت د بلوڅو ملتپالو ګوندونو او د بلوڅ محصلینو سازمان "بلوڅ سټوډنټس اورګنایزیشن (بی ایس او)" لهخوا رهبري کېده، خو په کال ۲۰۲۲ کې د "بلوڅ یووالي کمیټې" (BYC) په نوم یو نوی سازمان منځ ته راغلی دی. لکه څنګه چې په دې لیکنه کې وړاندې ویل شوي، د پاکستان پوځ او استخباراتو لهخوا ملتپال سیاسي فعالین تری تم کېږي، د ځینو تری تم شویو کسانو مړي پیدا شي چې له سختې شکنجې وروسته وژل شوي وي، او د ځینو نورو کسانو تر لسو یا پنځلسو کلونو هېڅ درک نه کېږي. کله چې د تری تم شویو خلکو شمېر تر زرو کسانو واوښت، د هغوی کورنیو غړو د دې ناوړه عمل پر ضد احتجاج وکړ او د هغوی د خلاصون غوښتنه یې وکړه. دوی په کوټه او د بلوچستان په نورو سیمو کې احتجاجي کمپونه جوړ کړل او په نه ستړې کېدونکي توګه یې خپل احتجاج ته ادامه ور کړې ده.
بلوڅ ښځینه معترضانې
په دغو اعتراض کوونکو کې ګڼ شمېر بلوڅانې ښځې هم راووتلې، چې له دې سره دغه نهضت بېساری زور ترلاسه کړ. همدغو سوله ییزو اعتراض کوونکو په کال ۲۰۲۲ کې د بلوڅ یووالي (پیوستون) کمیټه یا په انګلیسي ژبه کې "BYC" په نوم سازمان جوړ کړ. د دغه سازمان مشري تر ډېره د ځوانو ښځو په لاس کې ده. د کمیټې مشره ماهرنګ بلوچ نومېږي. ماهرنګ د طب ډاکتره ده، خو خپل ژوند یې ملي مبارزې ته وقف کړی. د هغې پلار غفار بلوچ د پاکستان د پوځ لهخوا تری تم شوی و او شکنجه شوی جسد یې پیدا شوی و. د ماهرنګ یو ورور هم تری تم شوی دی. دویمه مشره یې سمی دین بلوچ ده چې د هغې پلار ډاکټر دین محمد بلوچ څوارلس کاله وړاندې تری تم شوی دی. سمی دین او د هغې خور مهلب بلوچ له ماشومتوبه د خپل پلار د لټون او خلاصون لپاره مبارزه کوي. دا دواړې خویندې د پوهنتون محصلانې دي. درېیمه مشره ډاکټره صبیحه بلوچ او څلورمه یې بیبو بلوچ ده.
پاکستاني جنرلان د بلوڅانو په منځ کې د "BYC" د رهبري بېساري محبوبیت له امله سخت وارخطا شوي دي، ځکه ماهرنګ بلوچ او د هغې ملګرې چې د بلوڅو په سیمو کې هرې خوا ته ځي، نو لکونه خلک یې هرکلي ته راوځي. د پاکستانی جنرالانو هېڅ تهدید یا اخطار دغه ځوانې ښځې ونه وېرولې او هغوی خپل سوله ییز مقاومت ته دوام ورکړ. دوه میاشتې وړاندې د "BYC" د رهبري غړي د حکومت لهخوا توقیف شول او تر اوسه په بند کې دي. د بلوچستان په هر ګوټ کې د ماهرنګ بلوچ پلویانو احتجاجي مظاهرې وکړې، خو د پاکستان په رسنیو کې د دغو مظاهرو خبرونه پوښښ نه مومي. البته د ماهرنګ بلوچ او د هغې د پلویانو پر ضد له ښکاره دروغو ډک تبلیغات په ورځپاڼو او ټلوېزیونونو کې خپرېږي، خو دا خبره څرګنده ده چې بلوڅ ولس دغو تبلیغاتو ته غوږ نه نیسي.
جالبه دا ده چې کله په افغانستان کې طالبانو جګړه کوله، نو پاکستاني جنرالانو به تل ویل چې جګړه سیاسي ده او دا د[ناټو او امریکا] پوځي عملیاتو له لارې نه حل کېږي، خو اوس چې د دوی پر ضد نارینه او ښځې، ټول بلوڅان سړکونو ته راوتلي، نو دوی پوځي عملیات، جبر او اختناق د سیاسي مسالې حل ګڼي.
ابدالي د قدرت انحصار نه کاوه. د ده په دربار کې تاجکان د مالیاتو مسوولین، ازبکان د سواره پوځ مشران، هزارهګان د لوجستیک مسوولین او هندوان د سوداګرۍ او خزانو مسوولان وو.
دا تنوع یوازې یو تاکتیکي انتخاب نه و، بلکې د ده د سیاسي فلسفې یوه مهمه برخه وه.
د عدلي نظام بنسټ او شریعتمحوره اصلاحات
احمد شاه ابدالي یو عادل واکمن و، چې د شریعت پر اصولو ولاړ عدلي نظام یې نافذ کړ. ده قاضيالقضات، مفتیان او محلي قاضیان وټاکل او پر هغوی یې نظارت کاوه. د شرعي اصولو او قبیلوي دود ترمنځ توازن یې را منځته کړ، څو هم دیني عدالت تأمین شي او هم قومي تعادل وساتل شي.
احمد شاه ابدالي همداراز د غنیمتونو او مالیاتو د راټولولو لپاره د بیتالمال بنسټ کېښود او له هغه څخه یې د پوځ، عامه خدماتو او دربار لګښتونه برابرول. ده په لومړي ځل په بیت المال کې د حساب ورکونې بنسټ کېښود.
د جګړې او ډېپلوماسۍ مهارتونه
د ابدالي ستراتیژیک مهارتونه یوازې د شمشېر په زور نه بلکې د سیاست، مذاکراتو او ډېپلوماسۍ له لارې هم ښکارېدل. هغه نه یوازې د هند په میدانونو کې بریاوې لرلې، بلکې له ایران، عثماني خلافت او چیني واکمنانو سره یې هوښیار تعامل درلود.
د ۱۷۶۱م پاني پت جګړه د ده تر ټولو مهمه نظامي لاسته راوړنه وه، چې پکې یې د هند ستر مرهټه ځواک مات کړ. دا جګړه د مسلمانانو د واک د بېرته احیا کولو لپاره یوه مهمه شېبه وه. سره له دې چې احمد شاه وروسته له بریا څخه هند ته د واک غځولو هڅه ونه کړه؛ خو دا یې ښودله چې دی یو غارتګر نه، بلکې یو ملتپال امپراتور و.
فرهنګي پانګه، مذهبي زغم او ژبنی وحدت
احمد شاه ابدالي، چې خپله شاعر هم و، فرهنګي ارزښتونو ته ځانګړې پاملرنه کوله. ده د دربار له لارې د ادب، تصوف، تاریخ او دیني علومو ودې ته زمینه برابره کړه. د هغه د دربار رسمي ژبې پښتو، دري او ترکي وې او دا ژبنۍ رنګارنګي یې د ملت جوړونې وسیله ګڼله.
ده د دیني زغم پالیسي درلوده. سره له دې چې احمد شاه سني حنفي و؛ خو د شیعه اقلیتونو پر ضد یې تعصب نه کاوه. په هند کې د سېکانو، هندوانو او نورو مذهبي ډلو معابد یې نه ړنګول، بلکې له هغوی سره یې د مالیې او مذهبي ازادۍ په بدل کې سوله ساتله.
میراث او د اوسني افغانستان لپاره پیغام
احمد شاه ابدالي یوازینی پاچا و چې د ملتپالنې، قومونو د یووالي، اسلامي عدالت او فرهنګي زغم تر منځ یې یو ځانګړی توازن وساته. د هغه د سیاست سترې تګلارې نن هم د یوه یو موټي، باثباته، او ملتمحوره افغانستان لپاره لارښود کېدی شي.
نن چې افغانستان یو ځل بیا د قومي، مذهبي او سیاسي شخړو له امله د ګډوډۍ تر منځ پروت دی، د احمد شاه بابا د فکر او میراث بیا احیا کول یوه اړتیا ده، نه انتخاب.
احمد شاه بابا، د ملتجوړونې او عدالت سمبول
احمد شاه بابا یوازې د یو قوم قهرمان نه و، بلکې د افغانستان د ټولو قومونو د یووالي سمبول و. هغه افغانانو ته هویت ورکړ، هېواد ته حدود او دولت ته نظام وټاکه. هغه افغانانانو ته دا ورښودله چې یو افغان کیدل د ژبې، قوم، یا سمت تابع نه، بلکې د یووالي، عدالت او وفادارۍ پرېکړه ده.
ابدالي نه یوازې د افغانانو، بلکې د منځنۍ اسیا، هندوستان او ایران د تاریخ یوه مهمه څېره ده. هغه د خپلې پوهې، زړورتیا او بینالاقوامي لید له برکته وکولای شول چې یو بېثباته سیمه د یو قوي امپراتورۍ په بڼه راټوله کړي.
د ۲۰۱۶ کال د می په ۲۱مه د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو درې ورځې وروسته د طالبانو د نوي مشر پر سر د طالبانو تر منځ خبرې پیل شوې.
د می په ۲۵مه د خبرو د نچوړ په توګه ملا هبت الله یو له هغو اشخاصو و، چې د طالبانو د مشرتابه لپاره پرې هوکړه وشي؛ خو داخلي کړکېچ لا هم و، ځکه د ملا عمر ورور او زوی د ملا عمر له مرګ وروسته د طالبانو د مشرۍ حق خپل ګاڼه او کله چې ملا اختر محمد منصور ووژل شو، یو ځل بیا دا مساله راپورته شوه.
همدا راز د ملا محمد رسول ډله چې د طالبانو له تحریک څخه جدا شوې وه ځان یې د افغانستان د اسلامي امارت د عالي شورا رییس اعلان کړی و، هم په دې کړکېچ کې ښکېله وه او ملا هبت الله یې د امیر په توګه نه مانه.
دا کړکېچ که څه هم اوږدمهاله و؛ خو یوازې د څو ورځو په تېرېدو سره د ۲۰۱۶ کال د می په۲۹ مه هبت الله اخوندزاده د طالبانو د تحریک امیر وټاکل شو.
له قومي اړخه ملا هبت الله نورزی کندهاری دی؛ خو مذهبي لار یې خشنه دیوبندي ده چې د طالبانو په لیکو کې ګڼ چارواکي یې مستقیم او غیر مستقیم شاګردان پاتې شوي دي.
هغه د روسانو سره د جګړې پر مهال له مولوي محمد یونس خالص سره ګوندي اړیکه درلوده او په کندهار کې یې د طالبانو د اوسني رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند تر قوماندې لاندې جګړه کوله.
ولې ملا هبت الله د طالبانو امیر وټاکل شو؟
که څه هم ملا هبت الله د طالبانو په لومړۍ دورې کې کومه نوموتې دنده نه لرله؛ خو د طالبانو پخواني مشر ملا عمر سره یې نېږدې اړیکې درلودې.
په ۲۰۱۶ کال کې د طالبانو غړي ملا عبدالمنان نیازي رسنیو ته ویلي وو، چې د ملا عمر او ملا هبت الله تر منځ د احترام اړیکه موجوده وه او د ځانګړي اعتبار له مخې ملاعمر نوموړی د نظامي محاکمو د لوی رییس په توګه په دنده ګومارلی و.
د طالبانو د حکومت له سقوط وروسته نوموړی د یوې لنډې مودې لپاره په کندهار کې پاتې شو او بیا کوېټې ته لاړ او هلته یې د کچلاغ په دارالعلوم کې تدریس پیل کړ.
وروسته له هغې چې د ملا محمد عمر د مړینې خبر تایید شو او ملا اختر محمد منصور د طالبانو د امیر په توګه وټاکل شو، ملا هبت الله یې د مرستیال په توګه دنده پیل کړه. په همدې مهال ملا هبت الله یو له هغو اشخاصو و، چې په ډېرې چټکۍ سره یې له پاکستاني استخباراتو سره خپلې اړیکې ورغولې.
د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته د ملا هبت الله د امیر ټاکل کېدو پروسې که څه هم ډېر وخت ونه نیوه خو له جنجالونو او خفګانونو خالي نه وه.
هغه له څو اړخونو تر نورو طالب مشرانو غښتلی و، چې لاندې یې تشریح کوو.
مذهبي اړخ او ستخت دریځي
د ۲۰۱۷کال د جولای پر ۲۶مه طالبانو د هلمند ولایت د ګرشك ولسوالۍ پر امنیتي پوستو او نظامي مرکزونو سخت بریدونه وکړل. د دوی لومړی برید د موټر بم ځانمرګي برید په بڼه ترسره شو، چې د ولسوالۍ امنیتي کمربند یې مات کړ. د نښتو په ترڅ کې طالبانو څو امنیتي پوستې ونیولې، خو په فقیرو کلي کې د "باري" په نوم یو نظامي مرکز یې پر وړاندې ټینګ ودرېد. د دغه مرکز نیول سخت او خونړی کار و. طالبانو ته اړتیا وه، چې د لاسي بمونو په وسیله یې دیوالونه وولي او د چاودیدونکو موادو په مرسته پیاوړي خنډونه له منځه یوسي. دا خونړی ماموریت د طالبانو د «منتظره قطعې» ځانمرګو ته وسپارل شو، چې د مولوي هبت الله زوی خالد عبدالرحمن هم پکې و. خالد ځانمرګی ونه کړ، خو کله یې چې د مرکز دفاعي دیوالونو ته چاودیدونکي مواد ځای پر ځای کول، په خپلو چاودېدونکو توکو والوت او ومړ.
هبت الله دې ته « استشهادي برید» ووایه او طالبانودا پېښه د «شهادت»یو ویاړ وباله او ویې ویل چې دا د دوی د مشر د اخلاص نښه ده. دغې مسالې ملا هبت الله د طالبانو تر منځ لا محبوب کړ او هغه یې د خپلې ډلې یو داسې امیر یاد کړ چې پر خپل فکر ولاړ او د کورنۍ قربانۍ ته هم تیار دی.
ملا هبت الله د طالبانو د مشرانو تر منځ د مذهبي علم له اړخه د لوړې درجې څښتن، شیخ الحدیث او شیخ القران شمېرل کېده، چې د جګړې په تړاو یې له همدغې مدرسې ګڼې فتواوې ورکړې دي.
له مذهبي اړخه د هغه فتوا له بل هر دیني عالم غښتلې برېښېده او له بل اړخه د کچلاغ د دارالعلوم د یو مدرس په توګه یې فتوا ټولو مستقیمو او غیرمستقیمو شاګردانو ته د منلو وړ وه.
له قومي اړخه هم ملاهبت الله له هغې قبیلې دی چې همېشه یې د اڅکزیو پر وړاندې جګړې کړې دي. هغه په قوم نورزی دی چې د درانیو یوه پښه بلل کیږي.
د هغه په ټاکنه کې د قوم مساله هم جدي او مهمه وه؛ ځکه د جمهوري دولت پر مهال په کندهار کې اڅکزیان واکمن وو او یوازیني خلک چې مخالفت یې کولی شوای، نورزیان وو.
نظامي او استخباراتي اړخ:
که څه هم ملا هبت الله هېڅ ډول نظامي تجربه نه درلوده؛ خو په داسې حال کې چې د جمهوري دولت له خوا د طالبانو پر وړاندې جګړه په شدت روانه وه؛ طالبانو ته له بل هر څه د یو داسې کس مشري مهمه وه چې له دیني او مذهبي اړخه یې فتوا او خبره وزن ولري او ملا هبت الله تر ټولو ښه انتخاب بلل کېده.
د جګړې چارې تر ډېره د نورزو یو شمېر قوماندانانو، د ملا عمر کورنۍ(ورور او زوی)، سراج الدین حقاني او د ملا اختر محمد منصور نېږدې دوستانو چې له ایران سره یې نېږدې اړیکې درلودې، پر غاړه لرلې.
د نورزو د قوماندانانو او ملا اختر محمد منصور د نېږدې ملګرو لکه ابراهیم صدر، ملا نعیم بړېڅ، قیوم ذاکر، ملا شیرین، یوسف وفا، عبدالاحد طالب او یو شمېر نورو له اقتصادي اړخه هم یاده جګړه تمویل کړه، چې ګڼ یې د نړۍوالو بنسټونو او متحده ایالاتو له خوا د ایران، پاکستان او افغانستان تر منځ د مخدره توکو په قاچاق تورن وو.
د ملا هبت الله نېږدې دوستان، شاګردان او د شاګردانو شاګردان چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د جګړې واګي په لاس کې لرل هم د ملا هبت الله لپاره د انتخابېدو ښه دلیل و.
له یو اړخه ملا هبت الله د پاکستاني استخباراتي کړیو سره نېږدې اړیکې لرلې او له بل اړخه د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور نېږدې دوستانو چې ګڼ یې د هبت الله شاګردان وو له ایران سره د دوستۍ مخینه لرله، چې له امله یې د طالبانو د امیر په توګه د ملا هبت الله ټاکل کېدل حتمي کړل.
د هبت الله په ټاکنه کې د کچلاغ د مدرسې اهمیت:
په کچلاغ کې د ملا هبت الله مدرسه د بلوچستان ایالت د کوېټې ښار ته نږدې د "کچلاغ" په نوم یوه سیمه کې ودانه وه، چې د افغانستان پولې ته ډېره نږدې ده. دا سیمه د طالبانو د مشرانو لپاره له اوږدې مودې راهیسې یو مهم مذهبي او ستراتیژیک پټنځای ګڼل کېږي.
مدرسه الحقانیه کچلاغ یا د کچلاغ دارالعلوم د طالبانو د مذهبي زده کړو یو له مهمو مرکزونو څخه و، چې ملا هبت الله اخوندزاده پکې تدریس کاوه.
دا مدرسه د کوېټې ختیځ ته نږدې پرته ده او له همدې ځایه د طالبانو دیني، مذهبي او فکري روزنه کېده، چې هر چا نه شول کولی په اسانۍ ورته لاره پېدا کړي.
د پخواني جمهوري دولت دواړو ولسمشرانو حامد کرزي او محمد اشرف غني د کچلاغ مدرسه د پاکستاني استخباراتو مرکز باله.
دا مدرسه ځکه مهمه وه، چې د امکاناتو له اړخه ډېره غښتلې، استادان یې د دیوبندي فکر لرونکي سختدریځي ملایان وو او د ملا هبت الله په څېر شیخ الحدیث هم پکې تدریس کاوه.
د دغې مدرسې اهمیت په دې کې هم دی، چې په افغانستان کې د جمهوري دولت پر ضد د جګړې فتوا له همدغې مدرسې اعلان شوې وه او دا مدرسه د طالبانو د مذهبي مشروعیت یوه منبع وه.
د کچلاغ دا مدرسه د هغه ډول تفسیر او فقهې مرکز و چې د طالبانو په فکري جوړښت کې مهم رول لري. هلته تدریس کېدونکي مضامین د سختدریځه دیوبندي مکتب له زاویې وړاندې کېدل.
د یادې مدرسې سره په ۱۲ کیلومترۍ کې د پاکستان د پوځ یو مهم مرکز D134 موجود و، چې له امنیتي اړخه د دغې مدرسې اهمیت لوړوي او د طالبانو د مشرتابه لپاره د امن ځای په توګه شهرت دا روښانوي چې استخباراتي ملاتړ یې غښتلی و.
د پورته ټولو شاخصونو په نظر کې نیولو سره ملا هبت الله نهه کاله وړاندې د طالبانو امیر وټاکل شو او د هغه واکمني لا هم دوام لري.
د ملا هبتالله نړۍلید؛ نهه کلن معلوماتي او اطلاعاتي زندان
ملا هبتالله اخوندزاده د دیوبندي مکتب له خورا سختدریځو پیروانو څخه دی، چې نه یوازې د غیراسلامي ټولنو په اړه سخت او تند لید لري، بلکې د ښځو د تعلیم، مدني ارزښتونو، غربپالنې او عصري ټېکنالوژۍ په اړه هم ژور منفي ذهنیت لري. هغه د شریعت تر نامه لاندې، د خشنو مذهبي تعبیرونو د تطبیق پلوی دی.
د طالبانو د قطر دفتر یوه غړی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شيوايي، "ملا هبتالله په خپل ټول ژوند کې نه راډیو اورېدلې، نه یې تلویزون لیدلی او نه یې له عصري ډیجیټال رسنیو سره تماس درلود." دا څرګندونې د دې نښه ده چې نوموړی په یوه سختبندیزلګولي او محدود معلوماتي محیط کې ژوند کوي.
خو هبت الله ته نږدې سرچینې وايي، چې واک ته له رسېدو وروسته نوموړی په ډېر ندرت سره بي بي سي راډیو اوري او نورې رسنۍ نه ګوري، له همدې امله د طالبانو یو شمېر مشران هڅه کوي چې خپلې خبرې د بي بي سي له لارې ور ورسوي.
ایا هبتالله د اطلاعاتي زندان زنداني دی؟
"اطلاعاتي زندان" (Informational Isolation) هغه حالت ته ویل کېږي، چې یو فرد یوازې د یوې محدودې او همفکره حلقې له لوري محاصره وي، ټول معلومات، تحلیلونه او راپورونه یوازې د همدې تړلې شبکې له لوري ورته رسیږي. دا ډول افراد له رسنیو سره هېڅ تماس نه لري، د نړۍ له بدلونونو ناخبره وي او د واقعیتونو، انتقادونو او بدیلو نظرونو پر وړاندې یې ذهن تړلی پاتې شي.
ملا هبت الله یې غوره بېلګه بلل کیږي.
د تایید خونې اثر (Echo Chamber)
کله چې یو مشر یوازې هغه ډول معلوماتو ته لاسرسی ولري چې د ده له موجودو لیدلورو سره مطابقت لري؛ نو دا وضعیت "Echo Chamber" یا د تایید خونې حالت رامنځته کوي. په داسې چاپېریال کې مخالف نظریات یا خو پټ پاتې کېږي، یا ورته د دښمنۍ په سترګه کتل کېږي. پایله دا وي چې د مشر تفکر نور هم تعصبي، مطلقانګار او سختدریځ کېږي، ځکه هېڅوک ورته نه وايي، "تاسو تېروتلي یاست" یا "خلک ناهیلي او ناراضه دي."
نهه کلن اطلاعاتي محبس
ملا هبتالله اخوندزاده له ۲۰۱۶م کال راهیسې په یوه سخت محافظت شوي او منزوي محیط کې ژوند کوي. د هغه د ناستو، لیدنو او تماسونو حلقه له یوې ډېرې محدودې استخباراتي، مذهبي او وفادارې کړۍ څخه جوړه ده. نه رسنیو ته څرګندېږي، نه له ازادو نظریو سره مخامخ کېږي، نه د کوم ډېسکورس برخه ګرځېدلی، نه له ټېکنالوژۍ سره بلد دی او نه له نړیوالو تحولاتو څخه ژور درک لري.
دغې نهه کلنې اطلاعاتي انزوا، نه یوازې د ده پر فردي نړۍلید باندې مستقیم اغېز کړی، بلکې د طالبانو د پالیسیو سختدریځه بڼه، د ښځو د تعلیم پر بندیز، له نړۍوالو سره پر محدودو اړیکو او د ټولنې د ازادۍ پر ځپلو یې هم ژور اثر کړی.
تر هغې چې د طالبانو مشر له دې معلوماتي زندانه ونهوځي او له ازادو سرچینو، انتقادونو، بدیلو نظریو او واقعیتونو سره تماس پېدا نه کړي، د طالبانو په سیاستونو کې کوم بنسټیز بدلون نهشي راتلی. اطلاعاتي محبس یو فرد یوازې نه منزوي کوي، بلکې د ټول ملت برخلیک یرغمل کوي.
که څه هم د هند او پاکستان ترمنځ څلور ورځنۍ هوايي جګړې نه وروسته د مې میاشتې په لسمه نېټه اوربند شوی او دغه اوربند د دواړو هېوادونو د پوځونو له خوا رعایت شوی هم دی، خو له دې سره سره د دواړو هېوادونو وسلهوال ځواکونه د تیارسۍ په حال کې یوه بل ته مخامخ پراته دي.
دواړو هېوادونو د مسافرو د لېږدوونکو الوتکو ته تر اوسه پورې د یوه بل د فضایي حریم نه د تېرېدو اجازه نه ده ورکړې او د شدیدې ترینګلتیا یوه بله نښه د یوه بل د سفارتونو نه د جاسوسۍ په تور د دیپلوماتانو شړل کېدل دي.
د مې په یوویشتمه نېټه هند په ډیلي کې د پاکستان د سفارت په یوه دیپلومات باندې په غیر دیپلوماتیکو فعالیتونو کې د ککړېدو تور پورې کړ او هغه ته یې په څلورویشتو ساعتونو کې د هند نه د وتلو امر وکړ. د هند د دې ګام په عکسالعمل کې، د می میاشتې په دوهویشتمه نېټه پاکستان په اسلاماباد کې د هند د سفارت له یوه دیپلومات سره ورته چلند وکړ. بیا تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې د می میاشتې په لسمه نېټه د دواړو هېوادونو د پوځونو د عملیاتو د رییسانو ترمنځ د اوربند په اړه د ټیلیفوني خبرو نه وروسته د دواړو هېوادونو د دیپلوماتانو او یا حکومتونو د استازو ترمنځ تر اوسه هیڅ کوم بل تماس یا خبرې نه دي شوي، چې لږ تر لږه د جګړې له حالت نه د وتلو لپاره د متقابلو ګامونو د پورته کولو د پرېکړې لپاره اړینې دي.
پاکستان له اوږده مهاله د غچ په لټه کې
په تېرو اتهاویا کلونو کې د هند او پاکستان ترمنځ وړې او غټې پنځه جګړې شوې دي، چې د زیاتره جګړو علت د دواړو هېوادونو ترمنځ د کشمیر مساله ده. په دې ټولو پخوانیو جګړو کې هند بریالی شوی دی. خو د هند او پاکستان ترمنځ تر ټولو ستره او خطرناکه جګړه په کال ۱۹۷۱ کې شوې وه، چې په نتیجه کې یې پاکستان دوه ټوټې شو او ختیز پاکستان د بنګلهدېش په نوم یو مستقل هېواد شو. دغې جګړې د پاکستان د واکمنانو په ذهن کې د هند پر ضد ژوره عقده پیدا کړه او هغوی تل له هند نه د غچ اخیستو په لټه کې پاتې شوي دي.
خو پاکستان د هند په پرتله یو کوچنی او له اقتصادي اړخه وروسته پاتې هېواد دی. تر لږې مودې وړاندې پورې د پاکستان د پوځ د تجهیز او تمویل کار په عمده توګه د امریکا او نورو غربي هېوادونو له خوا د پخواني شوروي اتحاد د نفوذ د مخنیوي لپاره کېده. خو پاکستان هڅه کوله، چې له دغو وسلو او مهماتو نه د هند پر ضد جګړو کې استفاده وکړي. غربي هېوادونو به د پاکستان د دې کار مخه نیوله. نو کله چې په کال ۱۹۶۲ کې د چین او هند ترمنځ جګړه وشوه، چې چین د هند پر لداخ او ځینو نورو سرحدي سیمو د ملکیت دعوه لرله، نو له هغې وروسته پاکستان د هند سره د دښمنۍ له امله له چین سره اړیکې جوړې کړې.
خو په کال ۱۹۹۸ کې، چې هند او پاکستان دواړو د اتومي بمونو د چاودنو تجربې وکړې او ځانونه یې اتومي قوتونه اعلان کړل، نو بیا د دوی ترمنځ جګړه د ټولې نړۍ لپاره د اندېښنې وړ موضوع وګرځېده. امریکا تل د دوی ترمنځ د جګړې د مخنیوي لپاره مداخله کړې، ځکه چې امریکا او نور نړیوال نه غواړي چې دوی یو د بل پر ضد اتومي وسله وکاروي، چې نه یوازې به یو بل لهمنځه یوسي، بلکې د نړۍ امنیت به هم له خطر سره مخامخ کړي.
د هند د پراخو عملیاتو پر وړاندې خنډ
د شلمې پېړۍ په اتیایمه لسیزه کې، په افغانستان کې د شوروي اتحاد پر ضد جګړه کې پاکستان نوې وسلې، د فرسایشي جګړې تجربه او روزل شوي ترهګر تر لاسه کړل او له ۱۹۹۰م کلونو راهیسې یې له دغو امکاناتو نه د هند پر ضد په کشمیر او د هند په نورو سیمو کې استفاده پیل کړې ده. د پاکستان جنرالان فکر کوي، چې هغوی به د ترهګریزو عملیاتو او غیرمستقیمې جګړې له لارې هند د کشمیر په مساله خبرو ته مجبور کړي، ځکه چې د نړۍ زبر ځواکونه به هند ته د اتومي جګړې د خطر له امله د پاکستان پر ضد پراخو عملیاتو ته اجازه ور نه کړي.
بلې خوا ته د هند لومړی وزیر نریندرا مودي له خلکو سره ژمنه کړې چې د هغه حکومت به د پاکستان له خوا د هند پر ضد د ترهګریزو عملیاتو په ځواب کې دغه هېواد داسې مجازات کړي، چې بیا به د ترهګریزو بریدونو جرات ونه کړي.
د هند او پاکستان وروستۍ جګړه ډېره لنډه، یعنې درې نیمې یا څلور ورځې وه، او د الوتکو، توغندیو او بېپیلوټه الوتکو تر استفادې محدوده پاتې شوه. دا جګړه د مې په شپږمه نېټه هند پیل کړه، او په پنجاب او سند کې یې د ترهګرو پر اډو د توغندیو له لارې برید وکړ. پاکستان د پرمختللي چینایي ټېکنالوژۍ مجهزو الوتکو له لارې د هند درې رافېل نومې (په فرانسه کې جوړې) قیمتي جنګي الوتکې د هند په فضایي حریم کې وویشتې او راوغورځولې او د هند پر هوايي او نظامي مرکزونو یې توغندي وار کړل.
په ځواب کې هند هم په لاهور، راولپنډۍ او نورو ښارونو کې بریدونه وکړل. ښايي چې د هند بریدونه ډېر او اغېزناک وو، خو د خپلو الوتکو د غورځېدو په اړه غلی پاتې شو، نو په تبليغاتي جګړه کې د پاکستان لاس بر شو. هند ته دا هم سخته وه، چې ولسمشر ټرمپ بیا بیا وویل چې جګړه د امریکا په منځګړیتوب ودرېدله او اوربند وشو. پر عکس، هند ادعا وکړه، چې ځکه اوربند وشو، چې پاکستان جګړه وبایلله. خو پاکستان د بري ادعا وکړه، ملي جشنونه یې ونیول، د اردو لوی درستیز ته یې د فیلډ مارشال رتبه ورکړه.
هند پر پاکستان بل برید کوي؟
د پاکستان اردو په تېرو څو کلونو کې د پښتونخوا او بلوچستان په پراخو وسلهوالو جګړو، په ټاکنو کې د درغلیو تورونو، او د عمران خان د ګوند له خوا د سخت مخالفت له امله په سیاسي توګه بدنامه او منفوره شوې وه، خو د هند سره په جګړه کې د بریا د ادعا له امله یې په پنجاب کې بیا محبوبیت تر لاسه کړی دی.
هند له دې امله هم په قهر دی، چې پر ځای د دې چې امریکا د پاکستان له خوا د ترهګرو ملاتړ وغندي، هغه د کشمیر د مسالې د حل خبرې کوي، کومه چې هند بینالمللي مساله نه ګڼي.
په دې شرایطو کې، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ته په کور دننه سیاسي ستونزې پیدا شوې دي. سیاسي شنونکي په دې نظر دي، چې هند د وروستۍ جګړې له سیاسي پایلو مطمین نه دی، نو ښايي په نږدې راتلونکې کې پر پاکستان یو بل پوځي ګوزار وکړي.