شننه

ملا هبت الله اخوندزاده؛ د اطلاعاتي زندان نهه کلن زنداني

محبوب‌ شاه محبوب
محبوب‌ شاه محبوب

لیکوال او څېړونکی

د ۲۰۱۶ کال د می په ۲۱مه د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو درې ورځې وروسته د طالبانو د نوي مشر پر سر د طالبانو تر منځ خبرې پیل شوې.

د می په ۲۵مه د خبرو د نچوړ په توګه ملا هبت الله یو له هغو اشخاصو و، چې د طالبانو د مشرتابه لپاره پرې هوکړه وشي؛ خو داخلي کړکېچ لا هم و، ځکه د ملا عمر ورور او زوی د ملا عمر له مرګ وروسته د طالبانو د مشرۍ حق خپل ګاڼه او کله چې ملا اختر محمد منصور ووژل شو، یو ځل بیا دا مساله راپورته شوه.

همدا راز د ملا محمد رسول ډله چې د طالبانو له تحریک څخه جدا شوې وه ځان یې د افغانستان د اسلامي امارت د عالي شورا رییس اعلان کړی و، هم په دې کړکېچ کې ښکېله وه او ملا هبت الله یې د امیر په توګه نه مانه.

دا کړکېچ که څه هم اوږدمهاله و؛ خو یوازې د څو ورځو په تېرېدو سره د ۲۰۱۶ کال د می په۲۹ مه هبت الله اخوندزاده د طالبانو د تحریک امیر وټاکل شو.

له قومي اړخه ملا هبت الله نورزی کندهاری دی؛ خو مذهبي لار یې خشنه دیوبندي ده چې د طالبانو په لیکو کې ګڼ چارواکي یې مستقیم او غیر مستقیم شاګردان پاتې شوي دي.

هغه د روسانو سره د جګړې پر مهال له مولوي محمد یونس خالص سره ګوندي اړیکه درلوده او په کندهار کې یې د طالبانو د اوسني رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند تر قوماندې لاندې جګړه کوله.

ولې ملا هبت الله د طالبانو امیر وټاکل شو؟

که څه هم ملا هبت الله د طالبانو په لومړۍ دورې کې کومه نوموتې دنده نه لرله؛ خو د طالبانو پخواني مشر ملا عمر سره یې نېږدې اړیکې درلودې.

په ۲۰۱۶ کال کې د طالبانو غړي ملا عبدالمنان نیازي رسنیو ته ویلي وو، چې د ملا عمر او ملا هبت الله تر منځ د احترام اړیکه موجوده وه او د ځانګړي اعتبار له مخې ملاعمر نوموړی د نظامي محاکمو د لوی رییس په توګه په دنده ګومارلی و.

د طالبانو د حکومت له سقوط وروسته نوموړی د یوې لنډې مودې لپاره په کندهار کې پاتې شو او بیا کوېټې ته لاړ او هلته یې د کچلاغ په دارالعلوم کې تدریس پیل کړ.

وروسته له هغې چې د ملا محمد عمر د مړینې خبر تایید شو او ملا اختر محمد منصور د طالبانو د امیر په توګه وټاکل شو، ملا هبت الله یې د مرستیال په توګه دنده پیل کړه. په همدې مهال ملا هبت الله یو له هغو اشخاصو و، چې په ډېرې چټکۍ سره یې له پاکستاني استخباراتو سره خپلې اړیکې ورغولې.

د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته د ملا هبت الله د امیر ټاکل کېدو پروسې که څه هم ډېر وخت ونه نیوه خو له جنجالونو او خفګانونو خالي نه وه.

هغه له څو اړخونو تر نورو طالب مشرانو غښتلی و، چې لاندې یې تشریح کوو.

مذهبي اړخ او ستخت دریځي

د ۲۰۱۷کال د جولای پر ۲۶مه طالبانو د هلمند ولایت د ګرشك ولسوالۍ پر امنیتي پوستو او نظامي مرکزونو سخت بریدونه وکړل. د دوی لومړی برید د موټر بم ځانمرګي برید په بڼه ترسره شو، چې د ولسوالۍ امنیتي کمربند یې مات کړ. د نښتو په ترڅ کې طالبانو څو امنیتي پوستې ونیولې، خو په فقیرو کلي کې د "باري" په نوم یو نظامي مرکز یې پر وړاندې ټینګ ودرېد. د دغه مرکز نیول سخت او خونړی کار و. طالبانو ته اړتیا وه، چې د لاسي بمونو په وسیله یې دیوالونه وولي او د چاودیدونکو موادو په مرسته پیاوړي خنډونه له منځه یوسي. دا خونړی ماموریت د طالبانو د «منتظره قطعې» ځانمرګو ته وسپارل شو، چې د مولوي هبت الله زوی خالد عبدالرحمن هم پکې و. خالد ځانمرګی ونه کړ، خو کله یې چې د مرکز دفاعي دیوالونو ته چاودیدونکي مواد ځای پر ځای کول، په خپلو چاودېدونکو توکو والوت او ومړ.

د هغه په اړه ویل کیږي، چې د پلار او مور په اجازه د ځانمرګي بریدپه ماموریت وتلی و.

هبت الله دې ته « استشهادي برید» ووایه او طالبانودا پېښه د «شهادت»یو ویاړ وباله او ویې ویل چې دا د دوی د مشر د اخلاص نښه ده. دغې مسالې ملا هبت الله د طالبانو تر منځ لا محبوب کړ او هغه یې د خپلې ډلې یو داسې امیر یاد کړ چې پر خپل فکر ولاړ او د کورنۍ قربانۍ ته هم تیار دی.

ملا هبت الله د طالبانو د مشرانو تر منځ د مذهبي علم له اړخه د لوړې درجې څښتن، شیخ الحدیث او شیخ القران شمېرل کېده، چې د جګړې په تړاو یې له همدغې مدرسې ګڼې فتواوې ورکړې دي.

له مذهبي اړخه د هغه فتوا له بل هر دیني عالم غښتلې برېښېده او له بل اړخه د کچلاغ د دارالعلوم د یو مدرس په توګه یې فتوا ټولو مستقیمو او غیرمستقیمو شاګردانو ته د منلو وړ وه.

نوموړي په ۲۰۰۳، ۲۰۰۴ او ۲۰۰۶ کلونو کې ځانګړې فتواوې ورکړې، په افغانستان کې یې جګړه جهاد وباله او کله چې په ۲۰۱۶ کې یې ملا یعقوب مجاهد او سراج الدین حقاني مرستیالان وټاکل شول د یوې فتوا په خپرولو سره په افغانستان کې جګړې شدت پېدا کړ.

قومي اړخ:

له قومي اړخه هم ملاهبت الله له هغې قبیلې دی چې همېشه یې د اڅکزیو پر وړاندې جګړې کړې دي. هغه په قوم نورزی دی چې د درانیو یوه پښه بلل کیږي.

د هغه په ټاکنه کې د قوم مساله هم جدي او مهمه وه؛ ځکه د جمهوري دولت پر مهال په کندهار کې اڅکزیان واکمن وو او یوازیني خلک چې مخالفت یې کولی شوای، نورزیان وو.

نظامي او استخباراتي اړخ:

که څه هم ملا هبت الله هېڅ ډول نظامي تجربه نه درلوده؛ خو په داسې حال کې چې د جمهوري دولت له خوا د طالبانو پر وړاندې جګړه په شدت روانه وه؛ طالبانو ته له بل هر څه د یو داسې کس مشري مهمه وه چې له دیني او مذهبي اړخه یې فتوا او خبره وزن ولري او ملا هبت الله تر ټولو ښه انتخاب بلل کېده.

د جګړې چارې تر ډېره د نورزو یو شمېر قوماندانانو، د ملا عمر کورنۍ(ورور او زوی)، سراج الدین حقاني او د ملا اختر محمد منصور نېږدې دوستانو چې له ایران سره یې نېږدې اړیکې درلودې، پر غاړه لرلې.

د نورزو د قوماندانانو او ملا اختر محمد منصور د نېږدې ملګرو لکه ابراهیم صدر، ملا نعیم بړېڅ، قیوم ذاکر، ملا شیرین، یوسف وفا، عبدالاحد طالب او یو شمېر نورو له اقتصادي اړخه هم یاده جګړه تمویل کړه، چې ګڼ یې د نړۍوالو بنسټونو او متحده ایالاتو له خوا د ایران، پاکستان او افغانستان تر منځ د مخدره توکو په قاچاق تورن وو.

د ملا هبت الله نېږدې دوستان، شاګردان او د شاګردانو شاګردان چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د جګړې واګي په لاس کې لرل هم د ملا هبت الله لپاره د انتخابېدو ښه دلیل و.

له یو اړخه ملا هبت الله د پاکستاني استخباراتي کړیو سره نېږدې اړیکې لرلې او له بل اړخه د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور نېږدې دوستانو چې ګڼ یې د هبت الله شاګردان وو له ایران سره د دوستۍ مخینه لرله، چې له امله یې د طالبانو د امیر په توګه د ملا هبت الله ټاکل کېدل حتمي کړل.

د هبت الله په ټاکنه کې د کچلاغ د مدرسې اهمیت:

په کچلاغ کې د ملا هبت الله مدرسه د بلوچستان ایالت د کوېټې ښار ته نږدې د "کچلاغ" په نوم یوه سیمه کې ودانه وه، چې د افغانستان پولې ته ډېره نږدې ده. دا سیمه د طالبانو د مشرانو لپاره له اوږدې مودې راهیسې یو مهم مذهبي او ستراتیژیک پټنځای ګڼل کېږي.

مدرسه الحقانیه کچلاغ یا د کچلاغ دارالعلوم د طالبانو د مذهبي زده کړو یو له مهمو مرکزونو څخه و، چې ملا هبت الله اخوندزاده پکې تدریس کاوه.

دا مدرسه د کوېټې ختیځ ته نږدې پرته ده او له همدې ځایه د طالبانو دیني، مذهبي او فکري روزنه کېده، چې هر چا نه شول کولی په اسانۍ ورته لاره پېدا کړي.

د پخواني جمهوري دولت دواړو ولسمشرانو حامد کرزي او محمد اشرف غني د کچلاغ مدرسه د پاکستاني استخباراتو مرکز باله.

دا مدرسه ځکه مهمه وه، چې د امکاناتو له اړخه ډېره غښتلې، استادان یې د دیوبندي فکر لرونکي سختدریځي ملایان وو او د ملا هبت الله په څېر شیخ الحدیث هم پکې تدریس کاوه.

د دغې مدرسې اهمیت په دې کې هم دی، چې په افغانستان کې د جمهوري دولت پر ضد د جګړې فتوا له همدغې مدرسې اعلان شوې وه او دا مدرسه د طالبانو د مذهبي مشروعیت یوه منبع وه.

د کچلاغ دا مدرسه د هغه ډول تفسیر او فقهې مرکز و چې د طالبانو په فکري جوړښت کې مهم رول لري. هلته تدریس کېدونکي مضامین د سختدریځه دیوبندي مکتب له زاویې وړاندې کېدل.

د یادې مدرسې سره په ۱۲ کیلومترۍ کې د پاکستان د پوځ یو مهم مرکز D134 موجود و، چې له امنیتي اړخه د دغې مدرسې اهمیت لوړوي او د طالبانو د مشرتابه لپاره د امن ځای په توګه شهرت دا روښانوي چې استخباراتي ملاتړ یې غښتلی و.

د یوې داسې مدرسې مشر مدرس چې طالبانو ته د مذهبي مشروعیت منبع وي، د طالبانو د مشر په توګه د هغه شخص د ټاکل کېدو احتمال زیاتولی شي.

د پورته ټولو شاخصونو په نظر کې نیولو سره ملا هبت الله نهه کاله وړاندې د طالبانو امیر وټاکل شو او د هغه واکمني لا هم دوام لري.

د ملا هبت‌الله نړۍلید؛ نهه کلن معلوماتي او اطلاعاتي زندان

ملا هبت‌الله اخوندزاده د دیوبندي مکتب له خورا سختدریځو پیروانو څخه دی، چې نه یوازې د غیراسلامي ټولنو په اړه سخت او تند لید لري، بلکې د ښځو د تعلیم، مدني ارزښتونو، غرب‌پالنې او عصري ټېکنالوژۍ په اړه هم ژور منفي ذهنیت لري. هغه د شریعت تر نامه لاندې، د خشنو مذهبي تعبیرونو د تطبیق پلوی دی.

د طالبانو د قطر دفتر یوه غړی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شيوايي، "ملا هبت‌الله په خپل ټول ژوند کې نه راډیو اورېدلې، نه یې تلویزون لیدلی او نه یې له عصري ډیجیټال رسنیو سره تماس درلود." دا څرګندونې د دې نښه ده چې نوموړی په یوه سخت‌بندیزلګولي او محدود معلوماتي محیط کې ژوند کوي.

خو هبت الله ته نږدې سرچینې وايي، چې واک ته له رسېدو وروسته نوموړی په ډېر ندرت سره بي بي سي راډیو اوري او نورې رسنۍ نه ګوري، له همدې امله د طالبانو یو شمېر مشران هڅه کوي چې خپلې خبرې د بي بي سي له لارې ور ورسوي.

ایا هبت‌الله د اطلاعاتي زندان زنداني دی؟

"اطلاعاتي زندان" (Informational Isolation) هغه حالت ته ویل کېږي، چې یو فرد یوازې د یوې محدودې او همفکره حلقې له لوري محاصره وي، ټول معلومات، تحلیلونه او راپورونه یوازې د همدې تړلې شبکې له لوري ورته رسیږي. دا ډول افراد له رسنیو سره هېڅ تماس نه لري، د نړۍ له بدلونونو ناخبره وي او د واقعیتونو، انتقادونو او بدیلو نظرونو پر وړاندې یې ذهن تړلی پاتې شي.

ملا هبت الله یې غوره بېلګه بلل کیږي.

د تایید خونې اثر (Echo Chamber)

کله چې یو مشر یوازې هغه ډول معلوماتو ته لاسرسی ولري چې د ده له موجودو لیدلورو سره مطابقت لري؛ نو دا وضعیت "Echo Chamber" یا د تایید خونې حالت رامنځته کوي. په داسې چاپېریال کې مخالف نظریات یا خو پټ پاتې کېږي، یا ورته د دښمنۍ په سترګه کتل کېږي. پایله دا وي چې د مشر تفکر نور هم تعصبي، مطلق‌انګار او سختدریځ کېږي، ځکه هېڅوک ورته نه وايي، "تاسو تېروتلي یاست" یا "خلک ناهیلي او ناراضه دي."

نهه کلن اطلاعاتي محبس

ملا هبت‌الله اخوندزاده له ۲۰۱۶م کال راهیسې په یوه سخت محافظت شوي او منزوي محیط کې ژوند کوي. د هغه د ناستو، لیدنو او تماسونو حلقه له یوې ډېرې محدودې استخباراتي، مذهبي او وفادارې کړۍ څخه جوړه ده. نه رسنیو ته څرګندېږي، نه له ازادو نظریو سره مخامخ کېږي، نه د کوم ډېسکورس برخه ګرځېدلی، نه له ټېکنالوژۍ سره بلد دی او نه له نړیوالو تحولاتو څخه ژور درک لري.

دغې نهه کلنې اطلاعاتي انزوا، نه یوازې د ده پر فردي نړۍلید باندې مستقیم اغېز کړی، بلکې د طالبانو د پالیسیو سختدریځه بڼه، د ښځو د تعلیم پر بندیز، له نړۍوالو سره پر محدودو اړیکو او د ټولنې د ازادۍ پر ځپلو یې هم ژور اثر کړی.

تر هغې چې د طالبانو مشر له دې معلوماتي زندانه ونه‌وځي او له ازادو سرچینو، انتقادونو، بدیلو نظریو او واقعیتونو سره تماس پېدا نه کړي، د طالبانو په سیاستونو کې کوم بنسټیز بدلون نه‌شي راتلی. اطلاعاتي محبس یو فرد یوازې نه منزوي کوي، بلکې د ټول ملت برخلیک یرغمل کوي.