• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا حسن: د فلسطین مسلمانانو سره د خواخوږۍ او ملاتړ په موخه د قران کریم ختمونه وکړئ

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۱۰:۵۰ GMT+۱

د طالبانو رییس‌الوزراء ملا محمد حسن اخوند پر غزه د اسراییلي بریدونو غندنه کړې او په غزه کې روان ناورین یې د انساني اصولو خلاف کړنه بللې، چې ورځ تر بلې په خرابېدو دی. نوموړي له افغانانو غوښتي چې د جمعې لمانځه وروسته دې د فلسطین مسلمانانو د ملاتړ لپاره د قران کریم ختمونه وکړي.

د طالبانو ریاست الوزرا د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۹مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسراییل له لورې پر غزې بریدونه د نسل وژنې دوام بللی او له هېوادونو یې غوښتي، چې د غزې د ناورن پای ته رسېدو لپاره بیړنۍ او مثبت اقدام وکړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا له لورې په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي:«د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي، د بشري مرستو لارې بندې دي، د ټپيانو او شهیدانو د انتقال فرصت نه ورکول کیږي، د مظلومو مسلمانو د سیمو غصب روان دی، هره ورځ ډېره خطرناکه او نا متوازنه وسله استعمالیږي او له ټولو دردونکي خبره داده چې د نړۍ هېوادونه، ذي دخله جهتونه، بشري نهادونه او نور مربوطه سازمانونه یا چوپه خوله دي او یا یې ډېر کم څه کړي دي.»

ملا محمد حسن په غزه باندې د اسراییل بریدونه او نسل وژنه په کلکو ټکو غندلې ده.

نوموړي پر افغانانو غږ کړی، چې د جمعې له لمونځ وروسته په جوماتونو کې د فلسطین د مسلمانانو سره د خواخوږۍ او ملاتړ په موخه د قران کریم ختمونه وکړي.

پر همدغه مهال طالبانو د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې خلک په زور د فلسطین د خلکو په ملاتړ لاریونونو کولو ته اړ کړي دي او په ګڼو ولایتونو کې په داسې حال کې د غزې په ملاتړ لاریونونه ترسره شوي، چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د بندیز په غبرګون او یا هم د طالبانو د نورو پالیسیو په ضد لاریونونو ته اجازه نه ورکول کیږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

سرچینه: امیرخان متقي به ډېر ژر اسلام اباد ته سفر وکړي

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۰۹:۱۵ GMT+۱

په پاکستان کې یوې‌ ډېپلوماټیکې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د بهرنو چارو وزیر امیرخان متقي د پاکستان د رسمي سفر بلنه منلې او ډېر ژر به اسلام اباد ته سفر وکړي. د دغه سفر د ترسره کیدو دقیقه نېټه لا نه ده معلومه، خو سرچینې ویلي، ښایي په جون میاشت کې وشي.

سرچینې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د «ټي ټي پي» مهارول او پاکستان ته د یادې ډلې په لیکو کې د افغان جنګیالیو مخنېوی به د دغه سفر پر مهال د بحث مهم ټکي وي.

نږدې میاشت وړاندې د‌ پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم کابل ته سفر کړی و او هلته یې هیله څرګنده کړې وه، چې له طالبانو سره یې سیاسي راشه درشه مخ په زیاتیدو ده. ډار د یاد سفر پر مهال امیرخان متقي ته بلنه ورکړې وه، څو د ډېپلوماتیکو تعاملاتو د پراختیا لپاره اسلام اباد ته سفر وکړي.

«ټي ټي پي» په تېرو خبرو اترو کې هم د پاکستان او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو جنجالي مساله بلل شوې، خو لا هم ښکاري‌ چې طالبانو په دې تړاو اسلام اباد غوښتنې په بشپړه توګه نه دي عملي کړي.

په همدې لړ کې د طالبانو یوه نظامي روزونکي څو ورځې وړاندې کابل کې خپلو جنګیالیو ته سپارښتنې وکړې چې د ملا هبت‌الله د امر له مخې بهر ته د «جهاد ته تګ» لپاره اجازه نه لري.

د هغه دا څرګندونې پاکستاني رسنیو د اسلام اباد هغو غوښتنو ته مثبت ځواب ګڼلی و، چې ګوندې افغانان دې منعه کړي، څو د «ټي ټي پي» په لیکو کې د دغه هېواد پر ضد جګړو ته داخل نه شي.

همدا راز د افغانستان انټرنشنل موندنو ښودلې، چې طالبانو یو شمېر خپل هغه قوماندانان او وسله وال هم زنداني کړي چې د پاکستاني طالبانو لپاره یې جلب و جذب کاوه.

د امیرخان متقي سفر ته د تابیاوو خبر داسې مهال ورکول کیږي، چې بل ګاونډی او سرسخته مخالف یې هند هم له طالبانو سره د ملګرتیا تارونه غځولي او اسلام اباد له دې اړخه هم جدي وېره لري.

کرزی: که غواړو ټول افغانان په هېواد کې پاتې شي باید له نړۍ سره ښې اړیکې وساتو

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۰۹:۱۳ GMT+۱

پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو او نجونو د زده‌کړو په اړه خپلې څرګندونې کړې دي. کرزي د روسیې له RTVI سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې د طالبانو په ډله کې «ډېر کسان» دا مني چې د ښځو حقونه او د نجونو تعلیم د نړیوال مشروعیت لپاره ډېر مهم دي.

پخوانی ولسمشر کرزی وایي، « موږ غواړو چې زموږ نجونې مکتب ته ولاړې شي. موږ غواړو په افغانستان کې ښوونځي او پوهنتونونه وي. موږ غواړو زموږ نجونې پوره ګډون ولري. که غواړو ټول افغانان په هېواد کې پاتې شي، باید د ښه راتلونکي هیله ولرو او له نړۍ سره ښې اړیکې وساتو».

نوموړي ټینګار کړی، چې دا چاره د طالبانو د اوسني حکومت تر واک لاندې هم ممکنه ده.

ده وویل، « دا یوه ډېره جدي ستونزه ده، هم د نړیوالو له خوا د مشروعیت لپاره او هم د افغان ولس د هوساینې لپاره. د طالبانو په ډله کې ډېر یې دا خبره مني. زه هیله‌من یم چې په دې برخه کې پرمختګ وشي».

خو حقیقت دا دی چې طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې پر ښځو سخت محدودیتونه لګولي دي. یوازې د ۲۰۲۳ کال د جون او جولای په میاشتو کې، نژدې ۴،۵۰۰ افغان ښځې د ښوونې او روزنې له برخې ایستل شوې. د ښځو ښکلا سالونونه جبري وتړل شول او د ۲۰۲۱–۲۰۲۳ کلونو ترمنځ له ۸۰ سلنې ډېرې ښځینه خبریالانې له کاره پاتې شوې.

د یونسکو د ۲۰۲۴ کال د اوړي د راپور له مخې، له ۱،۴ میلیونه ډېرې نجونې له شپږم ټولګي وروسته له تعلیم څخه محرومې شوې دي. همداراز ۱،۱ میلیون نور ماشومان (نجونې او هلکان) هم له لومړنیو زده‌کړو بې برخې شوي دي.

ښاغلی کرزی د طالبانو د راتګ د شپې په اړه وايي، د طالبانو په ناڅاپي راتګ او د حکومت پر سقوط اندېښمن و او له همدې امله یې خلک احتیاط ته را وبلل. هغه زیاتوي، « زه ودرېدم، د افغانستان ملت ته مې غږ وکړ، هغوی مې احتیاط ته راوبلل. ما طالبانو ته وویل چې خلک وساتي، د حکومت له پاتې چارواکو سره مرسته وکړي، څو ولسي وګړي خوندي شي».

کرزی وايي، « زه له خپل کوره ووتلم او د ډاکټر عبدالله عبدالله په کور کې وم. هغوی هلته راغلل چې له موږ سره وویني. بیا زه بېرته خپل پخواني کور ته لاړم. لس ورځې وروسته بیا راغلل چې له ما سره وویني. له هغه وخته زه د دوی د کورنیو چارو وزارت، بهرنیو چارو وزارت او نورو سره په دوامدار تماس کې یم».

امریکا د افغانستان او روسیې پر اړیکو کار نه درلود

حامد کرزی وايي، چې کله ولسمشر شو، تصمیم یې ونیوه، چې روسیه باید د افغانستان تر ټولو مهم شریک وي او مسکو هم مثبت غبرګون وښود او دا اړیکې یې ومنلې.

د کرزي په باور، له همدې امله افغانستان لومړنی هېواد و چې د کریمیا الحاق‌ یې ومانه او دا کار د تاریخي مطالعې له مخې شوی.

پخوانی ولسمشر کرزی په دې مرکه کې وايي، چې روسیې د امریکا پوځي حضور په افغانستان کې دښمنانه نه باله، بلکې د همکارۍ یوه موقع یې ګڼله او امریکایانو هم دا درک درلود.

هغه زیاتوي، چې ولسمشر پوتین او نورو روسي مشرانود حکومت پرمهال ورته ویل، چې باید د امریکا د پوځي عملیاتو او شپنیو عملیاتو پر وړاندې زغم وکړي او دا چې د امریکا حضور په پای کې د افغانستان د ولس په ګټه دی.

کرزی وايي، متحده ایالاتو هیڅ وخت دده له حکومت نه غوښتنه نه ده کړې، چې ووایي: «ولې؟ ولې له روسیې سره همکاري کوې؟ ولې پولیس د روزنې لپاره روسیې ته استوې؟ ولې محصلین هلته لېږې؟ او ولې کریمیا پېژنې؟» کرزی زیاتوي، « داسې هېڅ نه وو. نو امریکایانو هم ډېر باوقاره چلند وکړ، کله چې د افغانستان د ګټو او اړیکو خبره وه».

پخوانی ولسمشر زیاتوي، امریکایانو، تر هغه چې په افغانستان کې وو، تېروتنې وکړې، ډېرې جدي تېروتنې، خو هغوی په افغانستان کې ډېره زیاته پانګونه وکړه. نوموړی وايي، « اوس په ټول هېواد کې، ان کلیو او لرې سیمو کې، پاخه سړکونه شته. لسګونه زره کیلومتره سړکونه جوړ شول.هغوی د عامه زده‌کړو پراخ کمپاین پیل کړ، همغه څه چې روسیې هم یو وخت وکړل، کله‌یې چې موږ ته بورسونه راکول. نو له ټولو تېروتنو سره سره چې هغوی وکړې، امریکایانو د افغانستان په اقتصادي هوساینې، زیربناوو او نورو برخو کې یو ستر رول ولوباوه».

چین، روسیې، هند او ایران د لویدیځ تشه ډکه نه کړای شوای

کرزی وايي، کله چې امریکایان ووتل او طالبان واک ته ورسېدل، له چین، روسیې، هند او ایران څخه ډېرې تمې کېدې، چې دوی سره راټول شي او هغه خلا ډکه کړي چې د لویدیځ له وتلو وروسته پیدا شوې، خو داسې ونه شول، ځکه په سیمه کې د افغانستان په اړه ګډ پلان نه و.

کرزی وايي، وروسته چې کومې مرستې په افغانستان کې خلکو ته رسېدې، د امریکا له وتلو وروسته هم له واشنګټن نه راتلې او دی ترې منندوی دی.

کرزي په دې مرکه کې طالبانو ته د وروڼو خطاب کولو په اړه ویلي، چې دی پوهېده سم کار کوي، ځکه هغوی هم افغانان دي، خو اوس چې واک ته رسېدلي، دی د طالبانو د مخالفانو په اړه هم ورته نظر لري.

هغه زیاتوي، « ما لا هم د ولسمشرۍ پر مهال طالبان ورونه بلل. خلکو پرما نیوکې کولې، خو زه پوهېدم چې زه سم کار کوم. ځکه هغوی هم افغانان دي.اوس، چې هغوی واک ته رسېدلي، زه دا خبره په خپلو ټولو لیدنو کې له هغوی سره ډېره واضح کوم. وایم، چې د جمهوري نظام پر مهال مې تاسې ورونه بللئ، نو نن چې تاسې په واک کې یاست، زه هغو ټولو افغانانو ته چې د کوم دلیل له مخې له تاسې خوښ نه دي، له هېواده وتلي دي، یا داسې احساس کوي چې اوسني نظام کې یې هېڅ استازیتوب نه شته، دا وایم چې هغوی هم زموږ ورونه دي او ورونه باید سره یو ځای وي».

نظربند نه یم

کرزی وايي، چې دی بېرته سیاست ته د راتګ نیت نه لري او د افغانانو نوی نسل باید وړاندې راشي.

کرزی د طالبانو د حکومت په اړه وايي، چې پخوانۍ حکومتي ادارې پرځای پاتې دي، همغه قوانین پلي کېږي او پرېکړې د همدغو قوانینو پر بنسټ کېږي.

هغه وايي، « زه ډېر کم بهر وځم. د دې مرکې نه وړاندې زه د یوې لیدنې لپاره بهر وتلی وم. خو عموماً دلته یم، په خپل کور کې، په کابل کې.زه په نظربندۍ کې نه یم، وتلی او بېرته راتللای شم. کله کله زما بهرنۍ سفرونه ځنډېږي، چې طالبان پرې پرېکړه وکړي. دا یو څه وخت نیسي، خو په پای کې هر څه سم روان وي».

د طالبانو سترې محکمې په امر د ننګرهار له زندانه څه باندې ۳۰۰ بندیان خوشې شول

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۰۸:۳۰ GMT+۱

په ننګرهار کې د طالبانو ولایت مقام رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت له مرکزي زندان څخه د دغې ډلې د سترې محکمې په امر «۳۱۷» زندانیان خوشې شوي دي. خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د لوی اختر په مناسبت د بښنې له مخې خوشې شوي دي.

طالبانو دا نه دي ویلي، چې دغه خوشې شوي کسان په کومو جرمونو زندانیان شوي وو.

د معلوماتو له مخې د ننګرهار په زندان کې د مخکني جمهوري نظام دولتي مامورینو تر څنګ یو شمېر امنیتي منسوبین هم زندانیان دي.

نږدې څلور میاشتې وړاندې د دغو زندانیانو له ډلې «۲۰۰» هغو یې اعتراض کړی و، چې طالبانو یې په زندان کې قضیې په ټپه ودرولې او محاکمو ته یې نه دي وړاندې کړي.

همدا راز د طالبانو په زندانونو کې د سختو شکنجو، وژنو او ځورونو پراخ راپورونه هم ترلاسه شوي دي.

په دغو زندانونو کې نه یوازې نارینه بلکې د بشري حقونو او د زده کړو ښځینه فعالانې هم له دغو ځورونو سره مخ شوي او ځینو لا ان ادعا کړې، چې طالبان په دغو زندانانو کې پر مېرمنو جنسي تېري کوي.

د کابل پوهنتون زده‌کړیال: طالبان مو په زور د غزې په ملاتړ لاریونونو ته بیایي

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۰۸:۱۰ GMT+۱

کابل پوهنتون کې په زده‌کړو بوخت یو زده‌کړیال وایي، طالبان لیلیې ته ورغلي او هڅه کوي، چې زده کړیالان په زور د غزې په ملاتړ نن جمعه د (غبرګولي ۹مه) ترسره کیدونکو لاریونونو ته بوځي.

یاد زده‌کړیال د طالبانو د احتمالي ګواښونو له کبله امله د نوم نه ښودو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل: «طالبان راغلل، موږ ته یې وویل چې باید جبراً د اسراییل پر ضد مظاهرو ته ولاړ شو. د لیلیې خوړنځای یې هم مخکې له مخکې بند کړ.»

د هغه په خبره، طالبانو زده‌کړیالانو ته ویلي، چې د لوړو زده‌ کړو وزارت مخې او د شېرشاه سوري جومات ته څېرمه دې راټول شي.

یاد زده‌کړیال د طالبانو له‌خوا د غزې جګړه ځپلو د ملاتړ پر لاریون نیوکې وکړې او زیاته یې کړه: «د افغانستان وضعیت له فلسطین نه هم خراب دی، د هېواد نیم نفوس یعنې ښځې اوس له ژوند نه تنګې شوې او ژوند ورته دوزخ جوړ شوی.»

د هغه په وینا، طالبان داسې مهال زده‌کړیالان د اسراییل پر ضد لاریونونو ته مجبوروي، چې ۲۰سلنه ازموینې یې هم روانې دي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت پرون چهار شنبه د (غبرګولي ۸مه) په یوې خبرپاڼه کې له خلکو وغوښتل چې د فلسطین په ملاتړ سرتاسري لاریونونه او ختمونه وکړي.

له تېرو دوه کلونو راهیسې د غزې جګړه پیل شوې، چې په کې د ماشومانو او ښځو په ګډون له پنځوس زره زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې همدې طالبانو تر دې مخکې د ښځو د تعلیم او کار د حقونو لپاره د ترسره شویو لاریونونو پر مهال له سخت زور او تاوتریخوالي څخه کار اخیستی دی.

د پاکستان حکومت د تورخم له لارې اته نیم سوه کډوال په زور افغانستان ته ستانه کړي

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۰۵:۳۵ GMT+۱

د پښتونخوا حکومت ویلي، چې د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو د اېستل کیدو عملیاتو په لړ کې تېره ورځ «۸۵۹ افغان کډوال» په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

دغه کډوال د پاکستان د پنجاب په ګډون په بېلابېلو ایالتونو کې د پولیسو له لوري نیول شوي‌ بیا له دغه هیواده اېستل شوي دي.

د شمېرو له مخې، د تورخم له لارې په دغو تازه اېستل شویو کډوالو کې «۲۴۳تنه» د اې سي سي کارت لرونکي وو او پاتې «۶۱۶ کسانو» په پاکستان کې د استوګنې هېڅ ډول قانوني اسناد نه لرل.

پاکستان د روان زېږدیز کال د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د افغان کډوالو د جبري اېستل کیدو لړۍ پیل کړې او تر اوسه پورې یې نږدې «۱۵۰زره افغان کډوال» په دغه روان بهیر کې اېستلي دي.

په زوره د افغان کډوالو د اېستل کیدو دا بهیر نه یوازې د طالبانو له سختو غبرګونونو سره مخ شوی، بلکې یو شمېر نړۍوالو بنسټونو هم د اسلام اباد دا پرېکړه غندلې ده.

د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر کړکېچ په بیا ډېریدو سره که څه هم د کډوالو د نیول کیدو بهیر پڅ شوی، خو په بشپړه توګه لا هم نه دی ودریدلی.

اسلام اباد د پي او ار (POR) یاد ملګرو ملتونو سره ثبت افغان کډوالو ته د جون میاشتې تر پایه وخت ورکړی چې دغه هېواد پرېږدي.

په خبرداري کې راغلي، که د دغو کارتونو لرونکي افغانان تر ټاکلې مودې ونه وځي، نو پولیس به یې په زور وباسي.

هم مهاله له ایران څخه هم د افغان کډوالو د اېستل کیدو بهیر روان دی او په افغانستان کې روان بشري ناورین لا پسې ډېر کړی دی.

اندېښنې دا دي، چې طالبانو لا وار دمخه هېواد له اقتصادي،‌ سیاسي او ټولنیز ناورین سره مخ کړی چې د دغو کډوالو په ستنیدو سره به دا وضعیت لا ترینګلی شي.

له تېرو نږدې څلور نیم کالونو راهیسې بې وزلي او بې روزګاري هم لوړې کچې ته رسیدلې، چې د بشري سازمانونو په باور تازه ستنیدونکي افغانان به هم د دغه ناورین برخه شي.

له دې ور هاخوا سرپناه هم د دغو ستنیدونکو لپاره یوه جدي ننګوونه ده او طالبان د دغو اسانتیاوو په برابرولو کې پاتې راغلي دي.